هند افغانستان ته په اوو ویکټونو ماته ورکړه
د افغانستان او هند ترمنځ د ۲۰۱۰ کال د شلو اورونو سیالي په ویست انډیز کې پیل شوه .پچه هند وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لوبه افغانان پیل کړي .دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ په داسي یوه نړیواله مسابقه کې ګډون کوي .
د افغان ټیم مسوولان وايي چې د دوی د لوبغاړو روحیه لوړه ده . د هند او جنوبي افریقا د ټیمونو کیپتانانو مخکې لا خپلو لوبغاړو ته خبرداری ورکړی وو چې افغان ټیم ته په کمه سترګه ونه ګوري .
د دې لوبې تازه عکسونه د دې پاڼې په پای کې وګورئ
هند ګټونکی ښکاري
هند بیټنګ پیل کړ.
اور:۱۴پیل شو
منډې :۱۱۴
سوځېدلي :۲
نورعلي د څلوریزې مخه ونیوله
هند ۹۸ منډو ته په ۱۶ اورونو کې اړتیا لري
سبا به د هند ټیم د جنوبي افریقا له پیاوړي ټیم سره مخامخ شي. او نن لږ وروسته د بنګله دېش او پاکستان ټیمونه سیالي کوي .پاکستان له بنګله دېش او استرالیا سره په یو ګروپ کې دی
د مسابقې د مبصران په وینا نورعلي ډېره ښه لوبه وکړه .دوی وايي افغان ټیم واقاً د لومړی درجه ټیمونو په سطحه بیټنګ وکړ.
شهزاد او محمدصادق، نوروز منګل، نورعلي، اصغر ستانکزی، محمدنبي ، کریم صادق سوځېدلي
اور:۲۰
منډې:۱۱۵
سوځوېدلي :۸
شاهپور ځدران راووت
ريیس احمدزی راووت
حمید حسن میدان ته راووت
روین کومار درې افغان لوبغاړي سوځولي
اصغر ستانکزی په ۳۰ منډو وسوځېد
محمدنبي په صفر وسوځېد
محمدنبي میدان ته راووت
نورعلي ښه لوبه وکړه ، پنځوس منډې یې جوړې کړې
اصغر بله شپږیزه ووهله
محمداصغر ستانکزي شپږه ووهله
نور علي تراوسه ۵۰ منډې کړي دي - ستانکزی ۲۹ جوړې کړي
افغان پیټنګ کوونکی : نورعلي اوسمیع الله شینواری
سمیع الله شینواری میدان ته راووت
نوروز منګل په پنځو منډو وسوځېد
محمد شهزاد په شپزو منډو وسوځېد
نوروز منګل او نورعلي بیټنګ کوي
د افغانستان په وړاندې په نننۍ مسابقه کې هندي لوبغاړي :
دوني
گمبير
رينا
وي جې
يوسف پټان
يوراج سينگ
ظهير خان
جديجا
پروين کومار
هربجان سينگ
اشيش نيهرا
د افغان ټیم ترکیب په دې ډول دی :
نور علي ځدراڼ
کريم صادق
شهزاد محمدي
نوروز منگل
اصغر ستانکزى
ريس احمدزى
نبي عيسى خيل
سميع الله شينوارى
دولت احمدزى
حميد حسن
شاپور ځدراڼ