د رمان صاحب دوه نوی شعرونه د نوی کال لپاره

نوى کال

په نن سباکې به راپيل نوى کال شي

بيابه شيطان څومره خوشحال شي

 

ډمان به ولاړ شي ومزارته

دښکلي بلخ ومزار ښارته

دحضرت علي په نوم دربارته

 

هلته به جوړبيا په روضه باندي څه حال شي

بيابه شيطان څومره خوشحال شي

 

دا دبل دود دنورو کاردى

زموږ په ټولنه باندي بار دى

څوک چې يې کړي ډير ګنهکاردى

 

د لوه ګناه که دې  په زړه دلمانځوخيال شي

بيابه شيطان څومره خوشحال شي

 

بيا چې جنډه کله جګيږي

ښځې اونر سره ګديږي

دبدعاتو شمير زياتيږي

 

دا وخت دډېرو ايمانونه کې پايمال شي

بيابه شيطان څومره خوشحال شي

 

شيطان يي  مست کړی لامستيږی

ډمان اتڼ وهي څرخيږی

د ځان په ستړيونه پوهيږی

 

خدای ته زارۍ وکړه ( رمانه) چي سم حال شي

بيابه شيطان څومره خوشحال شي

 

 

نوي کال

دنوي کال لمانځل ګناه ده د اورلمانځو کاردى

دا له اسلام سره ټکر دى د بي  لمانځو  کار دى

 

که څوک بياوايې چې همدا زموږ دکلتور ورځه ده

د پښتني او افغاني دود  او دستور  ورځه  ده

 

د غه  سړى  له  هر څه  وتى دى  له قامه  وځي

په ځان دي چوپ کړي کليمه چي له اسلامه وځي

 

ته په دې خوښ يې چې نيکه ته دي کافر وايې څوک

يا مجوسي يا يهودي يا متاثر  وايې څوک

 

ته هم دهغه احمدشا اوميرويس خان ټبر يې

د غزنوي اوملالۍ او اکبرخان  ټبريې

 

که په ځان پوه يې ولي فخرپه بتانو کوې

دغه کړه پريږده ولي کار دکافرانو کوې

 

که مسلمان يې ځان ملت د ابراهيم يادوي

يا د اسلام په حقه لاره ځان مقيم يادوي

 

په تير دي وباسه توبه چي بيا دا کار ونکړې

( رمان) ته ورکړه يو ضامن چي پري انکار و نکړې

 

 

 

 

 

روحـــــاني

 

ياددې همــــيش وي راســـــــــــره روحـــــــــــــاني

هـــــــيربه دې نه كــــړم په ورځ شــــپه روحــــاني

ســــــتاخـــــــوږاوازمـې وي دژوند مــــــــــلـګرى

تــايـــادوم هـــــــره شـــــــــــــــيبه روحــــــــــــــــــاني

ســـــــــــتالــــوړه ونـــه دنګــــه غـــــاړه مــــــــــدام

هـــــــيڅ مــــې وتــاى نشـــي لـه زړه روحـــــــاني

زه چــــــــې داخــــــپلې ســـــــــترګې وغـــــــــــړوم

شـــې مـــې تـرســـــترګــوســــترګـوته روحــــاني

تل مــــې دزړه كـــوركــې ميشــــــــــته وي ګوره

ســـــتاغـــــنم رنګ غــــوندي څـــيره روحــــاني

ســـــــــــــــــــتااداګانــوهـــــــــــــــانـــازونـــوراتـــه

بلـــــــــــه په تن كـــــــړله لـــــــمبه روحــــــــــــــاني

يادكـې دې تل لـــيكم شعــــرونه (رمـــــــــــــــان)

په صــــــفتونو مـــــــــــــــــدام زه روحــــــــــــــاني

دهلمنددروغتيايي علوموپوهنتون

١٣٨٧،٣،٢٨

اخـــــتره

 

راتـه پـه چــــيغو چــــيغوژاړي يتيمـــان اخـــــــــتره

دخــــداى لپاره څوشپې تم شه په موږګران اختره

خـــوندې مې ګوره ســرتوريږي يتيمـــان وريرونه

مـــاتــه پرتې دې جـــــنازې اوشـــهيدان اخــــــــتره

يومــې دكــــــفربمـــــبارونه بل نيســتي ځــــوروي

راپســـي اوردي خـــپلې ښــځې اوبچــيان اخـتره

كـــډه په شـــايو شـــپې اوورځــې په بيابان تــيرؤ

ځـــمكه سـوراورشـوه لاره نشـته داسـمان اختره

زه ديـــوي ګــــولـــي مــــړۍ وس اوطــاقــت نلـــرم

رانـه جــــامــې بـوټـونـه غـواړي مـاشـومان اختره

كـه د خـوښـواوسـوكالــو وخـت كې راپيښه وكړې

دابـه داسـتاوي په مـوږباندي ډېر احسـان اختره

كــړې مــودآمــن ســوكالۍ ټغــر په كلـي كـې وېړ

نـوردژړاؤ طـاقــت نلــــرم (رمـــــــــــــان) اخــــــــــتره

وابــه نـــه وړي

 

دهـــــــرچـــــا چــــــې څــــــه ازل وي وابـه نـه وړي

چــــې يــې څــه په باب لـــيكل وي وابه نه وړي

كــه يې ځـــــاى وي دفــــولادو په صـــندوق كې

چـــې يې پوره دمــــرګ اجــــل وي وابه نـه وړي

كــــه هـــرڅـــوپــري دكـــــفاروپـاچـــاهـــــــي وي

چــې نصـــيب يې نيك عــــمل وي وابه نه وړي

دعـــــــزت اودشــــــرف وركــــړه له خــــداى دى

چـــې يې برخــــه ســـــــــپكول وي وابه نه وړي

كـــه يې هـــر څـــودخــــنداخــولــه وي نيــولــي

چـــــــــې ازل كــــې يــې ژړل وي وابــه نــه وړي

خـــــدايه ټـــول بــه دمــــرګي مــــيلـــمانه كــيږو

كـه يې تاج وي كـه يې خـول وي وابـه نـه وړي

دشــــتمن اونـه شـــــتمن فـــــرق بــه يې نــه وي

چـــــې وروســـــــــته يا اول وي وابـــه نــه وړي

ســـــتا په وعـظ اونصـيحت نشـي (رمــــــــانه)

