څلورتنه  له چاوديدونكو توكو سره وه نيول شول

د هلمندولايت په  مركز لښكرګاه  كي پرون  څلورتنه  له چاوديدونكو توكو سره وه نيول شول

د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد په وينا چي  دغه  څلورتنه يي پرون سهارد لښكرګاه ښار ته نيژدي د مخدرله كلاسره  هغه مهال وه نيول چي كله دوي غوښتل  د پوليسو د ګزمي لپاره ماينونه ځاي پرځاي كړي نوموړي له انفجاريه موادوسره لاس په لاس وه نيول شول

د شيرزاد په وينا چي  ددوي د كورنو د پلتنو نه وروسته  دهغوي  څخه يو لړ انفجاريه توكي او ماينونه وه نيول شول  دغه څلور سره تنه د لښكرګاه ښا ر اوسيدونكي  دي

امنيه قوماندان وايي چي  دوه تنو نورو چي غوښتل يي ماين ځاي پرځاي كړي  پر نوموړو باندي د ماين چاودنه رامنح ته شوه چي نوموړي دواړه تنه  پخپل ماين  باندي ووژل شول

ددغه وژل شوو دوو تنو  ماين ځاي پر ځاي كونكو  هويت نه دي په نښه شوي

تيره ورځ  هم  په لښكرګاه ښار كي   يو لړ انفجاريه توكي  او ماينونه له اتو تنو مظنونينو سره  د هلمند ولايت پوليسو د كندهار هلمند پر لويه لار   كشف او ونيول

ويل كيزي  چي دغه څو تنه  ماين جوړونكي  په داسي حال   كي نيول كيزي چي په هلمند ولايت كي د وسلوالو مخالفينو په وړاندي دا مهال په دريو ولسواليو كي  يو پراخ عمليات پيل شوي

"فایننشل تایمز" دورځپاڼې چلونکي،او افغان ملګروته یې ګواښ لیک

"فایننشل تایمز" دورځپاڼې چلونکي،او افغان ملګروته یې ګواښ لیک

لیکنه: عبدالغفار (( بوبل))  کابل 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د "فایننشل تایمز"په نامه انګریزي ژبې ورځپاڼې څو موده وړاندې داسې یو مضمون خپور کړ چې دژورنالیزم په بې پلوه کورنۍ پورې ،لېکوالان ،خبریالان او نور قلم والوته یې بې ځوابه پوښتنې راولاړې کړې.

دغه ورځپاڼه چې له هېواد نه بهر په انګریزي ژبه خپریږي،دکابل دامنیې قوماندانۍ دجنايي څېړنو پرمشر،"علیشا پکتیاوال" پسې هغه تورونه او بې بنسټه لیکنې خپرې کړې چې منل یې هر افغان ته ګران وو.

دغه ورځپاڼه پرته له دې چې دژورنالیزم اصولوته نظر وکړي،دافغانستان اوسني روان کړکیچ ته پام وکړي،د "علیشا پکتیاوال "دژوند لیک،او په کاري برخه کې دهغه داجراتو په اړه  داسې یوه لیکنه خپره کړه چې دعاقل او فاضل انسان دمنلو وړ نه وو.

 ”فایننشل تایمز"ورځپانه چې دانګریزانو له خوا خپریږي، غواړي افغان ولس په وینو رنګ او ورکونومونو باندې په خپل مینځ کې بیا واچوي،دغه ورځپاڼه سره له دې چې هېڅ را سند او دلاس نښه چې د"علیشا پکتیاوال" جرم په ګوته کړي نه لري،سره له دې چې کره اسناد او مدارک چې حقیقي بڼه ولري،او په ترڅ کې یې دښاغلي "پکتیاوال جرم په ګوته شي په واک کې نه لري،او دیوه هوايي ،او خیالي وړاندوینې په ترڅ کې یوه ناسمه لیکنه خپره کړې ده.

اصله خبره خوداده چې د دې ورځپانې کوم خبریال د"علیشاپکتیاوال" د کړنو، اوژوند لیک په هکله تحقیقي رپوټ دحقایقو ،او دسترګو د لیدلی حال پر بنسټ که برابر کړی وي خو بیا سمه ده،مګر حال داچې نه د"فایننشل تایمز" دورځپاڼې خبریا په دې تحقیقي رپوټ کار کړی ،اونه کومې خاصې خبري سرچینې ، چې تش اوتې بوتې او غیر مسلکي لارې ته ګام پورته شوي، او دا هغه ناوړه عمل دۍ چې دیوه افغان  دبې عزته کولو لپاره ترسره شوی دی.

نو څنګه جوته کړو چې" فایننشل تایمز" ورځپاڼه ریښتیا وايي،او کوم تورونه یې چې په علیشا پکتیاوال لګولي دي هغه ټول حقیقت لري،داهغه پوښتنه ده چې د دې ورځپاڼې د چلونکو جاغه شکولای شي.

د" فایننشل تایمز" رپوټ ته که لږ ځیر شو دایو مطبوعاتي حرکت نه دۍ،اونه دژورنلیزم له نړیوالو اصلوسره مطابقت لري،دغه مطلب د شخصي کینو،او د ډالروپه مټ خپور شوی دۍ،ورځپاڼه مکلفه ده کوم تورنه چې، د دوی له خوا پر پکتیاوال لګول شوي دي،په اړه یې دافغانستان بې پرې او آزادو مطبوعاتو ته دې اسناد او مدارک ورکړي .

