م.م. د طالبانو پر جګپوړو غړو د بندیزونو د لیرې کولو غور کوي
په پام کې ده چې له تور لېسته د دغو طالب مشرانو د نومونو د لیرې کولو پر سر د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د روانۍ جون پر ۱۶مه رایې ورکړي.
د ملګرو ملتونو یو کمېسیون پر یو شمېر مخکینیو طالب مشرانو د نړیوالو بندیزونو پر لیرې کولو غور کوي.
دا خبرې د افغانستان د حکومت له خوا تر وړاندیز وروسته رابرسېره شوې دي.
دوی غواړي د ۱۸ مخکینیو طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته وباسي.
په دغو بندیزونو کې پر نړیوال سفر بندیز او د ملکیتونو کنګلېدل هم راځي، د افغان حکومت دې غوښتنې ته د روغې جوړې د یوې پراخې هڅې په سترګه کتل کېږي.
دغه بندیزونه پر ۱۴۰ پخوانیو طالب جګپوړو چارواکو لګېدلي دي.
په پام کې ده چې له تور لېسته د دغو طالب مشرانو د نومونو د لیرې کولو پر سر د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانۍ جون پر ۱۶مه رایې ورکړي.
افغان دولت دا کار له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په برخه کې د ښه نیت په خاطر کړی دی.
یوه افغان جګپوړي چارواکي ویلي، دولت وړاندې هم هڅه کړې، چې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د ۴۸ د مخکینیو طالب مشرانو نومونه وباسي.
خو په وینا یې د ملګرو ملتونو ۱۲۴۷ کمېټې چې ددې مسالې ارزونه وردغاړې ده، له افغان دولت غوښتي چې ددغو کسانو په اړه پوره معلومات دغې کمېټې ته وسپاري.
دغه افغان چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي دولت لاتراوسه ددغو ۱۸ کسانو په اړه د معلوماتو په راغونډولو نه دی توانېدلی.
له القاعدې جلا کېدل
ظاهر طنین:''ښاغلی طنین وايي ملګري ملتونه له دې کبله له دې لېسته د طالب مشرانو د نومونو پر لیرې کولو غور کوي، چې هغوی له القاعدې ځانونه جلا کړي.''
ویل کېږي چې په دغو ۱۸ کسانو کې مولوي قلم الدین هم دی، چې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د څانګې مشري یې پرغاړه وه.
هغه د ښځو پر سینګار او د اوچتو پوندو لرونکو بوټونو کارول بند کړي ول، چې له کبله یې پر نوموړي نړیوال بندیزونه ولګېدل.
خو له بندیزونو وروسته دی ټاکنو ته ودرېد او په دې وروستیو کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې د عالي شورا د یوه غړي په توګه وټاکل شو.
د سولې عالي شورا تېر کال د ولسمشر کرزي په امر له طالبانو سره د روغې جوړې په موخه جوړه شوه.
تر اوسه له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې نه دي شوې، او ان ددغو خبرو په اړه لا خبرې هم نه دي شوې، یوازې اړيکي نیول شوي، چې ویل کېږي دا به په راتلونکې کې روغې جوړې ته لاره پرانیزي.
خو لوېديځو رسنیو ویلي چې ترکیې، ترکمنستان او قطر درېواړو طالبانو ته د سیاسي دفتر د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
له دې ټولو سره سره، طالبان هم په خپلو کې سره وېشلي دي او دا لا جوته نه ده چې کومه ډله به داسې موافقه، چې نتیجه ورکړي، لاسلیک کړي او که نه.
په راروان اوړي کې د لاسختې جګړې تمه کېږي او تر ټولو بده لا دا چې ځينې افغانان له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه اندېښنه لري




د شپیګل جرمني مجلې راپور ورکړی چې په جرمني د امریکايي چارواکو او طالب استازي ترمنځ د پټو خبرو بل پړاو هم ترسره شوی دی .