له بګرام نه دهلمند ۷ تنه زندانيان دلمړي ځل لپاره له بنده خوشي شول

 

دغه زندانيان چي ډيري يي لس مياشتي وړاندي د بهرنيو ځواكونو دعملياتو پرمهال دهلمند په نادعلي ،مارجي ،اوګريشك ولسواليو كي نيول شوي وه  نن په هلمند كي دهغوي خپلوانو ته وسپارل شوه

 

د هلمند ولايت د والي مرستيال عبدالستارميرزكوال وايي:- چي دوي د امريكا له ځواكونو او افغان دولت په تفاهم سره يوداسي تړون لاسليك كړي ترڅو په راتلونكي نيږدي وختونو كي له يوي خوا په بګرام كي له  نيول شوو هلمندي افغانانو څخه ليدنه كتنه او وورسته هغوي ترنيږدي څيړني وروسته خوشي كړي .

 

د والي دمرستيال په خبره چي دوي به د هلمند ټول نيول شوي بنديان له بګرام نه راخوشي كړي .

 

 

په افغانستان كي د ناټو ځواكونو مرستيال قوماندان او د بګرام زندان مشرډګرجنرال هارډويټ د هلمند ولايتي شوار او مرستيال والي ته ژمنه وركړه چي دوي به په نيږدي راتلونكي كي ټول بنديان خوشي كړي.

 

خو هغه له خوشي شوو بنديانو نه غوښتنه وكړه چي دوي به نور له وسلوالو مخالفينو سره د اړيكي په نيولو او له هغوي سره هيڅ رنګه ملاتړ نه كوي.

 

ډګرجنرال  هارډويټ وايي:-چي دوي به له دي وروسته به په افغانستان كي د ټولو زندانونو چاري  افغان  دولت ته وسپاري

جنرال  هارډويټ له هلمندي سپين ږيرو او قومي مشرانو سره ژمنه وكړه.

 

 چي له دي وروسته به په ټولو عملياتو كي د نيول شووخلګو په اړه له افغان دولت او د سيمي له مشرانو سره خبري اتري او له هغوي سره به سلا مشهوري ترسره كړي ترڅو ثابته شي چي په سيمه كي نيول شوي كسان مجرمين او يا هم بيګناه د ي

 

موږ به له دي وروسته خپلي ټولي بندي خاني افغان چارواكو ته وسپارو موږ له افغان دولت سره ملاتړي او همكاره يوو موږ ستاسي څخه هيله كوو ترڅود مجرمينو په نيولو او دهغوي په جرمونو ثابتولو كي له موږ سره همكاري وكړي موږ نه پوهيږو چي څوك مجرم او كوم يو بيګناه دي موږ بهرني سرتيري يوو

 

 له بګرام بندي خاني نه ازاد شوو ۷ واړو ځوانانوپه ډيري مجبوري څو خبري وكړي او هغوي وويل چي دوي بيګناه نيول شوي كسان وه

نوموړو له بهرنيو ځواكونو د ښه سلوك خبري كولي دغو ۷ واړو نيول شوو بنديانو خوښي ښودله ترڅو له دوي سره وهل ټكول نه دي شوي

 

د ازاد كړاي شوو بنديانو خپلوانو خوښي ښودله او له افغان او بهرنيو ځواكونو نه يي غوښتنه كوله ترڅو دداسي نورو پيښو مخه ونيسيز

 

او بهرني ځواكونه دي د شي له لوري پخپل سركورونه نه تلاشي كوي او دعملياتو پرمهال دي ورسره افغان ځواكونه مله وي .

 

په هلمند كي دا لمړي ځل دي چي ۷ تنه د بګرام نيول شوي زندانيان له بنده خوشي كيږي .

ويل كيږي په راتلونكو څوورځو كي  به دهلمند دري تنه لوړپوړي چارواكي له بګرام زندان نه هم ليدنه كتنه وكړي ترڅو له نيول شوو بنديانو سره دبهرنيو ځواكونو سلوك څنګه دي

صفت الله  زاهدي  هلمند