نن سبا دافغانستان یوشمېر رسنۍ هم له حقایقو څخه سترګې پټې کړي دي، او کومې خپرونې چې له بهره دافغانستان په اړه خپرېږي پرته له دې چې دوی ورباندې خپلې څېړنې ترسره کړي چې آیا دغه رپوټ چې بهرنۍ اړخ لري ریښتیاده او که درواغ، چې له پلټنې وړاندې دهغه په خپرولو او لمن وهلو باندې لاس پورې کوي.

داهفه لویه ستونزه،او نیمګړتیا ده چې دافغانستان په یوشمېر مطبوعاتو کې شتون لري،یوشمېر افغاني مطبوعات چې په ګوندونو، او ټوپک سالارو پورې اړه لري هغوی تل هڅه کوی چې ډیرو وړو مسایلو ته په ډېره لوړه کچه لمن و وهي،بیلګه یې همدغه د"فایننشل تایمز" ناقص رپوټ کاپي کول او هغه ته پرداز ورکول ښودلی شو.

"علیشا پکتیاوال" لومړی پوښتون منصب دار دۍ چې څوکاله پرله پسې په یو اداره او یوپوست کې خدمت کوي، ځینې کارپوهان او دچارو غښتلي مشران په دې باور دي چې،پرعلیشا پکتیاوال باندې دغه تور اودې ته ورته نور تورونه دسیاسي کړیو له خوا لګول کیږي،او دا هغه تورونه دي چې دیوشمېراجیرانو او دپردیو دغلامانو له خوا دژبنیو، قومي اوسمتي اړیکو په چواکاټ کې  دخپلو شخصي ګټو دتر لاسه کولو په موخه لګول کیږي.

د" فایننشل تایمز" ورځپانه لومړی په خپل چاپي مطلب کې داسې یو لوی درواغ چې،علیشاپکتیاوال په دوبۍ کې فابریکې او نورې شخصي ځمکې لري چاپ کړی چې هر انسان ځان ته را کاږي، داځکه چې پکتیاوال خودافغانستان ټوله سرمایه  نه ساتله چې له هغې نه ځانته له هېواد بهر مانۍ او یا سوداګریزې خونې جوړې کړي.

دې ته ورته ټوله لیکنه درواغ او له حقیقته لرې بڼه لري،او د" فایننشل تایمز" ورځپاڼې ته دغه اوتې بوتې د کومې ډلې له خوا ور لېږل شوي دي،بله موضوع چې په کې لیکل شوی وو هغه داچې  دپکتیاوال له دفتر نه څو پاڼې اسناد ترلاسه شوي چې د علیشا پکټیاوال دباندنیو جایدادنو یادونې په کې شوي دي کوم منطق به دا ډول تور ومني.

دلته نه یوازې دا چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه تر نیوکو لاندې ده بلکه دهېواد هغه ورځپانې،او خبري سایټونه هم تر پوښتنو لاندې دي چې دغه مطلب یې پرته له دې چې تر دقیقې څېړنې لاندې ونیسي او بیا یې خپور کړي، چې پورتنیو یاد شو څانګو په خواشینۍ سر په پټو سترګو ،او بندو غوږونو لاس په کار شول،او په لوړه کچه باندې یې دې موضوع ته لمنې  وغځولې.

اصلي خبره خو داده چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه دې با ید دخپلې لیکنې دمنلو لپاره مونږ ته اسناد راکړي ،او که چېرته اسناد او شواهد نه لري نو لازمه ده چې د موجوده نړېوالو مطبوعاتي، اوحقوقي قوانینو په رڼاکې د"علیشاپکتیاوال" حقوق  دې اعاده کړي.

ښکاره خبره ده چې په دې هېواد کې نیک نامه ژوندی،اوبدنامه مړی وجود نه لري، هرڅوک چې ښه کار وکړي هغه ته له دوست نه بد بین زیات پیدا کیږي،دعلیشا پکتیاوال په څېر ډېر داسې کسان نوردي چې دخپلو صادقانه کړنو قربانيان شوي دي.

بد بیني ،کینه او یو بل نه غوښتل له هغو مواردونه دي چې، افغانستان یې په اور کې سوځي،له هرڅه نه زیات پښتانه په  دې  لمبو کې لاهو دي،د دې منفي کړنو عاملین په نامه تش افغان او په اصل کې لوی غدار او وطن پلورنکي دي.

څونور ټکي دي چې د" فایننشل تایمز" له خوا خپور شوی  رپوټ درواغ ښودلی شي، هغه داچې "علیشاپکتیاوال" ترواسه پورې دوبۍ ته بیخي تللي نه دۍ ، د" فایننشل تایمز" درپوټ پربنسټ یوڅوک چې دپکتیاوال په څېر دومره سرمایه، او فابریکې ولري او دهغه له کارونو څخه هم ځان خبر نه کړي ،نو داڅرنګه تجارت دۍ ، او دغه دلیل به څنګه ومنل شي.

په اوس وخت کې ورور پر ورور باندې اعتبار او اعتماد نه کوي،نو "پکتیاوال "په چا ا عتبار وکړي،هغه هم بیا په دومره غټو پیسو ،او فابریکو چې د" فایننشل تایمز" دورځپاڼې له خوا افشا شوي دي،اوس نو خپله فکر وکړﺉ چې دغه رپوټ څنګه حقیقت پیداکولای شي،او دکوم یو انسان منطق به یې ومني.

بل داچې د" فایننشل تایمز" ورځپانې ولې دهغو ملي غلو ،او غدارانو، له کړو وړ څخه نوم نه اخلي چې په رڼا ورځ کې،قتلونه، وسله والې غلاګانې،دخلکو په ناموس تیري، دمخدره توکو قاچاق،اوپه زرګونو نورو بې عدالتیو ککړ دي،آیا د رسنۍ آزادي اورسالت همدې ته وايي،بل داچې دغه بهرنۍ ورځپاڼه په لومړۍ سر کې لازمه ده چې دخپل هېواد نیمګړتیاوې را واخلي او خپرې یې کړي ،نه داچې دپردیو هېوادونو په چارکو کې دې لاس وهنې وکړي .

