مات بنګړي
| عبدالرحمان غضري - 2010/22/09 |
|
مات بنګړي
خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې . او ویی ویل : دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځوانې مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره . |
| عبدالرحمان غضري - 2010/22/09 |
|
مات بنګړي
خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې . او ویی ویل : دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځوانې مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره . |
محمد نعمان دوست ، کابل
په روم کې مو خپل سفير پوهاند موسى معروفي د بهرنيو چارو په وزارت کې وليده ، په ليدلو يې ډېر خوشحاله شوو او دا تمه را پيدا شوه چې ګوندې سفارت ته د راتګ بلنه راکړي .
همداسې وشول ، چې څنګه مو د جمعې ټوله ورځ په ګرځېدو تېره کړه نو د شپې ډوډۍ ته سفير دعوت کړوو.
تېر ماښام د سفارت مخې ته ورسېدو ، سفير صاحب او څو نور کارکونکي هر کلي ته ولاړ وو .
په لويه دروازه ورننوتو مخامخ سمټي زينه وه او دواړو غاړو ته يې د زمريانو مجسمې ايښې وې ، او داسې يې ښکاروله چې موږ لا اوس هم د زمريتوب دعوې کاوو .
سالون ته ننوتو ، مخامخ ښي لاسته د پخواني ټولواک محمد ظاهر او کيڼ اړخ ته د حامد کرزي رنګه عکسونه په چوکاټونو کې ايښودل شوي وو.
سفير صاحب ، هر چاته جلا- جلا درېده او د حال احوال پوښتنه يې کوله .
زه معروفي صاحب سره خوا په خوا ناست وم ، مخامخ يوه ميرمنه له دوه نجونو سره چې زموږ د سفر ملګرې وې ، ناسته وه .
پوښتنه مې وکړه ، دا فاطمه ظاهر وه ، د څلورم شهزاده داوود پشتونيار کونډه وه .
فاطمه په شاهي دوره کې د دفاع د يوه وزير جنرال محمد عارف لور و .
هغې سره خبرو کولو ته مې سودا وه ، چې څنګه يې له خوا يوه نجلۍ لرې شوه ، ور پورته شوم او ورسره خوا په خوا کيناستم .
فاطمه ، عمر خوړلې ميرمن وه خو د کندهاريانو خبره شه بيداره وه ، په درې ژبه يې ډېر خوږ بانډار کاوو . هغې يوه جمله داسې وويله : (( ما مادر مهربان تان استم ، قدمهاى تن به سر چشمانم . ))
فاطمې ډېر عمر په روم کې تېر کړى و ، خو ژبه يې ساتلې وه .
هغې ويل چې کله يې خسر ( محمد ظاهر شاه ) چې دې بابا باله ، ژوندى و نو کابل ته يې ديدن ته هر کال تله .
فاطمې ، ته ټول وطن خپل کور ښکاريده دهر ولايت پوښتنه يې کوله .
هغې پوښتنې کولې او ما ورته د وطن روانې غميزې بيانولې او ورته ويل مې چې وسلوال مخالفان څه کوي ؟ بهرنيانو څه را اخستي او څه روان دي ؟
تر ډېره مې بله پوښتنه وانه ورېده ، چې ور ومې کتل سترګې يې ډکې وې او يوه اوښکه يې د زنې سر ته را رسېدلې وه .
دفعتاً مې بحث بدل کړ ، پوه شوم چې دردونه بيانول پرته له دې چې دردونه زيات کړي ، نور څه نه شي کولى .
سفارت ډېره ښکلې او خوندوره ميلمستيا برابره کړې وه ، وطني رنګارنګ خوراکونه وو .
له سفارت نه مو د وتلو وخت شو ، سفير صاحب د پاى خبرې شروع کړې او خپل هغه انګليسي شعر يې ولوست کوم چې دده په وينا ، څو کاله وړاندې يې امريکا متحده ايالاتو کې افغان محصلينو ته اورولى و .
په شعر کې چې هر بيت يې خپله بېرته په درې ژباړه ، په ملي وحدت ډېر ټينګار شوى و او ځوانان يې يو والي ته هڅول .
شعر خلاص شو ، سفير صاحب په دې زاړه ځان دسفارت تر در وازې بدرګه کړو موږ موټر ته پورته شوو او هغه له خپلو ملګرو سره تر ډېره د خداى پامانى په موخه لاسونه خوځول .
ځانمرګی (ناول) لیکوال : ډاکترمحب زغم
څلورم څپركى
نه پوهېدم، چې څو شپې بې سده وم. چا، كله او څنګه دلته راوستى وم؟ هېڅ نه پوهېدم. په كوټه كښې څلور نور چپركټونه هم پراته وو. پر هر يوه يو يو مريض پروت و. څوك بې سده، څوك په سد، د چا په پوزه كښې پيپ تېر سوى و، د چا پر خوله د اكسيجن ماسك ايښوول سوى و. د يوه مريض له هرې ساه سره خرهار راپورته كېده. يوه بل يې كرار كرار زګيروي كول. د ټولو پر تن د شنه رنګ جامې وې.
بيا مې ستونى وچ سو. ږغ مې وكړ: اوبه.
بيا هماغه نجلۍ د درګاه په خوله كښې راښكاره سوه. ورسره يو ډاكتر هم كوټې ته راننوت. د ډاكتر پر سر هم زرغونه خولۍ او پر تن يې زرغونې جامې وې. سپينه چپنه يې اغوستې وه. له خولې څخه يې زرغون ماسك لرې كړ. توره ګڼه ږيره يې وګروله. په غټو تورو سترګو يې نجلۍ ته اشاره وكړه، چې اوبه وركړه.
نجلۍ د اوبو ګېلاس هغه ته ونيو، ويې ويل: اوبه غواړي؛ خو زما له لاسه يې نه چښي.
ډاكتر ګېلاس ورواخيست. څو كاشوغه اوبه يې په خوله كښې راواچولې. لكه د څو ورځو روژه چې مې ماته كړې وي، اوبو همداسې خوند راكړ. ډاكتر نجلۍ ته وويل: كارګران راوغواړه، چې مريض سرويس ته يوسي.
نجلۍ ووته. ډاكتر راڅخه وپوښتل: نوم دې څه دىه؟
ما يې سترګو ته وكتل. په رانجو تورې وې. لكه پخوا چې مې هم ليدلى وي، اشنا غوندې راښكاره سو. تر اشنا هم يو څه زيات لكه نژدې انډيوال. په كرار ږغ مې وويل: عبدالستار.
_ ډېر ښه. زما نوم محمد بلال ديه. ته ما عمليات كړى يې. اوس څنګې يې؟
_ سر مې دروند دى.
_ دا د انستيزي، د بېهوشي د دوا اثر ديه. ښه به شې.
ډاكتر بلې خوا ته مخ واړاوه، د مېز له سره يې كاغذان ورواخيستل. ما له شا څخه وروكتل. څڼې يې د سنت په طريقه برابرې وې. بيخي تبليغيانو ته ورته و.
دوه تنه كارګران راغلل. د چپركټ لر او بر سر ته ودرېدل. چپركټ يې روان كړ. له يوه اوږد دهليزه تېر سو، ښي لاس ته وګرځېدو، بل دهليز راغى، دواړو خواو ته يې لويې كړكۍ وې. دغه نرى دهلېز لكه په هوا كښې چې ولاړ وي، له ښيښو څخه يې لاندې سړك ښكارېده.
سترګې مې پټې سوې.
شرنګا مې واورېده. چپركټ يې له يوې خړې وسپنيزې دروازې سره درولى و. د درګاه زنګ يې وواهه. شېبه وروسته درګاه خلاصه سوه. د لرګيو كوټنۍ غوندې ځاى و. چپركټ يې دننه كړ. كارګران زما په خوا كښې ودرېدل. كوټنۍ حركت وكړ. نه پوهېدم چې كښته تله كه پورته؛ خو نېغه روانه وه. زه بيا په نورو پوه نسوم. يو وخت مې سترګې خلاصې كړې، چې په يوه كوټه كښې وم. زما چپركټ يې كړكۍ ته نژدې درولى و. كړكۍ د باندې له خوا وسپنيزه پنجره لرله.
كارګران ووتل، يوه وسله وال د كوټې درګاه پورې كړه. دلته زه يوازې وم. نور مريضان نه وو. په كوټه كښې دوې دانې چوكۍ وې. يو كوچنى ميز زما د چپركټ په خوا كښې ايښوول سوى و.
څو شېبې وروسته درګاه خلاصه سوه. په توره دريشي كښې يو سړى راننوت. د هغه په لاس كښې خړه پلاستيكي دوسيه او توره مخابره وه. شيان يې پر مېز كښېښوول. له جيبه يې كوچنى ټېپ راوايست. د اورلګيت د دبي په اندازه يوه فيته يې په كښې واچوله.
د كوټې درګاه بيا خلاصه سوه. ډاكتر بلال و. سړي ته يې وويل: امر صايب خيريت خو به وي؟
هغه د ټېپ مزي ورسمول. په سترګو باندې يې زما خوا ته اشاره وكړه، ويې ويل: له دغه سړي تحقيق كوم.
ډاكتر وويل: دى خو همدا شېبه له انستيزي وتلى.
سړي ورته خوله جينګه كړه: نو څه؟
_ زه اجازه نه دركوم، چې اوس يې وځورې.
_ دا يو ټروريست دى.
_ دا يو انسان ديه.
_ ته خبر يې چې څه يې كول؟ دا مو د وطن دښمن دى.
_ زما مسلك دوست او دښمن نه پېژني. زه د يوه ډاكتر په صفت اجازه نه دركوم، چې اوس ورنه تحقيق وكې.
سړي خپل شيان ټول كړل. له كوټې ووت. درگاه يې په ځان پسې سخته ووهله.
نجلۍ راغله. ډاكتر ورته وويل: حياتي علايم يې وګوره.
نجلۍ زما پر مټ د فشار اله وتړله. په خوله كښې يې لكه قلم يو ښيښه يي شى راكښېښوو. بيا يې زما پر نبض ګوته ټينګه كړه.
ما خپل لاس تاو كړ. زور مې وكړ؛ خو لاس مې په چپركټ پورې تړلى و. بد بد مې ورته وكتل. رنګ يې والوت. يوګام شاته سوه.
ډاكتر پوه سو. ويې ويل: خير دى نبض به يې زه وګورم.
څو شېبې يې خپل ساعت ته وكتل بيا يې وويل: څلور نوي.
وروسته نجلۍ څو شېبې زما په ټټر پورې سترګې وګنډلې. لكه زما ساه چې يې شمېرله. بيا يې په دوسيه كښې څه وليكل.
درګاه خلاصه سوه. يو مشر سړى مخكې او هماغه تورې دريشۍ والا ورپسې راننوتل. ډاكتر ته يې وويل: متخصص صايب! دغه سړى له تا شكايت كوي.
ډاكتر وويل: سرطبيب صايب! ما ورته وويل، چې مريض همدا شېبه له انستيزۍ راوتلى، دى د تا پوښتنو ته كله ځواب ويلاى شي؛ خو دى شله ديه چې نه، زه همدا اوس ورنه تحقيق كوم.
سرطبيب سړي ته مخ واړاوه، ويې ويل: تا خو ما ته داسې ونه ويل. ډاكتر رښتيا وايي. مريض خو درنه تښتي نه. ستا كسان ورباندې پيره كوي. هر وخت چې ډاكتر اجازه دركړه، بيا خپل كار وكه.
سړي وويل: سمه ده؛ خو د دې مريض، ډاكتر او نرس حتى د دې كوټې كارګر بايد مالوم وي او موږ سره ثبت شي. نور ډاكتران به حق نه لري، چې دې كوټې ته راشي.
ډاكتر وويل: ويې ليكه. ډاكتر يې زه يم، بلال عرفان، نرسه، مينه.
مينې ته يې وكتل: كوم كارګر دې تكړه دى.
_ سالم.
_ وليكه كارګر، محمد سالم.
سړي وويل: زه به تاسو درې واړو ته مخصوص كارتونه جوړ كم.
