موسیقې په اسلام اوساینس کي(اتم څپرکی)

موسیقې په نبوي احادیثوکي 32: کسان وایی چی حضرت معاویه رضی الله عنه پخپله خطبه کي وویل:په تحقیق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم اووه(7) شیان منع کړې وه، اوزه هم دااووه څیزونه منع کوم چی هغه شیان عبارت دی له:دماتم اوغم پرمهال ساندې اوچیغې وهل، غزل ویل،۔۔۔(طبرانی)33: په یوه اوږدحدیث شریف کی چی حضرت ابویمامه رضی الله عنه روایت کوي وایی چې کله شیطان له جنت څخه وشړل شونوده (ابلیس) وخدای ته وویل ای زماخدایه! زه دی ومځکې ته وشړلم اولعنت دی راباندی ووایه۔۔۔۔۔۔۔۔اوس زماسره یوه ښې ګڼه وکه چی یوبلونکی راپیداکه(چی زه بلنه ورته ورکړم اودی ئې ومنی)الله جل جلاله ورته وویل (وتاته درتلونکی) دموسیقې الات دی۔(طبرانی)34: علامه قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرقرطبی کی داحدیث شریف رانقل کوي چی یووخت حضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه دیوچااوازئې واورېدی چې غزل ئې ویل، ده داځای ډېرژرپرېښودی، داخبره ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدل، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: یقینااُم ابن عبد(عبدالله ابن مسعودرضي الله عنه) ډېرښه بنده دی۔35: حضرت ابوبُرزاه روایت کوی چی موږدنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره په یوه سفرکی ووچی ددووکسانوغزل موواورېدل، چی دوی په غزلوکی یودبله سره ځواب وایه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی داڅوک دی؟ دوی (صحابه کرامورضي الله عنهم) وروښودل اودهریوه نوم ئې ورته واخیستی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ووایه اووئې ویل، ای الله!دوی وجهنم ته سرکُل(سرچپه) ورواچاوه۔(مجموع الزوائد)36: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی په تحقیق سره زه الله لارښونکی اورحمت رالېږلې یم دټوله عالم (نړۍ) لپاره اوده (الله جل جلاله) وماته امرکړیدی چی دموسیقۍ الات له مینځه یوسه۔۔۔37: حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ږنګوله دشیطان دموسیقۍ دالاتوڅخه ده۔(مُسلم، ابوداود)38: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:ملائيکې دهغه ټولۍ خلکو سره نه یوځای کیږی چی په هغه کی سپی اوږنګوله وي۔(مُسلم ، ابوداود)39: اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها روایت کوي چې په تحقیق سره دبدرپه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم امروکی چی داوښانوڅخه ئې ټولې ږنګولې پرېکړی۔(مسنداحمد)40: حضرت عُمررضی الله عنه روایت کوي چی مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چی ده وویل:په تحقیق سره یقینادهرې ږنګولې سره شیطان دی۔(ابوداود)دموسيقۍ په هکله دصحابه کرامورضی الله عنهم رايهحضرت عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه وایی:غزل ویل په زړۀ کی نفاق پیداکوی۔(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک 1)حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه وایی:دریه وهل منع ده، اودموسیقۍ ټول الات حرام دی۔(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک 1)حضرت عُثمان بن عفان رضی الله عنه وایی:دکوم وخت راهیسی چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره  می بیعت وکی، اوپه اسلام مشرفه شوم نومانه موسیقې اورېدلې ده، نه می درواغ ویلی دی او۔۔۔۔۔(شیخ شهاب الدین سهروردی، عوارف المعارف 1966، بیروت دارُاکتب العربی)حضرت عمرابن خطاب رضی الله عنه وایی:یووخت حضرت عمررضي الله عنه دحاجیانوپریوه ډله تېرېدی چې یوه غزل ویل اونوروغوږ ورته نیولې وو، نوحضرت عمررضی الله عنه ورته وویل:الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی، الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی ، الله دی وکړی چې تاسی کاڼه شی ؛ اوداجمله ئې درې ځلې تکرارکړل(اتحاف السادة المتقین)ام المومین حضرت بی بی عایشه صدیقه رضی الله عنهاوایی:یووخت حضرت بی بی عایشه رضی الله عنهاوخپلوورېرېګانوته دپوښتنې لپاره ولاړه، چې هغوی ناروغې وې، کله چې داهلته ولاړل نویوسړی ولاړدی، چې اوږده ئې وېښتیان ئې دی وناروغوانجونوته غزل وایی ترڅودوی خوشحاله وساتی؛ نوحضرت عایشی رضی الله عنها دهغه سړی دایستلوفوراامروکی اووئې ویل:واه!!! داشیطان دی، داوباسی اوداپسې واخلی۔(سنن الکبری للبیهقې)نوربیا۔۔۔په اسلامي پاکه مینهستاسوورورعبدالغفارجُبیر

تربورمړکړه خو لمر ته يې مه غورځوه!

د افغانستان دژورنالستانو داتحاديې درانه مسؤل رحيم الله ( سمندر) او نورو درنو ژورنالستانوته لومړي مينه، ادب ،نيکې هيلې اوسلامونه وړاندي کوم وروسته له سلامه زموږ اوستاسو دغه سپيڅلي دنده تقديروم ، احترام او درناوى يې کوم او بيا د ژورنالستانو دا نه ستړي کيدونکې منډې ،هڅې اولاسته راوړنې دټولني دغريب او بي وسه ولس دحق د غوښتلو ملاتړ او دظالم يا تيري کوونکي په وړاندي يوستر جهاد بولم.