لاسوهنه هم بیا تر دې کچې پورې چې ،ملي ارزښتونه تر ګواښ لاندې راولي، د" فایننشل تایمز" دروڅپانې دغیر مسلکي کړنې ترڅنګ،افغاني رسنۍ په خصوصي ډول چاپي ورځپانې په غیر مسلکي خپرونوکې ،دمطالبو په خپرولوکې، بیاله " فایننشل تایمز" نه یوګام مخکې دي.

دکابل چاپي ورځپاڼې په دې لڼدو وختونوکې په لوړه کچه له  مسلکي ،او مطبوعاتي اړخونوڅخه وتلي دي،او داسې مطالب خپروي چې هغه د دوی تولیدي کړنې په ډاګه کوي ،چې له صفر سره برابر دي ،او دهغوی ټول مطالب ،یالیکنې له بهرنیو سایټونو، اویاهم له آژانسونو څخه اخیستل شوي دي،داسې هم شوي دي چې دکابل په یوشمېر ورځپاڼوکې غلا شوي مطالب،او عکسونه په انډولیز ډول په څو ورځپاڼو کې خپاره شوي دي.

 د" فایننشل تایمز" هغه درواغ روپوټ چې د دې خاورې دیوه غښتلي منصب دار"علیشا پکتیاوال "،له کړو وړو څخه خپورشوی وو،په هما غه ډول افغاني ورځپاڼو هم خپور کړ،اویوڅه نورې اوتې بوتې یې هم ورسره زیاتې کړې،راځۍ چې لږ خپلو اعمالو ته هم نظر وکړو ولې پردیۍ تورې دخپلو ورنو په وژلو کې په لاس ونیسو،دغه ړنګه جونګړه دنورو خلکو په هڅه نه جوړیږي،اوجوړېدل یې پرما اوتاپورې اړه لري.

 

دبیان آزادي،درسنیو آزادي،او ورسره نورمطبوعاتي فعالیتونه په اوس وخت کې دهر یو لیکوال او ژورنالیست ژوند له لویو ننګونو سره مخامخ کړی ، چې اصلي لامل یې همدغه دګوندونو پلوي کول،اوله وسله والو لورو سره مادي راکړې ورکړې،او دهغوی په خوښه حرک کول دي،که چېرته دافغانستان رسنۍ بې پرې او خپلواک فعالیت ولري هېڅ وخت له ماتې او ناکامۍ سره نه مخامخ کیږي.

په ډېرۍ برخو کې دافغاني رسنیو کړه وړه له بهره څارل کیږي،او داهغه خبره ده چې ټولو افغانانوته معلومه ده ،که چېرې په افغاني رسنیو کې خپلواکي او څپېڅلتیا موجوده وي هیڅ وخت " فایننشل تایمز"او داسې نورې ورڅپاڼې په داسې ناوړه لیکنو لاس نه پورې کوي،دغه  ملامتي هم په افغاني رسنیو تپل کیږي،او افغاني رسنۍ به ترهغه پورې ناکامه وي چې خپله خپلواکي د رسنیو د قوانینو پربنسټ نوي حفظ کړی.

دلته غواړم دې ټکي ته اشاره وکړم چې بهرني مطبوعات هېڅ وخت نه غواړي چې، افغانان په خپل مینځ کې دورورۍ په ډګر کې عادي ژوند ولري، داغوښتنه نه یوازې داچې دبهرنیو مطبوعاتو ده بلکې دهغوي سیاسي کړیو،او مشرانو لویه هیله ده چې پر دې ولس له بده مرغه په بیلابیلو نومونو تپل کیږي، زما په فکر پورتنیو ناندریو سره دمبارزې لپاره ښه او غوره وصیله همدغه دافغاني مطبوعاتو صادقانه فعالیت دۍ.

زه په پای کې له ټولو مطبوعاتي ،حقوقي، اوټولنیزو بنسټونوڅخه غواړم چې د" فایننشل تایمز" په هغه رپوټ باندې چې دعلیشاپکتیاوال پرکړنوباندې خپور کړی،دنړېوالو قوانیونو په رڼاکې کتنه وکړي ترڅو حقیقت اوټولنیز عدالت تر پښو لاندې نشي.

که چېرته مونږ دهر یو افغان له حقوقو نه دفاع ونه کړو او دخپل هېواد دپت، اوعزت،ساتنه ونه کړو بهرنیان یې کله هم فکر نه کوي، اوهغوی تل هغه لارې لټوي چې په ترڅ کې یې افغان نان په بیلا بېلو نومو نو بد نامه کړي، او دنده  په لومړي سر کې رسنیو ته ورپه غاړه ده، چې باید خپل دریځ وپېژني.

اوبل داچې له دې لارې مونږ خپله د دې خاورې غداران ،اوریښتنې څېرې وپېژنو،او په همدې دول دهغوي څېرې او فعالیتونه چې په هره کچه وي خپل ولس ته  یې په ډاګه کړو ،نه داچې دبل په لمسون خپل ورور دمرګ کومې ته واستو.

