د ټولو هيوادونو د وژل شوو سرتيرو شميره
امریکا 1,044
بریتانیا ۲۸۱
کاناډا: ۱۴۲
جرمني: ۴۳
فرانسه: ۴۱
دنمارک: ۳۱
هسپانیه: ۲۸
ایتالیا: ۲۲
هالند: ۲۳
نور هیوادونه : ۷۵
TOTAL: 1,730
تراوسه په پورته شميره بهرني سرتيري وژل شوي دي
امریکا 1,044
بریتانیا ۲۸۱
کاناډا: ۱۴۲
جرمني: ۴۳
فرانسه: ۴۱
دنمارک: ۳۱
هسپانیه: ۲۸
ایتالیا: ۲۲
هالند: ۲۳
نور هیوادونه : ۷۵
TOTAL: 1,730
تراوسه په پورته شميره بهرني سرتيري وژل شوي دي
بالروم نڅا
د (بال روم نڅا) يو ډول په زړه پورې او ډرامايي جسمي خوځښت بلل کېږي، چې په ټولنيزې نڅا هم پېژندل شوې ده، ځکه چې دا يوه دوه کسيزه نڅا وي. د (بال روم نڅا) پنځه ډولونه لري، چې معاصر والټز، ټانګو، د ويېنا والټز، ورو فاکسټروټ، او ګړندي ګامونه نومېږي.
دغه نڅاوې کېدی شي د سياليو بڼې هم ولري. په لوېديځه نړۍ کې ډېرو زلميو او پېغلو ته د بالروم نڅا د خپل ژوند ملګري د موندلو تر ټولو ښه لار بلل کېږي. دغه نڅا لا تر اوسه هم په اروپا کې ډېره مشهوره ده، په تېره بيا په اتريش کې چې د (والټز) نڅا په کې تل فېشن پاتې شوې ده. هر کال يوازې په ويېنا کې شاوخوا (۳۰۰) بالې نڅاوې ترسره کېږي. دغه دود همداسې ژوندۍ پاتې شوی، ځکه چې په اتريش کې نجونې او هلکان دا زده کوي چې څه ډول ونڅېږي.
په ويېنا کې د نڅا لپاره د (الماير) په نامه يو ښوونځی دی، چې نجون او هلکان په کې پر لرګين صيقل شوي غولي په خپلو ځاګړو جامو کې نڅېږي. په همدغه ډول ځايونو کې د اتريش نجونې او هلکان د نڅا د بېلابېلو ډولونو د رازونو زده کړه کوي.
له دغو نڅاوو نه يو ډول (والټز) نومېږي، چې پېغلې او زلميان يې په زده کړه بوخت دي، خو دا چې زده کړه يې خومره سخته ده، د ويېنا يوه نجلې يې په اړه وايي:
((زه فکر کوم، دا دومره سخته نڅا نه ده، خو يوه برخه يې يو ډول سخته ده چې پښې په کې يو له بل تېرېږي. زا دا نه شم کولی، خو بيا هم پرې په يو ډول توانېدلې يم، نو ډېر خوندور وي. دا په ريښتيا هم سخت وي، له دې ډډه نه شي کېدی چې يو د بل پښې سره و نه وهوو، ځکه چې دا ډېره ګړندۍ خوځېدا ده))
زه فکر کوم، دا دومره سخته نڅا نه ده، خو يوه برخه يې يو ډول سخته ده چې پښې په کې يو له بل تېرېږي.
د ويېنا یوه نجلۍ
د نڅا دغه ښوونځی د ويېنا د والټز نڅاګر (توماس شايفر الماير) له خوا اداره کېږي. دی وايي د نڅا زده کړه د ټولو اتريشيانو لپاره پر د تګ يوه دود دی.
((د ويېنا او ټول اتريش په خورا ډېرو کورنيو کې دا يو دود دی چې دوی بايد د والټز او بالروم نڅاوې زده کړي. دوی زموږ ښوونځي ته په (۱۵) او (۱۷) کلنۍ راځي او لږترلږه يو کال لپاره پاتې کېږي چې نڅا زده کړي. په نړۍ کې د اتريش په څېر کوم بل هېواد نشته چې د بلې نڅاوو دومره ډېر فعاليونه په کې ترسه کېږي، د بالې نڅاوې د هر ډول خلکو لپاره وي، د ټولنې د ټولو پوړنو خلک په کې نڅېږي، لکع د (اوپېرا بالې) نڅا چې يوه بېلګه يې ده)))
د (اوپېرا بالې) د ويېنا د نڅا د اوج موسم وي، خو د کال په اوږدو کې د درملتون والاوو، د اطفايې ولاوو، او د ويېنا د ګند ټولوونکيو لپاره هم د د بالې نڅا فعاليتونه ترسره کېږي. دغه نڅا يوازې د هغوی لپاره نه وي چې له زړو دودونو سره لوی شوي وي. په ويېنا کې ځينې دولتي ښوونځي هر کال د بالې نڅاوې تنظيموي. نو دا څه دي چې بالې نڅا د اوسنۍ زمانې پېغلې زلميان راجذبوي، د وينا يو شمېر نجونې او هلکان يې په اړه وايي:
بالې نڅا
((دا په نڅا کې له ملګري سره په ګډه، زموږ ځوانانو لپاره ډېره ځانګړتيا لري، ځکه چې نڅا پيلېږي، نو په کې يوازې وو، خو بيا نڅا سره ګډېږي، دا يو ډېر خوندور خوځښت وي، هو))
((خبره تر ډېره دا نه ده چې ميندې پلرونه او اولادونه يې او نور سره لکه ښوونکي يو ځای کېږي، زه به ونه وايم چې بالې، والټز او هر بل ډول نڅا داسې وي، تر ډېره خبره دا ده چې نڅا په ګډه کېږي))
((هر کس ښه ښکاري او ښې جامې يې پر تن وي، زه فکر کوم دا د بالې نڅا تر ټول ښه اړخ دی، ځکه هر کس ډر ښه ښکاري))
((زه فکر کوم دا موسيقي ده، د بدن خوځښت او هر څه دي، دا ډېر ښکلې وي زه له نڅا سره مينه لرم))
دا له هغو نجونو او هلکانو يو څو تنه وو، چې په ويېنا کې بالې نڅا زده کړه کوي. اتريش په اروپا کې داسې هېواد دی چې د نڅا او کلاسيکې موسيقۍ ټاټوبی بلل کېږي.
که غواړیء دغه راپور واوريء، نو دلته کلېک وکړیء:

په متحده ايالتونو کې د قطر يو ډيپلومات له هغه وروسته ونيول شو چې دده د سپرلۍ په الوتکه کې امنيتي زنګ و کړنګېده .
امريکايي چارواکو ويلي دوو اف 16 جيټ الوتکو د امريکا دهوايي کرښې دغه الوتکه تر هغه مهاله څارله او ساتله چې ددينفر په هوايي ډګر کې په خوندې توګه کېناستله .
لومړنيو راپورونو ويلي يوه سړي چې نوم يې نه دی اخيستل شوی هڅه کوله په خپلو بوټونو کې اور بل کړي .
خو وروسته چارواکو و ويل چې چاودېدونکي توکي نه دي موندل شوي او دغه سړي ظاهرا هڅه کوله چې د الوتکې په تشناب کې سګريټ وڅکوي .
دغه سړی وروسته وپېژندل شو چې د قطر يو ديپلومات دی او په واشينګټن کې يې د خپل هېواد په سفارت کې کار کاوه .
په واشينګټن کې د قطر سفارت په يوه ويناپاڼه کې وويل د يپلومات علي بن فهد الهاجري په هېڅ کومه ګواوښکونکې چاره کې لاس نه لري او دا په ټوله کې يوه تېروتنه وه .
سفارت ويلي دغه ډيپلومات په يوه سوداګريز سفر روان و.
دغه الوتکه چې تر 160 زيات مساپر او عمله پکې سپارل ول ، د دنفر پر نړيوال هوايي ډګر په داسې حال کې راکښته شوه چې د ټلويزيوني انځورونو له مخې يې شاوخوا ته د امنيتي ځواکونو ګاډي ولاړ او دايې کلابنده کړې وه .
د امريکا د ترانسپورټي امنيت ادارې ويلي دوی له هغه وروسته لاس په کار شول چې له واشينګټن څخه دنفر ته روانې، د امريکا د متحده ايالتونو د هوايي کرښې د 663 شمېرې اولوتنې په اړه فضايي فدرالي ادارې خبر ورکړ چې يو مساپر په الوتکه کې سرګردانه ګرزي .
دا پېښه له هغه يوازې څو مياشتې وروسته کېږي چې يوه نايجيريايي سړي د ادعا له مخې هڅه وکړه چې امريکا ته په تلونکې مساپر ووړونکې الوتکه کې بمي چاودنه وکړي .
په كويټ كي د كركيټ اتلولي لوبډلي تصويرونه

ويس احمدزي ګوري چي د كركيټ د سياليو جام يي خپل كړي دي ژ

د افغانستان دكركيټ داتلولي د لوبډلي ټول لوبغاړي

د ګرمسير بلاګفا د هلمند د افغان ښووځوانانو ملي ټولنه هيله جريده او دهلمند ټول اوسيدونكي افغانستان ته يو وياړ بولي او هغوي هيله لري چي په راتلونكو سياليو كي به هم برياوي خپل كړي
دلوي او متعال خداي نه ورته توفيق او برياليتوب غواړو
د ښاغلي او اغلې اوباما عوايد دوه برابره شوي.
سپينه ماڼۍ وايي په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما او د هغه ميرمن ميشل پنځه نيم ميليون ډالره گټلي دي . د دوى دا پيسې تر ډيره د خپلو ليکل شويو کتابونو د حق الزحمې له برکته دي .
د مالېي د اسنادو له مخې دمتحدو ايالاتو ولسمشر او ميرمن يې د ۲۰۰۹کال د جنورې له مياشت راهيسې خپل عوايد دوه برابره کړي دي. له همدې وخته راهيسته ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړې ده .
په دغو پيسو کې د ښاغلي اوباما د ۱،۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د سولې د نوبل جايزه نه ده شامله ځکه هغه دا پیسې لسو خيريه يا مرستندويو ټولنو ته وبخښلې.
د ښاغلي او اغلې اوباما د عوايدو دريمه برخه چې ۸،۱ ميليونه ډالره کيږي د ماليې په توگه حکومت ته سپارل شوې دي .
دا جزييات سپينې ماڼۍ د اپريل په ١٥ نېټه ورکړل چې په امريکا کې د ماليو د په ډاگه کولو وروستۍ نېټه وي.
د دې پیسو ډيره برخه د ولسمشر بارک اوباما د دوو ډيرو پورل شوو کتابونو د حق الزحمې له لارې راغلي. دا کتابونه زما د پلار خوبونه او د هيلو جرئت نوميږي.
ښاغلي او اغلې اوباما د نوبل د سولې جايزې له پيسو پرته نژدې درې سوه ديرش زره ډالره چې د دوی د عوايدو په سلو کې شپږمه برخه جوړوي ۴۰ بيلا بيلو خيره ټولنو ته د مرستې په توګه ورکړي دي.
د امريکايي ولسمشر او د هغه د ميرمن عوايد تر مرستيال ولسمشر جو بايدن او د هغه د ميرمن جيل بايدن تر عوايدو ډير دي. مرستيال ولسمشر او ميرمن يې په ۲۰۰۹ کال کې څه باندې درې سوه ديرش زره ډالره گټلي و .
ښاغلي اوباما او ميرمن يې ميشل په ۲۰۰۸ کال کې څه باندې دوه نيم ميليونه ميلونه ډالر ګټلي و.
د هلمند په مارجي كي دوسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شو
دهلمند دوالي وياند محمد داود احمد ي وويل :چي دغه قوماندان تيره شپه د افغان او سمندري ځواكونو د ګډوپوځي عملياتو پرمهال د شپي له لوري وژل شوي دي
داود احمدي وايي چي دوسلوالو طالبانو دغه قوماندان ملا كرم نوميدي او په ملا ثالث هم مشهور وو
قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي دغه كس يو ملكي وګړي دي .
هغه وايي چي د نادعلي ولسوالي د مالګير په سيمه كي يي د يوه ځمكني ماين په چاودنه ګي ۱۱ بهرني سرتيري وژلي دي
خو بهرني سرتيري بيا دغه ادعا ردوي
صفت الله زاهدي هلمند
په هلمند كي ميشت فرهنګيان د تاريخي اثارو د لمنځه وړو خبروركوي
دغه ميشت فرهنګيان وايي:چي په دي ولايت كي ډيري تاريخي اثارچي زرګونه كلونه تاريخچه لري اوس د يوشمير زورواكو له لوري لمنځه وړل كيږي
دغه فرهنګيانو له افغان دولت نه د هلمند دتاريخي اثارو د ساتني د غوښتني ترڅنګ دوران شوو اثارو د رغولو دپروسي لپاره دچټكو ګامونو اخيستلوته سترګي په لاره شول
ميشت فرهنګيان د كلتوروزارت له وزيرنه غوښتنه كوي ترڅو ددي تاريخي اثارودساتني په موخه جدي ګامونه واخلي
په هلمند كي ميشت ليكوال او شاعر عبدالباري (( حيرت)) وايي چي په سيمه كي زورواكي تاريخي اثارلمنځه وړي او خپل ځان ته داوسيدوكورونه جوړوي او يا هم د تاريخي اثارو ځمكي پلوري .
دوي ورځي وړاندي د اطلاعاتو او كلتوروزيرسيد مخدوم رهين هلمند ته راغلي وو هغه په هلمند كي له يوشميرتاريخي اثارو څخه ليدنه كتنه هم وكړه
نوموړي دبست له قلعه څخه د ليدني پرمهال زياته كړه چي دتاريخي اثارو د سمدستي جوړوني لپاره د اطلاعاتو او كلتوروزارت هيڅ په واك كي نه لري.