دا نظامي روغتون و. چارصد بستر يې باله. هماغه ګړۍ، چې ما غوښتل ځان پټاو كړم او د فيوز په بټن پسې مې جېبونه لټول، امريكايي پيره دار راباندې پوه سوى و، زه يې ويشتلى وم. مرمۍ زما د چپ ورانه په هډوكي مښتې وه. ګومان كوم، چې په مرمۍ كښې به كومه دوا وه، چې زه يې سم له وارې بېسده كړى وم. زه د لوكس سرويس په دويم پوړ كښې بستر وم. د امنيت شعبه هم په همدې ځاى كښې زما كوټې ته مخامخ وه. په پاكستان كښې چې ورته ((آى اس آى)) وايي، دوى يې امنيت بولي.
نور كسان چې ولاړل، ډاكتر راسره يوازې پاته سو. راته ويې ويل: ګوره عبدالستاره اشنا! لږه ګوزاره وكه. ته مريض يې. مينه نرسه ده. دا مې ځكه ستا دپاره ټاكلې ده، چې ډېره تجربه لري.
ما وويل: تجربه دې يې وركه سي، دا دې وركه سي. دا څه دوسي ده، چې نامحرمه نجلۍ دې پر سړي لاس ولګوي؟
_ نر ډاكتر ښځو ته محرم ديه كه نه؟
_ محرم دى؛ خو چې حاذق طبيب او مسلمان وي.
_ خلاص نو، د نر لپاره هم ښځينه نرسه همداسې ده. ما درته وويل، چې دا ښه تجربه لري. بيا زموږ په مسلك كې انسان مهم ديه. موږ د نر او ښځې، مومن او كافر د دواړو علاج كړو. ما په سلګونو ښځې عمليات كړې دي؛ خو د معاينې يا د عمليات په وخت په ولله قسم دىه كه زه په ځان باندې پوهېږم، چې زه نر يمه كه ښځه. په خندا يې وويل: رحمان بابا فرمايي:
كه په زړه كې دې څه عيب نه وي رحمانه
ښكلي مخ ته په كتو كې ګناه نشته
سخت درد راغلى و، علم ما كړى او مسالې ده كولې. ومې ويل: ته څوك يې چې ما ته نصيحت كوې؟
لنډكي برېتونه يې وګرول، په موسكا يې وويل: ستا ډاكتر.
ما وويل: يو خو دې له شهادته بې برخې كړم او بل راته مسالې هم كوې.
هغه غلى و.
بيا مې وويل: كه زه دې هماغسې پريښى واى، اوس به شهيد وم؟
هغه په ارام ږغ وويل: زموږ د روغتون د وره د پاسه يو ايت ليكل شوى دىه. زه چې هر سهار روغتون ته رڅم، سترګې مې په هغه باندې لګېږي. الله تعالى فرمايي: ومن احياها فكانما احيا ناس جميعا
مانا يې داسې ده چې: چا چې ژوندى كړ يو نفس ...
ما وويل: بس بس. زه په هر څه پوهېږم. ما مدرسه ويلې ده.
ډاكتر وويل: څومره ښه. نو ته پخپله تر ما ښه پوهېږي. ژوند د الله تر ټولو لوى نعمت دىه؛ ځكه خو هېڅوك حق نه لري، چې خپل ژوند ختم كي.
ما غوښتل چې ځواب يې وركړم؛ خو هغه وويل: ته اوس ارام ته ضرورت لري. بيا به له خيره ډېرې خبرې سره وكو.
پر سبا يې د تحقيق لپاره بل سړى راغى. ذره بيني عينكې يې له سترګو لرې كړې. ټېپ يې چالان كړ، پر مېز يې كښېښود. نيم لستوڼى كميس يې د پتلانه له سره لږ پورته كړ، تمانچه يې له پوښه راوكيښ، د تېپ خوا ته يې پر ميز كښېښود. پخپله راته مخامخ پر چوكۍ كښېناست.
يوه شېبه يې د ګوتو په سر د چوكۍ پر مټو طبله ووهله. بيا يې وويل: ګوره ملګريه! زما نوم محسن دى. زه ډېر ښه سړى يم. زه به د ورور په شان چلند درسره وكم؛ خو تر هغې پورې، چې ته رښتيا راته وايې؛ خو كه كومه خبره دې رانه پټه كړه نو ...
رډ يې راته وكتل، ويې ويل: خير. دا راته ووايه، چې له غلام جان سره څه پېژنې؟
ما وويل: غلام جان؟
يوه شېبه يې په ځير راته وكتل، بيا موسكى سو: اوه، رښتيا ته خو هغه د ګلاب په نامه پېژنې. تا ته يې دروغ ويلي وو. اصلي نوم يې غلام جان دى.
_ زه نه ګلاب پېژنم، نه غلام جان.
_ عبدالله څنګه؟
ما غوښتل چې انكار وكړم؛ خو هغه وويل: اسلام څنګه؟ او مولوي نعماني صاحب به هم نه پېژنې؟
زه هك پك سوم. دى څنګه پر هر څه خبر سوى و؟
خپل شيان يې ټول كړل. ويې ويل: د نن دپاره همدومره بس دى. ستا د مالوماتو دپاره بايد ووايم، چې نذير هغه د ګلاب زوى، چې د تا سره د بريد تر ځايه راغلى و، د تېښتې په وخت زموږ ملګرو پېژندلى و. هغه يې تر كوره تعقيب كړى. د هغه پلار، د هغه ورور، عبدالله، اسلام دا ټول مو د يوه سره نيولي. دا درېيمه ورځ ده، چې هغوى راسره بنديان دي. سليم، هغه خاين ترجمان چې و، هغه امريكايانو بندي كړى. زه اوس ځم. ته د پټولو دپاره ډېر څه نه لرې؛ خو بيا هم كوښښ وكه، چې رښتيا راته ووايې.
هغه چې ولاړ، ډاكتر بلال راغى. پښه مې سخته خوږېدله. ډاكتر ته مې وويل.
هغه مينې ته ورږغ كړه. ويې پوښتله: د درد دوا دې ورلګولې ده؟
مينې وويل: هو. سهار مې يو ډيكلوفينك امپول وركړى و، دغه يو ساعت مخكې مې بل ورولګاوه.
ډاكتر ما ته كړه: له څه وخت راهيسي خوږېږي؟
ما وويل: سهار يې چې په درد شروع كړى، تر اوسه هماغسې خوږېږي.
ډاكتر مينې ته وويل: ګومان كوم، چې د نورو زور نه پې رسي، يو پنټازوسين ورولګوه.
مينې په مټ كښې راته بله ستن راولګوله. لس پينځلس دقيقې به تېرې وې، چې درد مې ورك سو. ورو ورو مې سر سپك سو. زړه مې خوشاله سو. غمونه مې هېر سول. ساه چې مې اخيستله، خوند يې راكاوه. حال مې بيخي هماغه شى و، چې د حملې پر وخت و. هماغه د جنت هوا چې راباندې لګېدله. حيران وم، چې دا څه كيسه ده؟
كاكا سالم ته مې وويل: اكا دغه اخري ستن چې يې راولګوله، هغه ښيښه يې څه سوه.
هغه د پټۍ د شيانو پتنوس وكوت. د پيچكارۍ خالي ښيښه پكښې پرته وه. چې ومې كتل، ښيښه سپينه وه، په سره رنګ انګريزي ليكل يې درلودل. هغه پيچكارۍ، چې ګلاب رالګولې وه، بيخي همدا شى وه.
ډاكتر مې راوغوښت. و مې ويل: ډاكتر صاحب دغه ستن د درد ده؟
هغه وويل: هو. ولې؟
_ هېڅ، دا سر مې داسې سپك سوى، يو رقم خوند يې راكړى.
_ سمه ده. دا پيچكارۍ شديد دردونه ختموي؛ خو نېشه هم لري.
په چورتونو كښې ډوب سوم. نو هغه چې ما د جنت هوا ګڼله، هغه خوند او كيف، چې ما ويل د جنت به وي، هغه هر څه د نيشې اثر و؟ څنګه يې ومنم؟ نعماني صاحب پخپله راته ويلي وو، چې د جنت هوا به درباندې ولګېږي. كه دا نېشه وه، د جنت هوا بيا كومه وه؟
ډاكتر بلال هره ورځ سهار راته. زما سترګې، خوله، ځيګر او پښه يې كتل، زما د ورانه د ټپ پټۍ يې بدلوله. مينه په ورځ كښې دوه ځله راتله، سهار او مازديګر. هغې راته سيروم او پيچكارۍ لګولې، زما حياتي علايم يې كتل. سالم به ټوله ورځ راسره ناست و. كوټه يې صفا كوله، زما د چپركټ روجايانې يې بدلولې، زما سيروم به چې خلاص سو، مينه به يې راوبلله، لاس ته يې اوبه رااچولې، د ضرورت پر وخت به يې بولدانۍ راكوله.
اولې ورځې ډېرې سختې وې. څومره شرم دى، چې پر ځاى پروت اوسې، بولې دې په بولدانۍ كښې وكړې او بل سړي ته يې په لاس كښې وركړې، چې ايسته يې واچوي. بولې خو خير ان د چكر (غايطو) مساله هم همداسې وه. ما څو ورځې هېڅ شى تر ستوني تېر نه كړل. ما غوښتل كولمې مې تشي وي. په سيروم باندې ژوندى وم؛ خو ډاكتر بلال ډېر راته ټينګ سو. هغه راته وويل، چې بدن پر موږ حق لري. په محشر كې د نفس د حق پوښتنه هم درنه كېږي. همغه خداى چې دغه حالت يې درباندې راوستى، همغه به يې لرې هم كا.
ما غوښتل چې ځواب وركړم؛ خو چې لږ فكر مې وكړ، خبره يې پر ځاى وه. يو خو ده پر اوله ورځ زما پر سر له هغه بل سره لانجه وكړه؛ لكه احسان چې يې راسره كړى وي او بل نه پوهېږم ولې ډاكتر راته اشنا غوندې اېسېده. لكه د څو كلونو يار چې مې وي. عجب سړى و. و ډاكتر؛ خو ديني مسالې يې تر ما ښې زده وې. هم مې ورته رخه راتله او هم كرار كرار راباندې ښه لګېده.
لمونځونه مې په اشارې كول. هغه هم بې اوداسه. د تيمم لپاره هم نسوم پورته كېداى. چپه پښه مې په ورانه كښې ماته وه. ډاكتر په ورانه كښې راته څو ځايه د پولادو سيخان تير كړي وو. دغه سيخان په څو وسپنيزو كړيو پورې تړل سوي وو. دوى دغه شى اپرات باله. ويل يې، چې دغه اله هډوكي پر خپل ځاى ساتي ترڅو چې جوښ وكړي. بله پښه مې د ښنګر په حصه كښې ماته وه؛ ځكه خو زه مجبور وم، چې تر درېو هفتو پورې له ځايه پورته نه سم.
څو ورځې پس ته محسن بيا راغى. يو تور بېګ هم ورسره و. راته ويې ويل: ښه نو ګومان كوم، چې ماغزه به دې سم شوي وي. اوس نو وايه، چې د مولوي نعماني په باب څه مالومات لرې؟
ما فكر وكړ، چې نور نو انكار مانا نه لري. ومې ويل: هغه زما استاد و. زبردست عالم دى. مجاهد دى.
هغه په خبرو كښې راولويد: او د ((آى اس آى)) جاسوس.
_ دا دروغ دي. هغه يو سوچه مجاهد دى.
_ د څه شي مجاهد؟ نو ولې په پاكستان كې جهاد نه كيي؟
_ هورې خو ګرده مسلمانان دي. د چا پر ضد دې جهاد وكي؟
_ نو افغانان كافران دي؟ موږ كافران يو؟
_ تاسو له كفارو سره دوستي كړې ده. ما ستاسو ښار وليد، چې څومره فحشا او فساد پكښې كېږي.
_ ته په پاكستان كې ګرځېدلى يې؟ په لاهور كې د هيرا منډيي نوم دې اورېدلى؟ ته خبر يې چې د كراچۍ په سينما ګانو كې لوڅ فلمونه چلېږي؟
يوه شېبه غلى سو. له چوكۍ پورته سو. كړكۍ خوا ته ورغى. بيا يې وويل: همدغه ((آى اس آى)) په ايډز اخته ښځې راټولوي، هندوستان ته يې د فحشا دپاره لېږي.