 

دمحربانۍ له مخې د دې لیکنې په اړه وړاندیز او نیوکې مو ماته په دې پته راواستوﺉ
wardak.mayar@gmail.com

 

سل .ره امریکایی دالره بوتونه بیرل کیزی

د عراقي خبريال  بوټونه يو افغان سوداګر په سل زرو امريكايي ډالرو پيري

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

 يو  افغان سوداګر دې ته چمتو شوی هغه بوټونه چې پرې وړمه ورځ د امريکې ولسمشر جورج ډبيلو بوش ويشتل شوی په سل زرو امريکايي ډالرو چې له ۵۰۰۰۰۰۰ افغانيو سره برابر دي وپيري. دا سوداګر حاجی صبری نوميږي او د کابل ولايت اوسيدونکی دی. حاجي صبری وايې چې دی د دې عراقي  خبريال د بوټونو اخيستلو ته وروسته تر هغه لیواله شو چې دې بوټونو يوازي بوش نه بلکه ټول امريکايان ولړزول. نوموړي وويل چې په بوش باندې ويشتل شوي بوټونه تر دې هم زياته بيه لري خو دی حاضر دې چې په سل زرو امريکايي ډالرو يې وپيري. په بوش باندې د ويشتل شويو بوټونو په اړه بيا د عربي نړۍ ځينو کسانو ويلي چې بايد په اسلامي موزيم کې نندارې ته کيښودل شي. د العراقيه ټلويزیون هغه خبريیال چې دغه عمل يې تر سره کړی لا هم د عراقي ځانګړو ځواکونو په بند کې دی.

 

 پوليسود څو ورځو   روانو عملياتو كي   سپكي او درني وصلي  او اته تنه مظنونين  نيولي دي

د هلمند ولايت  پوليسود څو ورځو   روانو عملياتو كي راهيسي يو شمير  سپكي او درني وصلي  او اته تنه مظنونين  نيولي دي

د هلمند ولايت  د پوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد په يوه مطبوعاتي غونډه كي  خبريالانو ته وويل چي د هلمند پوليسو د ايساف ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي  د هلمند په ځينو سيمو كي  اته تنه مظنونين  يو شمير سپكي او درني وصلي  موټرسايكلونه  او مخدره توكي نيولي دي

امنيه قوماندان وويل چي  په دغو عملياتو كي يي دپرسونل ضد ماينونه  ۸۲ متره توپ او ماشيندار هم نيولي دي

دده په خبره چي په  مركز لښكرګاه كي يي هم ځيني كسان له مخدره توكو  سره لاس په لاس دستګير كړي دي

د هلمند امنيه قوماندان  وايي چي د نادعلي ولسوالي ځيني سيمي يي چي تر خپلي ولكي لاندي راويستلي  د هغوي امنيتي حالت به   هم دير ژر سم شي دده په وينا چي په همهغه سيمه كي به د ملي اردو او ملي پوليسو امنيتي پوستي موجودي شي دي وايي چي  كه چيري د هلمند هره يوه لويشت پخپل ولكه كي نيسي  نود هغي هري لويشتي دفاع به كوي دده په وينا چي عمليات به تر هغو پوري دوام كوي تر څو پوري د هلمند ولايت ټولي سيمي يي پخپل ولكه كي راويستلي  نه وي

د هلمند ولايت پوليسو په داورستيو كي  د هلمند د ديري خلګو زړونه  په لاس راوړي  ديري  اوسيدونكي وايي چي  دوي په روانو عملياتو باندي ډير خوشحاله دي خو  په همهغه سيمه كي چي عمليات روان دي ډيري  اوسيدونكي يي خواشيني وايي چي له سختو ستونزو سربيره دا مهال له خپلو كورونو ويستل شوي او په دښتونو كي دا مهال د ژوند شيبي تيروي 

ويل كيزي چي دا لاس ته راوړني پوليس په سي حال كي لري چي د هلمند  ددولتي چارواكو په وينا په څو ولسواليو كي پراخ عمليات شروع شوي دي 

عراق يوه خبريال  د قهرمان لقب وګاټه

د عراق يوه خبريال  د قهرمان لقب وګاټه

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د عراق د العربيه تلويزيون خبريال پس له هغه څخه د قهرماني لقب وګاټه  چي كله يي په يوه خبري كانفرانس كي بو ش  پخپلو بوټونو  وويشته او هغه ته يي د سپي لقب وركړ  ډيري عراقي ځوانانو او سپين زيرو   ددغه تلويزيون  خبريال وه ستايه

داسي ويل كيزي چي د نوموړي  خبريال بوټونه په (۵۰۰) زره ډالره قيمت پري راغلي چي ديري عربي  هيوادونو تجارانو د هغويو  غوښتنه كړي ده  

خبريال پر بوش د بوټونو د غورځولو وروسته  نوموړي  له خبري كانفرانس نه په لت وكوب كي وه ايستل شو

 

دوه تنه پوليس وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي

د هلمند ولايت د مركز لښكرګاه د بابا جي په سيمه كي د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ په نښته كي دوه تنه پوليس وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي

د هلمند ولايت د پوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چي تير ماښام ناوخته دپوليسو او وسلوالو طالبانو تر منح په نښته كي دوه تنه پوليس وژل شوي دي او دري نور ژوبل  شوي دي 

امنيه قوماندان وايي چي په دغه نښته كي  يو وسلوال كس جسد په محل كي پاته شوي وو چي وروسته د سپين زيرو لخوا خخه هغو يته تسليم شوي دي  د شيرزاد په وينا چي  دوسلوالو مخالفينو څخه يي يو شمير سپكي او درني وصلي هم ترلاسه كړي دي

 

وسلوالو طالبانو پيښه پخپل غاړه اخيستي قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي   وايي چي د نادعلي ولسوالي  كي يي په يوه نښته كي ۹ د ملي اردو سرتيري وژلي او د هغوي يو رينجر موټر يي هم ويجاړ كړي دي