چــــي اصــلي دشــــيطان مل وي وابه نه وړي

 

سجـــــــــده

 

څـنګه به مو غوښه شي راشـنه په بدنونوبانـدي

قالـوابلى...دآلســـتونو دوعـــــدي په خـــــا طـــــر

 

دنـيا ددؤورځـــو لــــپاره يوه جـــونګـــــړه ګــــــــڼه

هـا بل ژوندون ته دلې اوسو د توښـي په خاطـــر

 

دجـــــنت وړشي ددوزخ ســــــــــــــــــرونه يوپه يـوه

لكــــه مـاشــوم پاك له ګناه شي دتوبي په خــاطر

 

لمونځ اوروژه به دې كړې سم واړه چـــپه كارونه

دټاپي چپ توري شـــوو سم دسجـــــدي په خاطر

 

عذر زارې كړي (رمان)ټوله شپه ژړيږي خداي ته

داخـيرت دسـوال ځــواب اوانديښني په خـــاطــر

 

خــــوب

 

بيګايې مــــــې روحــــــاني په خــــــوب لـــــــيدلــــو

په خــــــــنداخـــــــــــندا يې داراتـــه ويـــلـــــــــــــــــــــو

وې مــــــــــــلګروته ســــــــــلام وايه (رمــــــــــــــــــانه)

زمــــــــالـــه لـــــوري داپيغـــــــام وايه(رمـــــــــــــــانه)

ويلي تاســــــــوبه خـــــفه ياســت زه خـوشحـــال يم

فكــــــــــــرمـــه كــړى په خــوښــيو كې ســــمـبال يم

 

ددنيـــــانه دلــــــــــــــته ډېره خـــــــــوشـــــــحـــالي ده

ارامـــــــــــــــــي ده ارامــــــــــــــي ده ارامــــــــــــــي ده

دلـــــــــــته خــــوښ دلـــــــته ارام دلــــــــته قــــراريم

دلـــــــــــته هــــــر ډول غـــــــــــــمونـونـه كــــــــــناريم

دســــــــــــخـــــــــــتيوپروانكــــــــړم ســــــــوكالي ده

هــــــيڅ غـــــــم نشـــــــته دخـــــوښــــيوپريمـاني ده

 

مــــــــګريوظــــــــــــالم قـــــاتل نــــه ګيلـــــــــــمن يم

په ټول عــــــــمر تــري خــفه يمـــــه غـــمجــــــــن يم

ناځــــــواني باندي شــــــهيددغـــــه ناځـــوان كړم

مـــــرګى حــــق دى مـــــګرزه يې ډيرناتـوان كـــړم

لاس يې شــــــــــــــاته راتــه وتـــړل مــــــــــــــــــلګرو

په ســــــر مــــخ بـانــدي يې ويشــــــــــــــتم په ډبرو

بيايې زه په رنـــــګارنګــــــــــــــــه عـــــــــــــــذابونو

ځــــــــــورولــــم په هــــــــــر رنګــــــــه تكلـــــــيفـونو

 

مـــــاتـــري وكـــــړلــه غـــــوښـــــتنه په داشــــــــــانه

مـــــــــګر هـــــيڅ قــــبـولـــــه نه كـــړه دې ناځـــوانه

مـــاوېل يوځـــــل تلــــيفون كړم مــور اوپـــــلار ته

ورور اوخــور ښــځي ،قـــريب اوخـــــــــــپل يــارته

چې په مــــــاپســــي نور مـــه ګـــرځى زاري كـــــــړم

حــــق راوبخــــښى زه نور خـــــداى پامــــاني كـــړم

 

مــــــــــــــــګردغــــــــــــوظالــــــــــــــــــمانـو نـه مــــــنـله

زمـــــــــاخــــــــــــــــبره يې بابــــــــــــــــيزه وګـــــــــــــــڼله

 

بس توپك يې پري راواخيست زه يې شهيد كـړم

لاره وى يې دمــــــــــــــــــــــلالي اوناهــــــــــيد كـــړم

اوس مــــې تاســـــو ته مــــــلګر ويووصــــــيت دى

دښــــــــــوبدو دحســــــــاب ځــــــــاى اخــــــيرت دى

خـــــــــــفګان مـــــه كــــړى داظــــالم به په ميزان زه

دخــــــداى مخـــــكې بيارانيســـــم تر ګـــــريوان زه

وخـــــــــــــپل رب ته به په چـــــــــيغوچـــــــــيغوژاړم

دظــــــالــــم نـه بـــه دظــــــــــــــلم بدلــــــــــه غـــــــواړم

بس دعـــــــــامــــــا پســـــي كـــړى مـــه خفــه كــيږى

دشـــــــــيطان خـــــــبره پــريـــږدى مــــــه خـــشميږى

زمـــــاپـــلار ،مـــــــور اووړو تــــه ورتســـــل كـــړى

چې غــــم مــــه كړى دعـــــــاګانې پســـي تــل كــړى

دوى تــه واياســــت روحــــــــــــاني ډېر بي ګـــــناه ؤ

جــــــنتي دى خــــــداى بخښــــــــــــلى بي تعــــــــداؤ

تا(رمـــــــــــــــــــــــــــانه)نور زه نه تكلــــــيفومـــــــــــــه

خـــــداى په امــــــان دى نور رخصــــت درنه كومه

هلمند لښکرګاه ١٣٨٧،٣،٣٠

يوڅوک ولاړدی

 