درهين په وينا چي له يوي خوا ناامني او له بله پلوه دزياتو پيسونشتوالي هغه څه دي چي د بست د تارخي كلا ترڅنګ ددي ولايت نورتاريخي اثار هم نشي ساتلي
هغه ددي ولايت له چاراواكو څخه وغوښتل ترڅوددي تاريخي اثاروپه جوړونه او ساتنه كي پاملرنه وكړي
دهلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل وايي چي د اطلاعاتواو كلتوروزارت داسي څه نه لري ترڅو ددي تاريخي اثارو ساتنه وكړي
والي وويل چي ددي تاريخي اثارو د ساتني په موخه به جدي اقدام وكړي ترڅو له يوي خوا د خود سره كيندنو او سرغړونكومخه ونيول شي او له بله پلوه به د هلمند تاريخي اثار په ځاي پاته شي .
هغه وايي مخكي يي چي ددي تاريخي اثارو دساتني لپاره څه ترسره كړي وه كاميابه نه وه خو داځل به ددي اثارو دساتني په مخه جدي هڅي پيل كړي
په هلمند كي ډيري په زرګونوتاريخي اثار له قبل ميلاد مخكي اووورسته چي جوړ شوي وه لااوس يي هم د ډيرو وداني په ځاي پاته دي
داسي ويل كيږي چي په زرګونو كلونه تاريخي قدامت لري خو د ددي اثارو د ساتني په موخه تراوسه پوري افغان دولت داسي څه نه دي ترسره كړي ترڅوددي اثاروساتنه پري وكړي
ديادوني وړده چي په هلمند كي په لسګونو تاريخي كلاوي مركز لښكرګاه ښار او شاوخواولسواليو كي شته چي د په ډيريو كي يي پخپل سركيندني ترسره شوي اوډيري تاريخي اثاردسيمي خلګو لوټ كړي دي.
ځانمرګی (ناول) لیکوال : ډاکترمحب زغم
څلورم څپركى
نه پوهېدم، چې څو شپې بې سده وم. چا، كله او څنګه دلته راوستى وم؟ هېڅ نه پوهېدم. په كوټه كښې څلور نور چپركټونه هم پراته وو. پر هر يوه يو يو مريض پروت و. څوك بې سده، څوك په سد، د چا په پوزه كښې پيپ تېر سوى و، د چا پر خوله د اكسيجن ماسك ايښوول سوى و. د يوه مريض له هرې ساه سره خرهار راپورته كېده. يوه بل يې كرار كرار زګيروي كول. د ټولو پر تن د شنه رنګ جامې وې.
بيا مې ستونى وچ سو. ږغ مې وكړ: اوبه.
بيا هماغه نجلۍ د درګاه په خوله كښې راښكاره سوه. ورسره يو ډاكتر هم كوټې ته راننوت. د ډاكتر پر سر هم زرغونه خولۍ او پر تن يې زرغونې جامې وې. سپينه چپنه يې اغوستې وه. له خولې څخه يې زرغون ماسك لرې كړ. توره ګڼه ږيره يې وګروله. په غټو تورو سترګو يې نجلۍ ته اشاره وكړه، چې اوبه وركړه.
نجلۍ د اوبو ګېلاس هغه ته ونيو، ويې ويل: اوبه غواړي؛ خو زما له لاسه يې نه چښي.
ډاكتر ګېلاس ورواخيست. څو كاشوغه اوبه يې په خوله كښې راواچولې. لكه د څو ورځو روژه چې مې ماته كړې وي، اوبو همداسې خوند راكړ. ډاكتر نجلۍ ته وويل: كارګران راوغواړه، چې مريض سرويس ته يوسي.
نجلۍ ووته. ډاكتر راڅخه وپوښتل: نوم دې څه دىه؟
ما يې سترګو ته وكتل. په رانجو تورې وې. لكه پخوا چې مې هم ليدلى وي، اشنا غوندې راښكاره سو. تر اشنا هم يو څه زيات لكه نژدې انډيوال. په كرار ږغ مې وويل: عبدالستار.
_ ډېر ښه. زما نوم محمد بلال ديه. ته ما عمليات كړى يې. اوس څنګې يې؟
_ سر مې دروند دى.
_ دا د انستيزي، د بېهوشي د دوا اثر ديه. ښه به شې.
ډاكتر بلې خوا ته مخ واړاوه، د مېز له سره يې كاغذان ورواخيستل. ما له شا څخه وروكتل. څڼې يې د سنت په طريقه برابرې وې. بيخي تبليغيانو ته ورته و.
دوه تنه كارګران راغلل. د چپركټ لر او بر سر ته ودرېدل. چپركټ يې روان كړ. له يوه اوږد دهليزه تېر سو، ښي لاس ته وګرځېدو، بل دهليز راغى، دواړو خواو ته يې لويې كړكۍ وې. دغه نرى دهلېز لكه په هوا كښې چې ولاړ وي، له ښيښو څخه يې لاندې سړك ښكارېده.
سترګې مې پټې سوې.
شرنګا مې واورېده. چپركټ يې له يوې خړې وسپنيزې دروازې سره درولى و. د درګاه زنګ يې وواهه. شېبه وروسته درګاه خلاصه سوه. د لرګيو كوټنۍ غوندې ځاى و. چپركټ يې دننه كړ. كارګران زما په خوا كښې ودرېدل. كوټنۍ حركت وكړ. نه پوهېدم چې كښته تله كه پورته؛ خو نېغه روانه وه. زه بيا په نورو پوه نسوم. يو وخت مې سترګې خلاصې كړې، چې په يوه كوټه كښې وم. زما چپركټ يې كړكۍ ته نژدې درولى و. كړكۍ د باندې له خوا وسپنيزه پنجره لرله.
كارګران ووتل، يوه وسله وال د كوټې درګاه پورې كړه. دلته زه يوازې وم. نور مريضان نه وو. په كوټه كښې دوې دانې چوكۍ وې. يو كوچنى ميز زما د چپركټ په خوا كښې ايښوول سوى و.
څو شېبې وروسته درګاه خلاصه سوه. په توره دريشي كښې يو سړى راننوت. د هغه په لاس كښې خړه پلاستيكي دوسيه او توره مخابره وه. شيان يې پر مېز كښېښوول. له جيبه يې كوچنى ټېپ راوايست. د اورلګيت د دبي په اندازه يوه فيته يې په كښې واچوله.
د كوټې درګاه بيا خلاصه سوه. ډاكتر بلال و. سړي ته يې وويل: امر صايب خيريت خو به وي؟
هغه د ټېپ مزي ورسمول. په سترګو باندې يې زما خوا ته اشاره وكړه، ويې ويل: له دغه سړي تحقيق كوم.
ډاكتر وويل: دى خو همدا شېبه له انستيزي وتلى.
سړي ورته خوله جينګه كړه: نو څه؟
_ زه اجازه نه دركوم، چې اوس يې وځورې.
_ دا يو ټروريست دى.
_ دا يو انسان ديه.
_ ته خبر يې چې څه يې كول؟ دا مو د وطن دښمن دى.
_ زما مسلك دوست او دښمن نه پېژني. زه د يوه ډاكتر په صفت اجازه نه دركوم، چې اوس ورنه تحقيق وكې.
سړي خپل شيان ټول كړل. له كوټې ووت. درگاه يې په ځان پسې سخته ووهله.
نجلۍ راغله. ډاكتر ورته وويل: حياتي علايم يې وګوره.
نجلۍ زما پر مټ د فشار اله وتړله. په خوله كښې يې لكه قلم يو ښيښه يي شى راكښېښوو. بيا يې زما پر نبض ګوته ټينګه كړه.
ما خپل لاس تاو كړ. زور مې وكړ؛ خو لاس مې په چپركټ پورې تړلى و. بد بد مې ورته وكتل. رنګ يې والوت. يوګام شاته سوه.
ډاكتر پوه سو. ويې ويل: خير دى نبض به يې زه وګورم.
څو شېبې يې خپل ساعت ته وكتل بيا يې وويل: څلور نوي.
وروسته نجلۍ څو شېبې زما په ټټر پورې سترګې وګنډلې. لكه زما ساه چې يې شمېرله. بيا يې په دوسيه كښې څه وليكل.
درګاه خلاصه سوه. يو مشر سړى مخكې او هماغه تورې دريشۍ والا ورپسې راننوتل. ډاكتر ته يې وويل: متخصص صايب! دغه سړى له تا شكايت كوي.
ډاكتر وويل: سرطبيب صايب! ما ورته وويل، چې مريض همدا شېبه له انستيزۍ راوتلى، دى د تا پوښتنو ته كله ځواب ويلاى شي؛ خو دى شله ديه چې نه، زه همدا اوس ورنه تحقيق كوم.
سرطبيب سړي ته مخ واړاوه، ويې ويل: تا خو ما ته داسې ونه ويل. ډاكتر رښتيا وايي. مريض خو درنه تښتي نه. ستا كسان ورباندې پيره كوي. هر وخت چې ډاكتر اجازه دركړه، بيا خپل كار وكه.
سړي وويل: سمه ده؛ خو د دې مريض، ډاكتر او نرس حتى د دې كوټې كارګر بايد مالوم وي او موږ سره ثبت شي. نور ډاكتران به حق نه لري، چې دې كوټې ته راشي.
ډاكتر وويل: ويې ليكه. ډاكتر يې زه يم، بلال عرفان، نرسه، مينه.
مينې ته يې وكتل: كوم كارګر دې تكړه دى.
_ سالم.
_ وليكه كارګر، محمد سالم.
سړي وويل: زه به تاسو درې واړو ته مخصوص كارتونه جوړ كم.
دا نظامي روغتون و. چارصد بستر يې باله. هماغه ګړۍ، چې ما غوښتل ځان پټاو كړم او د فيوز په بټن پسې مې جېبونه لټول، امريكايي پيره دار راباندې پوه سوى و، زه يې ويشتلى وم. مرمۍ زما د چپ ورانه په هډوكي مښتې وه. ګومان كوم، چې په مرمۍ كښې به كومه دوا وه، چې زه يې سم له وارې بېسده كړى وم. زه د لوكس سرويس په دويم پوړ كښې بستر وم. د امنيت شعبه هم په همدې ځاى كښې زما كوټې ته مخامخ وه. په پاكستان كښې چې ورته ((آى اس آى)) وايي، دوى يې امنيت بولي.
نور كسان چې ولاړل، ډاكتر راسره يوازې پاته سو. راته ويې ويل: ګوره عبدالستاره اشنا! لږه ګوزاره وكه. ته مريض يې. مينه نرسه ده. دا مې ځكه ستا دپاره ټاكلې ده، چې ډېره تجربه لري.
ما وويل: تجربه دې يې وركه سي، دا دې وركه سي. دا څه دوسي ده، چې نامحرمه نجلۍ دې پر سړي لاس ولګوي؟
_ نر ډاكتر ښځو ته محرم ديه كه نه؟
_ محرم دى؛ خو چې حاذق طبيب او مسلمان وي.
_ خلاص نو، د نر لپاره هم ښځينه نرسه همداسې ده. ما درته وويل، چې دا ښه تجربه لري. بيا زموږ په مسلك كې انسان مهم ديه. موږ د نر او ښځې، مومن او كافر د دواړو علاج كړو. ما په سلګونو ښځې عمليات كړې دي؛ خو د معاينې يا د عمليات په وخت په ولله قسم دىه كه زه په ځان باندې پوهېږم، چې زه نر يمه كه ښځه. په خندا يې وويل: رحمان بابا فرمايي:
كه په زړه كې دې څه عيب نه وي رحمانه
ښكلي مخ ته په كتو كې ګناه نشته
سخت درد راغلى و، علم ما كړى او مسالې ده كولې. ومې ويل: ته څوك يې چې ما ته نصيحت كوې؟
لنډكي برېتونه يې وګرول، په موسكا يې وويل: ستا ډاكتر.
ما وويل: يو خو دې له شهادته بې برخې كړم او بل راته مسالې هم كوې.
هغه غلى و.
بيا مې وويل: كه زه دې هماغسې پريښى واى، اوس به شهيد وم؟
هغه په ارام ږغ وويل: زموږ د روغتون د وره د پاسه يو ايت ليكل شوى دىه. زه چې هر سهار روغتون ته رڅم، سترګې مې په هغه باندې لګېږي. الله تعالى فرمايي: ومن احياها فكانما احيا ناس جميعا
مانا يې داسې ده چې: چا چې ژوندى كړ يو نفس ...
ما وويل: بس بس. زه په هر څه پوهېږم. ما مدرسه ويلې ده.
ډاكتر وويل: څومره ښه. نو ته پخپله تر ما ښه پوهېږي. ژوند د الله تر ټولو لوى نعمت دىه؛ ځكه خو هېڅوك حق نه لري، چې خپل ژوند ختم كي.
ما غوښتل چې ځواب يې وركړم؛ خو هغه وويل: ته اوس ارام ته ضرورت لري. بيا به له خيره ډېرې خبرې سره وكو.
پر سبا يې د تحقيق لپاره بل سړى راغى. ذره بيني عينكې يې له سترګو لرې كړې. ټېپ يې چالان كړ، پر مېز يې كښېښود. نيم لستوڼى كميس يې د پتلانه له سره لږ پورته كړ، تمانچه يې له پوښه راوكيښ، د تېپ خوا ته يې پر ميز كښېښود. پخپله راته مخامخ پر چوكۍ كښېناست.
يوه شېبه يې د ګوتو په سر د چوكۍ پر مټو طبله ووهله. بيا يې وويل: ګوره ملګريه! زما نوم محسن دى. زه ډېر ښه سړى يم. زه به د ورور په شان چلند درسره وكم؛ خو تر هغې پورې، چې ته رښتيا راته وايې؛ خو كه كومه خبره دې رانه پټه كړه نو ...
رډ يې راته وكتل، ويې ويل: خير. دا راته ووايه، چې له غلام جان سره څه پېژنې؟
ما وويل: غلام جان؟
يوه شېبه يې په ځير راته وكتل، بيا موسكى سو: اوه، رښتيا ته خو هغه د ګلاب په نامه پېژنې. تا ته يې دروغ ويلي وو. اصلي نوم يې غلام جان دى.
_ زه نه ګلاب پېژنم، نه غلام جان.