ما وويل: او د كرزي لور چې د بوش مخې ته لغړه نڅېږي څنګه؟
هغه راته نېغ وكتل، ويې ويل: څه شى؟
ما سترګې كښته كړې.
يو دم په خندا سو. داسې په كټ كټ يې وخندل، چې ته وا كومه ټوكه يې اورېدلې ده. هغه خندل او ما ورته حيران كتل. بېرته پر چوكۍ كښېناست، وروسته يې وويل: مړ دې كړم. ناځوانه! دا درته چا ويلي دي؟
_ ما پخپلو سترګو ليدلي دي. په سي ډي كښې.
بيا يې لږه شېبه وخندل. ويې ويل: سخت كم عقله سړى يې ګير كړى يې.
ما وويل: كم عقله خو تاسې ياست، چې خپل دين مو پرې ايښى.
سړي يو زورور سوك پر مېز وواهه. له ځايه پاڅېد. رامنډه يې كړه. دواړه لاسونه يې زما پر ستوني كښېښوول. غاښونه يې راته وچيچل؛ خو پر ستوني يې زور راونه كړ. بېرته وګرځېد. ويې ويل: ارمان چې ته ټپي يې. كه ټپي نه واى؛ نو بيا به زه درسره جوړېدم. كه هغه نور خاين انډيوالان دې وګورې، بيخي به يې ونه پېژنې.
خپل لاسونه يې موټي كړل، ويې ويل: په ټول بدن كې يې زما د سوكانو نخښې پاتې دي. ته وايې هغوى به همداسې وچ په وچه اقرار كړى وي؟ نه، كه ويې وګورې بيا به پوى شې. هغه نذير نومي ځان راته ډېر ټينګ ښوده، ويل يې چې مړ مې كه؛ خو اقرار به ونه كم. پوهېږې چې څه مې ورسره وكړل.
ږغ يې ټيټ كړ، ويې ويل: بوتل مې پكې ومنډه، بوتل.
يوه شېبه غلى و، سترګې يې رډې راختلې وې، په ځير يې راكتل.
بيا يې وويل: ګوره! زه ټوكې درسره نه كوم. كرزى اصلاً لور نه لري. دا څو كاله د مخه يې واده كړى، تر اوسه خو بيخي اولاد لا نه لري.
د هغه خبرې مې زړه ته نه لوېدې. نعماني صاحب پخپله د كرزي د لور خبره راته كړې وه. هغه خو راته دروغ نه ويل.
سړي خپل بېګ خلاص كړ، ويې ويل: زه به په كمپيوټر كې يو شى دروښييم.
څو شېبې يې ګوتې پكښې ووهلې. بيا يې كمپيوټر زما مخې ته پر مېز كښېښوو. ويې ويل: كمپيوټر ته وګوره. دغه سړى پېژنې؟
سر مې لږ پورته كړ. لاس مې تر سر لاندې تكيه كړه. د كمپيوټر ټوله ښيښه په يوه لوى كارت ډكه سوې وه. خطونه يې انګريزي وو. په عكس كښې يو شين سترګى پاكستاني فوجي ښكارېده. سرتور سر و. ږيره يې خرييلې وه. برېتونه يې هم نه وو.
سړي وپوښتل: په انګريزي پوهېږې؟
_ يه.
_ نو زه به يې درته ولولم. د آى اس آى كرنيل الطاف حسين.
ما وويل: زه يې نه پېژنم.
_ ته به يې خود نه پېژنې. تا هغه په بل نامه او بله څېره پېژانده.
بيا يې د كمپيوټر پر بټنو ګوتې ووهلې. د كمپيوټر پر نيمه خوا د نعماني صاحب تصوير راغى، پر بله نيمه يې د هماغه كرنيل عكس پاته سو. ويې ويل: اوس نو دا مه وايه، چې نعماني صاحب نه پېژنم.
ما فكر وكړ، چې هغه خو په پاكستان كښې دى، د دوى لاس نه ورته رسېږي؛ نو ومې ويل: پېژنم يې. همدا نعماني صاحب دى.
سړي بيا كوم بټن وواهه. د نعماني صاحب ږيره او پګړۍ كرار كرار لرې سوې. تصوير نوكى غټ سو. دواړه تصويرونه د يوه سړي وو. هغه پخپله و. هماغه فوجي. پر خپلو سترګو مې باور نه راته.
محسن وويل: ها بله ورځ، چې مې درته وويل، چې دا د ((آى اس آى)) سړى دى، پر تا بده ولګېده؛ خو دا خبره رښتيا ده.
ما فكر وكړ، چې په دې كښې به خامخا كوم چل وي. دوى غواړي، چې ما تېر باسي. نا څاپه مې هغه صحنه راياده سوه، چې د واڼې پر لاره پاكستاني فوجيانو زموږ موټر ودراوه او نعماني صاحب خپل كارت ورښكاره كړ. فوجي چې كارت ته وكوت عسكري سلام يې وكړ. دغه كارت هم هماغسې و. بيا مې ځان سره وويل: ته نو په انګريزۍ څه پوهېږې؟ كېداى سي هغه بل شى وي. زه لا په دې فكر كښې وم، چې محسن د لا حيرانتيا خبره وكړه. ويې پوښتل: ښه نو دا راته ووايه، چې الطاف حسين، هماغه ستا نعماني صاحب د كوم ځاى دى؟
_ د سوات.
محسن سر وښوراوه: هغه پنجابى و. درې كاله يې په سوات كې خاص د همدې دپاره تېر كړي، چې سواتي لهجه زده كي. ته خو به دام نه منې.
هغه د تلو پر وخت راته وويل: هغه نجلۍ چې تا ته يې د كرزي د لور په نامه ښييلې وه، هغه څه رنګه وه؟
ما د نجلۍ او د هغه ځاى نخښې، چې كرزى په كښې ناست و، ورته وويلې. هغه ولاړ؛ خو زه يې په سوچونو كښې ډوب كړم.
بله ورځ سالم راته وويل: چې دغه ډاكتر عرفان څو كافران مسلمانان كړي دي.
ما وويل: ډاكتر عرفان يې بيا څوك دى؟
_ همدا زموږ ډاكتر صاحب، ډاكتر بلال يادوم، تخلص يې عرفان دى.
_ ښه نو، تا ويل څنګه؟
هغه وويل: نور نه پوهېږم؛ خو بلا سړى دى. كافرانو ته يې يو څو خبرې كړي دي، بس هغوى كلمه ويلې ده.
هره ورځ مې د حيرانتيا يوه نوې خبره اورېدله. د نعماني صاحب او الطاف حسين خبرې تر اوسه ګنګس ساتلى وم او دا يې لا بله چې ډاكتر پر كافرانو باندې اسلام منلى. بله ورځ مې ورڅخه پوښتنه وكړه، چې دا خبره رښتيا ده؟
هغه موسكى سو. ويې ويل: چا ته چې الله تعالى هدايت وكا، يوه عادي خبره ورته سبب جوړېږي. يو امريكايي پروفيسور دېلې رغلى و. هغه له خدايه منكر و. زه يې په لمانځه وليدم.
راته ويې ويل: ته ډاكتر هم يې او لمونځ هم كوي دا څه كيسه ده؟
ما ورته وويل: ايمان له شغل سره نه، له زړه سره تړلى وي.
لكه چې زما دليل يې خوښ شوى و. څو ورځې يې بحث راسره وكو. ما ورسره په بحث كې هماغه خبرې كړلې، چې دوى پخپله د طب په كتابونو كې ليكلي. مثلاً ما د هډوكو مثال وركو. هډوكى چې ماتېږي، لكه ستا پښه چې ماته ده، د هډوكي په منځ كې يوه خلا جوړه ده، تقريباً پېنځه سانتۍ هډوكى دې نشته. نو د مات شوي ځاى له دواړو سرونو د هډوكي وده شروع كېږي؛ تر څو چې يوبل ته سره رسېږي. دغه وده منظمه نه وي. د انسان هډوكى منظم وي؛ خو دا لكه غونډارې هرې خوا ته وتلي وي. كله چې كمى پوره شو او د هډوكي سرونه يو بل ته سره ورسېدل، همدغه هډوكى بېرته خپلې راوتلې څنډې خوري او لكه اصلي هډوكي يې هماغسې ښوى او صاف جوړوي. داسې صاف چې ملي مټر فرق هم پكې نه رڅي. لكه نجار چې په رنده باندى لرګى ښويوي. نو ما ورته وويل، چې ته څه فكر كوې، يوه حجره څنګه پخپل سر دا ټول كارونه په دومره نظم ترسره كولى شي؟
بل مثال مې وركو. دا د مني حجرې چې دي، سپرم نومېږي. په يو څاڅكي مني كې بلا ډېر سپرمونه وي، ان درې څلور ميليونه. ساينسپوهانو په دو باندې تحقيق كړى. كه سپرم په يوه لوښي كې واچوې، حجرې به يې حركت كا؛ خو هرې خوا ته سرګردانه څي رڅي؛ تر څو چې د منځه لاړ شي؛ خو كه په همدې لوښي كې د رحم يوه ټوټه هم واچوې، د سپرم ټولې حجرې د هغې خوا ته حركت كا. ما ورته وويل، چې سپرم ته دا شعور چا وركړى؟ سپرم د رحم ټوټه څنګه پېژني؟ ته په دې كې د خداى قدرت نه وينې؟ دغسې نور بحثونه مو هم سره وكړل. بس هماغه و، چې سړى مسلمان شو.
بيا يې وويل: خبره دا ده، چې هغه په دو هرڅه تر ما ښه پوهېدو؛ خو دو اړخ ته يې فكر نه و كړى. ګوره دا خو دعقل خبرې دي؛ خو د خداى سره بايد د مينې رابطه ولرو. حمزه بابا څه ښه وايي:
عقله ته به سيال د محبت نه شې
دنګه مناره څه وي په غره پورې
د ډاكتر خبرو هېښ كړى وم. په زړه كښې مې له هغه سره مينه پيدا سوه. چې رښتيا ووايم، ما هېڅ وخت د خداى د قدرتونو په باب فكر نه و كړى. د ((فصلت)) د سورې هغه ايت مې راياد سو، چې فرمايلي يې دي:
((ډېر ژر به د نړۍ چاپېر او د هغوى په ځان كښې خپلې نخښې نښانې وروښايو؛ تر څو ورته څرګنده شي، چې هغه حق دى، ايا دا بس نه ده، چې الله پر هر څه باندې شاهد او ګواه دى؟))
سبحان الله. په رښتيا چې زموږ په بدن كښې د الله د قدرتونو ډېرې نخښې سته؛ خو دا زموږ كار دى، چې ورباندې فكر وكړو. ډاكتر ته مې په زړه كښې افرين ووايه.
محسن بله ورځ بيا خپل كمپيوټر راوړ. چالان يې كړ. هماغه لغړه نجلۍ پكښې نڅېدله، چې ما په واڼه كښې په سي ډي كښې كتلې وه. هماغه لويه كوټه وه. په بر سر كښې د كرزي او بوش پر ځاى، زه او نعماني صاحب سره خوا په خوا ناست وو. په بل سر كښې نور پګړۍ والا كسان پر چوكيو ناست وو. سخت يې حيران كړى وم. زه په خوب كښې هم داسې ځاى ته نه وم تللى.
محسن وويل: څنګه دې خوله وازه پاتې شوه؟ ته خو جهاد ته راغلى وې. جهاد همدا دى؟
ما وويل: ايسته كه، بې شرمه! همدلته پر همدې چوكۍ كرزى ناست و. دا چلونه مو پر ما نه چلېږي.
هغه مېز وډباوه. تندى يې تريو كړ. ويې ويل: له خولې سره به دې پام كوې. ها د بوتل خبره دې لكه چې هېره شوه.
ما ورته غاښونه وچيچل. په زړه كښې مې وويل: بل ځاى به په لاس را نه سې؟
وروسته هغه بېرته په ارام ږغ وويل: ګوره ملګريه! سم د سړي زوى شه. ته پخوا غولېدلى وي. زه دې نه غولوم. اوس به د آى اس آى ټول چلونه مخې ته درشي. دې ته وګوره.