 يوڅوک ولاړدی

انتظاردی

له مامینه غواړي

زړه راته ووایه

په خدای نن دې له زړه پوښتمه

خنګه دمینې جوګه یې اوکنه

ګوره ملګرې

چې هرڅه وایې له زړه ووایه

 چې دروغجن مې نه کړي

ګله

ولاړهغه ته

هغه په ماباندي ترځان هم ګران دی

زه چې هغه ته دوفالوز له زړه نه ورکړم

زه چې هغه ته یو وارووایم

چې

هو اشنا مین دې یمه

زړګیه بیادې دهجران په مهال

کړاو ته وش نه وایم

بیا چې له اوښکو ډکې سترګې درنه ونه وینم

 

بیا چې دې اه له خولې نه وخیږي

ریټم دي

له یارۍ دي ریټم

نو

نو ګرانه اوس راته رښتیا ووایه

په تاکې مینه ځایدای شي کنه

 

چې زه هغه دانتظارڅیښتن ته

دهو

اونه

ځواب ډاډه ورکړه

۲۰۰۹/۱۲/۱۱

ساجر سعودي عرب

غضري

دبلا لاس

دبلا لاس


سره سيلۍ ده سور ناتار دی
او د سرو وينو  سېلاب  دی
د ککرو بازار تود  دی
بيا  راغلی  انقلاب  دی
څه  مي کړي زما سوال  دی؟
او مرمۍ د ده  ځواب  دی
دا  چې  سوی په لمبو  دی
دا زما د دين کتاب  دی

زما تن په وينو سور  دی
پسي کلک لاس د بلا  دی
ددغې غرو ته پسې ځمه
دم يي زده د يو ملا  دی
پر وطن  مې صليبيانو
يرغل کړی برالا  دی
سر لښکر  ددوی شېطان  دی
او لارښود زما الله  دی

تا  راوستي  الوتکې
او په شاه يي توغندي  دي
خو زما د پاکې  خاورې
شازلمي له تا ګړندي  دي
تاووه له ځانه  زغرې
فدايان زما  ژوندي  دي
ازادي مو خپله کړې
که مات شوي مو تندي دي

سميع الله تړون

راځئ نوي  وينډوز سبت کړو


راځئ نوي  وينډوز سبت کړو

 دذهن هارډسکونه مو فارميټ کړئ  شاعرانو

واليم دخنداګا نومو لږ ټيټ کړئ  شاعرانو

دښکلي هيواد ښکلي منظرې  وايروس  وهلي

سنګرانټي  وايروس  ورته آپډيټ کړئ  شاعرانو

دهرکلي  په  ټنډه  موکليسټرخالونه  کېښول

ستايني  د شنه خال ته  څه  وخت ويټ کړئ  شاعرانو 

سبايې د سروشونډو او ګودر په  نامه  جوړکړئ

خونن  مو( يو. آر. ايل ) دبلاګ ايډيټ کړئ  شاعرانو

 ادب  د لوپټې او زلفو ډېرکليشيي  شو

نوښت  د دفاعي ادب نورسيټ کړئ  شاعرانو

 مهم مهم  فايلو نه  د اولس  يې  راخراب  کړل

ترې  زر  راغلي نيوفولډر ډيليټ کړئ  شاعرانو

 خوږلت  ترخو غمونو د ( ريان ) له  ژبي  وړى

همت کړئ  غم څپلي  زړونه  سويټ کړئ  شاعرانو


 

زه به دادومره محبت درلره څنګه دركړم

ټوله شپه بېداريم له سپوږمۍ ځينې ليلاغواړم*نه مې سوځوي مينې لمبوته دې لږووايه* … (امين زى)

 

زما په زړه کې اوسې، زما ښايسته جانانه

تا يادوم جانانه، ما يادوه جانانه

اوس راته غوږ شه د زړه سره  

   درته كيسه د خپل ميئن زړه تېرومه

 

 

 

 


د مطلب پاتې برخه

 

ظمت وشکوه يک عشق

ظمت وشکوه يک عشق

ازكجا آغاز كنم بيان قصه أي راكه گوياي عظمت و شكوه يك عشق با شد ؟

قصه شيرين كه ازدريا كهنسال تراست

حقيقتي ساده ازعشقي كه او برايم به ارمغان مي آورد

له کوم حایه یی شروع کم؟

واو همانند باراني تابستاني كه زمين رابه سطحي درخشان مبدل ميسازد،

به دنيای من راه پيدا كرد وزند گيم رادرخشان ساخت

او به د نياي خا لي من مفهوم بخشيد

او قلب مرا لبريز ميكند

او دل مرا با احساس خاصي لبريز مي كند

با آواي فرشتگان وتخيلات نالوده

او روح مرا از عشقي والا وبيكران سر شار مي سازد

همانگونه كه هر كجا بروم تنها نخواهم بود

با وجود او چه كسي مي تواند تنها باشد؟

راستي اين عشق تا چه هنگام دوام خواهد داشت ؟

يا مي توان عمر عشق را با مبناي روز وساعت سنجيد ؟

اكنون جوابي ندارم

اما همينقدر قادرم بگويم كه به او نياز دارم

او قلب مرا لبريز مي كند.

روحانی ملگریه باخه خبر نه یی

 

روحانی ملگریه باخه خبر نه یی

حسن حقیار

.......................................................

چې وباسي  زړونه هغه خنجر نه يې
چې څښي وينې ته هغه ستمګر نه يې
چې ترې لاس رسي اسمان ته لوړ غر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

خبر نه يې چې هلمند کې څه تېرېږي
سرې سکروټې پر  مارجې  باندې ورېږي
 
دهلمند اسمان لوګيودى پوښلى
داور تاو نه دسيندو اوبه خوټېږي
چې توپان جوړ کړي ته هغه شرر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا وژونکي اخته داسې يو رنځ باندې
چې دوى خوند اخلي له وير نه او له ساندې
بلوي اور ابراهيم پکې ګوذار کړي
دفرعون او دنمرود خويونه کاندې
 
ته تابع دابراهيم يې ازر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

داسې غواړي چې دحق ژبې دې پرې وي
او معيار دانسانيت ددوى نخرې وي
تش فرياد  دې هم دچا څوک پورته نکړي
توره لاس کې دظالم سترګې دې سرې وي
خو ملګرى ته  دداسې سنګر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