_ عبدالله څنګه؟
ما غوښتل چې انكار وكړم؛ خو هغه وويل: اسلام څنګه؟ او مولوي نعماني صاحب به هم نه پېژنې؟
زه هك پك سوم. دى څنګه پر هر څه خبر سوى و؟
خپل شيان يې ټول كړل. ويې ويل: د نن دپاره همدومره بس دى. ستا د مالوماتو دپاره بايد ووايم، چې نذير هغه د ګلاب زوى، چې د تا سره د بريد تر ځايه راغلى و، د تېښتې په وخت زموږ ملګرو پېژندلى و. هغه يې تر كوره تعقيب كړى. د هغه پلار، د هغه ورور، عبدالله، اسلام دا ټول مو د يوه سره نيولي. دا درېيمه ورځ ده، چې هغوى راسره بنديان دي. سليم، هغه خاين ترجمان چې و، هغه امريكايانو بندي كړى. زه اوس ځم. ته د پټولو دپاره ډېر څه نه لرې؛ خو بيا هم كوښښ وكه، چې رښتيا راته ووايې.
هغه چې ولاړ، ډاكتر بلال راغى. پښه مې سخته خوږېدله. ډاكتر ته مې وويل.
هغه مينې ته ورږغ كړه. ويې پوښتله: د درد دوا دې ورلګولې ده؟
مينې وويل: هو. سهار مې يو ډيكلوفينك امپول وركړى و، دغه يو ساعت مخكې مې بل ورولګاوه.
ډاكتر ما ته كړه: له څه وخت راهيسي خوږېږي؟
ما وويل: سهار يې چې په درد شروع كړى، تر اوسه هماغسې خوږېږي.
ډاكتر مينې ته وويل: ګومان كوم، چې د نورو زور نه پې رسي، يو پنټازوسين ورولګوه.
مينې په مټ كښې راته بله ستن راولګوله. لس پينځلس دقيقې به تېرې وې، چې درد مې ورك سو. ورو ورو مې سر سپك سو. زړه مې خوشاله سو. غمونه مې هېر سول. ساه چې مې اخيستله، خوند يې راكاوه. حال مې بيخي هماغه شى و، چې د حملې پر وخت و. هماغه د جنت هوا چې راباندې لګېدله. حيران وم، چې دا څه كيسه ده؟
كاكا سالم ته مې وويل: اكا دغه اخري ستن چې يې راولګوله، هغه ښيښه يې څه سوه.
هغه د پټۍ د شيانو پتنوس وكوت. د پيچكارۍ خالي ښيښه پكښې پرته وه. چې ومې كتل، ښيښه سپينه وه، په سره رنګ انګريزي ليكل يې درلودل. هغه پيچكارۍ، چې ګلاب رالګولې وه، بيخي همدا شى وه.
ډاكتر مې راوغوښت. و مې ويل: ډاكتر صاحب دغه ستن د درد ده؟
هغه وويل: هو. ولې؟
_ هېڅ، دا سر مې داسې سپك سوى، يو رقم خوند يې راكړى.
_ سمه ده. دا پيچكارۍ شديد دردونه ختموي؛ خو نېشه هم لري.
په چورتونو كښې ډوب سوم. نو هغه چې ما د جنت هوا ګڼله، هغه خوند او كيف، چې ما ويل د جنت به وي، هغه هر څه د نيشې اثر و؟ څنګه يې ومنم؟ نعماني صاحب پخپله راته ويلي وو، چې د جنت هوا به درباندې ولګېږي. كه دا نېشه وه، د جنت هوا بيا كومه وه؟
ډاكتر بلال هره ورځ سهار راته. زما سترګې، خوله، ځيګر او پښه يې كتل، زما د ورانه د ټپ پټۍ يې بدلوله. مينه په ورځ كښې دوه ځله راتله، سهار او مازديګر. هغې راته سيروم او پيچكارۍ لګولې، زما حياتي علايم يې كتل. سالم به ټوله ورځ راسره ناست و. كوټه يې صفا كوله، زما د چپركټ روجايانې يې بدلولې، زما سيروم به چې خلاص سو، مينه به يې راوبلله، لاس ته يې اوبه رااچولې، د ضرورت پر وخت به يې بولدانۍ راكوله.
اولې ورځې ډېرې سختې وې. څومره شرم دى، چې پر ځاى پروت اوسې، بولې دې په بولدانۍ كښې وكړې او بل سړي ته يې په لاس كښې وركړې، چې ايسته يې واچوي. بولې خو خير ان د چكر (غايطو) مساله هم همداسې وه. ما څو ورځې هېڅ شى تر ستوني تېر نه كړل. ما غوښتل كولمې مې تشي وي. په سيروم باندې ژوندى وم؛ خو ډاكتر بلال ډېر راته ټينګ سو. هغه راته وويل، چې بدن پر موږ حق لري. په محشر كې د نفس د حق پوښتنه هم درنه كېږي. همغه خداى چې دغه حالت يې درباندې راوستى، همغه به يې لرې هم كا.
ما غوښتل چې ځواب وركړم؛ خو چې لږ فكر مې وكړ، خبره يې پر ځاى وه. يو خو ده پر اوله ورځ زما پر سر له هغه بل سره لانجه وكړه؛ لكه احسان چې يې راسره كړى وي او بل نه پوهېږم ولې ډاكتر راته اشنا غوندې اېسېده. لكه د څو كلونو يار چې مې وي. عجب سړى و. و ډاكتر؛ خو ديني مسالې يې تر ما ښې زده وې. هم مې ورته رخه راتله او هم كرار كرار راباندې ښه لګېده.
لمونځونه مې په اشارې كول. هغه هم بې اوداسه. د تيمم لپاره هم نسوم پورته كېداى. چپه پښه مې په ورانه كښې ماته وه. ډاكتر په ورانه كښې راته څو ځايه د پولادو سيخان تير كړي وو. دغه سيخان په څو وسپنيزو كړيو پورې تړل سوي وو. دوى دغه شى اپرات باله. ويل يې، چې دغه اله هډوكي پر خپل ځاى ساتي ترڅو چې جوښ وكړي. بله پښه مې د ښنګر په حصه كښې ماته وه؛ ځكه خو زه مجبور وم، چې تر درېو هفتو پورې له ځايه پورته نه سم.
څو ورځې پس ته محسن بيا راغى. يو تور بېګ هم ورسره و. راته ويې ويل: ښه نو ګومان كوم، چې ماغزه به دې سم شوي وي. اوس نو وايه، چې د مولوي نعماني په باب څه مالومات لرې؟
ما فكر وكړ، چې نور نو انكار مانا نه لري. ومې ويل: هغه زما استاد و. زبردست عالم دى. مجاهد دى.
هغه په خبرو كښې راولويد: او د ((آى اس آى)) جاسوس.
_ دا دروغ دي. هغه يو سوچه مجاهد دى.
_ د څه شي مجاهد؟ نو ولې په پاكستان كې جهاد نه كيي؟
_ هورې خو ګرده مسلمانان دي. د چا پر ضد دې جهاد وكي؟
_ نو افغانان كافران دي؟ موږ كافران يو؟
_ تاسو له كفارو سره دوستي كړې ده. ما ستاسو ښار وليد، چې څومره فحشا او فساد پكښې كېږي.
_ ته په پاكستان كې ګرځېدلى يې؟ په لاهور كې د هيرا منډيي نوم دې اورېدلى؟ ته خبر يې چې د كراچۍ په سينما ګانو كې لوڅ فلمونه چلېږي؟
يوه شېبه غلى سو. له چوكۍ پورته سو. كړكۍ خوا ته ورغى. بيا يې وويل: همدغه ((آى اس آى)) په ايډز اخته ښځې راټولوي، هندوستان ته يې د فحشا دپاره لېږي.
ما وويل: او د كرزي لور چې د بوش مخې ته لغړه نڅېږي څنګه؟
هغه راته نېغ وكتل، ويې ويل: څه شى؟
ما سترګې كښته كړې.
يو دم په خندا سو. داسې په كټ كټ يې وخندل، چې ته وا كومه ټوكه يې اورېدلې ده. هغه خندل او ما ورته حيران كتل. بېرته پر چوكۍ كښېناست، وروسته يې وويل: مړ دې كړم. ناځوانه! دا درته چا ويلي دي؟
_ ما پخپلو سترګو ليدلي دي. په سي ډي كښې.
بيا يې لږه شېبه وخندل. ويې ويل: سخت كم عقله سړى يې ګير كړى يې.
ما وويل: كم عقله خو تاسې ياست، چې خپل دين مو پرې ايښى.
سړي يو زورور سوك پر مېز وواهه. له ځايه پاڅېد. رامنډه يې كړه. دواړه لاسونه يې زما پر ستوني كښېښوول. غاښونه يې راته وچيچل؛ خو پر ستوني يې زور راونه كړ. بېرته وګرځېد. ويې ويل: ارمان چې ته ټپي يې. كه ټپي نه واى؛ نو بيا به زه درسره جوړېدم. كه هغه نور خاين انډيوالان دې وګورې، بيخي به يې ونه پېژنې.
خپل لاسونه يې موټي كړل، ويې ويل: په ټول بدن كې يې زما د سوكانو نخښې پاتې دي. ته وايې هغوى به همداسې وچ په وچه اقرار كړى وي؟ نه، كه ويې وګورې بيا به پوى شې. هغه نذير نومي ځان راته ډېر ټينګ ښوده، ويل يې چې مړ مې كه؛ خو اقرار به ونه كم. پوهېږې چې څه مې ورسره وكړل.
ږغ يې ټيټ كړ، ويې ويل: بوتل مې پكې ومنډه، بوتل.
يوه شېبه غلى و، سترګې يې رډې راختلې وې، په ځير يې راكتل.
بيا يې وويل: ګوره! زه ټوكې درسره نه كوم. كرزى اصلاً لور نه لري. دا څو كاله د مخه يې واده كړى، تر اوسه خو بيخي اولاد لا نه لري.
د هغه خبرې مې زړه ته نه لوېدې. نعماني صاحب پخپله د كرزي د لور خبره راته كړې وه. هغه خو راته دروغ نه ويل.
سړي خپل بېګ خلاص كړ، ويې ويل: زه به په كمپيوټر كې يو شى دروښييم.
څو شېبې يې ګوتې پكښې ووهلې. بيا يې كمپيوټر زما مخې ته پر مېز كښېښوو. ويې ويل: كمپيوټر ته وګوره. دغه سړى پېژنې؟
سر مې لږ پورته كړ. لاس مې تر سر لاندې تكيه كړه. د كمپيوټر ټوله ښيښه په يوه لوى كارت ډكه سوې وه. خطونه يې انګريزي وو. په عكس كښې يو شين سترګى پاكستاني فوجي ښكارېده. سرتور سر و. ږيره يې خرييلې وه. برېتونه يې هم نه وو.
سړي وپوښتل: په انګريزي پوهېږې؟
_ يه.
_ نو زه به يې درته ولولم. د آى اس آى كرنيل الطاف حسين.
ما وويل: زه يې نه پېژنم.
_ ته به يې خود نه پېژنې. تا هغه په بل نامه او بله څېره پېژانده.
بيا يې د كمپيوټر پر بټنو ګوتې ووهلې. د كمپيوټر پر نيمه خوا د نعماني صاحب تصوير راغى، پر بله نيمه يې د هماغه كرنيل عكس پاته سو. ويې ويل: اوس نو دا مه وايه، چې نعماني صاحب نه پېژنم.
ما فكر وكړ، چې هغه خو په پاكستان كښې دى، د دوى لاس نه ورته رسېږي؛ نو ومې ويل: پېژنم يې. همدا نعماني صاحب دى.
سړي بيا كوم بټن وواهه. د نعماني صاحب ږيره او پګړۍ كرار كرار لرې سوې. تصوير نوكى غټ سو. دواړه تصويرونه د يوه سړي وو. هغه پخپله و. هماغه فوجي. پر خپلو سترګو مې باور نه راته.
محسن وويل: ها بله ورځ، چې مې درته وويل، چې دا د ((آى اس آى)) سړى دى، پر تا بده ولګېده؛ خو دا خبره رښتيا ده.
ما فكر وكړ، چې په دې كښې به خامخا كوم چل وي. دوى غواړي، چې ما تېر باسي. نا څاپه مې هغه صحنه راياده سوه، چې د واڼې پر لاره پاكستاني فوجيانو زموږ موټر ودراوه او نعماني صاحب خپل كارت ورښكاره كړ. فوجي چې كارت ته وكوت عسكري سلام يې وكړ. دغه كارت هم هماغسې و. بيا مې ځان سره وويل: ته نو په انګريزۍ څه پوهېږې؟ كېداى سي هغه بل شى وي. زه لا په دې فكر كښې وم، چې محسن د لا حيرانتيا خبره وكړه. ويې پوښتل: ښه نو دا راته ووايه، چې الطاف حسين، هماغه ستا نعماني صاحب د كوم ځاى دى؟
_ د سوات.
محسن سر وښوراوه: هغه پنجابى و. درې كاله يې په سوات كې خاص د همدې دپاره تېر كړي، چې سواتي لهجه زده كي. ته خو به دام نه منې.
هغه د تلو پر وخت راته وويل: هغه نجلۍ چې تا ته يې د كرزي د لور په نامه ښييلې وه، هغه څه رنګه وه؟
ما د نجلۍ او د هغه ځاى نخښې، چې كرزى په كښې ناست و، ورته وويلې. هغه ولاړ؛ خو زه يې په سوچونو كښې ډوب كړم.
بله ورځ سالم راته وويل: چې دغه ډاكتر عرفان څو كافران مسلمانان كړي دي.
ما وويل: ډاكتر عرفان يې بيا څوك دى؟
_ همدا زموږ ډاكتر صاحب، ډاكتر بلال يادوم، تخلص يې عرفان دى.
_ ښه نو، تا ويل څنګه؟
هغه وويل: نور نه پوهېږم؛ خو بلا سړى دى. كافرانو ته يې يو څو خبرې كړي دي، بس هغوى كلمه ويلې ده.
