ناټو وايي په زابل کې د ملکي تلفاتو په باب څېړنه کوي

ناټووايي د افغان مقاماتو د هغې ادعا په اړه پلڼه کوي چې پر اساس یې ویل شوي د نړیوالو ځواکونو کاروان په زابل کې دوې ښځې او یو ماشوم په ډزو وژلي دي .
دا په وروستیو څو ورځو کې د ناټو ځواکونو له لوري د ملکي افغانانو د وژنې څوومه پېښه ده .
د زابل ولایت د والي ویندوی نن وویل چې د ناټو ځواکونو د جمعې په ورځ وروسته له دې پر یوه موټر ډزې وکړې چې دریش ته یې پام ونه کړ.
د محمدجان رسولیار په وینا عسکرو لاره د دې لپاره بنده کړې وه چې د سړک د غاړې یو بم شنډ کړي .
ناټو ځواکونو نن وویل چې په دې باب څېړنه کوي چې ایا د دوی د ځواکونو په ډزو ملکیان وژل شوي او کنه دي .
له دې راپور سره په یووخت نن اسوشیتید پریس خبری اژانس راپور ورکړ چې په کندهار کې ځينې خصوصي امنيتي کمپنۍ چې د ناټو د اکمالاتو امنیت ساتي د وسلوالو طالبانود حملو له ډاره پر بې ګناه کليوالو ډزې کوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په کندهار کې په دغسې پېښو کې ګڼ کسان وژل شوي يا هم ژوبل دي. امريکايي چارواکي وايي، دغه کار له بهرنيو ځواکونو د خلکو ملاتړ کموي او په دې منځ کې ايجاد شوې فاصله لاپسې زياتېږي.
په کندهار کې د خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکي چې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو امن ساتي، کله چې له کليو تېرېږي په پرله پسې ډول پر خلکو ډزې کوي، دا کار د ملکي افغانانو ملاتړ خپلولو په برخه کې د ائتلافي ځواکونو هڅې کمزورې کوي.
چارواکي وايي، دغه امنيتي کمپني پر کليوالو په دې نيت ډزې کوي، چې سخت دريځي وسلوال ووېروي. له دې کبله کله- کله ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي، دا هغه څه دي چې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان يې د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره مخنيوى غواړي.
په کندهار کې بهرني ځواکونه وايي دوى خپلو عالي رتبه چارواکو ته په دې اړه شکايت کړى او حتى د دغو کمپنيو ځينې ساتونکي يې نيولي، يا يې هم دا معلومات ورکړي، چې څنګه د دغو اکمالاتي کتارونو امن ټينګ کړي، خو ستونزه ختمه نه ده.
اسوشېټېډ پرېس زياتوي، اکثره دغه کمپنۍ د هغو کسانو دي، چې د کندهار له زورواکو سره تړلي دي.
پنځه ويشت کلن شېرمحمد چې ورور يې سليمان د مارچ په نيمايي کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو د امنيتي کمپنۍ په ډزو وژل شوى، وويل ”حکومت زموږ په غم کې نه دى“.
په همدې حال کې له زابل څخه تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې یوشمېر زابلیانو د ناټو ځواکونو له لوري د بې ګناه ملکیانو د وژنې په اعتراض کې مظاره کړې ده .
د افغانستان په ختیځو ولایتونو په تېره بیا ننګرهار کې عموماً د ملکي تلفاتو په وړاندې خلک په سوله ییزو مظاهرو عکس العمل ښيي . خو په جنوبي ولایتونو کې د مظاهرو او سوله ییز اعتراض دود ډېر عام نه دی .حال دا چې دا د دوی دیموکراتیک او روا حق دی .