زړونه ى غوښې ندي کاڼي دصحرا دي
تل مدام دانسانيت پرضد لګيادي
دښکلا دښمنان ټول دلته راغلي
خداى خبر چې دابدرنګه څه بلا دي؟
ته ددې بې رحمه خلکو عسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دوى دوينو اوانسان سوداګران دي
دپوډرو او وسلو قاچاقبران دي
د ماشوم سترګې، بډوډي او زړه پلوري
خداى بخښليه  !دا پدې کچه لېوان دي
 
مړيې ځکه کړې  چې ته قاچاقبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا  وژونکي لري ډېر اوږده لاسونه
يرغمل دي ورسره ډېر ولسونه
ددوى جال خپور دى په ټولې نړۍ باندې
ددوى ښپو کې دي پراته شاهي تاجونه
ته ددوى انډول، ددوى  برابر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دوى  داوسپنې نينې  هم شي چيچلى
دوى فولاد او تېږي هم  شي هضمولى
 
دوى حالات شي دخپل ځان تابع کولى
 
دوى له سترګونه رانجه شي تښتولى
ته لا پوه په دغه چل او هنر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

تا رسواکړل دوى په خپلو راپورو کې
غږېدې يې په موټرو او قصرو کې
دمختار دکمپ اواز دې ولې لوړ کړ؟
اوس شټېږه دې دوينو فوارو کې
ستا غږ کنده کې دى لاهم کمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

څوک کوښښ کوي غچ اخلي دميوند
څوک مافيا سره لري قوي پيوند
څوک اوبه خړوي نيسي خپل کبان
څوک دجنګ له برکته کوي ژوند
تنهاته ددې حالاتو کسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دانسان غوښې کړي ځانته سيخ کباب
وينې واړوي په سر لکه شراب
په نشه کې يې چې ترنګ ته ونڅېږي
له کولمونه يې کړي جوړ ځانته رباب
که له دوى سره شوې جوړ نو خطر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ناپوهي او جهل دلته کرل کېږي
دښوونکي ،زده کوونکي سرغوڅېږي
دوى مريخ او زحل ځانته تابع کړي
خو زموږ خټين ښوونځي سوځول کېږي
دروانې ډرامې کرکتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

روحاني صيب دلته جنګ دى دفيلانو
دسيالۍ ميدان شو دا د شيطانانو
ازمونتون يې دتخنيک او دوسلو شو
ژوند دوزخ شو د ښپې لوڅو انسانانو
شکر داچې اوس په دغه سقر نه يې
 
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

 مستند فلمونه دلته ډېر جوړېږي
د جنګي فلمو لپاره اور بلېږي
هالييود او بالييود دلته مصروف دي
دافلمونه ډېر قيمته پلورل کېږي
ته اګاه ددې منطق په زېر زور نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته جنګ دى دتاريخ او کولتورونو
دلته جنګ دتمدن او مذهبونو
شوى بيا د صليبي جګړو اعلان دى
دلته جنګ دى دځواکمنو چينلونو
لا اګاه يې په ديوان او دفتر نه يې
 
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته ډېر وسلوال لا هم نه پوهېږي
چې دکوم هدف   لپاره وژل کېږي
دلته لاره لورى ورک دى له ولسه
پټې سترګې ، واګې بل سره ځغلېږي
کړه راويښ يې که څه هم پيغمبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

چې وژلي يې لکونه افغانان دي
هماغه مو اوس په سر بيا حاکمان دي
دغربيانو په قاموس کې داسې وايي
چې ددوى وي نو همدا بشردوستان دي
ته ددې قانون له مخې بشر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

په مرکز کې انسانان  تښتول کېږي
دجمهور رئيس مرستيا ل يې وژل کېږي
دځنګل قانون دى شهر ناپرسان دى
وکيلان ، لوى  څارنوال  ډبول کېږي
ته خو دوى نه په رتبه کې بهتر نه يې!!
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته حق ويل  پخپله خودکشي ده
دعزت اودشرف کار جاسوسي ده !؟
ډک له ګټې تجارت بې ناموسي ده !؟
پلمه جوړه ده قانون ديموکراسي ده
نوبه څنګه دحالاتو اثر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته ژبې له طوطيانو نه غوڅېږي
بلبلانو ته رانجه ورکول کېږي
ته جرس وې تاکاروان راويښولو
نو ستادا جسارت کله  زغمل کېږي!؟
ته خو دوى ته عاشورا  يې اختر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

 ستا وژونکي په رينجرو کې ګرځېږي
په شاهي مېلستونونو کې اوسېږي
داسې نده چې الوتي په هوا دي
لښکرګاه کې هروخت ښکته پورته کېږي
نيول کېږي ځکه نه چې  رهبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا معصوم وروڼه مې کله نه هېرېږي
چې کوم خړ پړ وينم دوى راته يادېږي
(چې  رشاد ١ ) او( تقوى ٢)  ونيسم په غېږ کې
نو( سپوږمۍ ٣) ، عمران ٤) مې سترګو ته ودرېږي
وي ستانوم به پرې ژوندى بې ثمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

 غرونه سپک او ستا غمونه ترې درانه وو
په هلمند کې دهيچا ګرېوان وچ نه وو
خو ماهلته دفولادو يوکان وليد
ستا باتور پلار چې په مثل دتور غره وو
ته شهيديې، مړ دده په نظر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

(ستانکزيه ٥ )  د( هجران ٦ ) يې دا(تسل٧) دى
 
چې( روښانه ٨) ( سباوون ٩ ) ددې اجل دى
چې ترشايې وي (صالح  ١٠) کاروان ترې پاتې
(نادم ١١ ) ندى  (بريالى ١٢) دى دا اتل دى
چې( شفيع ١٣ ) دې شي ته خوښ په محشر نه يې ؟
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

(پاڅون ١٤) وکړه که رښتيا (شريعتيار ١٥) يې
اى (زاهده ١٦) که  (داعي١٧) دخداى دلار يې
د(روما١٨) اود( عذرا ١٩)اوښکې کړه پاکې
(ماريې٢٠)  ته يې په دغه وخت په کار يې
تار او ستن واخله شلېدلى ټتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