د احمدي په وينا چي په دغه نښته كي يي ددوي يو شمير وصلي هم له خپل ځانه سره وړي دي 

خو د هلمند ولايت امنيه قوماندان  سمونوال اسدالله شيرزاد  بيا  ددوي دغه ادعا ردوي نوموړي وايي چي د نادعلي ولسوالي په شنه كلي كي  تردا مهاله پوري نښته نه ده رامنځ ته شوي

 په هلمند ولايت كي  ديري ځاي وګړو په وينا چي  دامهال به دغه عمليات امنيتي حالت په سيمه كي ښه كړي

خو ويل كيزي چي  له يوي خوا جنګ جګړو او له بله پلوه د ساړه زمي په رارسيدو سره  د سيمي ځاي خلګ له يوشمير ستونزو سره لاس او ګريوان كړي دي

ورځو راهيسي په سيمه كي ديري حاي وګړي وژل شوي دي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي ديري ځاي وګړي وايي چي  د تيري دوو ورځو راهيسي په سيمه كي ديري حاي وګړي وژل شوي دي

 

د نادعلي ولسوالي يوتن  اوسيدونكي تور جان وايي چي په نادعلي ولسوالي كي دددوو ورځو راهيسي  په دغه سيمه كي  دوي ته د سر او مال درانده زيانونه اوښتي دي ددوي په وينا چي  په دغه سيمه كي ديرش تنه ملكي وګي وژل شوي او يو شمير څاروي او ددوي كورونه هم له منځه تللي دي  د نادعلي ولسوالي د خوشحال كلي يو بل تن اوسيدونكي  ګل اغا وايي چي  ددغي سيمي  څخه اوس مهال وتلي دي دده په وينا چي ددوي كښتونو ته هم زيان اوښتي دي  هغوي وايي چي امريكايي حواكونه ددوي په كورونو باندي  د ليري د توپونو وارونه كوي نوموړي وايي چي  ددوي په سيمه كي يو شمير څاروي   او ملكي وګړي وژل شوي دي

دد نادعلي ولسوالي ددادالله د كلپك د  سيمي يو بل تن ځوان وايي چي دددوي په كلي كي د څو كورنيو  نه ۲۹ تنه اوسيدونكي وژل شوي دي   هغه له دولتي چارواكو څخه غوښتني كوي وايي چي ددوي په سيمه كي دي نور عملياتو ته بسنه وركړي ددوي په وينا چي دوي دا مهال په سوړ ژمي كي له خپله كوره وتلي او په يوه دښته كي ژوند كوي 

 

خو له بلي خوا د هلمند امنيه  قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد پيمان ملي ته په يوه مركه كي ويلي دي چي د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي او مرجي  په سيمه كي دا مهال هيڅ ملكي وګړي نه دي وژل شوي د هلمند امنيه قوماندان چي د نادعلي په ولسوالي كي موقيعت لري وايي چي زه خپله په دغه سيمه كي  يم  دده په وينا  چي دلته د بادالله كلپ چي ديري خلګ وايي چي ملكي وګړي وژل شوي  هيڅ جګړه نشته  امنيه قوماندان زياته كړه چي ديري خلګ د توپونو د راغورحولو څخه سر تكوي خو دا توپونه دده په خبره بي معنا نه دي  نوموړي د ملكي وګړو د غه ادعاوي په كلكه سره رد كړي

تيره ورځ د هلمند ولايت  په بست هوټل كي په يوي خبري ناستي كي د ميشتو بريتانوي سرتيرو  قوماندان دګرمن ميسينجر د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل او د هلمند ولايت د ملي اردو د پلي ليوا د ۲۰۵  اتل قولي اردو قوماندان ويلي ووو چي  په دغو عملياتو كي دوي ته له وړاندي خبرداري وركول شوي دي او په دغه سيمه كي كوم ملكي وګړي ته زيان نه دي اوښتي  

هلمند ولايت په دوو ولسواليو كي د جګړي له امله ددريو سترو قوماندانانو

د هلمند ولايت په دوو ولسواليو كي د جګړي له امله ددريو سترو قوماندانانو د وژلو خبر وركول شو

 

د هلمند ولايت د پوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چي تير ماښام په دوو ولسواليو كي د جګړي له امله  دري تنه ستر قو ماندانان ووژل شول

امنيه قوماندان وايي چي  په مرجي  ولسوالي كي  د ايساف له لوري يو تن   د وسلوالو  طالبانو ستر قوماندان او د هغه ساتونكي  وژل شوي دي دده په ونيا چي په ناوي ولسوالي كي هم د جګړي له امله  د وسلوالو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي

شيرزاد زياته كړه چي  په دغو جګړو ددوي لوري ته كوم زيان نه دي اوښتي

ده زيات كړه چي  د تيري ورځي راهيسي د ناوي ولسوالي او نادعلي ولسوالي ډيري سيمي ددوي لاس ته ورغلي دي دده په وينا چي  د ايساف او ملي اردو سرتيري دا مهال د مارجي ولسوالي  په ځينو سيموكي موقيعت لري او تر خپلي ولكي لاندي يي راويستلي دي

خو قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي  د ناوي او نادعلي په ولسواليو كي ددوي   ملګرو ته كوم زيان نه دي اوښتي  دي وژل شوي كسان ملكي وګړي بولي

احمدي زياتوي چي د ګريش ولسوالي د سوركي په سيمه كي يي دري انګريزان په جګړه كي او ۵ تنه نوريي د سرك د غاړي په ماين كي وژلي دي

دده په وينا چي په چاودنه كي يي  زغروال شوبلي يي هم له منځه تللي دي 

د دغو سيمو  ډيري ځاي وګړو په وينا  چي  اوس مهال په دغه سيمه كي وسلوال طالبان  په شاه تمبول شوي دي او سيمي ددولت تر ولكي لاندي راغلي دي