هره ورځ مې د حيرانتيا يوه نوې خبره اورېدله. د نعماني صاحب او الطاف حسين خبرې تر اوسه ګنګس ساتلى وم او دا يې لا بله چې ډاكتر پر كافرانو باندې اسلام منلى. بله ورځ مې ورڅخه پوښتنه وكړه، چې دا خبره رښتيا ده؟
هغه موسكى سو. ويې ويل: چا ته چې الله تعالى هدايت وكا، يوه عادي خبره ورته سبب جوړېږي. يو امريكايي پروفيسور دېلې رغلى و. هغه له خدايه منكر و. زه يې په لمانځه وليدم.
راته ويې ويل: ته ډاكتر هم يې او لمونځ هم كوي دا څه كيسه ده؟
ما ورته وويل: ايمان له شغل سره نه، له زړه سره تړلى وي.
لكه چې زما دليل يې خوښ شوى و. څو ورځې يې بحث راسره وكو. ما ورسره په بحث كې هماغه خبرې كړلې، چې دوى پخپله د طب په كتابونو كې ليكلي. مثلاً ما د هډوكو مثال وركو. هډوكى چې ماتېږي، لكه ستا پښه چې ماته ده، د هډوكي په منځ كې يوه خلا جوړه ده، تقريباً پېنځه سانتۍ هډوكى دې نشته. نو د مات شوي ځاى له دواړو سرونو د هډوكي وده شروع كېږي؛ تر څو چې يوبل ته سره رسېږي. دغه وده منظمه نه وي. د انسان هډوكى منظم وي؛ خو دا لكه غونډارې هرې خوا ته وتلي وي. كله چې كمى پوره شو او د هډوكي سرونه يو بل ته سره ورسېدل، همدغه هډوكى بېرته خپلې راوتلې څنډې خوري او لكه اصلي هډوكي يې هماغسې ښوى او صاف جوړوي. داسې صاف چې ملي مټر فرق هم پكې نه رڅي. لكه نجار چې په رنده باندى لرګى ښويوي. نو ما ورته وويل، چې ته څه فكر كوې، يوه حجره څنګه پخپل سر دا ټول كارونه په دومره نظم ترسره كولى شي؟
بل مثال مې وركو. دا د مني حجرې چې دي، سپرم نومېږي. په يو څاڅكي مني كې بلا ډېر سپرمونه وي، ان درې څلور ميليونه. ساينسپوهانو په دو باندې تحقيق كړى. كه سپرم په يوه لوښي كې واچوې، حجرې به يې حركت كا؛ خو هرې خوا ته سرګردانه څي رڅي؛ تر څو چې د منځه لاړ شي؛ خو كه په همدې لوښي كې د رحم يوه ټوټه هم واچوې، د سپرم ټولې حجرې د هغې خوا ته حركت كا. ما ورته وويل، چې سپرم ته دا شعور چا وركړى؟ سپرم د رحم ټوټه څنګه پېژني؟ ته په دې كې د خداى قدرت نه وينې؟ دغسې نور بحثونه مو هم سره وكړل. بس هماغه و، چې سړى مسلمان شو.
بيا يې وويل: خبره دا ده، چې هغه په دو هرڅه تر ما ښه پوهېدو؛ خو دو اړخ ته يې فكر نه و كړى. ګوره دا خو دعقل خبرې دي؛ خو د خداى سره بايد د مينې رابطه ولرو. حمزه بابا څه ښه وايي:
عقله ته به سيال د محبت نه شې
دنګه مناره څه وي په غره پورې
د ډاكتر خبرو هېښ كړى وم. په زړه كښې مې له هغه سره مينه پيدا سوه. چې رښتيا ووايم، ما هېڅ وخت د خداى د قدرتونو په باب فكر نه و كړى. د ((فصلت)) د سورې هغه ايت مې راياد سو، چې فرمايلي يې دي:
((ډېر ژر به د نړۍ چاپېر او د هغوى په ځان كښې خپلې نخښې نښانې وروښايو؛ تر څو ورته څرګنده شي، چې هغه حق دى، ايا دا بس نه ده، چې الله پر هر څه باندې شاهد او ګواه دى؟))
سبحان الله. په رښتيا چې زموږ په بدن كښې د الله د قدرتونو ډېرې نخښې سته؛ خو دا زموږ كار دى، چې ورباندې فكر وكړو. ډاكتر ته مې په زړه كښې افرين ووايه.
محسن بله ورځ بيا خپل كمپيوټر راوړ. چالان يې كړ. هماغه لغړه نجلۍ پكښې نڅېدله، چې ما په واڼه كښې په سي ډي كښې كتلې وه. هماغه لويه كوټه وه. په بر سر كښې د كرزي او بوش پر ځاى، زه او نعماني صاحب سره خوا په خوا ناست وو. په بل سر كښې نور پګړۍ والا كسان پر چوكيو ناست وو. سخت يې حيران كړى وم. زه په خوب كښې هم داسې ځاى ته نه وم تللى.
محسن وويل: څنګه دې خوله وازه پاتې شوه؟ ته خو جهاد ته راغلى وې. جهاد همدا دى؟
ما وويل: ايسته كه، بې شرمه! همدلته پر همدې چوكۍ كرزى ناست و. دا چلونه مو پر ما نه چلېږي.
هغه مېز وډباوه. تندى يې تريو كړ. ويې ويل: له خولې سره به دې پام كوې. ها د بوتل خبره دې لكه چې هېره شوه.
ما ورته غاښونه وچيچل. په زړه كښې مې وويل: بل ځاى به په لاس را نه سې؟
وروسته هغه بېرته په ارام ږغ وويل: ګوره ملګريه! سم د سړي زوى شه. ته پخوا غولېدلى وي. زه دې نه غولوم. اوس به د آى اس آى ټول چلونه مخې ته درشي. دې ته وګوره.
د كمپيوټر په نيمه خوا كښې بل تصوير راغى. په دې كښې پر هماغه چوكۍ دوه نور كسان ناست وو. نجلۍ هماغه وه.
سړي وويل: اصلي تصوير همدا دى. دا د لبنان خلك دي. څنګه چې ما د تا او د الطاف حسين عكسونه د دوى په ځاى راوستل، هماغسې آى اس آى والا د كرزي او بوش تصويرونه راوستي دي.
چورت مې ډېر خراب و. نه مې باور كولاى سو، نه انكار. نه پوهېدم، چې پخوا تېر ايستل سوى وم، كه اوس؟ زه نعماني صاحب ته د ولايت په درجه قايل وم. اوس مې هم ګومان نه كېده، چې دا خبرې دې رښتيا وي.
پر سبا يې له ډاكتر بلال څخه مې وپوښتل: دا د كرزي لور څه كار كوي؟
هغه وويل: كرزى اولاد نه لري.
ما له ځان سره فكر كاوه، چې محسن رښتيا وايي كه نعماني صاحب؟ او د ډاكتر بلال خبره څنګه؟ دى خو هم راته صادق ښكارېده. بدن مې تود و. ډاكتر چې معاينه كړم، ويې ويل: اوهو ته خو تبه لرې.
سترګې او ستونى يې راوكتل. مينې ته يې وويل: ته يې د وينې سېمپل واخله. زه به داخله سرويس ته وليكم، چې د كانسولټېشن د پاره دې څوك ارولېږي.
په دوسيه كښې يې څه وليكل او مينې ته يې وركړه. څو شېبې وروسته يو ښايستوكى ځوان ډاكتر له مينې سره راغى. ډاكتر عرفان وويل: اوهو ښه شو چې ته راغلې.
ما ته يې كړه: دا دى په خپل وطندار ورپېښ شوې.
ډاكتر رانه وپوښتل: شريكه د كوم ځاى يې؟
زه يې له لهجې پوه سوم، چې هلمندى دى. ومې ويل: د زمينداورو.
_ ښه د كومې ناوې؟
_ د زاړه ښار.
_ شريكه ته خو بيخي كليوال راوختې. د كوم كلي يې؟
_ د كارېز ښار.
_ په ((ده بابا)) كښې ذبيح الله پېژنې؟
_ هغه كلينيك والا؟
_ بس ودې پېژاند، هغه زما تره دى. زما نوم رفيع الله دى.
خورا خوشاله سوم. لكه خپل نژدې قريب، چې مې ليدلى وي.
رفيع الله وويل: د چا زوى يې؟ زه به مې اكا ته په ټېلفون كښې ورته ووايم.
ما وويل: زه هېڅ څوك نه لرم.
_ څنګه؟ پلار، مور، اكا، ورور يو څوك خو به لرې؟
دروازې ته يې اشاره وكړه. منظور به يې د امنيت شعبه وه. په خندا يې ويې ويل: بېرېږه مه. دوى نه خبروم، بې غمه اوسه.
ستونى مې ډك سو. په سختۍ سره مې وويل: ټول يې شهيدان كړل.
د ډاكتر شونډې سره ټولې شوې. زما لاس يې ټينګ كړ. ويې ويل: بخښه كوه.
په ژړغوني ږغ مې وويل: امريكايانو زموږ پر كور بمان غورځولي. ګرد سره يې شهيدان كړي دي.
څو شېبې په كوټه كښې چوپتيا وه. وروسته ډاكتر معاينه كړم. په دوسيه كښې يې څه وليكل. ډاكتر عرفان ته يې وويل: برانشيت لري. زما له نظره دغه دوا ورته مناسبه ده. هغه په تلو تلو كښې راته وويل: خوا مه بدوه. هرڅه د خداى له طرفه دي.
سبا سهار بيا ډاكتر رفيع الله راغى. خوله يې له خندا ډكه وه. راته ويې ويل: ته د عبدالجبار وراره يې كه يه؟
ما وويل: هوكې.
_ ظالمه تا خو پرون زما نفس راوايست. ستاسو پر كلي ګرد سره بمبارد لا نه دى سوى. اكا دى روغ رمټ دى. هغوى ته چا ستا د شهادت ويلي. د وخته يې خيراتم درپسې كړى. هغوى پر ناحقه ستا وير كوي او ته د هغوى.
زه بيخي هېښ سوى وم. دا څه لوبه راسره كېده؟ ومې ويل: دا څه وايې؟
_ قسم دى، ولله كه بله خبره پكښې كې وي. پرون مې اكا ته ټېلفون وكړ. ستا خبره مې ورته وكړه، چې دغسې د عبدالستار په نوم د كارېز ښار يو ځوان راسره بستر دى. هغه وويل، چې دلته خو داسې كيسه ده.
_ ډاكتر صاحب څنګه يې ومنم؟
_ ګوره شريكه. ستاسو په كلي كښې ټيلفون كار نه كيي. اكا ته مې ويلي دي، چې نن مازديګر دې عبدالجبار ده بابا ته وروغواړي. هلته د غونډۍ پر سر ټېلفون كار كيي.
ږغ يې ټيټ كړ: ګوره چې امنيت والا خبر نسي. زه مازديګر بېرته راځم.
تر مازديګره مې شېبې شمېرلې. زړه مې ټوپونه وهل. لا مې هم باور نه كېده، چې دا به رښتيا وي. زه به بيا په ژوندوني خپله ادې ووينم؟ اكا، د اكا مينه، توركى، كلى، كور هرڅه مې رايادېدل.
مازديګر ډاكتر رفيع الله راغى. څو شېبې راسره ناست و. ټېلفون ته يې زنګ راغى. ويې ويل پخپله دى. يو څو خبرې يې وكړې، بيا يې وويل: ښه نو ټېلفون عبدالجبار ته وركه.
ده ټېلفون ما ته راكړ. ويې ويل: لږ به په كراره خبرې كيې.
د امنيت شعبې ته يې اشاره وكړه: چې دوى يې وانه وري.
په ټيلفون كښې رښتيا هم اكا و. هغوى په رښتيا ژوندي وو.
د هغه كيسې لا پسې حيران كړم. اكا تېره مياشت ښار (كندهار) ته د دوكان په سودا پسې تللى و. هورې يې د عبدالهادي پلار ليدلى و. هغه ورته ويلي و، چې عبدالهادي په كوټه كښې بندي دى. عبدالهادي چې له ميرانشاه څخه كور ته تللى و، پلار يې ورته ويلي و، چې نور دې ميرانشاه نه ځي. هغه نعماني ته ورغلى و، ورته ويلي يې و، چې زه نور ميرانشاه ته نه ځم. پر هماغه ورځ عبدالهادي ((سي آى ډي)) والاو نيولى او د القاعده په نوم يې په جېل كښې اچولى و.
زما د مرګ خبر هم د عبدالهادي پلار وركړى و. هغه په عبدالهادي پسې مدرسې ته تللى و. هورې چا ورته د نعماني له خولې ويلي و، چې پر عبدالستار باندې بم پټاو سوى. د عبدالهادي دوى كورنۍ له وېرې كندهار ته تښتېدلې وه.
كاشكې دا هرڅه درواغ واى. ما پر نعماني صاحب تر ځان ډېر باور درلود؛ خو هغه دروغجن راوخوت. ګرد سره ژوند راته دروغ ښكارېده. دا دومره تلاښ، دا دومره منډې، دا ستړيا، هرڅه په اوبو لاهو سول. لكه له ګډوډ خوبه چې راويښ سې او پوه نه سې، چې اوس خوب وينم، كه دا مخكې چې مې ليدل، دا خوب و؟ زه بيخي همداسې وم. د شپې تر ناوخته خوب نه راته. چورتونو په مخه كړى وم. دا مې نه سو منلاى، چې دومره لويه دوكه دې راسره سوې وي. نعماني زما له عقيدې سره لوبه كړې وه. څنګه يې خوله نه ماتېدله، چې ما ته يې د نشې اثر، د جنت هوا راپېژندله. زه يې د ادې د مرګ په درواغ خبر څومره وژړولوم. خدايزده چې ادې به زما د شهادت په اورېدو، څه خاورې پر سر شيندلې وي. د دهروات د كلي هغه ښځه مې راياده سوه، چې زوى يې د امريكايانو په بم شهيد سوى و. هغې څنګه خپل ويښته شكول، څنګه يې مخ په څپېړو واهه، څنګه يې پر سر خاورې بادولې. زما خواركۍ ادې به څومره ژړلي وي.