د كمپيوټر په نيمه خوا كښې بل تصوير راغى. په دې كښې پر هماغه چوكۍ دوه نور كسان ناست وو. نجلۍ هماغه وه.
سړي وويل: اصلي تصوير همدا دى. دا د لبنان خلك دي. څنګه چې ما د تا او د الطاف حسين عكسونه د دوى په ځاى راوستل، هماغسې آى اس آى والا د كرزي او بوش تصويرونه راوستي دي.
چورت مې ډېر خراب و. نه مې باور كولاى سو، نه انكار. نه پوهېدم، چې پخوا تېر ايستل سوى وم، كه اوس؟ زه نعماني صاحب ته د ولايت په درجه قايل وم. اوس مې هم ګومان نه كېده، چې دا خبرې دې رښتيا وي.
پر سبا يې له ډاكتر بلال څخه مې وپوښتل: دا د كرزي لور څه كار كوي؟
هغه وويل: كرزى اولاد نه لري.
ما له ځان سره فكر كاوه، چې محسن رښتيا وايي كه نعماني صاحب؟ او د ډاكتر بلال خبره څنګه؟ دى خو هم راته صادق ښكارېده. بدن مې تود و. ډاكتر چې معاينه كړم، ويې ويل: اوهو ته خو تبه لرې.
سترګې او ستونى يې راوكتل. مينې ته يې وويل: ته يې د وينې سېمپل واخله. زه به داخله سرويس ته وليكم، چې د كانسولټېشن د پاره دې څوك ارولېږي.
په دوسيه كښې يې څه وليكل او مينې ته يې وركړه. څو شېبې وروسته يو ښايستوكى ځوان ډاكتر له مينې سره راغى. ډاكتر عرفان وويل: اوهو ښه شو چې ته راغلې.
ما ته يې كړه: دا دى په خپل وطندار ورپېښ شوې.
ډاكتر رانه وپوښتل: شريكه د كوم ځاى يې؟
زه يې له لهجې پوه سوم، چې هلمندى دى. ومې ويل: د زمينداورو.
_ ښه د كومې ناوې؟
_ د زاړه ښار.
_ شريكه ته خو بيخي كليوال راوختې. د كوم كلي يې؟
_ د كارېز ښار.
_ په ((ده بابا)) كښې ذبيح الله پېژنې؟
_ هغه كلينيك والا؟
_ بس ودې پېژاند، هغه زما تره دى. زما نوم رفيع الله دى.
خورا خوشاله سوم. لكه خپل نژدې قريب، چې مې ليدلى وي.
رفيع الله وويل: د چا زوى يې؟ زه به مې اكا ته په ټېلفون كښې ورته ووايم.
ما وويل: زه هېڅ څوك نه لرم.
_ څنګه؟ پلار، مور، اكا، ورور يو څوك خو به لرې؟
دروازې ته يې اشاره وكړه. منظور به يې د امنيت شعبه وه. په خندا يې ويې ويل: بېرېږه مه. دوى نه خبروم، بې غمه اوسه.
ستونى مې ډك سو. په سختۍ سره مې وويل: ټول يې شهيدان كړل.
د ډاكتر شونډې سره ټولې شوې. زما لاس يې ټينګ كړ. ويې ويل: بخښه كوه.
په ژړغوني ږغ مې وويل: امريكايانو زموږ پر كور بمان غورځولي. ګرد سره يې شهيدان كړي دي.
څو شېبې په كوټه كښې چوپتيا وه. وروسته ډاكتر معاينه كړم. په دوسيه كښې يې څه وليكل. ډاكتر عرفان ته يې وويل: برانشيت لري. زما له نظره دغه دوا ورته مناسبه ده. هغه په تلو تلو كښې راته وويل: خوا مه بدوه. هرڅه د خداى له طرفه دي.
سبا سهار بيا ډاكتر رفيع الله راغى. خوله يې له خندا ډكه وه. راته ويې ويل: ته د عبدالجبار وراره يې كه يه؟
ما وويل: هوكې.
_ ظالمه تا خو پرون زما نفس راوايست. ستاسو پر كلي ګرد سره بمبارد لا نه دى سوى. اكا دى روغ رمټ دى. هغوى ته چا ستا د شهادت ويلي. د وخته يې خيراتم درپسې كړى. هغوى پر ناحقه ستا وير كوي او ته د هغوى.
زه بيخي هېښ سوى وم. دا څه لوبه راسره كېده؟ ومې ويل: دا څه وايې؟
_ قسم دى، ولله كه بله خبره پكښې كې وي. پرون مې اكا ته ټېلفون وكړ. ستا خبره مې ورته وكړه، چې دغسې د عبدالستار په نوم د كارېز ښار يو ځوان راسره بستر دى. هغه وويل، چې دلته خو داسې كيسه ده.
_ ډاكتر صاحب څنګه يې ومنم؟
_ ګوره شريكه. ستاسو په كلي كښې ټيلفون كار نه كيي. اكا ته مې ويلي دي، چې نن مازديګر دې عبدالجبار ده بابا ته وروغواړي. هلته د غونډۍ پر سر ټېلفون كار كيي.
ږغ يې ټيټ كړ: ګوره چې امنيت والا خبر نسي. زه مازديګر بېرته راځم.
تر مازديګره مې شېبې شمېرلې. زړه مې ټوپونه وهل. لا مې هم باور نه كېده، چې دا به رښتيا وي. زه به بيا په ژوندوني خپله ادې ووينم؟ اكا، د اكا مينه، توركى، كلى، كور هرڅه مې رايادېدل.
مازديګر ډاكتر رفيع الله راغى. څو شېبې راسره ناست و. ټېلفون ته يې زنګ راغى. ويې ويل پخپله دى. يو څو خبرې يې وكړې، بيا يې وويل: ښه نو ټېلفون عبدالجبار ته وركه.
ده ټېلفون ما ته راكړ. ويې ويل: لږ به په كراره خبرې كيې.
د امنيت شعبې ته يې اشاره وكړه: چې دوى يې وانه وري.
په ټيلفون كښې رښتيا هم اكا و. هغوى په رښتيا ژوندي وو.
د هغه كيسې لا پسې حيران كړم. اكا تېره مياشت ښار (كندهار) ته د دوكان په سودا پسې تللى و. هورې يې د عبدالهادي پلار ليدلى و. هغه ورته ويلي و، چې عبدالهادي په كوټه كښې بندي دى. عبدالهادي چې له ميرانشاه څخه كور ته تللى و، پلار يې ورته ويلي و، چې نور دې ميرانشاه نه ځي. هغه نعماني ته ورغلى و، ورته ويلي يې و، چې زه نور ميرانشاه ته نه ځم. پر هماغه ورځ عبدالهادي ((سي آى ډي)) والاو نيولى او د القاعده په نوم يې په جېل كښې اچولى و.
زما د مرګ خبر هم د عبدالهادي پلار وركړى و. هغه په عبدالهادي پسې مدرسې ته تللى و. هورې چا ورته د نعماني له خولې ويلي و، چې پر عبدالستار باندې بم پټاو سوى. د عبدالهادي دوى كورنۍ له وېرې كندهار ته تښتېدلې وه.
كاشكې دا هرڅه درواغ واى. ما پر نعماني صاحب تر ځان ډېر باور درلود؛ خو هغه دروغجن راوخوت. ګرد سره ژوند راته دروغ ښكارېده. دا دومره تلاښ، دا دومره منډې، دا ستړيا، هرڅه په اوبو لاهو سول. لكه له ګډوډ خوبه چې راويښ سې او پوه نه سې، چې اوس خوب وينم، كه دا مخكې چې مې ليدل، دا خوب و؟ زه بيخي همداسې وم. د شپې تر ناوخته خوب نه راته. چورتونو په مخه كړى وم. دا مې نه سو منلاى، چې دومره لويه دوكه دې راسره سوې وي. نعماني زما له عقيدې سره لوبه كړې وه. څنګه يې خوله نه ماتېدله، چې ما ته يې د نشې اثر، د جنت هوا راپېژندله. زه يې د ادې د مرګ په درواغ خبر څومره وژړولوم. خدايزده چې ادې به زما د شهادت په اورېدو، څه خاورې پر سر شيندلې وي. د دهروات د كلي هغه ښځه مې راياده سوه، چې زوى يې د امريكايانو په بم شهيد سوى و. هغې څنګه خپل ويښته شكول، څنګه يې مخ په څپېړو واهه، څنګه يې پر سر خاورې بادولې. زما خواركۍ ادې به څومره ژړلي وي.
په زړه كښې مې وګرځېدل، چې ښه نو دا زه تېر ايستلى. پر نعماني، چې مې د ملايكو ګومان كړى و، هغه هم شيطان، بيا مې هم تاوان نه دى كړى. زړه مې راته دروغ ويلي و، سترګې او غوږونه مې دوكه سوي وو. زما باور غلط راوخوت. خير بيا به باور ورباندې نه كوم؛ خو زه هغو كسانو ته چورت وړى وم، چې باطلې عقيدې لري، چې بوتانو ته سجدې كوي، چې دغه نور اسماني اديان مني، چې اوس باطل سوي دي. كه دوى ته يو وار حقيقت ورښكاره سي او خپلې عقيدې، چې يو عمر يې په زړونو كښې ساتلې دي، باطلې وبريښي؛ نو دوى به څه وكړي؟
دا خپل تېر ژوند به څنګه وګڼي؟
لكه د چا كور چې له بيخه ونړوې او ورته ووايې، چې دا كور سم نه و، اوس يې له سره جوړوه. لكه د دهقان رسېدلى فصل، چې په بل مخ يې واړوې او ورته ووايې، چې همدغه شى بيا له سره وكره. دا به څومره سخت وي.
دا مې په ژوند كښې اول ځل و، چې پر كفارو مې خوا بده سوه. ځان سره مې فكر وكړ، چې كه خداى زه په مسلمانه كورنۍ كښې نه واى پيدا كړى، د يوه هندو، د يوه يهود يا د نصارا په كور كښې يې پيدا كړى واى، نو زه به هم يا هندو وم، يا يهود او يا به عيسوى وم. خداى پاك څومره لوى احسان راباندې كړى، چې زه يې مسلمان پيدا كړى يم. په همدې خاطر مې دوه ركعته شكرانه نفل وكړ، چې خداى مسلمان پيدا كړى يم. دوه ركعته مې هم د مور لپاره وكړل، چې شكر ادې مې ژوندۍ ده.
سبا سهار زه لا په همدې فكرونو كښې ډوب وم، چې ډاكتر عرفان كوټې ته راننوت.
ويې پوښتل: څنګه داسې اوتر غوندې يې؟
سوړ اسويلى مې وكيښ. ومې ويل: كه پر يو چا خورا زيات باور ولرې، هغه غلط راوخېژي؛ نو ته به څه وكې؟
هغه وويل: زه پر داسې ذات باور لرم، چې هېڅ كله نه شي غلطېداى.
_ نه په بنيادامانو كښې؟
_ كه رښتيا درته ووايم، زه پر هېچا له حده زيات باور نه كوم. ځكه چې انسان جايزالخطا دىه. زموږ باورونه زموږ د حواسو له لارې رامنځته كېږي او حواس غولونكي دي. ګوره د كوهي اوبه په ژمي كې راته تودې ښكارېږي او په اوړي كې سړې؛ خو اوبه هماغه اوبه دي. دا زموږ حواس دي، چې كله يې تودې ښيي او كله سړې.
ما ورته د خپل ژوند ټوله كيسه وكړه. په اخر كښې مې وويل، چې كه لاس مې پر بر سو، هغه الطاف حسين به ژوندى پرې نه ږدم.
عرفان وويل: كركې ته په زړه كې ځاى مه وركوه. خداى به پخپله د هر شي حساب ورسره وكا. رحمان بابا وايي:
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى
د جــــــملـه و مـخلــوقـاتـو پـلار دى دا
زړه د مينې ځاى دى، نه د كركې.
ما وويل: كه پر تا همداسې لوبې وشي؛ نو ته به څه وكې؟
_ يوازې خداى بې عيبه ذات دىه. زه به هرڅه خداى ته پرېږدم. اوس نو ته بايد په دې شكر وكې، چې ادې دې ژوندۍ ده.