خفه نشي روحاني له ستړي قامه
يو هم نه دى غافل ستا له انتقامه
دتيارې مقابلې ته به وردانګي
درڼا توره راباسي له نيامه
سپيلنى به  نور ددغه مجمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

____________________________________________________________________
١_٢ زما اولادونه ،   ٣ دارواښاد روحاني لور ٤ دارواښاد روحاني زوى

(٦زين الله ستانکزى ٧عبدالودود هجران  ٨محب الله روښان ٩ عزيز احمد تسل  ٩   سباوون هېوادمل١٠ صالح محمد صالح ١١بشيراحمد نادم ١٢ بريالى هلمند١٣ عزيز احمد شفيع
١٤ ميرويس پاڅون ١٥محمداسمعيل شريعتيار ١٦صفت الله زاهدی ١٧محمد الياس داعي
١٨روما محمدي  ١٩عذرا احدي ٢٠ ماريه  دارواښاد روحاني ژورنالستان ملګري

 

 

 

دنړۍ هغه انسان ته چې دانسانيت پوله نه پيژني  (بوش ) ته

دنړۍ هغه انسان ته چې دانسانيت پوله نه پيژني  (بوش ) ته !

 

بوش ته تراوسه چا ددين خبره نده كړې

 

بوش ته تراوسه دايمان كيسه معلومه نده

 

بوش ته دحى علي الجهاد خبري ندي شوي

 

بوش ته دڅو ډوله اذان كيسه معلومه نده

 

بوش خو زمونږه جوماتونه په چورلكو ولي

 

بوش ته دروس اوانګليستان كيسه معلومه نده

 

بوش دملالي  دټپې له زوره نه دى خبر

 

بوش ته دګران افغانستان كيسه معلومه نده

 

بوش نه انسان پيژني نه يي كرامت پيژني

 

بوش نه عزت لري اونه دچا عزت پيژني

 

بوش دمظلومو پرګنو په ستوني خوله ايښې ده

 

بوش دنړۍ پرمخ يوازي خپل قدرت پيژني

 

بوش دفرعون په څير دعوه دخدايي كړېده

 

اوس نه موسى پيژني  نه ورله دعوت پيژني

 

كه دتكبير چيغي مو غلي نشوې پاته نشوي

 

بوش به اسلام پيژني بوش به افغانيت پيژني

 

 

دهلمندسيند په مشاعره كې دكونړ دځوان شاعر سميع الله تړون ويل شوي  شعر

نړۍ ته

نړۍ ته

 

نړۍ چپ شه نړۍ غوږ شه نړۍ واوره

 

بيايوسوي انقلاب ته دي زړه شوي

 

دخونخوارو يهودانو غم دي وكړه

 

بيادسرو وينو سيلاب ته دي زړه شوي

 

مابه پيژني  كه نه خو زه پښتون يم

 

زه ددې خاوري  بچى يمه افغان يم

 

دنړۍ په مظلومانو مي زړه سوځي

 

ځكه زړه زمادغوښي دي انسان يم

 

نړۍ څه كا خو ددوجنګول كا

 

دنړۍ په كومكونو چې ازاد شي

 

هغه خلك شي  له ټولو وروسته پاتي

 

همغه ولس په ټولو كې برباد شي

 

دامړه نړۍ له وږو څه خبرده

 

زموږ چم كې نه غنم اونه جوار شته

 

داهم دوي دي چې هلمند يي كنډواله كړ

 

بياهم وايي  په دې سيمه كې كوكنار شته

 

چې زمونږه په تندو باندي را اوري

 

دړندو دلاسوكاڼي  دي  ړانده شي

 

زموږ زركې ستا له ويري مستي نه كا

 

ستاسو زركې ستاسو زاڼې دي ړانده شي

 

ياره سره سيلۍ د كلى نه چاپيرده

 

دمرغيو ځالي نشته  ګودر ړنګ دي 

 

تااتلس پسرلي په اور كې تير كړه

 

په والله  اوس دي  داور په شانه  رنګ دي

 

ماشومانو دټوپكو چل زده كړي 

 

دقلم له تورو ليكو خبر نه دي

 

نړيوال دبشريت سندري وايي

 

خوزموږ له خوارو كړيكو خبر نه دي

 

ماشمله له سره ليري كړه وطنه

 

ستادپاكي  ازادۍ تاريخ مي خرڅ كړ

 

دميوند په نوم مي سمي لوبي  وكړې

 

دزړه وري  ملالۍ تاريخ مي خرڅ كړ

 

ماسنګر ته امتحان دوينو وركړ

 

خوپه دغه ازموينه كې ناكام شوم

 

ما پردي  له تانه وشړل وطنه

 

خواوس بيرته دپردو خلكو غلام شوم

 

داولس خوداسي نه ؤ نړيوالو ؟

 

دلته سوله دلته مينه په څپو وه

 

پرسټونو موپردي توپونه  نه وه

 

زموږ تن كې زموږ وينه  په څپوه

 

خواوس دومره پرمختګ وطن ته راغلي

 

پلار ګټلي تاريخونه مو بربادشوه

 

دغه څومره نيكمرغي ده وطنوالو

 

موږ ازاد شو موږ ازاد شو موږ ازاد شو

 

 

په هلمند سيند مشاعره كې  دسميع الله تړون ويل شوي شعر

 

دفرعـــــــــون كاروزانونه  مو په كور راغله جانـــــــــانه

دفرعـــــــــون كاروزانونه  مو په كور راغله جانـــــــــانه

 

په مالـــت كي ديزيد غــــشي اوريږي له اسمــــــــــــــانه

 

هغه تنكي غوټي خو ټولي وراني شـــــــــــــولي زموږ

 

زموږ چيغي ګناهي دي رسيـــــــــــــــــدلي تر جهــــــانه

 

ټول بونه مو سكاره شـــــــــول هره خوا اورونه بل وه

 