په زړه كښې مې وګرځېدل، چې ښه نو دا زه تېر ايستلى. پر نعماني، چې مې د ملايكو ګومان كړى و، هغه هم شيطان، بيا مې هم تاوان نه دى كړى. زړه مې راته دروغ ويلي و، سترګې او غوږونه مې دوكه سوي وو. زما باور غلط راوخوت. خير بيا به باور ورباندې نه كوم؛ خو زه هغو كسانو ته چورت وړى وم، چې باطلې عقيدې لري، چې بوتانو ته سجدې كوي، چې دغه نور اسماني اديان مني، چې اوس باطل سوي دي. كه دوى ته يو وار حقيقت ورښكاره سي او خپلې عقيدې، چې يو عمر يې په زړونو كښې ساتلې دي، باطلې وبريښي؛ نو دوى به څه وكړي؟
دا خپل تېر ژوند به څنګه وګڼي؟
لكه د چا كور چې له بيخه ونړوې او ورته ووايې، چې دا كور سم نه و، اوس يې له سره جوړوه. لكه د دهقان رسېدلى فصل، چې په بل مخ يې واړوې او ورته ووايې، چې همدغه شى بيا له سره وكره. دا به څومره سخت وي.
دا مې په ژوند كښې اول ځل و، چې پر كفارو مې خوا بده سوه. ځان سره مې فكر وكړ، چې كه خداى زه په مسلمانه كورنۍ كښې نه واى پيدا كړى، د يوه هندو، د يوه يهود يا د نصارا په كور كښې يې پيدا كړى واى، نو زه به هم يا هندو وم، يا يهود او يا به عيسوى وم. خداى پاك څومره لوى احسان راباندې كړى، چې زه يې مسلمان پيدا كړى يم. په همدې خاطر مې دوه ركعته شكرانه نفل وكړ، چې خداى مسلمان پيدا كړى يم. دوه ركعته مې هم د مور لپاره وكړل، چې شكر ادې مې ژوندۍ ده.
سبا سهار زه لا په همدې فكرونو كښې ډوب وم، چې ډاكتر عرفان كوټې ته راننوت.
ويې پوښتل: څنګه داسې اوتر غوندې يې؟
سوړ اسويلى مې وكيښ. ومې ويل: كه پر يو چا خورا زيات باور ولرې، هغه غلط راوخېژي؛ نو ته به څه وكې؟
هغه وويل: زه پر داسې ذات باور لرم، چې هېڅ كله نه شي غلطېداى.
_ نه په بنيادامانو كښې؟
_ كه رښتيا درته ووايم، زه پر هېچا له حده زيات باور نه كوم. ځكه چې انسان جايزالخطا دىه. زموږ باورونه زموږ د حواسو له لارې رامنځته كېږي او حواس غولونكي دي. ګوره د كوهي اوبه په ژمي كې راته تودې ښكارېږي او په اوړي كې سړې؛ خو اوبه هماغه اوبه دي. دا زموږ حواس دي، چې كله يې تودې ښيي او كله سړې.
ما ورته د خپل ژوند ټوله كيسه وكړه. په اخر كښې مې وويل، چې كه لاس مې پر بر سو، هغه الطاف حسين به ژوندى پرې نه ږدم.
عرفان وويل: كركې ته په زړه كې ځاى مه وركوه. خداى به پخپله د هر شي حساب ورسره وكا. رحمان بابا وايي:
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى
د جــــــملـه و مـخلــوقـاتـو پـلار دى دا
زړه د مينې ځاى دى، نه د كركې.
ما وويل: كه پر تا همداسې لوبې وشي؛ نو ته به څه وكې؟
_ يوازې خداى بې عيبه ذات دىه. زه به هرڅه خداى ته پرېږدم. اوس نو ته بايد په دې شكر وكې، چې ادې دې ژوندۍ ده.
يوه شېبه غلى و. بيا يې وويل: ګوره! تا خو پخوا هم غوښتل، چې له امريكايانو غچ واخلې. تا ګومان كړى و، چې په رښتيا يې ستا كورنۍ تباه كړې ده؛ خو ودې ليدل، چې خبره داسې نه وه. تا ته هغه وخت خپل نظر بالكل سم ښكارېده او اوس دغه نوى نظر هم درته سم بريښي. بيړه مه كوه. په عمل كې يوازې نيت نه، بلكې نتيجه يې هم مهمه ده.
ګوره! تاسې په دې نيت چې دين ته مو خدمت كړى وي، ځانمرګي بريدونه كړئ، د انسانانو سرونه غوڅوئ، بمونه ښخوئ؛ خو په دو كارونو مو دين ته كوم خير رسېدلى؟
ما وويل: ګوره ډاكتر صاحب! دا دكفارو خبرې به نه راته كيې. دا ځانمرګي نه دي، دا فدايان دي.
هغه وويل: په اسلام كې ځانوژنه حرامه ده.
_ دا ځانوژنه نه ده. دا استشهاديه عمليات دي، دا شهادت غوښتنه ده. شهادت ډېر اجرونه لري.
_ يو روايت ديه. وايي يو صحابي و، په غزا كې يې ډېر كفار ووژل. اخر پخپله كاري ولګېد، سړى پوى شو، چې له دې ټپه رغېدن يې نه شته؛ نو د دې د پاره چې، د كفارو لاس ته ونه لوېږي، توره يې لكه ودروله، ځان يې ورباندې واچاوه، توره يې په سينه كې ښخه شوه. سړى شهيد شو. وايي رسول اكرم (ص) يې جنازه ونه كړه، ويې فرمايل، چې ده ځان وژلى، ځانوژنه حرامه ده.
ما وويل: نو ته څه وايې چې موږ دغسې كښينو، بيخي جهاد ونه كو؟
ډاكتر وويل: ګوره سمه ده، چې جهاد فرض دىه؛ خو دا اخري وسيله ده. لكه په طب كې چې جراحي عمليات له ناچارۍ كېږي. كه يوه ناروغي په دارو درمل نه شي ښه او د علاج بله هېڅ لاره پاتې نه شي؛ نو ډاكتر هغه عمليات كا. په دين كې هم اول دعوت ديه. اول تبشير دىه، كفارو ته بشارت وركه، زيرى ورباندې وكه، چې په اسلام كې دغه دغه ښېګڼې دي. بيا تنذير دىه، هغوى د دوزخ له عذابه ووېروه. د جهاد خبره بيا په اخر كې رڅي.
ډاكتر ولاړ سو. يوه شېبه يې له كړكۍ څخه لاندې سړك ته وكتل. بيا يې وويل: دا موږ ولې انسانانو ته بني ادمان وايو؟
_ ځكه چې د ادم عليه سلام اولاده دي.
_ يانې چې ټول انسانان سره وروڼه دي؟
_ يه، كافر هېڅكله د مسلمان ورور نه سي كېداى.
_ چې د يوه بابا زامن يو؛ نو سره وروڼه يو كنه. نو كافر د ورور په صفت دا حق راباندې لري، چې په خوږه ژبه يې سمې لارې ته راوبولو. اوس كه ما هغه امريكايي پروفيسر وژلى واى؛ نو د خلكو په ګومان به غازي وم؛ خو كه په محشر كې هغه رانه پوښتلي واى، چې ((ولې دې په خبرو نه پوهولوم چې ودې وژلم؟ زه و ته خو سره د يوه بابا زامن وو كنه؛ نو ولې دې بې ايمانه پرېښودم؟ پر ما دې ايمان نه لورېده؟ كه زه نه پوهېدم ته خو په هر څه پوهېدې))
نو ما به څه ځواب وركړى و؟ ځكه خو مې څو ورځې ورسره بحث وكو. اول سر كې يې زما عقيدې ته په سپكه كتل، ملنډې يې راباندې وهلې؛ خو اخر چې مې قناعت وركو، تر ما هم كلك مسلمان ځنې جوړ شو. اوس نو ته ووايه، چې دغه حق يې راباندې و كه نه و؟
زه غلى وم. يوه شېبه يې دمه وكړه، بيا يې وويل: خپه كېږې به نه؛ خو رښتيا به سره وايو. څومره كافران د رسول الله (ص) د ښه سلوك په وجه مسلمانان شوي؟ تا ته خو به ښه مالوم وي. ابو سفيان د مسلمانانو ډېر لوى دښمن نه و؟ خو رسول اكرم د مكې د فتحې په مهال د هغه كور د امن ځاى اعلان كو.
اوس په دې خپل وخت كې وګوره. ډاكتر ذاكر نايك په هندوستان كې د طب ډاكتر دىه. هغه لويې مناظرې جوړوي، له خلكو سره په سړه سينه بحثونه كا، په استدلال او منطق باندې خلك د اسلام دين ته رابولي. او كامياب هم ديه. هر ځل چې دى وينا كا، يو څو كسه هندوان او عيسويان ضرور مسلمانېږي.
ډاكتر ولاړ؛ خو د هغه خبرې مې په ذهن كښې پاتې وې. دغه شعر مې په ذهن كښې ګرځېده راګرځېده:
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى
د جــــــملـه و مـخلــوقـاتـو پـلار دى دا
د مور مينه، د نيكه مينه مې رايادېده. اكا مې راياد سو. زما په پام هغه څومره بد سړى و؛ خو همدا چې ذبيح الله ورته زما حال ويلى و، چې دى ژوندى دى، په منډه يې ځان ده بابا ته رسولى و، چې راسره خبرې وكړي.
ما تل د خداى د غضب او قهر په باب فكر كړى و. تل د هغه له ذاته وېرېدم. ما چې په دعا كښې د جنت غوښتنه كوله، هغه هم د دوزخ له وېرې و. خو عرفان چې د خداى په باب خبرې كوي، لكه د مينې رابطه چې ورسره ولري، همداسې په خوند او په شوق خبرې كوي.
پر سبا يې مينه راغله، چې زما حياتي علايم وګوري. د نورو ورځو په څېر وېرېدله. خو زما په زړه كښې پخوانۍ كركه نه وه پاتې. پر همدې ورځ ما ته په كوټه كښې د ګرځېدو اجازه راكړل سوه. ښۍ پښه مې روغه سوې وه. لكه ماشوم چې نوى تګ زده كوي، همداسې مې په كراره يوه پښه مخته كوله او بيا بله. د اپراتو كړيو مجبورولم، چې پښې مې يو څه سره لرې ونيسم. زه تر هرڅه پر دې خوښ وم، چې نور پخپله تشناب ته تلاى سوم. زه له شرمه خلاص سوم او سالم خواركى زما له عذابه. د لامبېدلو اجازه يې هم راكړه. زما د كوټې په خوا كښې ښه لوى تشناب او حمام و. حمام ته ولاړم. قريب يو ساعت مې پكښې تېر كړ. ځان مې ښه پاك پرېوه. ايله چې د لمانځه پر خوند پوه سوم. دا دونه وخت چې مې لمونځ كاوه، خورا ځورېدم، چې په ناولي بدن د الله عبادت كوم.
بله ورځ ډاكتر عرفان راته ټي وي او سي ډي راوړه. ما ورته وويل: زه دغه ناروا كارونه نه كوم.
هغه وپوښتل: ګوره! دا قلم ښه شى دىه كه بد؟
ما وويل: ښه شى.
هغه په موسكا وويل: ګوره چې بيا غلط شوې. زه به په قلم باندې سپكې سپورې وليكم يا به كفري خبرې پرې وليكم؛ نو بيا قلم ښه شى شو كه بد؟
ما وويل: دلته ستا استفاده بده ده. تا قلم غلط استعمال كړى دى، بدي ستا ده.
_ بس دا هم د قلم په شان يوه وسيله ده. كه ښه استفاده دې ځنې وكړه، ښه شى ديه او كه بده استفاده دې وكړه، بد ديه. ما درته د ذاكر نايك سي ډي راوړې ده. يو ځل يې وګوره پښېمانېږې به نه. سي ډي يې چالانه كړه. دى ولاړ.
په سي ډي كښې خورا لوى جماعت و. تر زر يونيم زرو به زيات كسان ناست وو. ډاكتر نايك راغى. دنګ نرى غنمرنګى سړى و. نرۍ ږيره يې تر قبضه اوږده وه. خړه دريشي يې اغوستې وه، نيكټايي يې هم تړلې وه. سپينه خولۍ يې پر سر وه. خبرې يې په انګريزي كولې؛ خو په پښتو هم ترجمه سوې وې. خلكو پوښتنې كولې، ده يې ځوابونه ويل. په اكثرو خبرو كښې به يې د قران د ايتونو او سورتونو نمبر او نوم يادول، چې دا خبره د قران په دغه سورت او په دغه ايت كښې راغلې ده. بيا به يې په هماغه بحث كښې د انجيل او تورات د ايتونو ذكر وكړ، چې په دې باره كښې د انجيل پلانكى ايت داسې ويلي دي او په تورات كښې داسې راغلي دي. عجب فصاحت او بلاغت يې درلود. او حافظه خو يې نو ماشاالله.
خبرې يې ډېرې د كار خبرې وې؛ خو يوه يې بيخي نادره وه. په قران كښې دا خبره راغلې ده، چې په انجيل او په تورات كښې د نبي كريم (ص) د راتګ بشارت وركړل سوى دى. په انجيل كښې د ((احمد)) ذكر سوى، چې منظور يې ستايل سوى يانې ((محمد)) دى. خو نايك وويل، چې د هندوانو په كتاب كښې هم د محمد(ص) د راتلو زيرى سوى. هغه يې هندي نوم واخيست، چې مانا يې ((محمد)) و او د مور نوم يې په هندي كښې نه پوهېږم څه شى و؛ خو مانا يې صلح يانې امن ((آمنه)) وه. دا نو بيخي نادره خبره وه. موږ خو د هندوانو كتاب په اسماني كتابونو كښې نه شمېرو؛ خو دا معجزه وګوره، چې په دې كتاب كښې هم زموږ د رسول اكرم ذكر سوى. د ډاكتر عرفان خبره رښتيا وه. د دې مناظرې په پاى كښې د خلكو له منځه پېنځه كسان راولاړ سول، چې موږ ته كلمه راوښييه. دومره خوشالي مې په ګرد عمر كښې نه وه ليدلې. نايك مې ډېر خوښ سو. له ځان سره مې وويل، چې دغه سړي خو په رښتيا د دين حق يې ادا كړى.