يوه شېبه غلى و. بيا يې وويل: ګوره! تا خو پخوا هم غوښتل، چې له امريكايانو غچ واخلې. تا ګومان كړى و، چې په رښتيا يې ستا كورنۍ تباه كړې ده؛ خو ودې ليدل، چې خبره داسې نه وه. تا ته هغه وخت خپل نظر بالكل سم ښكارېده او اوس دغه نوى نظر هم درته سم بريښي. بيړه مه كوه. په عمل كې يوازې نيت نه، بلكې نتيجه يې هم مهمه ده.
ګوره! تاسې په دې نيت چې دين ته مو خدمت كړى وي، ځانمرګي بريدونه كړئ، د انسانانو سرونه غوڅوئ، بمونه ښخوئ؛ خو په دو كارونو مو دين ته كوم خير رسېدلى؟
ما وويل: ګوره ډاكتر صاحب! دا دكفارو خبرې به نه راته كيې. دا ځانمرګي نه دي، دا فدايان دي.
هغه وويل: په اسلام كې ځانوژنه حرامه ده.
_ دا ځانوژنه نه ده. دا استشهاديه عمليات دي، دا شهادت غوښتنه ده. شهادت ډېر اجرونه لري.
_ يو روايت ديه. وايي يو صحابي و، په غزا كې يې ډېر كفار ووژل. اخر پخپله كاري ولګېد، سړى پوى شو، چې له دې ټپه رغېدن يې نه شته؛ نو د دې د پاره چې، د كفارو لاس ته ونه لوېږي، توره يې لكه ودروله، ځان يې ورباندې واچاوه، توره يې په سينه كې ښخه شوه. سړى شهيد شو. وايي رسول اكرم (ص) يې جنازه ونه كړه، ويې فرمايل، چې ده ځان وژلى، ځانوژنه حرامه ده.
ما وويل: نو ته څه وايې چې موږ دغسې كښينو، بيخي جهاد ونه كو؟
ډاكتر وويل: ګوره سمه ده، چې جهاد فرض دىه؛ خو دا اخري وسيله ده. لكه په طب كې چې جراحي عمليات له ناچارۍ كېږي. كه يوه ناروغي په دارو درمل نه شي ښه او د علاج بله هېڅ لاره پاتې نه شي؛ نو ډاكتر هغه عمليات كا. په دين كې هم اول دعوت ديه. اول تبشير دىه، كفارو ته بشارت وركه، زيرى ورباندې وكه، چې په اسلام كې دغه دغه ښېګڼې دي. بيا تنذير دىه، هغوى د دوزخ له عذابه ووېروه. د جهاد خبره بيا په اخر كې رڅي.
ډاكتر ولاړ سو. يوه شېبه يې له كړكۍ څخه لاندې سړك ته وكتل. بيا يې وويل: دا موږ ولې انسانانو ته بني ادمان وايو؟
_ ځكه چې د ادم عليه سلام اولاده دي.
_ يانې چې ټول انسانان سره وروڼه دي؟
_ يه، كافر هېڅكله د مسلمان ورور نه سي كېداى.
_ چې د يوه بابا زامن يو؛ نو سره وروڼه يو كنه. نو كافر د ورور په صفت دا حق راباندې لري، چې په خوږه ژبه يې سمې لارې ته راوبولو. اوس كه ما هغه امريكايي پروفيسر وژلى واى؛ نو د خلكو په ګومان به غازي وم؛ خو كه په محشر كې هغه رانه پوښتلي واى، چې ((ولې دې په خبرو نه پوهولوم چې ودې وژلم؟ زه و ته خو سره د يوه بابا زامن وو كنه؛ نو ولې دې بې ايمانه پرېښودم؟ پر ما دې ايمان نه لورېده؟ كه زه نه پوهېدم ته خو په هر څه پوهېدې))
نو ما به څه ځواب وركړى و؟ ځكه خو مې څو ورځې ورسره بحث وكو. اول سر كې يې زما عقيدې ته په سپكه كتل، ملنډې يې راباندې وهلې؛ خو اخر چې مې قناعت وركو، تر ما هم كلك مسلمان ځنې جوړ شو. اوس نو ته ووايه، چې دغه حق يې راباندې و كه نه و؟
زه غلى وم. يوه شېبه يې دمه وكړه، بيا يې وويل: خپه كېږې به نه؛ خو رښتيا به سره وايو. څومره كافران د رسول الله (ص) د ښه سلوك په وجه مسلمانان شوي؟ تا ته خو به ښه مالوم وي. ابو سفيان د مسلمانانو ډېر لوى دښمن نه و؟ خو رسول اكرم د مكې د فتحې په مهال د هغه كور د امن ځاى اعلان كو.
اوس په دې خپل وخت كې وګوره. ډاكتر ذاكر نايك په هندوستان كې د طب ډاكتر دىه. هغه لويې مناظرې جوړوي، له خلكو سره په سړه سينه بحثونه كا، په استدلال او منطق باندې خلك د اسلام دين ته رابولي. او كامياب هم ديه. هر ځل چې دى وينا كا، يو څو كسه هندوان او عيسويان ضرور مسلمانېږي.
ډاكتر ولاړ؛ خو د هغه خبرې مې په ذهن كښې پاتې وې. دغه شعر مې په ذهن كښې ګرځېده راګرځېده:
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى
د جــــــملـه و مـخلــوقـاتـو پـلار دى دا
د مور مينه، د نيكه مينه مې رايادېده. اكا مې راياد سو. زما په پام هغه څومره بد سړى و؛ خو همدا چې ذبيح الله ورته زما حال ويلى و، چې دى ژوندى دى، په منډه يې ځان ده بابا ته رسولى و، چې راسره خبرې وكړي.
ما تل د خداى د غضب او قهر په باب فكر كړى و. تل د هغه له ذاته وېرېدم. ما چې په دعا كښې د جنت غوښتنه كوله، هغه هم د دوزخ له وېرې و. خو عرفان چې د خداى په باب خبرې كوي، لكه د مينې رابطه چې ورسره ولري، همداسې په خوند او په شوق خبرې كوي.
پر سبا يې مينه راغله، چې زما حياتي علايم وګوري. د نورو ورځو په څېر وېرېدله. خو زما په زړه كښې پخوانۍ كركه نه وه پاتې. پر همدې ورځ ما ته په كوټه كښې د ګرځېدو اجازه راكړل سوه. ښۍ پښه مې روغه سوې وه. لكه ماشوم چې نوى تګ زده كوي، همداسې مې په كراره يوه پښه مخته كوله او بيا بله. د اپراتو كړيو مجبورولم، چې پښې مې يو څه سره لرې ونيسم. زه تر هرڅه پر دې خوښ وم، چې نور پخپله تشناب ته تلاى سوم. زه له شرمه خلاص سوم او سالم خواركى زما له عذابه. د لامبېدلو اجازه يې هم راكړه. زما د كوټې په خوا كښې ښه لوى تشناب او حمام و. حمام ته ولاړم. قريب يو ساعت مې پكښې تېر كړ. ځان مې ښه پاك پرېوه. ايله چې د لمانځه پر خوند پوه سوم. دا دونه وخت چې مې لمونځ كاوه، خورا ځورېدم، چې په ناولي بدن د الله عبادت كوم.
بله ورځ ډاكتر عرفان راته ټي وي او سي ډي راوړه. ما ورته وويل: زه دغه ناروا كارونه نه كوم.
هغه وپوښتل: ګوره! دا قلم ښه شى دىه كه بد؟
ما وويل: ښه شى.
هغه په موسكا وويل: ګوره چې بيا غلط شوې. زه به په قلم باندې سپكې سپورې وليكم يا به كفري خبرې پرې وليكم؛ نو بيا قلم ښه شى شو كه بد؟
ما وويل: دلته ستا استفاده بده ده. تا قلم غلط استعمال كړى دى، بدي ستا ده.
_ بس دا هم د قلم په شان يوه وسيله ده. كه ښه استفاده دې ځنې وكړه، ښه شى ديه او كه بده استفاده دې وكړه، بد ديه. ما درته د ذاكر نايك سي ډي راوړې ده. يو ځل يې وګوره پښېمانېږې به نه. سي ډي يې چالانه كړه. دى ولاړ.
په سي ډي كښې خورا لوى جماعت و. تر زر يونيم زرو به زيات كسان ناست وو. ډاكتر نايك راغى. دنګ نرى غنمرنګى سړى و. نرۍ ږيره يې تر قبضه اوږده وه. خړه دريشي يې اغوستې وه، نيكټايي يې هم تړلې وه. سپينه خولۍ يې پر سر وه. خبرې يې په انګريزي كولې؛ خو په پښتو هم ترجمه سوې وې. خلكو پوښتنې كولې، ده يې ځوابونه ويل. په اكثرو خبرو كښې به يې د قران د ايتونو او سورتونو نمبر او نوم يادول، چې دا خبره د قران په دغه سورت او په دغه ايت كښې راغلې ده. بيا به يې په هماغه بحث كښې د انجيل او تورات د ايتونو ذكر وكړ، چې په دې باره كښې د انجيل پلانكى ايت داسې ويلي دي او په تورات كښې داسې راغلي دي. عجب فصاحت او بلاغت يې درلود. او حافظه خو يې نو ماشاالله.
خبرې يې ډېرې د كار خبرې وې؛ خو يوه يې بيخي نادره وه. په قران كښې دا خبره راغلې ده، چې په انجيل او په تورات كښې د نبي كريم (ص) د راتګ بشارت وركړل سوى دى. په انجيل كښې د ((احمد)) ذكر سوى، چې منظور يې ستايل سوى يانې ((محمد)) دى. خو نايك وويل، چې د هندوانو په كتاب كښې هم د محمد(ص) د راتلو زيرى سوى. هغه يې هندي نوم واخيست، چې مانا يې ((محمد)) و او د مور نوم يې په هندي كښې نه پوهېږم څه شى و؛ خو مانا يې صلح يانې امن ((آمنه)) وه. دا نو بيخي نادره خبره وه. موږ خو د هندوانو كتاب په اسماني كتابونو كښې نه شمېرو؛ خو دا معجزه وګوره، چې په دې كتاب كښې هم زموږ د رسول اكرم ذكر سوى. د ډاكتر عرفان خبره رښتيا وه. د دې مناظرې په پاى كښې د خلكو له منځه پېنځه كسان راولاړ سول، چې موږ ته كلمه راوښييه. دومره خوشالي مې په ګرد عمر كښې نه وه ليدلې. نايك مې ډېر خوښ سو. له ځان سره مې وويل، چې دغه سړي خو په رښتيا د دين حق يې ادا كړى.
پرسبا يې ما ډاكتر عرفان ته د سي ډي په باب خپل تاثر بيان كړ. ورته ومې ويل، چې باور مې نه كېده، چې داسې به وسي. موږ هندوانو سره په څنګ كښې هم نه تېرېږو؛ خو نايك وګوره، چې هندوان او عيسويان يې خپل مجلس ته وربللي وو. زه چې ورته ګورم ګټه يې هم كړې ده؛ ځكه چې هغوى يې مسلمانان كړل.
ډاكتر وويل: رحمان بابا فرمايي:
واړو ته د ځـــان په نظـر ګــــوره كـه دانا يې
اې عبدالرحمنه جهان ټول عبدالرحمن دى
ما ته خندا راغله. د ډاكتر بابا ګانو ته حيران وم. د رحمان بابا نوم خو مې لا اورېدلى و؛ خو ده حمزه بابا هم درلود.
ډاكتر وويل: كه څوك له خداى سره مينه ولري؛ نو د خداى له مخلوقاتو سره به هم مينه كا. هغه روايت خو به دې اورېدلى وي. وايي كومه بدكاره ښځه وه. ټول عمر يې په فحشاوو كې تېر شوى و. كومه ورځ يو سپى ويني، چې له تندې ځل وهلى او په مرګي حال دىه. ښځه په خپله موزه كې ورته اوبه راوړي، سپى له مرګه ژغوري. وايي الله پاك د همدې كار په بدل كې د هغې ګناهونه ورته معاف كړل. دا خو حيوان و؛ نو فكر وكه، چې د انسان سره مينه به څومره اجر ولري.