وي ټولي كريږي شور نه وود بلـــــــــــــبلو له كاروانه

 

ګودرونه ورانـــيدله كوركي تمــــــاشي وي داورونو

 

اوس بيا ايوب ملالي كي ږغ نن له ګورســــــــــــتانه

 

نن هره خوا جونګړي وراني دي بس دښتي كربلاده

 

ذاهدي چي كلي ده يزيد شو نو موږ يو بي وجدانه

 

صفت الله  ذاهدي  هلمند

پټ پټ ګديږه د جانــــــــان خــبري ولــيكه

پټ پټ ګديږه د جانــــــــان خــبري ولــيكه

 

زړګيــــــه روانيږه هغه شان خـــــبري وليكه

 

او په قلم دتصـــــــــور خيــالــونه مه ورانوه

 

خو په ګودركـــــي د كاروان خبـــــري وليكه

 

چي ښكليدوسره بي واره يي كړي چيغي

 

ته ودريږه ها پنهــــــــــــــــان خبري وليــــكه

 

ستړي شوم چي ستا تر مالته پوري تللم

 

ياره څاڅكـــــي د ګريوان خبري وليـــــكه

 

چي مينه يي رسوا شــــــــــوه په غلا نه وه

 

د منصور ددار هـــــــــــران خــــبري وليكه

 

(ذاهدي) چي تر درشـــــل پــوري ورتللي

 

دمجــنون څيـــــري ګريوان خبري وليكه

 

صفت الله ذاهدي  هلمند

د زړګي لپه

د زړګي لپه

 

د ځـــــوانۍ خمــــار زما كه سرګردان او تار په تار دى

ستـــا سينه د مشكو ښار دى د لونګو جوړ بازار دى

 

پاريســـي زلفو ښامار پرې په هنر خور كړى سيورى

بدخشــان كې د زړګي مې غلى غلى جوړ ناتار دى

 

د زړګــي پــه لپـــه وينـــې هـــر پر هــر ته وركــــومه

ارمــــــــــــان مـــــــخ را اړولى وايي پار نن د بهار دى

 

نيمګړې غزله

نيمګړې غزله

 

نظـــر چې واړوم په هر نظر كــې تا ووينم

يـاره دعا كوم همدا، چې دې بيا بيا ووينم

لپه كومه چې په مينه خپل لاسونه رب ته

تـا آئينـه كـې مـې د لپــې په خنـدا ووينم

 

ليكوال: صديق الله بدر 

باز؛ د مينې په انداز كې

باز؛ د مينې په انداز كې

 

 

 

د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړه

مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخـــــــلا کړه

 

په نظـــــر رابانـــدې وڅښــه، د ښکلا د مۍ جامونه

اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه

 

د زړگـــي پـــه للمــه دښـــته، د ارمـان زړي کرمه

د بـــــاران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړه

 

تخـــــيل کـــــــــې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُت

بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه

 

څنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې خواره کړه

د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه

 

ستا بې وفايې مې ځوروينه

خاطره اسحق زۍ -
ستا بې وفايې مې ځوروينه
ناسته ځکه يم خواشينه
د چا له سحر تارومار شوه
زموږ پرشوره ليوني مينه
يه له ازله خو داسي نه و
ولي تقدير مو شو رنګينه
هوډ مو په منځ کي وفاداري وه
بي وفايې دې و کړه په مينه
دشمن له شانه يرغل را وکړ
که نه ما نه بايلله دغه مينه
په ريښتنې مينه الله راضي وي
د خدای رضاِ، لرې نه شينه
راشه اې ياره زياتي پخلا شو

يوه نجلي وه نازنينه

 

شاعره: خاطره اسحق زۍ-

يوه نجلي وه نازنينه
ښايسته او نمکينه
د هغې د مخ ښکلا
حيرانه کړې وه دنيا
يوه شپه وخته بام ته
سپوږمۍ خير شوه مخ يې پټ کړ
سپوږمي ږغ وکړ ته څوک يې
چې زما رڼا دې داسې را تياره کړه
نجلۍ نارې کړې ښکلا يم
لکه تالنده ، بريښنا يم
دا زما د مخ ځلا وه
چي يې ته وځورولې
ځواب ورکړ سپوږمۍ داسې
چې نجلۍ يې کړه لا ځوابه
***
ښکلې نه يې ته، اصلي ښکلا زما ده
په تياره کې دغه ټوله رڼا زماده
هر سړی مين په مادی
ګوت په غاښ راته حيران دي
چې دا څنګه ښکلا ستا ده
تباه کړې يې دنيا ده
مونږ خو واړه په سجده يو
له ماښامه تر سهاره
***
نجلۍ غبرګې کړې خبرې
ځواب يې ورکړ د سپوږمۍ
اې زما ناسکه خورې
ولې داسې درواغ وايې
ته که هرڅومره ښايسته شې
بيا دې هم پر مخ يو داغ دی
که هر څومره رڼا ستا وي
بيا خو هم سيوری له تا دی
په ښکلا ځکه نازيږم
چې بې داغه مخ ګرځېږم
***
سپوږمۍ درسته هکه پکه
چې يې ماته داڅه ووې
سپوږمي نوره په ژړا شوه
اوف يې وکيښ ودربارته
په دې منځ د ملا وشول اذانونه
***
لمر را وخوت
د سپوږمۍ و حال ته راغی
ته خپه يې ولې ګرانې
لکه ګل غوندې خزان کې
سپوږمۍ ژر کړسر راپورته
خپل داستان يې ور بيان کړ
***