 او د نادعلي ولسوالي ديري خلګ بيا   وايي چي له يوي خوا ورته سوړ ژمي او له بلي خوا ددوي په سيمو كي چاڼيز عمليات له خپلو كورنو نه ايستلي دي  دوي له دولت څخه غوښتنه كوي تر څو له دوي سره د خوراكي توكو او سر پناه په ځايونوكي بيړني مرستي وكړي

 

د دغو عملياتو خبر تيره ورځ په يوه خبري ناسته كي د هلمند والي  د ميشتو بريتانوي سرتيرو ډګرمن ميسينجر  او ملي اردو بريد جنرال  محي الدين  غوري خبريالانو ته خبر وركړ ويل كيزي چي تر دا مهاله پوري ملكي وګړو ته كوم  زيان نه دي اوښتي

 خو ددغو وسلوالو قوماندانو خبر په داسي حال كي وركول كيزي چي  تيره ورځ هم ويل شوي وو چي  په عملياتو كي په لسګونو وسلوال طالبان وژل شوي دي

د هلمند په ولايت كي د يوه لوي او پراخ عمليات د شروع كيدلو خبر وركول شو

د هلمند په ولايت كي د يوه لوي او پراخ عمليات د شروع كيدلو خبر وركول شو

دغه عمليات چي د هلمند ولايت  په دريو ولسواليو  كي دا مهال دوام لري  په  علمياتو كي د نړيوالو ځواكونو سربيره  افغان ځواكونه هم ګډون لري

نن په هلمند ولايت كي د يوه مطبوعاتي كنفرانس په ترځ كي د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل د ۲۰۵ اتل قولي اردو د پلي ليوا قوماندان بريد جنرال محي الدين غوري د ميشتو برتانوي سرتيرو بريد جنرال ګولډن ميسينجر په خپلو څرګندونو كي ويل  چي دوي دغه عمليات په دي موخه پيل كړي تر څو په سيمه كي ډاډمن امنيت او د هلمند ولايت ټولي ولسوالي د وسلوالو طالبانو د شتون څخه خلاصي كړي 

د هلمند ولايت والي وايي چي د نادعلي ولسوالي  كي يي دا مهال ديري سيمي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاكي كړي دي  دده په وينا چي ديري وسلي هم په دغو عملياتو كي ددوي لاس ته ورغلي دي  دي وايي چي د سيمي له لاس ته راوړلو سره به په سيمه كي پرله پسي  امنيت  راويستل شي  دده په وينا چي په سيمه كي به د ښوونځيو پرانيستل او د بيارغوني كارونو پيل هم په سيمه كي شامل وي  والي وايي چي په دغو عملياتو كي به  د راتلونكو ټولټاكنو لپاره هم زمينه برابره كړي

د هلمند والي وايي چي په دغو عملياتو كي لمړيتوب دكوكنارو د كښتونو د له منحه وړلود وسلوالو طالبانو سره جګړه په سيمه كي دادمن امنيت  ښوونځي پرانيستل هم شامل دي

د ۲۰۵ اتل قولي اردو قوماندان جنرال محي الدين غوري وايي چي په دغو عملياتو كي د ملي اردو سرتيرو ته دا مهال كوم زيان نه دي اوښتي دي وايي چي په هر مهال زموز عمليات  كامياب وي  دي وايي چي موز د خلګو لپاره د ښه امنيت د راويستلو په موخه عمليات پيل كړي دي

د ميشتو بريتانوي سرتيرو وياند بريد جنرال ګولډن ميسينجر  وايي  چي دا عمليات به پر مخ روان وي  ميسينجر وسلوالو طالبانو ته  پيغام وركړ چي تاسي خپله وسله په ځمكه كښيزدي  نوموړي وايي چي موز دا عمليات د مارجي او نادعلي ولسوالي د خلګو لپاره د ښه امنيت راويستلو لپاره دي

د ميشتو بريتانوي سرتيرو وياند  وايي چي موز په دي عملياتو كي بريالي يو د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قولي اردو قوماندان جنرال محي الدين غوري په همدي مطبوعاتي كنفرانس كي خبر وركړ چي دوي دامهال يو زيات شمير وسلوال مخالفين وژلي دي

ويل كيزي چي دغه عمليات په هلمند ولايت كي په داسي حال كي شروع كيزي چي  څو ورحي وړاندي  په هلمند كي  ميشتو بريتانوي او ډينماركي سرتيرو ته په يوه ځانمرګي بريد كي مرګ ژوبله اوښتي وه

 

 

دري تنه پوليس ووژل شول

د كندهار ولايت د ميرويس روغتون څنګ ته د يوه ريموټ كنترول ماين د چاودني له امله دري تنه پوليس ووژل شول

د كندهار ولايت دوالي وياند زلمي ايوبي   وويل چي نن سهار هغه وخت دغه چاودنه رامنځ ته شوه چي كله د پوليسو يو كاروان له دغي سيمي نه د تيريدو په حال كي وو 

په دغه چاودنه كي  دري پوليس سرتيري  وژل شوي او ۱۵ تنه ژوبل شوي دي

د ايوبي په وينا چي  په ژوبل شوو كي هم ۵ پوليس سرتيري شامل دي

د ميرويس روغتون يوه ډاكټر چي د نوم له ښوودلو څخه يي ډډه كوله  وويل چي د ژوبل شوو پوليسو او دوو تنو عامو وګړو روغتيايي حالت د انديښني وړ ښودل شوي دي