يو بل روايت ديه چې كوم هندو په غزني كې اوسېده. مسلمانانو هغه ځوراوه. هغه بهلول ته شكايت وكړ. وايي بهلول د سلطان محمود غزنوي ورور و. هغه يو فقير ملنګ و. بهلول ورغى د سلطان محمود دربار ته. د ماښام جماعت تيار و. ټولو په ده پسې اقتدا وكړه. ده د الحمد په قرائت كې د ((رب العلمين)) پر ځاى ((رب المسلمين)) وويل، چا ورته فتحه وركړه، چې ((رب العلمين)). هغه له سره شروع كړ. بيا يې ((رب المسلمين)) وويل، مقتديانو بيا فتحه وركړه. دا كار څو وارې تكرار شو. بهلول سلام وګرځاوه. سلطان محمود ځنې وپوښتل، چې ولې داسې كا؟ بهلول وويل: كه خداى پاك ((رب العلمين)) دىه او د ټولو عالميانو رب ديه؛ نو تاسې ولي هندوان ځوروئ؟ دوى هم د خداى مخلوق دي. بيا سلطان محمود امر وكړ، چې نور دې څوك هندوان نه ازاروي. حمزه بابا وايي:
حمزه ډېر مسلمانان شته هم كافر شته په دنيا كې
زه اشنا د هغه كس يم چې روش يې د انســــان وي
ما ورته وويل: د ذاكر نايك كار سم خو دى؛ خو ما ته د ميړانې كار نه بريښي. ته اوس كښېنه خلكو ته دليلونه ووايه، چې دا دي و ها دي. دا ډېرې خبرې د ښځو زده وي.
ډاكتر وويل: نو مېړانه په څه كې ده؟
_ په توره كښې. نر په توره باندې ږغېږي.
_ كوم شاعر ويلي دي چې:
حباب چې لوي شي؛ نو لاهو شي په سيند
څومره نرۍ ده د مېړانې پوله
عبدالستاره اشنا! د مېړانې پوله ډېره نرۍ ده، لكه د اوبو په سر حباب. كه حباب د خپلې اندازې نه لږ غټ شي؛ نو په سيند كې ډوبېږي، چوي، د منځه ځي. حباب د غټېدو تاب نه لري. مېړانه كه تر حد زيات شي؛ نو د حماقت په سيند كې ډوبېږي. اوس نو د دې فرق، چې يو څوك مېړنى دى كه احمق، ګران ديه. ډېر خلك پخپله ګومان كا، چې مېړني دي، حال دا چې د دوى په مېړانه كې نور خلك خپل مقصدونه لري. زما په ګومان مېړانه په كار كې ده. مېړانه په فكر كې ده. موږ، چې د كار او د فكر مېړانه نه لرو، ډېر ژر تورې ته لاس اچوو. دا خپلو خلكو ته وګوره، چې په يوه لوېشت ځمكه باندې يو بل سره وژني. د خبرو زغم نه لري، دوى په فكر باندې خپل مشكل نه حلوى، بس په نه خبره ورور او ورور سره ولي. زموږ خلك خو دې ته هم مېړانه وايي، چې خپل ورور ووژني.
غرمې مهال محسن راغى. پر تندي يې لاس راكښېښوو. ويې ويل: نور به له تا څخه تحقيق نه كوم. ستا د ژوند ټوله كيسه مې واورېدله.
ما ګومان وكړ، چې ډاكتر عرفان به ورته ويلي وي؛ خو هغه زما د چپركټ له پښې څخه يو كوچنى ګردى شى راوايست، ويې ويل: دغه ميكروفون مې دلته لګولى و. تا چې ډاكتر رفيع او خپل اكا سره خبرې كولې موږ اورېدلې. بيا چې دې ډاكتر عرفان ته خپله كيسه كوله، موږ ټوله واورېده. ستا خبرې مو په ټېپ هم كې ثبت كړې دي. البته دا به په محكمه كې تا ته هم ګټه درورسوي. جزا به دې يو څه سپكه شي؛ ځكه چې ته نورو تېرايستلى وې.
هغه د درګاه خوا ته روان سو. بېرته يې مخ راواړاوه. ويې ويل: يو ښه خبرم درته لرم. دې نه وروسته ته اجازه لري، چې د فاميل سره دې په ټېلفون كې خبرې وكې.
له اكا سره مې هره جمعه خبرې كولې. كله كله توركى هم راسره ږغېده. تر دې وروسته مينه په ورځ كښې يو ځل راتله. هغه هم لكه زما پر حال چې پوهه سوې وي، راڅخه نه وېرېدله. روغبړ يې راسره كاوه. د درد پوښتنه يې كوله چې پښه خو به دې نه خوږيږي؟
ما هم په ورين تندي ورسره خبرې كولې. د هغې يو كار راباندې خورا ښه لګېده، هغې هېڅ كله سينګار نه كاوه. همداسې به ساده ګرځېده؛ خو خداى ذاتي ښايست وركړى و. سترګې يې نه شنې وې، نه زرغونې. د سترګو رنګ يې د دې دواړو تر منځ و. ما په دې رنګ د هېچا سترګې نه وې ليدلې. اوږده باڼه يې داسې ګڼ او نېغ وو، لكه د طاووس بڼكې، چې چجه سوې وي. مخ يې نرى و. پزه يې هم د مخ په څېر نرۍ وه. د شونډو او زنې تناسب يې هم له مخ سره برابر و. ما ويل چې دا دې په المارۍ كښې لكه نانځكه ايښې واى او ما يوازې ورته كتلاى.
كاكا سالم ښه د طبعې سړى و. هغه اكثره وخت راته كيسې كولې. د خپلو زامنو كيسې يې كولې، چې مازديګر، چې دى كور ته ځي، څنګه زامن يې د ده له لاسه كڅوړه تښتوي او كومه ميوه دانه چې پكښې وي، څنګه پرې حملې كوي. دغه كيسه يې داسې په خوند كوله، چې هماغه صحنه زما سترګو ته درېدله، لكه په ټي وي كښې چې يې وګورې. ما خو د اولاد مينه نه وه ليدلې؛ خو د ده په كيسو مې دغه مينه محسوسوله. كله كله مې په زړه كښې ګرځيده، چې خداى به په ما باندې هم د اولاد مينه وګوري كه يه؟ كاكا سالم زه ډېر نازولم. د ماشومانو پوډر به يې زما پر ملا او ولو موښل، چې د بستر زخم پكښې پيدا نه سي. د ډوډۍ پر وخت يې زما غاب او كاشوغه په پوډرو باندې پاك پرېولل. د چايو ترموز مې بيخي نه تشېده. وايم څوك به د خپل سكه ورور داسې خدمت ونه كي، لكه هغه چې زما خدمت كاوه.
ډاكتر رفيع الله دې هم خداى ژوندى لري، هر وخت به يې پوښتنه راباندې كوله. ټېلفون خو به يې هره جمعه ما ته پرېښووه، چې له اكا سره خبرې وكم.
څو ورځې چې تېرې سوې ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه زما اجازه واخيسته، چې كله كله د روغتون په باغ كښې وګرځم. ده وويل، چې لمر زما د پښې لپاره ګټه لري. زه په هفته كښې دوه وارې د مازديګر له خوا له سالم سره باغ ته كوزېدم. زه پوهېدم، چې امنيت والا مې څاري؛ خو پروا مې نه كوله. ما هسې هم د تېښتې تابيا نه لرله. د روغتون مخې ته لوى باغ و. تر سل جريبه لوى و. د ناجو، سپېدارو او عكاسۍ درختې پكښې دومره ګڼې وې، چې دېرش ګامه ها خوا سړى پكښې نه ښكارېده. دا باغ د روغتون له تعمير څخه يو څه لرې و. روغتون پر لوړه ځمكه اباد و. بيا تر باغ د مخه د ځمكې دوه پوړونه وو. په اول پوړ كښې د كانكرېټي لارې په اوږدو كښې نرى چمن ولاړ و. په بل پوړ كښې يو ارت او پراخ حوض و. يونيم ګز به ژور و. د حوض په ګردو دېوالونو پورې د اوبو شرشرې لګېدلې وې او په منځ كښې يې لويې ګردې ډبرې ايښوول سوې وې. د ډبرو سرونه توربخوني وو؛ خو هغه ځايونه يې، چې تر اوبو لاندې پټ وو، سپينچكي وو. لكه بزګر چې اورمېږ او مخ يې لمر تور كړي او ټټر يې سپين پاته وي.
موږ د حوض په شاوخوا كښې ګرځېدلو. چې ستړي به سو د ګلابو او د سرو او ژېړو مرسلو په منځ كښې پر چوكيو كښېناستلو. د مازديګر نرى شمال د شرشرو په منځ كښې تېرېده او د اوبو خوږ بوى يې تر موږ رارساوه. ساه چې مې اخيستله، ګومان مې كاوه، چې دا خوندوره لنده هوا مې د سږو تل ته ننوځي. د نسترن سپين ګلان د درختې د زرغونو پاڼو په منځ كښې لكه ستوري په اسمان كښې ځلېدل. د اوبو شرهار او د ګلابو وږم سخت خوند راكاوه.
ډاكتر بلال د ذاكر نايك د سي ډي ګانو په كتلو روږدى كړى وم. هغه راته ځينې كتابونه هم راوړي وو. يو پكښې د ساينس او قران كتاب و. په دې كتاب كښې خورا په زړه پورې خبرې وې. هغه څه چې ساينس اوس كشف كړي، د الله په كلام كښې څوارلس سوه كاله پخوا ذكر سوي وو. د دې كتاب په لوستو مې فكر وكړ، چې هغه استفاده، چې بايد موږ له قرانه كړې واى، نورو كړې ده.
يو څو ورځې وروسته يو ډول اوتر غوندې وم. لكه يو شى چې مې ورك كړى وي. چې ښه پسې وګرځېدم، پوه سوم، چې دا دوه ورځې مينه نه ده راغلې. زه دومره بدل سوى وم او پخپله هېڅ نه وم پوه سوى. ولې هغه نجلۍ، چې ما پخوا ورڅخه كركه كوله، دومره نژدې راته ښكارېده، چې زه ورپسې خپه وم؟ پخوا مې هېڅكله د ونو او ګلانو پر ليدو خوند نه و اخيستى. اكا په سراى كښې د شبۍ ګلان كرلي وو. ما يې وږم محسوساوه؛ خو پر خوند يې نه پوهېدم. خو اوس مې په دې ټولو كښې خوند ليده. ان د مازديګر د لمر زېړو وړانګو خوند راكاوه. چې ډېر فكر مې وكړ، ما يوازې په ماشومتوب كښې د خوند تجربه كړې وه، هغه هم خورا لنډه موده. زه چې كوچنى وم، د بيسكوټو او ژاولو رنګه كاغذان مې راټولول، له هغو څخه مې خوند اخيست. هغه چې توركي راڅخه پټول او يا يې څيرل او ما به هغه واهه. زه په همدې چورت كښې وم، چې ډاكتر عرفان راغى. ما د مينې پوښتنه ځنې وكړه، چې ولې نه راځي؟ هغه وويل:
ناڅاپه چې په ياد شې چې راياد شې نو راياد شې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري
هك پك سوم چې دا څه وايي؟ دى څنګه زما په مينې خبر سوى دى؟
په خندا يې وويل: دا هم دحمزه بابا شعر دىه. ښه رښتيا تا د مينې پوښتنه وكړه. هغې يوه هفته رخصت اخيستى. ګومان كوم، چې واده په مخ كې لري.
يو دم مې زړه وغورځېد. خداى خبر، چې رنګ به مې څنګه الوتى و؛ خو ښه و، چې عرفان راونه كتل. زوركي خندا مې وكړه، ومې ويل: ښه نو د چا كور يې وران كړى؟
ډاكتر وويل: واده يې د ورور دىه.
بېرته مې زړه كرار سو. ډاكتر ووت؛ خو زه له ځان سره په جنګ اخته سوم. زه په څه لګيا وم؟ ولې د هغې د واده په خبر ولړزېدم؟
په هغې پسې ولې خپه يم؟
له هغې سره مې څه دي؟
د حمزه بابا شعر مې په غوږو كښې انګازې كولې:
ناڅاپه چې په ياد سې چې راياد سې نو راياد سې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري
ځان مې ملامت كړ. ما وګوره دا وګوره. هغه ښاري نجلۍ ده، مكتبۍ ده، نرسه ده او زه يو كليوال هلك. زما او د دې كله سره جوړېږي. دا به زما په شان نوكران ولري. بيا كه واده هم راسره وكړي؛ نو زمينداورو ته به چېرې راسره ولاړه سي.