شاعره: خاطره اسحق زۍ- لمر ټلويزيون

يوه نجلي وه نازنينه
ښايسته او نمکينه
د هغې د مخ ښکلا
حيرانه کړې وه دنيا
يوه شپه وخته بام ته
سپوږمۍ خير شوه مخ يې پټ کړ
سپوږمي ږغ وکړ ته څوک يې
چې زما رڼا دې داسې را تياره کړه
نجلۍ نارې کړې ښکلا يم
لکه تالنده ، بريښنا يم
دا زما د مخ ځلا وه
چي يې ته وځورولې
ځواب ورکړ سپوږمۍ داسې
چې نجلۍ يې کړه لا ځوابه
***
ښکلې نه يې ته، اصلي ښکلا زما ده
په تياره کې دغه ټوله رڼا زماده
هر سړی مين په مادی
ګوت په غاښ راته حيران دي
چې دا څنګه ښکلا ستا ده
تباه کړې يې دنيا ده
مونږ خو واړه په سجده يو
له ماښامه تر سهاره
***
نجلۍ غبرګې کړې خبرې
ځواب يې ورکړ د سپوږمۍ
اې زما ناسکه خورې
ولې داسې درواغ وايې
ته که هرڅومره ښايسته شې
بيا دې هم پر مخ يو داغ دی
که هر څومره رڼا ستا وي
بيا خو هم سيوری له تا دی
په ښکلا ځکه نازيږم
چې بې داغه مخ ګرځېږم
***
سپوږمۍ درسته هکه پکه
چې يې ماته داڅه ووې
سپوږمي نوره په ژړا شوه
اوف يې وکيښ ودربارته
په دې منځ د ملا وشول اذانونه
***
لمر را وخوت
د سپوږمۍ و حال ته راغی
ته خپه يې ولې ګرانې
لکه ګل غوندې خزان کې
سپوږمۍ ژر کړسر راپورته
خپل داستان يې ور بيان کړ
***
ځواب غبرګ کړ لمر دغسې
اې، زما ليونۍ ګرانې
تا به داسې ځواب وېلی
ستا د څو ورځو ځواني ده
لکه ګل غوندي رژيږي
زما ښکلا خو پاتې کيږي
نه يې حد نه يې زوال شته
سپوږمۍ بېرته په خندا شوه
په اسمان کې په نڅا شوه


ځواب غبرګ کړ لمر دغسې
اې، زما ليونۍ ګرانې
تا به داسې ځواب وېلی
ستا د څو ورځو ځواني ده
لکه ګل غوندي رژيږي
زما ښکلا خو پاتې کيږي
نه يې حد نه يې زوال شته
سپوږمۍ بېرته په خندا شوه
په اسمان کې په نڅا شوه

افسوس .ما بر حال

 

            افسوس زما پر حال

                                                                                    

نن په وطن كي له اغياره څخه ستړي ښكارم

 

يم هديرو كي له كفنه سره مړي ښـــــــــــــــــكارم

 

دهر چا خوله راپســــــي وازه زه خز نه پوهـــــيږم

 

جاهل په لاس كي د جنګونو يو غټ پړي ښكارم

 

زه خو ګرم يم چي ښايـــسته بلبــــلان درومي له ما

 

خوشحالي نسته ((داوري)) پر درراويـــښ شه ګرانه

 

غمو كــــــــــــــاروان كي دازله يو وګړي ښــــــــــــكارم

 

                                                                                          

كامل داوري دهلمند ولايت دكجكي اوسيدونكي ځوان تكړه شاعر

 

او محصل

 

 

 

 

 

                                                                                                  

دمحبا کافر

 

جانانه لکه ته ېې ستا نازونه پښتانه دي

مدام مې زړه کې اوسي دا يادونه پښتانه دي

 

ډيوې غوندې روښانه مې په مړو هيلو بلېږي

دا څړيکې پښتنې دې دا دردونه پښتانه دي

 

په ژبه که له ډېرې حيا هو وييلی نشې

د مړاوو سترګو کونج کې دې ستونه پښتانه دي

 

د زړه په کور کې اوسي هېرېدل پکې هېڅ نشته

د مينې په قانون کې دا دودونه پښتانه دي

يوه يوه خبره د جانان مې راته ستايي

ساقي نن پښتون شوی دا جامونه پښتانه دي

 

ف – ث ته د پښتون اشنا پښتو په زړه اورېږي

ليکل ېې پښتانه نن ېې نظمونه پښتانه دي.

 



د محبت کافر

کافر د محبت يمه انکار کوم د مينې
نه يار يمه د چا او نه څوک يار کوم د مينې

نه چانه جفا غواړمه نه چا سره وفا کړم
نه څوک په بېلتون وژنم نه اقرار کوم د مينې

د مينې په نوم چاته به خواږه زهر ورنکړم
نه چاته اشنا وايم نه دا کار کوم د مينې

نه غواړمه ليدل څوک د بېلتون په سور دوزخ کې
نه طمعه د وصال نه انتظار کوم د مينې

نه ځان دوکه کوم د چا په سرو ګلابي شونډو
نه څکم شراب د مينې نه ګفتار کوم د مينې

نه مينه په دولت او په پيسو له چا نه اخلم
نه مينه خرڅوم نه ځان تجار کوم د مينې

نه زړه ورکوم چاته او نه زړه له چانه غواړم
نه ځان نور کړووم نه څوک دلدار کوم د مينې

ف – ث غريب د تورو سترګو جنګ کې زړګی بايلود
نه زړه په چا بايلم نه بيا قيمار کوم د مينې

 



د کډوال غږ

لکه بت په سترګو ړوند ګونګ په زبان يم

که په عقل افلاطون يم خو نادان يم

 

په کردار او نيت کې پاکه پرښته يم

خو څه نلرم مجرم د ټول جهان يم

 

پلار مې نشته چې مې لاس په سر راکش که

د پردو په در کې پروت تل په ګريان يم

 

د اغيارو د فرېب جال کې ګېر شوی

د جفا اور کې ماهي غوندې بريان يم

 

له خپل کوره د نفاق طوفان راوړی

د فنا درياب کې زړه نازړه روان يم

 

ياره دومره تکبر او غرور مه کړه

خير که څومره يم بې وسه خو انسان يم

 

څو مې روح پدې خاورين کالبد کې ګرځي

انکار نه کړم دا به وايم چې افغان يم


د ف – ث قلمه هر وخت رښتيا ليکه

خير دی که نن لر افغانستان کي يم

 ډاکټر فيض الله ثاقب

مه کوه جفا

 مه کوه جفا

 