پرسبا يې ما ډاكتر عرفان ته د سي ډي په باب خپل تاثر بيان كړ. ورته ومې ويل، چې باور مې نه كېده، چې داسې به وسي. موږ هندوانو سره په څنګ كښې هم نه تېرېږو؛ خو نايك وګوره، چې هندوان او عيسويان يې خپل مجلس ته وربللي وو. زه چې ورته ګورم ګټه يې هم كړې ده؛ ځكه چې هغوى يې مسلمانان كړل.
ډاكتر وويل: رحمان بابا فرمايي:
واړو ته د ځـــان په نظـر ګــــوره كـه دانا يې
اې عبدالرحمنه جهان ټول عبدالرحمن دى
ما ته خندا راغله. د ډاكتر بابا ګانو ته حيران وم. د رحمان بابا نوم خو مې لا اورېدلى و؛ خو ده حمزه بابا هم درلود.
ډاكتر وويل: كه څوك له خداى سره مينه ولري؛ نو د خداى له مخلوقاتو سره به هم مينه كا. هغه روايت خو به دې اورېدلى وي. وايي كومه بدكاره ښځه وه. ټول عمر يې په فحشاوو كې تېر شوى و. كومه ورځ يو سپى ويني، چې له تندې ځل وهلى او په مرګي حال دىه. ښځه په خپله موزه كې ورته اوبه راوړي، سپى له مرګه ژغوري. وايي الله پاك د همدې كار په بدل كې د هغې ګناهونه ورته معاف كړل. دا خو حيوان و؛ نو فكر وكه، چې د انسان سره مينه به څومره اجر ولري.
يو بل روايت ديه چې كوم هندو په غزني كې اوسېده. مسلمانانو هغه ځوراوه. هغه بهلول ته شكايت وكړ. وايي بهلول د سلطان محمود غزنوي ورور و. هغه يو فقير ملنګ و. بهلول ورغى د سلطان محمود دربار ته. د ماښام جماعت تيار و. ټولو په ده پسې اقتدا وكړه. ده د الحمد په قرائت كې د ((رب العلمين)) پر ځاى ((رب المسلمين)) وويل، چا ورته فتحه وركړه، چې ((رب العلمين)). هغه له سره شروع كړ. بيا يې ((رب المسلمين)) وويل، مقتديانو بيا فتحه وركړه. دا كار څو وارې تكرار شو. بهلول سلام وګرځاوه. سلطان محمود ځنې وپوښتل، چې ولې داسې كا؟ بهلول وويل: كه خداى پاك ((رب العلمين)) دىه او د ټولو عالميانو رب ديه؛ نو تاسې ولي هندوان ځوروئ؟ دوى هم د خداى مخلوق دي. بيا سلطان محمود امر وكړ، چې نور دې څوك هندوان نه ازاروي. حمزه بابا وايي:
حمزه ډېر مسلمانان شته هم كافر شته په دنيا كې
زه اشنا د هغه كس يم چې روش يې د انســــان وي
ما ورته وويل: د ذاكر نايك كار سم خو دى؛ خو ما ته د ميړانې كار نه بريښي. ته اوس كښېنه خلكو ته دليلونه ووايه، چې دا دي و ها دي. دا ډېرې خبرې د ښځو زده وي.
ډاكتر وويل: نو مېړانه په څه كې ده؟
_ په توره كښې. نر په توره باندې ږغېږي.
_ كوم شاعر ويلي دي چې:
حباب چې لوي شي؛ نو لاهو شي په سيند
څومره نرۍ ده د مېړانې پوله
عبدالستاره اشنا! د مېړانې پوله ډېره نرۍ ده، لكه د اوبو په سر حباب. كه حباب د خپلې اندازې نه لږ غټ شي؛ نو په سيند كې ډوبېږي، چوي، د منځه ځي. حباب د غټېدو تاب نه لري. مېړانه كه تر حد زيات شي؛ نو د حماقت په سيند كې ډوبېږي. اوس نو د دې فرق، چې يو څوك مېړنى دى كه احمق، ګران ديه. ډېر خلك پخپله ګومان كا، چې مېړني دي، حال دا چې د دوى په مېړانه كې نور خلك خپل مقصدونه لري. زما په ګومان مېړانه په كار كې ده. مېړانه په فكر كې ده. موږ، چې د كار او د فكر مېړانه نه لرو، ډېر ژر تورې ته لاس اچوو. دا خپلو خلكو ته وګوره، چې په يوه لوېشت ځمكه باندې يو بل سره وژني. د خبرو زغم نه لري، دوى په فكر باندې خپل مشكل نه حلوى، بس په نه خبره ورور او ورور سره ولي. زموږ خلك خو دې ته هم مېړانه وايي، چې خپل ورور ووژني.
غرمې مهال محسن راغى. پر تندي يې لاس راكښېښوو. ويې ويل: نور به له تا څخه تحقيق نه كوم. ستا د ژوند ټوله كيسه مې واورېدله.
ما ګومان وكړ، چې ډاكتر عرفان به ورته ويلي وي؛ خو هغه زما د چپركټ له پښې څخه يو كوچنى ګردى شى راوايست، ويې ويل: دغه ميكروفون مې دلته لګولى و. تا چې ډاكتر رفيع او خپل اكا سره خبرې كولې موږ اورېدلې. بيا چې دې ډاكتر عرفان ته خپله كيسه كوله، موږ ټوله واورېده. ستا خبرې مو په ټېپ هم كې ثبت كړې دي. البته دا به په محكمه كې تا ته هم ګټه درورسوي. جزا به دې يو څه سپكه شي؛ ځكه چې ته نورو تېرايستلى وې.
هغه د درګاه خوا ته روان سو. بېرته يې مخ راواړاوه. ويې ويل: يو ښه خبرم درته لرم. دې نه وروسته ته اجازه لري، چې د فاميل سره دې په ټېلفون كې خبرې وكې.
له اكا سره مې هره جمعه خبرې كولې. كله كله توركى هم راسره ږغېده. تر دې وروسته مينه په ورځ كښې يو ځل راتله. هغه هم لكه زما پر حال چې پوهه سوې وي، راڅخه نه وېرېدله. روغبړ يې راسره كاوه. د درد پوښتنه يې كوله چې پښه خو به دې نه خوږيږي؟
ما هم په ورين تندي ورسره خبرې كولې. د هغې يو كار راباندې خورا ښه لګېده، هغې هېڅ كله سينګار نه كاوه. همداسې به ساده ګرځېده؛ خو خداى ذاتي ښايست وركړى و. سترګې يې نه شنې وې، نه زرغونې. د سترګو رنګ يې د دې دواړو تر منځ و. ما په دې رنګ د هېچا سترګې نه وې ليدلې. اوږده باڼه يې داسې ګڼ او نېغ وو، لكه د طاووس بڼكې، چې چجه سوې وي. مخ يې نرى و. پزه يې هم د مخ په څېر نرۍ وه. د شونډو او زنې تناسب يې هم له مخ سره برابر و. ما ويل چې دا دې په المارۍ كښې لكه نانځكه ايښې واى او ما يوازې ورته كتلاى.
كاكا سالم ښه د طبعې سړى و. هغه اكثره وخت راته كيسې كولې. د خپلو زامنو كيسې يې كولې، چې مازديګر، چې دى كور ته ځي، څنګه زامن يې د ده له لاسه كڅوړه تښتوي او كومه ميوه دانه چې پكښې وي، څنګه پرې حملې كوي. دغه كيسه يې داسې په خوند كوله، چې هماغه صحنه زما سترګو ته درېدله، لكه په ټي وي كښې چې يې وګورې. ما خو د اولاد مينه نه وه ليدلې؛ خو د ده په كيسو مې دغه مينه محسوسوله. كله كله مې په زړه كښې ګرځيده، چې خداى به په ما باندې هم د اولاد مينه وګوري كه يه؟ كاكا سالم زه ډېر نازولم. د ماشومانو پوډر به يې زما پر ملا او ولو موښل، چې د بستر زخم پكښې پيدا نه سي. د ډوډۍ پر وخت يې زما غاب او كاشوغه په پوډرو باندې پاك پرېولل. د چايو ترموز مې بيخي نه تشېده. وايم څوك به د خپل سكه ورور داسې خدمت ونه كي، لكه هغه چې زما خدمت كاوه.
ډاكتر رفيع الله دې هم خداى ژوندى لري، هر وخت به يې پوښتنه راباندې كوله. ټېلفون خو به يې هره جمعه ما ته پرېښووه، چې له اكا سره خبرې وكم.
څو ورځې چې تېرې سوې ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه زما اجازه واخيسته، چې كله كله د روغتون په باغ كښې وګرځم. ده وويل، چې لمر زما د پښې لپاره ګټه لري. زه په هفته كښې دوه وارې د مازديګر له خوا له سالم سره باغ ته كوزېدم. زه پوهېدم، چې امنيت والا مې څاري؛ خو پروا مې نه كوله. ما هسې هم د تېښتې تابيا نه لرله. د روغتون مخې ته لوى باغ و. تر سل جريبه لوى و. د ناجو، سپېدارو او عكاسۍ درختې پكښې دومره ګڼې وې، چې دېرش ګامه ها خوا سړى پكښې نه ښكارېده. دا باغ د روغتون له تعمير څخه يو څه لرې و. روغتون پر لوړه ځمكه اباد و. بيا تر باغ د مخه د ځمكې دوه پوړونه وو. په اول پوړ كښې د كانكرېټي لارې په اوږدو كښې نرى چمن ولاړ و. په بل پوړ كښې يو ارت او پراخ حوض و. يونيم ګز به ژور و. د حوض په ګردو دېوالونو پورې د اوبو شرشرې لګېدلې وې او په منځ كښې يې لويې ګردې ډبرې ايښوول سوې وې. د ډبرو سرونه توربخوني وو؛ خو هغه ځايونه يې، چې تر اوبو لاندې پټ وو، سپينچكي وو. لكه بزګر چې اورمېږ او مخ يې لمر تور كړي او ټټر يې سپين پاته وي.
موږ د حوض په شاوخوا كښې ګرځېدلو. چې ستړي به سو د ګلابو او د سرو او ژېړو مرسلو په منځ كښې پر چوكيو كښېناستلو. د مازديګر نرى شمال د شرشرو په منځ كښې تېرېده او د اوبو خوږ بوى يې تر موږ رارساوه. ساه چې مې اخيستله، ګومان مې كاوه، چې دا خوندوره لنده هوا مې د سږو تل ته ننوځي. د نسترن سپين ګلان د درختې د زرغونو پاڼو په منځ كښې لكه ستوري په اسمان كښې ځلېدل. د اوبو شرهار او د ګلابو وږم سخت خوند راكاوه.
ډاكتر بلال د ذاكر نايك د سي ډي ګانو په كتلو روږدى كړى وم. هغه راته ځينې كتابونه هم راوړي وو. يو پكښې د ساينس او قران كتاب و. په دې كتاب كښې خورا په زړه پورې خبرې وې. هغه څه چې ساينس اوس كشف كړي، د الله په كلام كښې څوارلس سوه كاله پخوا ذكر سوي وو. د دې كتاب په لوستو مې فكر وكړ، چې هغه استفاده، چې بايد موږ له قرانه كړې واى، نورو كړې ده.
يو څو ورځې وروسته يو ډول اوتر غوندې وم. لكه يو شى چې مې ورك كړى وي. چې ښه پسې وګرځېدم، پوه سوم، چې دا دوه ورځې مينه نه ده راغلې. زه دومره بدل سوى وم او پخپله هېڅ نه وم پوه سوى. ولې هغه نجلۍ، چې ما پخوا ورڅخه كركه كوله، دومره نژدې راته ښكارېده، چې زه ورپسې خپه وم؟ پخوا مې هېڅكله د ونو او ګلانو پر ليدو خوند نه و اخيستى. اكا په سراى كښې د شبۍ ګلان كرلي وو. ما يې وږم محسوساوه؛ خو پر خوند يې نه پوهېدم. خو اوس مې په دې ټولو كښې خوند ليده. ان د مازديګر د لمر زېړو وړانګو خوند راكاوه. چې ډېر فكر مې وكړ، ما يوازې په ماشومتوب كښې د خوند تجربه كړې وه، هغه هم خورا لنډه موده. زه چې كوچنى وم، د بيسكوټو او ژاولو رنګه كاغذان مې راټولول، له هغو څخه مې خوند اخيست. هغه چې توركي راڅخه پټول او يا يې څيرل او ما به هغه واهه. زه په همدې چورت كښې وم، چې ډاكتر عرفان راغى. ما د مينې پوښتنه ځنې وكړه، چې ولې نه راځي؟ هغه وويل:
ناڅاپه چې په ياد شې چې راياد شې نو راياد شې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري
هك پك سوم چې دا څه وايي؟ دى څنګه زما په مينې خبر سوى دى؟
په خندا يې وويل: دا هم دحمزه بابا شعر دىه. ښه رښتيا تا د مينې پوښتنه وكړه. هغې يوه هفته رخصت اخيستى. ګومان كوم، چې واده په مخ كې لري.
يو دم مې زړه وغورځېد. خداى خبر، چې رنګ به مې څنګه الوتى و؛ خو ښه و، چې عرفان راونه كتل. زوركي خندا مې وكړه، ومې ويل: ښه نو د چا كور يې وران كړى؟
ډاكتر وويل: واده يې د ورور دىه.
بېرته مې زړه كرار سو. ډاكتر ووت؛ خو زه له ځان سره په جنګ اخته سوم. زه په څه لګيا وم؟ ولې د هغې د واده په خبر ولړزېدم؟
په هغې پسې ولې خپه يم؟
له هغې سره مې څه دي؟
د حمزه بابا شعر مې په غوږو كښې انګازې كولې:
ناڅاپه چې په ياد سې چې راياد سې نو راياد سې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري
ځان مې ملامت كړ. ما وګوره دا وګوره. هغه ښاري نجلۍ ده، مكتبۍ ده، نرسه ده او زه يو كليوال هلك. زما او د دې كله سره جوړېږي. دا به زما په شان نوكران ولري. بيا كه واده هم راسره وكړي؛ نو زمينداورو ته به چېرې راسره ولاړه سي.