بيا مې فكر وكړ، چې دا ګردې خبرې يوې خوا ته؛ خو دا به څنګه كړې، چې ته د حكومت په نظر مجرم يې. تا به له دې ځايه جېل ته بيايي. د فكر واګي رانه تللي وو. چې هرڅه مې كول، پام مې بلې خوا ته نه سو اړولى. هر شي ته چې مې كتل، د مينې سترګې پكښې ښكارېدې. ډوډۍ ته مې خوا نه كېده. ټي وي مې چالاناوه؛ خو ژر يې نفس راتنګاوه. كه مې كتاب رااخيست، دوه درې كرښې به مې ولوستلې، نور بيا ورباندې نه پوهېدم. يو وخت به مې پام سو، چې د كتاب څو مخه مې اړولي دي؛ خو چې تېرو مخونو ته مې كتل، هېڅ مې نه و په ياد. په باغ كښې مې هم زړه تنګېده. دا يوه هفته داسې وه لكه څو كلونه.
د جمعې پر ورځ مې له اكا سره خبرې وكړې. هغه وويل، چې ادې دې ډېره پوښتنه كوي. هره ورځ ستا هغه دسمال، چې له كوټې څخه دې رالېږلى و، پر سترګو موښي او ژاړي. موږ سبا درروانېږو.
زه نه پوهېدم، چې امنيت والا به اجازه وركړي كه يه؟ اوس نو په زړه كښې مې دوې تندې وې، يوه د مينې او بله د ادې د ليدو.
ما يې ښه حساب نيولى و، چې مينه به پر شنبه راځي. هغه چې راغله، نه پوهېږم پر ما څه سوي وو؟ تر روغبړ وروسته يې وويل: دا رنګ دې ولې داسې الوتى؟
ما وويل: نه، نه پوهېږم.
ژبه مې بنديدله. په ټټر كښې مې د تشې احساس كاوه. ګومان مې كاوه، چې په سينه كښې مې يو شى كم دى. سر راباندې ګرځېده. مينې د فشار اله راواخيسته. نبض او فشار يې راوكتل. ويې ويل:
اوهو دا نبض دې څنګه تېز دى؟ تبه خو به دې نه وه؟
ما وويل: يه، تبه خو مې نه وه.
_ فشار دې كښته دى. ته ودرې چې ډاكتر راوبولم.
هغه په ډاكتر پسې ولاړه؛ خو خبره نه وه، چې د دې رنځ دوا پخپله دا ده.
لس دقيقې وروسته ډاكتر عرفان راغى. په خندا يې وويل: انډيواله څه خبره ده. وايي فشار دې كښته شوى؟
هغه مې هم نبض او فشار وكتل. ويې ويل: هېڅ خبره نشته بابا. زه يې وارخطا كړم. زه پوهېږم، چې ټوله ګناه د مينې ده.
حيران وم، چې ډاكتر زما په مينې څه پوه سوى دى؟
وارخطا مې وويل: د مينې؟
هغه وويل: خود. دا يوه هفته چې رخصت وه، هرڅه يې هېر كړي دي. ستا فشار بيخي سم ديه. نبض دې برابر ديه، هغه وايي چې فشار يې كښته ديه.
ايله چې زړه مې خپل ځاى ته راغى.
ډاكتر وويل: نن به دې د پښې اكسرې واخلو. كه هرڅه سم وو؛ نو د اپراتو وخت پوره ديه وبه يې باسو.
د هغه خبرې داسې مړاوى كړم، لكه پر سكروټو چې اوبه وشيندې. زړه مې غوښتل، چې نور هم په روغتون كښې پاته سم. په زړه كښې مې دعا كوله، چې د هډوكي ترميم نه وي پوره سوى. عجبه دنيا ده، سړى پر مريضۍ خوشاله وي.
وروسته مينه راغله. دوسيه يې راواخيسته، ويې ويل: درځه چې اكسرې ته ولاړ شو.
دا مخته سوه زه ورپسې. په موږ پسې د امنيت والاو عسكر روان و. يوه خبره مو هم سره ونه كړه؛ خو بس پر همدې خوشاله وم، چې دا راسره ده.
اكسرې سمه وخته. ډاكتر وويل، چې سبا به اپرات لرې كوي. ما ورته د مور او د اكا د راتلو خبره وكړه. ورته مې وويل، چې د هغوى تر راتګه دې صبر وكړي. خداى دې يې اباد لري. دغه ځواني يې هم راسره وكړه.
بله ورځ مې اكا دوى راورسېدل. ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه د ملاقات اجازه واخيسته. دا اول ځل و، چې د اكا د لاسونو مچول خوند راكړ. ادې خو په ژړاوو سترګې سرې كړې.
مينه راننوته.
سر مې كښته اچولى و. ادې ته مې وويل: دا مينه ده. زما يې ډېر خدمت كړى.
ادې ولاړه سوه. د مينې مخ يې په دواړو لاسو ونيو. شونډې يې د هغې پر تندي ولګولې. داسې يې ښكلوله، چې ته وا څو كاله بعد يې خپله سكه لور ليدلې ده. درګرده يې ويل: بلا دې وګرځم لورې. جار دې سم. كوربان دې سم.
هم راته خندا راغلې وه، هم وېرېدم، چې پر مينې بده ونه لګي. ږغ مې وكړ: ادې مه يې ځوروه.
هغه يې خوشې كړه.
مينې ته مې وويل: بخښه كوه. ادې مې كليوالي چمونه كوي.
مينې وويل: پروا نه لري. خپله مور به هم همداسې نازولم.
ږغ يې غريو نيولى و. چې پورته مې وكتل، د مينې پر سترګو اوښكې رغړېدې. ادې هغه په غېږ كښې ټينګه كړه. ويې پوښتل: ولې لورې؟ وارۍ دې سم ولې ژاړې؟
هغې وويل: هېڅ. همداسې، مور مې راياده شوه.
ادې وپوښتل: مساپره ده؟
_ نه مورې. هغې سرطان درلود. پېنځه كاله مخكې
ژړا يې نورو خبرو ته پرې نه ښوده.
ادې هغه په غېږ پورې ونيوه، بيا يې پر سر لاس تېر كړ. د كوټې په بل سر كښې يې چوكۍ ورته كښېښووه. دواړه هورې كښېناستې. زه يې بيخي هېر سوى وم. له هغې سره يې جلا مجلس جوړ سو. ما هم د هغوى خبرو ته غوږ نيولى و، هم مې له اكا سره دا غر ها غر ويشته.
نيم ساعت د سترګو په رپ كښې تېر سو. امنيت والا درګاه وټكوله، چې دوى بايد رخصت واخلي. ډاكتر رفيع الله راورسېد. ادې او اكا يې خپل كور ته بوتلل.
ادې د مخه ښې پر وخت په غوږ كښې راته وويل: ډېره ښه نجلۍ ده، چې خپه يې نه كړې.
بله ورځ ډاكتر بلال اپرات خلاص كړ. پر سبا يې زما دوسيه امنيت والاو ته سپارله. په زړه باندې مې غمونه امبار وو. نه پوهېدم چې حكومت به راسره څه وكړي؛ خو د مينې يادونو لكه د خواږه خوب اثر خوشالولم.
هغه شېبه راورسېده، چې زه يې له روغتون څخه بيولم. اكا او ادې راغلي وو. له ډاكتر رفيع الله او كاكا سالم سره تر غاړې ووتم. ډاكتر رفيع الله وويل، چې په چارواكو كښې كوم څوك پېژني او زما سپارښتنه به ورته وكړي.
ادې په يوه كونج كښې د مينې لاس په لاس كښې نيولى او بنډار يې ورسره جوړ و. د اكا او بيا د ډاكتر عرفان لاسونه مې ښكل كړل. ډاكتر خپل لاسونه شاته كښ كړل. ويې ويل: دا څه كوې؟ ما په ګناه مه اخته كوه.
ورسره تر غاړې ووتم. ومې ويل: تا د ژوند پر مانا پوه كړم.
ادې ښه ډېره شېبه په سينې پورې لګولى وم. ما يې لاسونه ښكل كړل.
مينې ته مې وكتل د خداى پاماني د ويلو وس راكښې نه و. د هغې په لاس كښې زما هماغه دسمال و، چې ادې پكښې ګلان ګنډلي وو. په زړه كښې مې ورته وويل: زما انتظار به وكړې؟
هغې سترګې ټيټې كړې.
او ما د هو مطلب ځنې واخيست.