له آسمان نه دی کړم ښکته دسری شونډو په مسکا

چی  له سترګو  می پناه شویی نه دریږی می ژړاپوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

ښاپیریان می وه لیدلی  خو می زړه نه وه  بایللی

څه جادو وه ستا په سترګو چی شم ګیر ستا په آدا

سودایی شم چرت وهو نه  ګریوان  څیری لیونی 

ښه  دی  ونکړه  دلبره  چی  دی   پریښودم  تنها

د چرتو په ټال زنګیږم چی را یاد می شی دلبره

درپسی    ژاړم   په   چیغو  نه لرم   شرم و حیا

د بیلتون په اور کی سوځم خبر وامی اخله دلبره

دزخمونو  می  مرهم شه   بس  دی  مه کوه  جفا

                         جرمنی  ۱۴-۴-۲۰۰۸


زولانه

که د ستا اشاری نه وایی زه له مینی بیګانه اوم

نه د عشق په لومه بند اوم نه د مینی دیوانه اوم

ستا د ناز خندا لاهو کړم د خیالونو سمندر کی

په خیالونو کی شه ډوب ستا د تور وربل شانه اوم

ستا می مخ را یادوله پردی اوم چور له عقله

ستا د شمع په هاله کی سرګردانه پروانه اوم

ستا د مستو سترګو غشی ننوتی می په زړه وه

ستا د زلفو ځنځیرو کی هم اولچک هم زولانه اوم

ستا  د مینی  په  لمبو  کی  سوزیدمه  سر تر پایه

هیڅ  رانغلی  ته  می  خواته  منتظز د یارانه اوم

له خیالاتو می اوباسه چی په خیال کی ملنګ  شم

دروازی  ته  دی   ولاړ  منتظر  د  شکرانه  اوم


دبدو له نظره

نن  دی  بیا  ایښی  وربل  کی ګل قطار

سترګی  تور  دی  په  کجل  کړی نګار

په نکریزو دی سره کړی سپین لاسونه

د سینی  پاو لی   دی   خیژی  شرنګهار

په  دی  ورځو کی هسی ښکلی ښکاری

چی دی  ونه   وینم  زړه شی نا قرار

خدای  دی    ساته    د    بدو   له نظره

خپله  ښکلی  یی  یار   مه  کوه  سینګار

دا جنګونه به تر څو وي ؟؟؟

 دا جنګونه به تر څو وي ؟؟؟

 

وطن  وران شو په جنګونو

په ماينونو په بمونو

ماشينګنو په اورونو

په ځان مرګو بريدونو

دا اورونه به تر څو وي  ؟
 

ډيري ميندۍ شولۍ بورۍ

ډيري خويندۍ شولۍ کونډۍ

ماشومان مو يتيمان شول

په کوڅو کۍ سرګردان  شول

پوهی زدکړی   په ارمان  شول

دا جنګونه به تر څو وي  ؟

دا  دردونه  به تر څو وي  ؟


ډيرو پريښي خپل وطن دی

خپله مينه خپل  ګلشن دی

د خپل پلار نيکه مدفن  دی

ځکه  جنګ دی  دلته جنګ دی

دا جنګونه به تر څو وي ؟

دا اورونه به تر څو وي ؟
 

دنيا  وخوت  آسمانو ته

پرمختګ لوړو سرو ته

د ژوند نوي   پړاوو ته

خو زمونږ  وطن  کی جنګ دی

  د اوږدو کلونو  جنګ دی

دا جنګونه به تر څو وي ؟

دا  دردونه  به تر څو وي ؟

دنرخ يو خيال

 د نرخ يو خيال

 

بله لاره نه وه پاتی بس دهغی مستی لپاره می په کوڅو کی

کړیکی وهلی.

سودا والی سودا ............

له وره را بهره شوه او وويل

ای  لږڅه خيال خو را باندی خرڅ کړه.

ما وويل چی نرخ يی په يوه زړه دی.

وويل هوهو څومره قيمته هغه سری بنگړی را له راکړه.

ماوويل نرخ يی په يو خيال دی

شهغه موسکه شوه او بنگړی يی را نه واخيست..........

 وحيد توحيدي

 

شين خالي

شین خالي

 

چه په خوا کمی جانان هم  را سره وي

داسی ښکاری ټول جهان چه را سره وي

 

د غمونو او دردونو بار می سپک شي

شین خالي زلفی ماران چه را سره وي

 

هسی عطرو په خوشبیو کی معطر شم

لکه مشکو لوی کاروان چه راسره وي

 

چه د شوڼدو جام یی واړوم په سر کی

شم بیخود لکه شیطان چه را سره وي

 

چه د زلفو سایه بان لاندی یی پروت یم

باک می نشته که توپان هم راسره وي

 

زه خالد د یار په مینه مستانه یم

زولنې که د زندان هم را سره وی

خالد  هادي

څوک چــې کبان په سينـدکې

څوک چــې کبان په سينـدکې نيسي هابه جال جـوړوي
يـــارســـــتـادميــنې انتــــظـــارورځـــې نــه کـال جـوړوي
ســــاده ښـايست دې ښـه دى ځارپېزوان پـرې مه ځړوه
لکـــــه هنــدوان کړي عـبـادت سُنـــدرنه خـــال جـــوړوي
سـتادښايـــست رنګيــنـۍ واړه راتــه وړا نــدې وروستــه
زه يـــې قـلــم بــانــدې لــيکـــم دزړه مــې حــال جوړوي
چې دوصال ماڼۍ کړم جوړه،خيال مې ډوب شـي هومره
بيده شـــي لاړشــــي راشـــي ستاداوربل شـال جوړوي
دښکـلوچـــم راځـــينــې ورک دى لــروبــرګــرځـــي اوس
دبېــلــتانــه غــميــــزې ســـتامـــې دزړه فـــال جـــوړوي
چــې پـــکې زانګم بـــه يووخت هغه شېبې شـمارم تـل
اميـــن زى ســتــاکــاږي تــصــويــردزلــفــوټــال جــــوړوي