 رښتيا وايم دهمدې ليکني له ليکلو څخه لس دقيقې وړاندي مې دا تکل کړى ؤ او دا خيال مې درلودی چې زه بايد اوس يو داسي ليکنه وکړم چې په نړۍکې زور واکي او په ځانګړي ډول افغان دولتي چارواکي له ژورنالستانو سره بد چلند اوناوړه وضعه کوي او ژورنالستان د حقايقو دبيانولو او دمظلوم ولس دحق غوښتلو په بدل کي له ډول ډول ستونزو ، تهديدونو او حتى دمرګ له کواښونو سره مخ دي چې له هغي ډلي څخه يې ځواني مرګ شهيد عبدلصمد ( روحاني ) په هلمند کي ، جان الله (جانداد) په پيښورکي ،.( سليم شهزاد ) په اسلام ابادکې او داسي نور ديادولو بيلګې دي او يو ګڼ شميرنورژورنالستان دي چې ځورول شوي ، وهل شوي اوبندي کړل شويدي خو دوى له دې سترو ننګونو سره بيا هم دا کار د ځان لپاره يو وياړ او د ټولني لپاره يو خدمت ګڼي.

ولي اوس دا وايم چي کيداى شي له ځينو ژورنالستانو سره به بده رويه شوي وي او کيږي به خو ځينو ژورنالستانو بيا د ډيموکراسي د ډاله له ډنګولو او دبيان د آزادي له نامه څخه داسي ناوړه او بده استفاده کړيده چې که چيري له دوى سره يواځي په دې نامه محکمه وشي چې د انسانانو په ځانګړي ډول ( د لوړ پوړو چارواکو) انساني مقام ته يي دهغه  د انساني درناوي او احترام د نه مراعت کيدو سر بيره د هغوى داسي سپکاوى لا کړيدى چې د غټ سړی خو څه چې د يوماشوم سره لا نه ښاييږي نو اسلامي قانون څه چې دنړۍ هر قانون به يې لا ملامت او له قانون سر غړونکی وبولي اوهمدغه ډله ژورنالستان بيا ځان ته دا لقب لا هم ورکوي چې زه لوستى ،اجتماعي، پوه ،فلانى ،فلانى اوفلانى يم.

دوى خپله دومره ماغزه هم نلري چې لومړى ژورنالستيکي اداب او کړنلارې مراعت کړي ، خبري رسنۍ وګوري تعقيب يې کړي او بيا له هغه څخه يوخبره راوخلي  په سم ډول يې تحليل او وروسته يې بيا خپره کړي ولي دوى هم ديو مال والا شپون يايو بزګرپه ډول وايې چې احمد ويل محمود داسي خبره کړيده هغه خبره بيا په همغه بڼه دستي خپره کړي او دا لا څه چې ګردى ميز هم ورباندي جوړکړي .

نو زه وايم محترم کرزي صاحب چې تېره ورځ دپاکستان له جيو نيوز ټلويزون سره کومه مرکه کړي وه هغه ما له سر تر پايه دوه ځله ( ماښام اوغرمه) په خپلو غوږونو واوريده دنوموړي ټولې خبرې  د افغانستان او افغانانو په ګټه وي او هري خبرې يې هغه دخلکو په ينا تر ځمکه لاندي يو يو ګز ريښې لاهم درلودي داچې ځيني ژورنالستان ورباندي نه پوهيږي دا دهغوی خپله نيمګړتياده او  زه دلته دهغو ټولو خبرو ليکل او يادول ستونزمن کاربولم .

خو دومره ويل غواړم وکړم چې موږ هم شکردی ډوډۍ خورو ،عقل لرو ، د ښه او بد توپير کولاى شو او بل خپله زه داسي هم نه يم چې له دولت او يا کرزي صاحب څخه ويريږم او اوس يې پلوي کوم ما ډير ځله د دولت او کرزي صاحب په شته خاليګاؤ ( تشو) باندي ډير ليکني کړيدي خو دومره بي عزتي اود انسانيت له چوکاټه وتل مو نه دې کړي اخير کرزي صاحب خو يو مشر، سياست پوه ، افغان ، مسلمان ، انسان او حتى د افغانستان او افغانانو ولسمشر دى که هر څو ورسره وران شم ، په مقابل کې يې سنګر ونيسم ، په ټوپک يې و ويلم  ولي هغه دپښتنو يو متل دی چې وايې ( تربور مړ کړه خو لمر ته يې مه غورځوه ) نو د ( شاپور) او د ده په رنګ نورو شاپوريانو دغه د ژورنالستيکي چوکاټ څخه وتلي خبرې خو مې نو نه ورباندي پيرزو کيږي او درنې را باندي تماميږي ځکه زموږ د ولسمشر سپکاوى د افغانستان او د افغان دغيرتي ولس سپکاوى دی  او دغه دافغانستان په پارلمان او نړيوالو رسنيو کې د افغانستان او افغان دولت سپک نوم يادول او هره ورځ ورباندي رنګارنګ ډرامې جوړول هم د همدې بې تحليله او تش په نامه ژورنالستانوبرکت بولم.

نوهيله کوم د يو افغان ورور په صفت لمن درته نيسم چې دغه شاپوريان دي وپوهوه ،يا يې له دندي ګوښه کړه او يا دا ورته ووايه چې ته ژورنالستيکي اداب نشي مراعت کولاى بس دى د نورو درنو ژورنالستانو رنګ مه ور بده وه دبل په سپکاوي کې خپل عزت اوبرى مه لټوه.

په پښتنه  مينه

عبدالباري ( رمان )

لښکرګاه ،هلمند .