هلمند :ديوي امنيتي كمپني دري تنه ساتونكي وژل شوي او دري نورژوبل شوي دي
په هلمند كي ديوي امنيتي كمپني پخپل منځئ ډزوكي دوه تنه ووژل شول او دري نورژوبل شول
په هلمند كي نن سهارديوي امنيتي كمپني يوه كس پخپلو ملګرو ډزي كړي يو يي وژلي او دري نور يي ژوبل كړي دي دغه امنيتي كمپني په هلمند كي ميشتو بهرنيو سرتيرو ته خوراكي او غيري خوراكي توكي راوړي
ددغي امنيتي كمپني يوه تن ساتونكي محمدولي وويل:- هغه كس چي د دوي په نورو ملګرو يي ډزي كړي نوموړي هم په ځوابيه ډزو كي وژل شوي دي.
دده په خبره چي دوه تنه وژل شوي او دري نورژوبل شو ي دي
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي چي نن سهارد موسي كلا ولسوالي يوه تن پخپلو ملګرو ډزري كړي له ده سره دوه تنه وژل شوي او يو بل تن ژوبل شوي دي .
د امنيه قوماندان په خبره چي دغه كسان ديو امنيتي كمپني ساتونكي دي
د بست روغتون يوه ډاكټر چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل چي تراوسه پوري دري مړي او دري تنه ژوبل شوي كسان دوي ته راوړل شوي دي.