د يادوني وړده چي په كند هارولايت كي  په دا ورستيو كي ديري امنيتي پيښي شوي دي چي په دغو پيښوكي د ځاي وګړو په وينا ډيري مرګ ژوبله يي  ملكي وګړو ته اړولي وي

هلمند ولايت  په يوه ځانمرګي بريد كي   ۷ تنه ووژل شول او ۲۷ تنه نور

د هلمند ولايت  په يوه ځانمرګي بريد كي   ۷ تنه ووژل شول او ۲۷ تنه نور ژوبل شول

د هلمند ولايت د موسي قلعه ولسوال ملا عبدالسلام وويل چي  نن سهار په څه كم  يولس بجي د موسي قلعه  ولسوالي د بازار په چهارسوو كي  ديوه ځانمرګي بريد له امله  ۷ تنه ووژل شول او ۲۷ تنه نور ژوبل شول

دي وايي چي  ځانمرګي بريد كوونكي د پوليسو په يوه موتر باندي  چاودنه وكړه  چي  په چاودنه كي يي  د ملكي وګړو د مرګ ژوبلي تر ځنګ يو پوليس او يو قوماندان د حاجي موسي په نامه هم وژل شوي دي

 د موسي قلعه ولسوال ددغه بريد ژوبل شوي او وژل شوي تول ملكي وګړي ښي

خو د هلمند ولايت امنيه قوماندان  سمونوال اسدالله شيرزاد بياد موسي قلعه ولسوالي په بازاركي په  ځانمرګي بريدكي  د ۸ تنو د وژل كيدو او ۲۵ تنو نورو د ژوبل كيدو خبر وركوي

دي وايي چي په وژل شوو كي  دوه تنه پوليس او او په ژوبل شوو كي هم دوه تنه پوليس  شامل دي

د شيرزاد په وينا چي پاتي كسان ملكي وګړي دي 

وسلوالو طالبانو پيښه پخپل غاړه اخيستي ده قاري يو سف احمدي چي رسنيو ره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي  وايي چي  نن سهار يي د موسي قلعه په ولسوالي كي  په حاجي موسي ځانمرګي بريد كړي دي چي د  بريد په پايله كي يي  يو دوه تنه پوليس او يو رينجر موتر هم له منځه وړي دي

داحمدي په وينا چي  په حاجي موسي قوماندان يي څو ځلي بريدونه كړي  وه

 

د يادوني وړده چي  د موسي قلعه ولسوالي  د چهارسو سيمه  د ديري  بريدونو شاهده وه  چي دا ځل ځانمرګي بريد  په دغه سيمه كي  ۳۲ تنو ملكي وګړو  ته مرګ ژوبله واړوله

د سړي تښتونكو د ډلي يو تن له تشتول شوی کس سره  وه نيول شو

د هلمند ولايت  په لښكرګاه ښار كي  د سړي تښتونكو د ډلي يو تن له تشتول شوی کس سره  وه نيول شو

د هلمند ولايت د جنايي پيښو په وړاندي د مبارزي مدير اسماعيل خان وويل چي تيره ورځ يو تن د لښكرګاه  په ښار كي چي خياطي يي كوله تيره ورځ  ناوخته ديوي ډلي سړي تښتونكو له لوري د لښكرګاه ښار نه وه تښتول شو  چي وروسته له يوي ورځي نه نوموړي  كس د يوه تن سړي تښتونكي سره وه نيول شو

نوموړي سري تښتونكي نعمت الله د دستګير زوي نوميزي چي دلښكرګاه ښار اوسيدونكي دي

د جنايي پيښو په وړاندي دمبارزي مدير  وايي چي د دستګير شوي كس سره په دغه  ګروپ كي ۴ تنه نور هم شامل دي  

تښتول شوي  نثاراحمدچي دخپل پلارنوم اغاګل ښي  وايي چي د سړي تښتونكو له لوري ورسره جنسي تيري هم شوي دي

دي وايي چي د رينجر موټر او څو  تنه چي د پوليسو جامي يي په تن وي  وه تښتول شو 

هغه له دولت څخه سري تښتونكو ته د سختي سزا غوښتنه وكړه

په لښكرګاه ښار كي په دا ورستيو كي سړي تښتوني ديري شوي دي چي ديري داسي پيښي د جنايي  پيښو د مبارزي د مديريت لخوا شنډ ي شوي دي

د يادوني وړده چي څو اوني وړاندي هم په لښكرګاه ښار كي د سړي تښتونكو او غلو يو ګروپ نيول شوي وو چي  د غلو د ګروپ يوه ښځه هم شامله وه

کرزی دری خبری وه شودی یوه  دوه  دری

محمدحسن حقيار

haqyar@gmail.com

ولسمشر حامد کرزي چې  لوېديځو هېوادونو ته له سفرڅخه  وروسته تازه هیواد ته را ستون شوي وو، نسبتاً په تونده لهجه  پر بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه چې ګوندې همدوى په افغانستان کې ناامنۍ ته زمينې برابروي ، پخپلسرو بمباريو  يې ولس هم دبهرنيانو او هم دافغان دولت پرضد درولى،او دولايتي بيارغونې ټېمونه ددولت دحاکميت دکمزوري کولو لامل ګرځېدلي دي.  ښاغلي كرزي  په افغانستان کې لاس لرونکي بهرني ځواکونه   وګواښل او ورته يې وويل چې  دوى درې انتخابه  لري: يا به  له  طالبانو سره سوله كوي، يا به دى له واكه ګوښه كوي او يا به له افغانستان څخه وزي. ده پخپلو دې خبرو کې سينه وډبوله  چې که دطالبانو مشر ملا محمدعمر مجاهد دخبرو لپاره  هېوادته را شې نو دى به يې  دخونديتوب تضمين وکړي .