پاى
كابل ۱۳۸۸د زمري لسمه
|
'معصومه څېره'، د عبدالصمد روحاني مرثيې
| ||||||
'معصومه څېره'
د زموږ د ارواښاد همکار عبدالصمد روحانې په ياد کې ويل شوې دردوونکې شعري ويرنې دي چې په هېواد او بهر کې ليکل شوې دي او هلمند ادبي بهير د يوه کتاب په بڼه خپرې کړي دي . په دغو مرثيو کې د ارواښاد روحانې د اخلاقو،کاري وړتياو او سړيتوب ستاينه شوې او وژنکي يې غندل شوي دي. دغه ويرنې ليکوال او شاعر درويش خوندي راټولې کړې دي. 'معصومه څېره' د هغې ټولگې نوم دى چې په په پيل کې يې د صمد روحانې څلور شعرونه راغلي دي او ورپسې هغه ويرنې راغلي دي چې هر تورې يې د اوښکو د څاڅکي په څېرد تخيل پر اننگو څاڅي او لمبه لمبه احساس يې په زړونو کې د ارمانونو کروندې سيځي . د هلمند ادبي بهير يو تن چارواکى سردارمحمد همدرد چې دغه کتاب يې خپور کړې دى وايي چې په دغو ويرنو کې په رښتيا هم د يوۀ معصوم انسان انځور نغښتى دى : ((دې ټولنه کې چې روحانې صيب وسيدۀ يوازې دا نه چې هغه يو خبريال و،بلکې هغه شاعر هم و ،او ليکنې يې هم کولې زه بايد ته تاسې ته يوه يادونه بايد وکړم چې روحاني صيب په حق ورسيده ، ما داسې کسان وليدل چې هغه عام خلک وو . خو د روحانې صيب په وير کې يې اوښکې تويولې خلکو له روحاني صيب سره ډيره مينه درلوده،دغه کتاب ته موږ د معصومې څيرې نوم غوره کړې دى نوموړې په رښتيا هم په دغه ټولنه کې يو معصوم انسان و، دا شعرونه د شاعرانو د زړونو اواز دى،تر ډېره په دغو ويرنو کې د روحاني صيب غم او حالات انځور شوي دي .)) ددغو سکروټو سکروټو سوو ساندو شمېره تر څلويښتو ډيره ده چې هره يوه يې د ارواښاد روحانې د مينه والو د زړونو جهانونه غرغنډه کوي، د خوست د سيمې د شاعر لطف الله حسرت په ويرنه کې د حسرتونو درمندونه لمبه لمبه دي : شهادت يې مبارک شه غرڅنى زلمى مې مــــــړ دى ربه دا څنگه دنيا ده،خدايه څومره خاموشــــي ده ستا ماشوم په چيغو ژاړي تړمې اوښکى يې بهيږي اخترونه د خوشحالۍ زيري بلل کيږي،په دغو ورځو کې هر چاته ياران دوستان ياديږي حمزه بابا ښه وايي : نن چې اشنا راته ياديږي د اختر مخه ده خو دغه لښکر هغه مهال پر نازک زړه د اورورينو غشو باران وروي چې د گل په څېر اشنا يې د تورو خاور بندي شوى وي او ديدن وعده يې تر قيامته ځنډيلې وي. هلمندى شاعر سردار محمد سروري هم اختر ته وايي چې له تانه خوشحالي نه غواړم ځکه چې ارماني يار مې په زړه گرځي . نه غواړم ستا هيڅ خوشـــحالي اختره گريوان دې زما خوارکي ونه گنـــــــــــــــډى او محمد نعمان دوست بيا د روحاني وژنه د گل وژنه بولي او د گل وژنه د رنگ ونور وژنه ده د مينې وژنه ده . (( روحاني)) ځينې خبر شوې چا وژلى هغه دنگ قد په ملا مات شو راگوزار شو گرانه ناوې دې په سرو سترگو ژړېــــږي زموږ همکار عبدالصمد روحاني د هلمند د گرمسير ولسوالۍ په لکړۍ سيمه کې زيږيدلى و خو اصلي ځاى يې د نوزاد ولسوالۍ د شاپشتې سيمې لنگر کاريز وو، خو په وروستيو کلونو کې يې لښکر گاه ښار کې ژوند کاوه . ارواښاد رواحاني له خپلې ځوانيمرگۍ وروسته يوه خپله لورکۍ دوه زامن او دوې ميرمنې د وير پر ټغر کينولې . ارواښاد پنځه وروڼه او څلور خويندې لري او سپين ږيرى پلار او بوډۍ مور يې ژوندي دي، عبدالصمد روحاني د جون په ٧ نيټه د هلمند په مر کز لښکر گاه کې لادرکه او يوه ورځ وروسته يې په ډزو ويشتل شوى مړى د ښار په پنځه کيلومترۍ کې وموندل شو د رڼا څرک دا تورې شپې دي رڼوو يې په سبا پســـــــــــې ځو لاره تيارۀ ده هيڅ ډيوه په لاس کې نه لرو موږ مينه لـــــــرو مينه پالو د مينې قــــــــــــــــدر کــــوو قادره خدايه! موږ ته دومره بينايي نصيب کړه (( روحاني)) هله به موږ خپل ننگ او نښان وگټو | ||||||
|
د مينې لېونيان په کاڼو ولي! |
|
د مارچ د يودېرشمې نېټې توره شپه وه چې شانو او دولت خان د کوزې پښتونخوا د مومندو ايجنسۍ په سيمه کې د هغې تش په نوم "محکمې" لخوا د مرګ په جزا محکوم شول کومه چې د طالبانو په نامه اسلامي بنسټپالانو لخوا د ټوپک په زور جوړه شوې وه. دغه دواړه د مينې لېونيان له "محکمې" وړاندې د طالبانو د ټوپکمارانو لخوا تښتول شوي وه او بيا په يو داسې ځاى کې په کاڼو وويشتل شول چې يواځې هم دوى ورته ټوپکې په لاس ولاړ وه. د ټوپکمارو د دغې بنسټپالې ډلې يو وياند بيا ډېر په وياړ سره مطبوعاتو ته تليفونونه هم وکړل او د خپل جرم اعلان يې وکړ. د سيمې حکومتي انتظاميې ورپسې په خپلو څرګندونو کې وويل چې شانو او دولت خان په کاڼو نه دي ويشتل شوي بلکې په ډزو ويشتل شوي دي. په دې بيان سره انتظاميې هم د مسوليت څخه ځان خلاص کړ او داسې يې وګڼله چې ګوندې دغه دوه د مينې لېونيان که د کاڼو په ځاى په ډزو ويشتل شوي وي نو بيا خېر دى، هيڅ خبره نه ده. قانوني ماهران وايي چې دا د غېرت په نامه د بې غېرتۍ د پېښو څخه يوه نادره پېښه ده ځکه چې ټوپکمارو د شانو د کورنۍ په وېنا دوى دواړه لومړى وتښتول او بيا يې ووژل. دا په دې چې د پښتنو په دې قبايلي ټولنه کې که کومه جلۍ په خپله خوښه واده يا ژوند وکړي نو د کورنۍ غړي يې د وژلو ارزومن وي. دغه کورنۍ د جلۍ دا کار د خپل ځان لپاره "بې غېرتي" ګڼي او پوليسو ته په دې اړه خبر نه ورکوي. د ټولنې افراد هم په دې ظلم چوپه خوله پاتې کېږي او دغسې يو لوى جرم پټ پاتې شي. ثمينه اپريدۍ – چې د پښتنو په ټولنه کې د ښځو په وضعه تحقيق کوي – وايي "ستونځه اصلاً زمونږ په کولتور کې ده ځکه چې دلته سړي خپل عزت او غېرت هم په ښځې پورې تړلى دى. که د کورنۍ يو غړى پوه شي چې د کورنۍ يوه جلۍ يې په خپله خوښه ژوند تېرول غواړي نو په هغې د ټولې کورنۍ د بې عزته کولو تور لګوي." ثمينه زياتوي "په پښتنه ټولنه کې ښځو ته يو څه درناوى او عزت ورکړل شوى دى خو د دې په بدل کې ترې د خپل ژوند په اړه په خپله د پرېکړې حق اخيستل شوى دى." کورنۍ د ياغي مينانو پر ضد د بې عزتۍ دا کست ان تر کلونو کلونو پورې په زړه کې ساتي ځکه چې وايي دوى د کورنۍ د "اصولو" او "اخلاقو" څخه سرغړونه کړې ده. د اهاميم بانو په نامه يوه افغانه جلۍ د ٢٠٠٦ کال د مۍ په لسمه نېټه خپلو ورونو افغانستان ته وتښتوله او هلته يې ووژله. د هغې جرم دا و چې دوه ويشت کاله وړاندې يې د يو سړي سره په خپله خوښه واده کړى و. دواړو ښځې خاوند ښه خوشاله ژوند تېراوه، خو د جلۍ ورونو د هغوى خوشالي نه شوه زغملى، اخر يې هغوى پېدا کړل او خپله خور يې د غېرت په نامه ووژله. د وژل شوې جلۍ اوښى د دې پېښې عيني شاهد و خو هغه وروسته د ډېرو پېسو په اخيستلو سره خپل لومړنى بيان بدل کړ. په دې توګه د جلۍ ورونو دوه ويشت کاله وړاندې د خپلې خور په وژلو سره خپل غېرت په ځاى کړ، خو عجبه خبره دا ده چې د خپل اصلي دښمن د ورور سره په روغه جوړه کولو يې هيڅ شرم احساس نه کړ. د غېرت په نامه د ښځو د وژلو د دې روايت د مخنيوي لپاره په ٢٠٠٤ کال کې د "جنايي قانون" په نامه يوه مهمه ماده جوړه شوه. په دې قانون کې راغلي چې د غېرت په نامه يا د غېرت په وجه د چا وژل جرم دى. خو په داسې پېښو کې تراوسه پورې هيچا ته جزا نده ورکړل شوې ځکه چې کورنۍ د دې ډول قضيو پلوي نه کوي. د ښځو د يوې ادارې لخوا د راټولو شويو معلوماتو ترمخه- چې د بېلابېلو ورځپاڼو څخه يې راټول کړي دي- د ٢٠٠٧ کال د جنورۍ د اولسمې نېټې څخه د ٢٠٠٨ د جنورۍ د اتمې نېټې پورې په کوزه پښتونخوا کې ٤٤ ښځې تښتول شوې دي، ١٧٥ وژل شوې دي، ١٥ باندې جنسي تېرى شوى دى، ٢ په بدل کې ورکړل شوې دي، ١٠ وهل شوې دي، ٢٣ ځانونه وژلي دي، ٤ د غېرت په نامه وژل شوې دي، ١٨ ټپيانې شوې دي، ٢ په بدو کې ورکړل شوې دي، ٢ د کورنيو جګړو ښکار شوې دي او ٦ سوځول شوې دي. د غېرت په نامه د قتل په شا يو عجيب ذهنيت پروت دى. د غېرت غوښتنه خو دا ده چې د کورنۍ غړي بايد د هغې جلۍ يا ښځې د پرېکړې او سوچ درناوى وکړي کومه چې دومره صلاحيت استعداد لري چې د خپل ژوند د ښه او بد لپاره سوچ کولاى شي او د خپل ژوند په اړه په خپله خوښه پرېکړه کولاى شي. خو د دې په ځاى د کورنۍ غړي د هغې وژلو ته اقدام کوي او دې کار ته بيا د غېرت نوم هم ورکوي. د دې ظلم د مخنيوي لپاره په ټولنيز نظام کې يو سخت قانون ته اړتيا ده |
|
ليک: ثاديه قاسم شاه ژباړه: زلمى نړيوال |
حنان حبيبزى
رڼا
ته يې چي زه د ښكلا ننداره كوم . ته يې چي زه د خداى د مخلوق ښكلا وينم ، ته يې چي زه ، پر ښكلا د زړه تنده ماتوم ، ته يې چي زه مې د جانان ننداره كوم .
كنه ، نو زما خونه ،به په تيارو كي ډوبه وه .
ته ، چي راسره وې !!! زما مينې چي خندل ، په ياد دې دي ؟ . هو، پوهيږم هغه خندا به ته څنګه هيروې ، زه چي يې ټول عمر لټون كوم .هېڅ مې نه هيريږي او هره شيبه مې په زړه وري، دا دى اوس مې بيا په زړه اوري.
هغه غزل مې په زړه اوري . هغه د مينې غزل. هغې چي د مينې سندرې ويلې ،پاس په چنار كي چي بلبلې ورته راټولې وې او دې ورته كيسې كولې ، هغه شيبه مې په زړه اوري . هغه لكه ښاپيرۍ له مرغيو سره يې مينه وه .
هو هغه هم مينه وه ، خو نه پوهيده چي زړه يې چيرې دى ؟ زړه يې چا وړى ؟.د هغې زړه ما وړى ، ما خو هغه ما نه پيژني ، هله رڼا بيا د پيرزونې ډيوې بلې كړه، چي زه ددې جوګه شم چي دا هر څه ووينم ، تا هم ووينم ، او هغه هم ووينم . ته پوهيږې چي د ډير وخت راهيسې زه له تابې برخې يم . خونه مې توره تياره ده او زه لكه توره سيايي په كي ناست يم او د مينې په خيالونو كي پټ يم .
زه كله كله د خيال نړۍ جوړه كړم . په دې نړۍ كي زه او هغه يوازې يو ، نور هيڅوك نسته ، خو بدمرغه تياره يې راباندې خرابه كړي . زما دغه نړۍ داسې ده لكه د ماشومو نجونوكورګى، د نانځكو كورګى، هغه كورګى چي كله وران او كله جوړ سي.
اخ ! څه ښكلي خيالونه ، زه يم او د ښكلا ملكه راسره ده ، زه هغې ته غزلې وايم هغې يې ما ته وايي . څه ښه خيالي نړۍ ده . كله كله ځود ترنم نړۍ ته .د پسرلي رنګينو ډاګونو ته ، هغو ډاګونو ته چي د لاله او غاټول ګلان په كي د غالۍ په څير غوړيدلي دي، له ترنم سره سندرې وايو ، د سهار سندرې ، هغه سندرې چي موږ د خيال په نړۍ كي وركوي ،خو كه ته راسې نو زه به ددې جوګه سم چي دا هرڅه پر رښتيني نړۍ وګورم .
اه ! رڼا راسه ، نور مې انديښنې خوري ، ويلې كوي مې ، كله ځي او كله راځي ، كله جوړيږي او كله ورانيږي، زما خيالونه د ليونتوب خوا ته روان دي .
انديښنو كي ورك دي ، نه پوهيږم چي دا هر څه يو دم ولې ؟
د كوډګرې خندا او د كوډګرو سندروله لاسه . اه چي په زړه مې اوړي او رااوړي.كه ته مې بيا خونه روښانه نه كړې ، همدا سې به په تياره كي ورك ورك سم، ويلې به شم . اه ! چي بيلتون سخت دى .
رڼا ! كله دې زه په دې حال ليدلى وم ، نه ! هيڅكله دې نه وم ليدلى .
لږ راسه ومې ګوره او بيا د وړانګو پيرزونې راباندې خپرې كړه چي ډير عمر مې ستا په بيلتون كي لوړې او ژورې وزغملې . نور يې وس نه لرم .
رڼا ! راسه خپلې مرمرينې وړانګې پرانيزه او زما توره خونه رڼا كړه .
زه تاته ګورم ، زه په تا باور لرم ، زه ستا په هيله يم .
اه! چي زړه مې راوخوت او انتظار وخوړلم