بيا مې فكر وكړ، چې دا ګردې خبرې يوې خوا ته؛ خو دا به څنګه كړې، چې ته د حكومت په نظر مجرم يې. تا به له دې ځايه جېل ته بيايي. د فكر واګي رانه تللي وو. چې هرڅه مې كول، پام مې بلې خوا ته نه سو اړولى. هر شي ته چې مې كتل، د مينې سترګې پكښې ښكارېدې. ډوډۍ ته مې خوا نه كېده. ټي وي مې چالاناوه؛ خو ژر يې نفس راتنګاوه. كه مې كتاب رااخيست، دوه درې كرښې به مې ولوستلې، نور بيا ورباندې نه پوهېدم. يو وخت به مې پام سو، چې د كتاب څو مخه مې اړولي دي؛ خو چې تېرو مخونو ته مې كتل، هېڅ مې نه و په ياد. په باغ كښې مې هم زړه تنګېده. دا يوه هفته داسې وه لكه څو كلونه.
د جمعې پر ورځ مې له اكا سره خبرې وكړې. هغه وويل، چې ادې دې ډېره پوښتنه كوي. هره ورځ ستا هغه دسمال، چې له كوټې څخه دې رالېږلى و، پر سترګو موښي او ژاړي. موږ سبا درروانېږو.
زه نه پوهېدم، چې امنيت والا به اجازه وركړي كه يه؟ اوس نو په زړه كښې مې دوې تندې وې، يوه د مينې او بله د ادې د ليدو.
ما يې ښه حساب نيولى و، چې مينه به پر شنبه راځي. هغه چې راغله، نه پوهېږم پر ما څه سوي وو؟ تر روغبړ وروسته يې وويل: دا رنګ دې ولې داسې الوتى؟
ما وويل: نه، نه پوهېږم.
ژبه مې بنديدله. په ټټر كښې مې د تشې احساس كاوه. ګومان مې كاوه، چې په سينه كښې مې يو شى كم دى. سر راباندې ګرځېده. مينې د فشار اله راواخيسته. نبض او فشار يې راوكتل. ويې ويل:
اوهو دا نبض دې څنګه تېز دى؟ تبه خو به دې نه وه؟
ما وويل: يه، تبه خو مې نه وه.
_ فشار دې كښته دى. ته ودرې چې ډاكتر راوبولم.
هغه په ډاكتر پسې ولاړه؛ خو خبره نه وه، چې د دې رنځ دوا پخپله دا ده.
لس دقيقې وروسته ډاكتر عرفان راغى. په خندا يې وويل: انډيواله څه خبره ده. وايي فشار دې كښته شوى؟
هغه مې هم نبض او فشار وكتل. ويې ويل: هېڅ خبره نشته بابا. زه يې وارخطا كړم. زه پوهېږم، چې ټوله ګناه د مينې ده.
حيران وم، چې ډاكتر زما په مينې څه پوه سوى دى؟
وارخطا مې وويل: د مينې؟
هغه وويل: خود. دا يوه هفته چې رخصت وه، هرڅه يې هېر كړي دي. ستا فشار بيخي سم ديه. نبض دې برابر ديه، هغه وايي چې فشار يې كښته ديه.
ايله چې زړه مې خپل ځاى ته راغى.
ډاكتر وويل: نن به دې د پښې اكسرې واخلو. كه هرڅه سم وو؛ نو د اپراتو وخت پوره ديه وبه يې باسو.
د هغه خبرې داسې مړاوى كړم، لكه پر سكروټو چې اوبه وشيندې. زړه مې غوښتل، چې نور هم په روغتون كښې پاته سم. په زړه كښې مې دعا كوله، چې د هډوكي ترميم نه وي پوره سوى. عجبه دنيا ده، سړى پر مريضۍ خوشاله وي.
وروسته مينه راغله. دوسيه يې راواخيسته، ويې ويل: درځه چې اكسرې ته ولاړ شو.
دا مخته سوه زه ورپسې. په موږ پسې د امنيت والاو عسكر روان و. يوه خبره مو هم سره ونه كړه؛ خو بس پر همدې خوشاله وم، چې دا راسره ده.
اكسرې سمه وخته. ډاكتر وويل، چې سبا به اپرات لرې كوي. ما ورته د مور او د اكا د راتلو خبره وكړه. ورته مې وويل، چې د هغوى تر راتګه دې صبر وكړي. خداى دې يې اباد لري. دغه ځواني يې هم راسره وكړه.
بله ورځ مې اكا دوى راورسېدل. ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه د ملاقات اجازه واخيسته. دا اول ځل و، چې د اكا د لاسونو مچول خوند راكړ. ادې خو په ژړاوو سترګې سرې كړې.
مينه راننوته.
سر مې كښته اچولى و. ادې ته مې وويل: دا مينه ده. زما يې ډېر خدمت كړى.
ادې ولاړه سوه. د مينې مخ يې په دواړو لاسو ونيو. شونډې يې د هغې پر تندي ولګولې. داسې يې ښكلوله، چې ته وا څو كاله بعد يې خپله سكه لور ليدلې ده. درګرده يې ويل: بلا دې وګرځم لورې. جار دې سم. كوربان دې سم.
هم راته خندا راغلې وه، هم وېرېدم، چې پر مينې بده ونه لګي. ږغ مې وكړ: ادې مه يې ځوروه.
هغه يې خوشې كړه.
مينې ته مې وويل: بخښه كوه. ادې مې كليوالي چمونه كوي.
مينې وويل: پروا نه لري. خپله مور به هم همداسې نازولم.
ږغ يې غريو نيولى و. چې پورته مې وكتل، د مينې پر سترګو اوښكې رغړېدې. ادې هغه په غېږ كښې ټينګه كړه. ويې پوښتل: ولې لورې؟ وارۍ دې سم ولې ژاړې؟
هغې وويل: هېڅ. همداسې، مور مې راياده شوه.
ادې وپوښتل: مساپره ده؟
_ نه مورې. هغې سرطان درلود. پېنځه كاله مخكې
ژړا يې نورو خبرو ته پرې نه ښوده.
ادې هغه په غېږ پورې ونيوه، بيا يې پر سر لاس تېر كړ. د كوټې په بل سر كښې يې چوكۍ ورته كښېښووه. دواړه هورې كښېناستې. زه يې بيخي هېر سوى وم. له هغې سره يې جلا مجلس جوړ سو. ما هم د هغوى خبرو ته غوږ نيولى و، هم مې له اكا سره دا غر ها غر ويشته.
نيم ساعت د سترګو په رپ كښې تېر سو. امنيت والا درګاه وټكوله، چې دوى بايد رخصت واخلي. ډاكتر رفيع الله راورسېد. ادې او اكا يې خپل كور ته بوتلل.
ادې د مخه ښې پر وخت په غوږ كښې راته وويل: ډېره ښه نجلۍ ده، چې خپه يې نه كړې.
بله ورځ ډاكتر بلال اپرات خلاص كړ. پر سبا يې زما دوسيه امنيت والاو ته سپارله. په زړه باندې مې غمونه امبار وو. نه پوهېدم چې حكومت به راسره څه وكړي؛ خو د مينې يادونو لكه د خواږه خوب اثر خوشالولم.
هغه شېبه راورسېده، چې زه يې له روغتون څخه بيولم. اكا او ادې راغلي وو. له ډاكتر رفيع الله او كاكا سالم سره تر غاړې ووتم. ډاكتر رفيع الله وويل، چې په چارواكو كښې كوم څوك پېژني او زما سپارښتنه به ورته وكړي.
ادې په يوه كونج كښې د مينې لاس په لاس كښې نيولى او بنډار يې ورسره جوړ و. د اكا او بيا د ډاكتر عرفان لاسونه مې ښكل كړل. ډاكتر خپل لاسونه شاته كښ كړل. ويې ويل: دا څه كوې؟ ما په ګناه مه اخته كوه.
ورسره تر غاړې ووتم. ومې ويل: تا د ژوند پر مانا پوه كړم.
ادې ښه ډېره شېبه په سينې پورې لګولى وم. ما يې لاسونه ښكل كړل.
مينې ته مې وكتل د خداى پاماني د ويلو وس راكښې نه و. د هغې په لاس كښې زما هماغه دسمال و، چې ادې پكښې ګلان ګنډلي وو. په زړه كښې مې ورته وويل: زما انتظار به وكړې؟
هغې سترګې ټيټې كړې.
او ما د هو مطلب ځنې واخيست.
پاى
كابل ۱۳۸۸د زمري لسمه
دايټاليا سفير كلوډي بليينزو هلمند ولايت ته راغلي
كلوډي بلينزو تيره ورځ ناوخته هلمند ته راغي او دهلمند له والي سره د ليدني كتني پرمهال يي پخپلو مرستو ټينګار وكړ او له افغان دولت نه يي د نيول شوو ايټالوي ډاكټرانود شفافي محكمي غوښتونكي شو
نوموړي وويل چي دغه جرمونه ديوه فرد له لوري ترسره شوي نه د يوه هيواد له لوري
دايټاليا سفير دهلمند له والي سره د ليدني كتني پرمهال پخپلو مرستوټينګاروكړ او وي ويل چي نيول شوي ايټالوي ډاكټران به د داوړوهيوادونو په اړيكو باندي څه اغيزه ونه كړي
دهلمند والي د ايټاليا له دولت نه مننه وكړه او زياته يي كړه چي ايټاليا خپلي مرستي په ښه توګه سره په هلمند كي ترسره كړي دي
د ايټاليا سفير هلمند ته په داسي حال كي راځي چي دوي ورځي وړاندي د ايټاليا هيواد دري تنه ډاكټران چي دهلمند په بيړني روغتون كي دنده لري له يوشمير چاوديدونكوتوكواو دهلمند د والي د وژني په تور ونيول شول
صفت الله زاهدي هلمندپه هلمندكي دنيولو شوو ايټالوي ډاكټرانود محاكمي غوښتنه كوي
نن دهلمند مركز لښكرګاه ښار په زړه كي قومي مشرانو ديني عاليمانو او په لسګونو ځوانانو ديوه لاريون په ترڅ كي دبيړني روغتون يا ايمرجنسي دنيول شوو ايټالوي ډاكټرانو دمحاكمي غوښتونكي شول
دغه لاريون چي يو صلحه اميزه لاريون وو له افغان دولت نه يي ددغو روغتونونو دپلټني سره سره له هغوي سره دجدي محاكمي او اجمل نقشبندي دقاتلينو دنيولو غوښتنه هم كوله
قومي مشرانو په لاريون كي زياته كړه چي نوموړي نيول شوي ډاكټران دهلمندد پوليسو ملي اردو ديني عاليمانو او ځوانانو په وژلو كي لاس لري هغوي وايي چي دغه ډاكټرانو له ډيري پوليسو نه د ژوبل كيدو په وخت كي په ناحقه سره دهغوي پښي او لاسونه پري كول
دغه ايټالوي ډاكټران تيره ورځ دهلمند د والي محمد ګلاب منګل ديوه امنيتي مشاور عبدالعلي شمسي په زيار هغه مهال ونيول شول چي كله نوموړو غوښتل دهلمند په والي بريد ترسره كړي او هغه ووژني
دغه بيړني روغتون كي د پلټلو پرمهال د ځانمرګي بريد دوه واسكټونه ،يوميل كلاشنكوف ،دوه تفنګچي لاسي بمونه او يوشميرنور چاوديدونكي توكي له دريو ايټالوي ډاكټرانواو۶ افغان كاركوونكو سره ونيول شول
دهلمند والي تيره ورځ په خبري ناسته كي وويل چي د ايمرجنسي يا بيړني روغتون مشر مارك ګرانټي دوسلوالو طالبانو له كويټي شورا نه دهلمند دوالي دوژني لپاره پنځه لكه امريكايي ډالرترلاسه كړي وه
دوالي په خبره چي نوموړي كس د اجمل نقشبندي په وژلو كي هم لاس درلود
دهلمند والي وايي چي د بيړني روغتون نيول شوو ډاكټرانو د ډيري پوليسو لاسونه او پښي د وسلوالوطالبانو په مصلحت پري كولي .
د عامي روغتيا وزارت وايي دهلمند دايمرجنسي روغتون نشر شوي خبر يوتكان وركوونكي خبروو
دعامي روغتيا وزارت وياند غلام سخي كارګر سلام وطنداره ته ويلي چي شفاخانه يواځي دتداوي ځاي دي او دهغي څخه بايد په تروريستي او سياسي اهدافو كي ورڅخه ګټه وانه خيستل شي
د كورنيو چارووزارت وايي چي تيره ورځ مشترك عمليات دايمرجنسي په دغه روغتون كي په لاره اچول شوي وه د عملياتو پرمهال داسي څه ترلاسه شول چي په هغه كي له تروريستي اعمالو څخه ګټه اخيستل كيده او ځيني كسان هم نيول شوي دي
دوي وايي چي په دي برخه كي جدي څيړني رواني دي چي څنګه شفاخاني ته داسي مواد داخل شوي دي څوك لاس پكي لري او هدف يي څه وو؟ نوموړو ويلي چي نورجزيات پدي اړه په لاس كي نشته
زمري بشري د هلمند د والي خبري رد نه كړي خو ولي وه يي ويل چي د والي خبري په كامله توګه سره نه تايدوم ده زياته كړه د تحقيقاتو لپاره زياته اړتيا ليدل كيږي
ددي روغتون امنيتي چاري له تيري ورځي راهيسي افغان دولت پخپل غاړه اخيستي دي
دايمرجنسي بيړني روغتون له تيروڅوكالونو راهيسي په افغانستان كي د پوځي اوملكي عملياتو په وختونو كي بيړني مرستي ترسره كوي .
ديادودني وړده چي دري كاله وړاندي هم ددي اداري يوتن ډاكټررحمت الله په كوركي پلټلو پرمهال د ځانمرګي بريد واسكټونه او اصلحي موندل شوي وي اونوموړي اوس مهال په ايټاليا كي شپي او ورځي تيروي
صفت الله زاهدي هلمندنيپال په ٤٠ اوورونو کې ١٢٨ منډې١٠ سوځيدلي
افغانستان په ٩٦ منډو وگټله

نيپال په روانو سياليو کې يوه ماتې هم نه وه خوړلې .
د دوى منډه جوړونکي پياوړي ښکاريدل او بالرانو يې هر چاته ستونزې پيدا کړې وې .