 دښاغلي کرزي داڅرګندونې  ترډېره حده  پرځاى دي  دا واقعيت دى  چې په افغانستان کې ډېرې ستونزۍ او ناامنۍ  دبهرنيوځواکونو د شتون ، هېڅ قانون ته غاړه نه ايښودلواو  دخپلسريو له امله  رامنځته شوي ، ددوى ړوند  بمبار او بې رحمه کړنې ددې لامل شوې دي چې ډېردردېدلي افغانان دغچ او انتقام په خاطر له مخالفينوسره يوځاى او ده پر حکومت دافغانانو باور کم شي . دملکي  وګړيو دوژنې  سهوه!! يوځل او دوه ځله نه بلکې ، په لسګونو ځله  تکرار شوې ده ، هرځل يې دبې ګنا افغانانو چيغې او سورې اسمان ته پورته کړي ،هرځل دناسم پوهاوي !! په پايله کې  لسګونه بې ګناه افغانان دلمبواو باروتو خوراک شوي دي .   دې بې نظميو نه يواځې داچې له پخواراهيسې  د ولس حوصله تنګه کړې  ، بلکې له ډېر پخوا  يې ښاغلى ولسمشر هم ترپوزې راوستىاو دده پر مشرۍ د موجود حکومت  مشروعيت او حيثيت يې  له ګواښ او سوال سره مخ  کړى دى  . ده يې هم په اړه څوڅوځله خپل شکايت او اندېښنه  متحده ايالاتو، ناټو ځواکونو،نړيوالو، افغانانو اوخبري رسنيو ته رسولې ده  ان په ستيج  په ژړا شوى دى خوخبره  داده چې پر چا يې منې !!دهيچا زړه پرې ونه دردېد  ،هيچا يې خبره  اوزارۍ ونه منله . تېره اونۍ  چې ښاغلي کرزي  رسنيو ته وويل چې افغانستان زموږ دى، ددې هېواد قباله  له ماسره ده نو ماته دده خبرې ټوکې  ،نمايشي اکت  اوتش فيګور ښکاره شو  ، ما پدې خبروکې خلوص  ونه ليد، داهرڅه راته ديوبلې موخې لپاره لاره هوارول وبرېښېدل داغوڅدريځي ، جديت او وروستي اخيستي ګامونه راته واردمخه  ټاکنيزکمپاين ښکاره شو.
 کله چې ښاغلي کرزي دافغانستان دقبالې  خبره وکړه نو ماته هغه دګيدړ  دقبالې  ټوکه راياده شوه :  يو ګيدړ  له ځان سره يولېوه دچا باغ ته بوته او ورته يې وويل چې په باغ کې دې هرڅه خوښ وي ډاډه يې خوره  ځکه چې ددې باغ قباله له ماسره ده  . هغه هم په ډاډه زړه په باغ کې خوراک پيل کړ  چې په همدې وخ%D

دوه سفیران به هلمند کی امنیتی حالت دداد وروگرحوی

 دبرتانيا او استونيا سفيران  په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي د هلمند ولايت  له وګړو سره د كومك وعدي  وكړي خو دبرتانيا سفير وايي چي دراتلونكي ټولټاكنو لپاره به دهلمند امنيتي حالت  د
ډاډ وړ وګرځوي

 د برتانايا سفير  شيريډ كوفيكل   وايي چي  زه او داستونيا سفير همدارنګه راغلي ۴۰ نور هيوادونه به دلته له افغنستان سره كومك كوو دي وايي چي زه وياړم چي له خلګو سره همكاري كوم دده په وينا چي موز به دلته  دامنيت او كوكنارو دكركيلي د وركولو په هكله كومك وكړو

ده د هلمند ولايت والي محمد  ګلاب منګل ته ډاډ وركړ چي په هلمند ولايت كي به امنيتي حالت دډاډ وړ وګرځي

دي وايي چي زه هيله لرم چي د هلمند پوليس به وه كولاي شي  خپله د هلمند امنيت خوندي كړي

دبرتانيا سفير د راتلونكي ټولټاكنو په هكله وويل چي په هلمند كي امنيت زموز لمړي هدف دي دي وايي چي هر فرد به په ازاده توګه سره رايه وركړي همدارنګه دراتلونكي ټولټاكنو  لپاره به امنيتي حالت دډاډ وړ وګرځي  

هاري تيوري داستونيا سفير  هم د هلمند ولايت ته د برتانيا له سفير سره  راغلي وو هغه هم د هلمند له خلګو سره دكومك وعدي كولي  دي وايي چي موز ستاسي سره دامنيت اقتصادي مشكلاتو په هكله مرسته كوو  

تيوري وايي چي موز به د هلمند په ولايت كي د كوكنارو كښتونو په له منځه وړلو كي دافغانستان له دولت سره مرستي وكړو

دي وايي چي موز د هلمند له خلګو سره د روغتيا په هكله مرستي كوو زموز پوځونه به د روغتيا برخه  پياوړي كړي  

ديري خلګ وايي چي ددغسي لوړپوړو چارواكو راتګ  وه هلمند ولايت ډير ښه دي احمدشاه پاڅون  وايي چي كه چيري دالوړپوړي چارواكي  وه هلمند ولايت ته راشي او له عامو خلګو سره مرستي وكړي دا به د هلمند په بيارغونه او پرمختګ كي مرسته وكړي خو كه چيري دوي خپل كړي ژمني پوره نه كړي نو دا به ګټورنه وي دغه سفيران په داسي حال كي وه هلمند ولايت ته راځي چي تيره ورځ هم د ډنمارك د خاجه چارو وزير  وه هلمند ولايت ته راغلي وو