د افغانستان له لوري جمید حسن ترذټولو ښه لوبه وکړه ، نه یوازې دا چې درې تنه حریفان یې وسوځول بلکې تر ټولو په کموتوپونو یې ډېرې منډې جوړې کړې .خو افغان لوبغاړي په پیل کې ډېر ژر ژر وسوځوېدل . پکار ده چې د افغانستان د ټیم دې برخې ته توجه زیاته شي .
جنوبي افریقا د افغانستان د ټیم لپاره ۱۴۰ منډې هدف وټاکه .د افغانستان د تیم لپاره د دې هدف پوره کول اسانه کتار نه ښکاري خو بیا هم لوبه ده او لوبه هم د کرکټ چې هر څه پکې ممکن وي .افغان ټیم به لږ وروسته د بیټڼنګ لپاره میدان ته راووځي .
اوس افغانستان بیټنګ کوي ک
منډې : 80
اورونه : 15
سوځېدلي :10
د منډو اوسط :5
افغانستان یوازې یو ویکټ یعنژ یو لوبغاړی لري
حمید حسن دوهمه شپږیزه ووهله
که میرویس اشرف او حمید حسن په هماغه شکل لوبې ته دوام ورکړی وای ، د افغانستان د ګټلو چانس وو.
د میرویس اشرف پرځای شاهپورځدراڼ راووت
میرویس اشرف وسوځېد – هغه په ۲۵ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې .
میرویس اشرف او حمید حسن ته دئې خدای برکت ورکړي کنې وضعه مو بده خرابه وه
حمید حسن چې د جنوبي افریقا درې لوبغاړي یې سوځولي ول ، اوس له میرویس اشرف سره بیټنک کوي
دي ډبلیو سټین دوه افغان لوبغاړي وسوځول
سمیع الله شینواری وسوځېد
د جنوبي افریقا لوبغاړي ایم مورکیل څلورافغان لوبغاړي سوځولي دي
میرویس اشرف له سمیع الله شینواري سره بیټنګ کوي
اصغر ستانکزی وسوځېد
سمیع الله شینواري اووه منډې جوړې کړې
تراوسه پورې په افغان لوبغاړو کې ترټولو زیاتې منډې ريیس احمدزي جوړې کړي – هغه له څلورو منډو وروسته سوځېدلی
محمدنبي وسوځېد او په ځای یې سمیع الله شینواری راووت
د جنوبي افریقا د منډو اوسط ۶ اعشاریه ۹۶ وو
محمدنبي او اصغر ستانکزی سره بیتنګ کوي
رييس احمدزی هم فوراً وسوځېد
کریم صادق هم وسوځېد او په ځای اصغر ستانکزی راووت
افغانستان ټیم په بد حالت کې دی په اوو منډو د درو لوبغاړو له لاسه ورکول بې ساری ګوزار دی - په هر اور کې یو لوبغاړی سوځېدلی
کیپتان نوروز منګل وسوځېد
د محمدشهزاد په ځای کیپتان نوروز منګل میدان ته د بیټنګ لپاره راووت
محمدشهزاد بیټنګ هم وسوځېد
اوس کریم صادق او محمدشهزاد بیټنګ کوي - نورعلي په صفر کې وسوځېډ
کریم صادق او نور علي دواړو دوه دوه منډې کړي یو رنز یې په واډ توپ کې ترلاسه کړې
 |
| افغان لوبغاړي د جنوبي افریقا د لوبغاړي په سوځولو خوشالي کوي |
د جنوبي افریقا د لوبې نتیجه ؛
منډې :13۹
اورونه : 20
سوځېدلي : 7
د جنوبي افریقا د منډو اوسط ټیټ شو : 7 اعشاریه 12
د منډو اوسط :9/40
یوازې 1 توپ پاتې دي
یوازې درې توپونه پاتې دي
جنوبي افریقا څلور لوبغاړي او څلور توپونه لري
یو اور پاتې دی
نهه توپونه لا پاتې دي
جنوبي افریقا لا هم اتلس توپونه لري
جنوبي افریقا لا هم 15توپونه لري
حمید حسن د جنوبي افریقا دوه لوبغاړي وسوځول
د جنوبي افریقا پنځم لوبغاړی وسوځېد
د جنوبي افریقا ۲۴ توپونه او ۶ لوبغاړي لري
حمید حسن له راوتلو سره سم د جنوبي افریقا لوبغاړي وسوځاوه
د جنوبي افریقا وروستیو دو لوبغاړو ځان ټینګ کړی .په اوسني ډول د دوی منډې د افغانستان لپاره خطرناک دي
دا شېبه نوروز منګل او سمیع الله شینواری بالنګ کوي
د جنوبي افریقا یو لوبغاړی میرویس اشرف اوبل محمدنبي وسوځاوه
دا وخت په ویست انډیز کې تودوخه د سانتي ګراد په جساب ۳۱ درجې ده
 |
|
حمید حسن او نوروز منګل د جنوبي افریقا د ټیم د لوبغاړي له سوځولو وروسته
 |
| دلته هم د جنوبي افریقا لوبغاړی سوځول کېږي | |
ریفریان :
Umpires IJ Gould and SJA Taufel
TV umpire BR Doctrove
Match referee RS Madugalle
Reserve umpire Aleem Dar
افغان لوبغاړي :
Nowroz Mangal*, Asghar Stanikzai, Dawlat Ahmadzai, Hamid Hassan, Karim Sadiq, Mirwais Ashraf, Mohammad Nabi, Mohammad Shahzad, Nasratullah, Noor Ali, Raees Ahmadzai, Samiullah Shenwari, Shabir Noori, Shafiqullah†, Shapoor Zadran
د جنوبي افریقا لوبغاړي :
GC Smith*, JH Kallis, LL Bosman, J Botha, MV Boucher†, AB de Villiers, JP Duminy, HH Gibbs, RK Kleinveldt, CK Langeveldt, JA Morkel, M Morkel, DW Steyn, J Theron, RE van der Merwe
د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې به په څو شېبو کې میدان ته راووځي . دواړو ټیمونو ته هند ماته ورکړې او حاضردمه دواړه په یوموقف کې دي .دواړو ته نننۍ لوبه برخلیک ټاکوونکې ده.هریوه چې په دې لوبه کې وبایلله باید د لوبو له دوامه ووځي .
د دې لوبې د وروستي وضعیت د لیدلو لپاره دا پاڼه بیا بیا تازه(ریفریش) کوئ.
پچه افغانستان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې جنوبي افریقا بیڼتګ وکړي