د مارجي ولسوالي ځاي اوسيدونكي وايي له تيرو لسو ورځو راهيسي يي خپله سيمه پري ايښي خوله دوي سره تراوسه پوري كومك نه دي شوي
په مارجي ولسوالي كي چي له تيرو ۵ ورځو راهيسي په دي سيمه كي دمشترك په نامه عمليات شروع شوي دي له دي سيمي نه ډيري كورنيو كډه كړي او د ملكي وژني له ويري نه سيمي يي پري ايښي مركز لښكركاه ښارته راغلي دي
د مارجي ولسوالي نه راغلي ډيري كورني وايي چي لا اوس هم هره ورځ په لسګونوكورني له دي سيمي نه كډه كوي اومركز لښكرګاه ښار ته راځي خو له دوي سره تراوسه پوري افغان دولت هيڅ مرسته نه ده كړي.
دغه ځاي او سيدونكي چي ډيري يي خپلو خپلوانو كره اوسي او يوشمير نور يي دمركزلښكرګاه ښار په ليرو پرتو سيمو كي يخني ته پراته شپي اوورځي سباكوي.
۳۱ كلن محمد ګل د مارجي ولسوالي د باد الله كلپ اوسيدونكي دي وايي له تيرو ۶ ورځوراهيسي له دي سيمي نه راكډه شوي اوس د خوراك ترڅنګ د ويديدلو يوه بستره هم نه لري نوموړي وايي لا تراوسه پوري افغان دولت له هغه سره هيڅ مرسته نه ده كړي .
دده په خبره كه چيري له ده سره افغان دولت مرسته وه نه كړي نوښايي له يوه سخت ناورين سره مخ شي .
ددغي سيمي ډيري اوسيدونكي وايي چي د تګ راتګ لاره ټوله ځمكني ماينونو په سراخيستي او دوي نه شي كولاي چي مركز لښكرګاه ښارته د سورلي له لوري راشي
ددوي په خبره چي دوي ډيري پلي مركز لښكرګاه ښار ته راځي .
د مارجي ولسوالي د راستانه شوو اوسيدونكوپه وينا چي په دي ولسوالي كي په سلګونو نوري كورني لا اوس هم په سيمه كي پاته دي چي د وسلوالوطالبانو له ويري نه شي كولاي مركز لښكرګاه ښار ته ستانه شي ،.
د هلمند د مهاجرينو ريس غلام فاروق نورزاي وايي:- چي له تيرو څو وروځو راهيسي مركز لښكرګاه ښار ته ۱۶۴۴ كورني راستانه شوي او ډيري نوريي يي لااوس له سيمي نه د وتو په حال كي دي .
د نورزاي په خبره چي ډيري كورني يي د ځمكني ماينونو د خطرله مخي مركزلښكرګاه ښار ته پلي راغلي دي
هغه وايي چي ۱۱۰ كورني ددي ولايت ناوي ولسوالي ته هم تللي دي .
دده په خبره چي تراوسه پوري يي له ډيري كورنيو سره مرستي ترسره كړي دي
د هملند دمهاجرينو ريس د مارجي ولسوالي د ځاي اوسيدونكو هغه خبري رد كړي چي وايي له تيرو څو ورځو راهيسي راستانه شوو كورنيو سره مرسته نه ده ترسره شوي .
د مهاجرينو ريس وايي چي د مارجي سيمي په ډيري كليو كي لا اوس هم ملكي وګړي هلته اوسيږي
بل خوا د مارجي ولسوالي چي د نيمروز ولايت له دلارام ولسوالي سره هم سرحد لري ويل كيږي چي ډيري كورني دي ولايت ته هم ستانه شوي ديز
د نيمروز ولايت والي ډاكټر غلام دستګيرازاد سلام وطنداره سره په يوي ځانګړي مركي كي وويل چي دي ولايت ته هم ۳۰۰ كورني له مارجي ولسوال نه د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالي ته راغلي دي
نوموړي وايي چي د يواين ايچ سي ار نړيوال خوراكي سازمان او يونيسيف له دغو كډوالو سره خوراكي او غيري خوراكي مرستي ترسره كړيدي
نوموړي وايي چي دغه كډوال دامهال په خاشرود ولسوالي كي پراته دي
د نيمروز والي وايي كه چيري افغان دولت ددي ولايت په خاشرود ولسوالي كي چاڼيز عمليات پيل نه كړي نو ښايي دا ولسوالي به هم د مارجي سيمي غوندي د وسلوالو طالبانود شتون ځاي وګرځي
نوموړي له افغان دولت نه په دي ولايت كي د پوليسو د شميري د زياتيدو او په سيمه كي د ملي اردو د سرتيرود ځاي پرځاي كيدو غوښتنه وكړه
د نيمروز ولايت والي په داسي حا ل كي انديښمن دي چي وايي په سيمه كي د پوليسوكمه شميره او د ملي اردو نشتوالي هغه څه دي چي ښايي دا ولايت له ناامني سره مخ كړي
بل لوري ته په هلمند كي چاڼيزي عمليات هغه څه دي چي وسلوالو طالبانو په سيمه كي تيښتي ته لاره خپله كړي او سيمه يي پري ايښي اونورو ولايتونو ته تللي دي
صفت الله زاهدي هلمند