له افغانستان سره په پايلوبه کې چې نيپالي کپتان پچه وگټله د خپلو بالرانو لپاره يې د ميدان لوند حالت غوره وباله او افغان منډه جوړونکي يې منډو ته وربلل .
د دوى پريکړه پر ځاى وه افغانستان په پيل کې په ٣٩ منډو درې لوبغاړي له لاسه ورکړي و .
کلېکاږل د دغو سياليو انځوريز رپوټ د دې ځاى په کېکاږلو وگورئ
روزونکي په داسې سختو شرايطو کې د احتياط پر ځاى له بريده کار واخيست .
ميرويس اشرف چې عمومآ په اتم نمبر راځي دا ځل په پنځم نمبر راغى ، تيزه لوبه يې وکړه او چې کله سوځيده افغانستان ٩٨ منډې درلودې .
له دۀ وروسته کريم هم ژر وسوځيد په ١١٤ منډو افغانستان پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي و .
په دې وخت کې تجربې او تجربه لرونکو لوبغاړو ډوبيدونکمې بيړۍ وژغورله .

ريس احمد زى چې پخوانى کپتان دى ودريد ، له دۀ سره اوسنى مرستيال کپتان نبي عيسى خيل ولاړ و . دواړو ٩٨ منډې په گډه وکړې .
ريس ٥٢ او نبي ٤٨ منډې درلودې چې وسوځيدل .
د ٢٢٥ منډ هدف ډير نه ښکاريدۀ خو د افغانستان بالران خورا پياوړي دي .
ميرويس اشرف او شاپور په لومړيو اوورونو کې خورا ښه بالينگ وکړ او د نيپال درې د سر لوبغاړي يې وسوځول.
وروسته هر بالر وځليد او نيپاليان يې يوازې په ١٢٩ منډو وسوځول .
دا لومړى ځل دى چې افغانستان د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي گټونکى شو .
نيپال ته په پاتې ١٢ اوورونو کې ١٠٠ منډې پکار دي خو يو لوبغاړى ورپاتې دى
نيپال د گټلو لپاره اړ دى چې د اتو په اوسط کې منډې وکړي ، دومره منډې ترلاسه کول اسانه نه دي
نيپال ته په پاتې ١٣ اوورونو کې ١٠٣ نورې منډې پاتې دي چې لوبه وگټي خو افغانستان يوازې دوه نور لوبغاړي بايد وسوځوي چې دا اتلولي هم خپله کړي
سميع الله شينواري ښه بالينگ وکړ په لسو اوورونو کې يې ٣٢ مندې ورکړې او يو لوبغاړى يې وسوځاوه
د افغان لوبډلې اداري مسوول بشير ستانکزى وايي په دې هڅه بوخت دى چې د لوبې په پاى کې افغان لوبغاړي له نندارچيانو وژغوري
د نبي په څلورم توپ څلوريزه ووهل شوه
نبي راستون شو
تر اوسه د بالرانو حالت داسې دى :
شاپور ٧ اوورونه ١١ منډې ورکړي او يو کس سوځولى
ميرويس اشرف ٧ اوورنه ٣١ منډې ورکړي دوه کسه سوځولي
نبي په ٤ اوورونو کې ١١ منډې يو کس سوځولى
سميع ١٠ اوورونو کې ٣٢ منډې يو کس سوځولى
حميد حسن ٦ اوورونو کې ٢٣ منډې يو کس سوځولى
نوروز منگل يو اوور کې څلور منډې يو کس سوځولى
ريس احمدزى وايي نندارچيان خورا ډير دي او له کابو کيدو راگرځيدلي دي
د افغان نندارچيانو خوښي د پام وړ ده
حميد حسن بالينگ ته دى
د اوبو وقفه ده
د سميع په وروستي اوور کې منډه ونه شوه
نيپال ته په ٢٠ اوورونو کې ١٣٠ نورې منډې پکار دي
د نيپال نيمگړې هيله شراد ته ده چې په شلو منډو ولاړ دى
له لوبغالي تازه خبر دا دى چې شاپور ځدراڼ هغومره نه دى ټپي شوى چې په پيل کې يې ويره کيده
دا د افغانستان لپاره خورا ښه خبره ده ځکه چې شاپور يو له ډيرو ښو بالرانو دى
د دريم او څلورم مقام لپاره لوبه د پايلوبې په پرتله مساوي روانه ده
هانگ کانگ ٢٥٢ منډې کړې وې او او س ماليزيا له ٣٥ اوورونو وروسته ١٥١ منډې کړي او څلور لوبغاړي يې سوځيدلي دي
جالبه خبره دا ده چې نوروز په خپل لومړي اوور کې يو لوبغاړى وسوځاوه خو بيرته يې له توپ اچولو لاس واخيست او سميع يې وروباله
نيپاليان اوس يوه يوه منډه اخلي او وضعه يې خرابه ده
افغانستان هم په په ٨١ کې څلور کسان له لاسه ورکړي ول،نيپال ١٤٤ نورو منډو ته اړتيالري خو يوازې پنځه کسان ورپاتې دي
ده ٣٠ منډې کړې وې
د شاپور پښه واوښته ، په دې لوبه کې شايد د شاپور په نشتوالي کې هم افغانستان گوزاره وکړي خو د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې د شاپور نشتوالى لوى گوزار دى
دا څلوريزه مالا ووهله ، توپ باونسر و ، تيز راغى ، اوچت شو خو مالا ودريد او د شا په لور يې له پولې واړاوه
پر حميد حسن څلوريزه واخيستل شوه
سميع په درو اوورونو کې ١١ منډې ورکړې او نور د اوس لپاره کښېنول شو د حميد حسن په تيزو بالونو به څه کيږي ، دۀ په دې سياليو کې تر بل هر لوبغاړى ډير کسان سوځولي دي
حميد حسن راغى
مالا لا هم ولاړ دى او ٢١ منډې يې کړې دي
شراد پر نبي څلوريزه ووهله
نبي خپل دريم اوور کوي
د سميع په دې اوور کې کريم صادق په توپ ولگيد لږ ټپي شو او لوبه تر څو شېبو ودريده خو کريم روغ رمټ دى او لوبه روانه ده
د نيپال دغه لوبغاړى هم په روانو لوب کې ښه روان دى
د نيپال نوى لوبغاړى شراد ويسکوار نوميږي
د سميع په توپ دوه منډې وشوې
نبي په خپلو دويم اوور کې يوه منډه وشوه او يو لوبغاړى يې وسوځاوه
نبي پارس اوټ کړ
پارس خدکا په ٣٠ توپونو ١١ مندې وکړې خو دى يو له هغو لوبغاړو و چې لوبه يې په يوازې سر هم گټلى شواى
شميع په لومړي اوور کې ٤ مندې ورکړې
سميع شينوارى راغى
د نبي په اول اوور کې يوه منډه وشوه
په لوبغالي کې د نندارچيانو شميره شېبه په شېبه زياتيړي اوس اټکل دا دى چې تر پنځو زرو به ډير نندارچيان ناست يا ولاړ وي ، اکثريت يې د افغانانو دى خو نيپاليان هم کم نه دي
د اصغر لوبه او شاوخوا د افغان نندارچيانو هڅونه
د شاپور پر ځاى نبي راغى ، لومړنى بدلون
په دريم پرله پسې اوور کې ميرويس اووه منډې ورکړې
د مالا دغه شارټ په هوا کې و د کيچ امکان يې و ، نبي ورپسې ټوپ کړل خو تر دۀ واوښت او څلور شوې
مالا پر ميرويس څلوريزه ووهله ، دا د نيپال دريمه څلوريزه ده
ميرويس لا هم بالينگ کوي ، دا يې اووم پرله پسې اوور دى
د افغانستان په لوبه کې د اوبو وقفه ده ، د ٣٣ درجو په کويتي گرمۍ کې اوبه ډيرې پکار دي
د دريم او څلورم مقام لپاره لوبه د هانگ کانگ او ماليزيا ترمنځ روانه ده ، هانگ کانگ ٢٥٢ منډې کړې وې اوس ماليزيا له ١٧ اوورونو وروسته ٨٤ مندې لري او يو لوبغاړى يې سوځيدلى دى
د افغانستان له لورې که بدلون راځي يا به نبي وي او يا به هم حميد حسن وي ، کله نا کله په کريم صادق هم په داسې وختونو کې بالينگ شوى دى
د شاپور په اووم اوور کې يوازې يوه منډه وشوه
وروسته له ١٥ توپونو چا په شاپور يوه منډه واخيسته
پارس يو له هغو لوبغاړو دى چې په يوازې سر هم لوبه گټلى شي
د نيپال پارس د شاپور د توپونو په وړاندې له ستونزو سره مخامخ دى ، د شاپور توپ ډير پورته کيږي
شاپور اووم اوور ته راغى
شاپور په تيرو شپږو اوورونو کې يوازې لس منډې ورکړي او يو لوبغاړى يې سوځولى دى
نيپال په ٣٨ پاتې اوورونو کې پوره ١٩٠ نورو منډو ته اړتيا لري چې د پنځو منډو په اوسط يې ترلاسه کولى شي خو دوى ته يوازې اووه لوبغاړي ورپاتې دي
د ميرويس په شپږم اوور کې اووه منډې وشوې ، شايد د دۀ پر ځاى په بالينگ کې بدلون ووينو
د نيپال درې تکړه لوبغاړي سوځيدلي دي خو پام مو اوسه چې که چيرې دوه لوبغاړي لويه ملگرتيا وکړي لوبه بدلولى شي
مالا ر ميرويس څلوريزه واخيسته ، دا د نيپال د لوبې دويمه څلوريزه ده
ميروس خپل شپږم اوور کوي ، هوا په کويت کې توده ده شاوخوا ٣٣ درجې گرمي ده ، تيز بالران به تر کله وکولاى شي چې بالينگ وکړي
شاپور په خپل شپږم اوور کې هم کومه منډه ورنه کړه او يو لوبغاړى يې وسوځاوه
د نيپال نوى لوبغاړى مالا نوميږي
د شاپور لپاره دوه سليپ او يو گلي فيلډران ولاړ دي ، نبي په سليپ کې و چې کيچ ونيوه
شاپور وسوځاوه
نيپال د څه کم درو په اوسط منډې جوړوي او اړتيا يې د څه کم پنځه منډو ده
نيپال ته په مخ کې پروت هدف ډير نه دى خو د افغانستان بالران پياوړي بلل کيږي او په تيرو وختونو کې يې تل له نيپال سره ښه لوبه کړې ده
نيپال ته په پاتې ٤٠ اوورونو کې ١٩٧ منډې پکار دي او اته لوبغاړي ورپاتې دي
د ميرويس په وروستي اوور کې اووه منډې وشوې
ريس احمدزى چې اوس ناست دى ،
او په لوبه کې نوره برخه نه لري
له بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې وايي چې ډاډه دى چې افغانان ښه روان دي
د نيپال د اوسنيو ولاړو منډه جوړونکو بخت تر اوسه ډير ښه دى ، د دواړو کيچونه نژدې شوي واى
د شاپور پنځم اوور بې منډو تير شو
د شاپور په وروستي بال نژدې بل کيچ شوى واى خو توپ د شهزاد مخته ولويد
شاپور له خپلې جگې ونې ښه استفاده کوي
د شاپور توپ ډير راپورته کيږي او منډه جوړونکو ته پرې لوبه اسانه نه ده .
شاپور او ميرويس دواړو څلور څلور اوورونه کړي دواړو لس لس منډې ورکړي خو ميرويس دوه لوبغاړي سوځولي او دشاپور په توپ يو کيچ لويدلى
د ميرويس اشرف په وروستي اوور کې يو کيچ نژدې نيول شوى و خو د اصغر مخته پرېوت نو اصغر پکې گناه نه لرله
ريس احمدزى وايي د ميدان شاوخوا ډير زيات نندارچيان ناست دي ، ډيرى يې افغانان دي خو ځينې نيپاليان هم دي چې ډير شور کوي
رېيس احمدزى نن ټپي شوى و ، د ښې پښې زنگون يې خوږ شوى دى.
شاپور له نژدې ٣٠ متره ليرې منډه وهي ، دى په افغان لوبغاړو کې تر ټولو په ونه دنگ ځوان دى
شاپور ځدراڼ خپل څلورم اوور ته راغى ، کيڼ لاسى شاپور د افغانستان د لوگر ولايت اوسيدونکى دى
ميرويس په خپل دريم اوور کې يوه منډه ورکړه او خطرناک لوبغاړى يې هم پکې وسوځاوه.
ميروس اشرف د افغانستان د کندز ولايت د چاردرې په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى ، تيز بالر دى او ښه منډې هم جوړوي
نوى لوبغاړى د نيپال کپتان پراس خدکا دى
ميرويس بل کس اوټ کړ
ميرويس اشرف له نورو ورځو خلاف نن اضافي منډې ورکوي په دريم اوور کې يې هم يو وايډ وکړ .
د شاپور په دريم اوور کې يوه منډه ونه شوه او کيچ هم ولويد ، بخت به کله ياري ورسره وکړي ؟
نيپال ته په پاتې ٤٥ اوورونو کې ٢٠٨ منډې پکار دي او نهه لوبغاړي ورپاتې دي
دا لوبغاړى شکتي نوميږي ، اصغر عمومآ ډير ښه فيلډر دى
د شاپور د دريم اوور په لومړيو درو توپونو منډه نه ده شوې
د نيپال د پيل لوبغاړو په روانو سياليو کې پرله پسې ښې منډې کړې وې ، که څه هم انيل لا ولاړ دى خو چيتري يې هم کمزورى نه و ، د افغانستان له لورې د دغې جوړې ماتول نيپال ته لوى گوزار دى
د ميرويس په دويم اوور کې يوازې دوه منډې وشوې او يو لوبغاړى وسوځيد
د چيتري کيچ شهزاد ونيو ، ميرويس زموږ له اټکل سره سم بيا هم په سر کې مخالف لوبغاړى وسوځاوه
يو وخت مې له کبير خان څخه ، د افغانستان له روزونکي پوښتلي و چې ولې افغان بالران ډيرې اضافي منډې ورکوي ، دۀ ويل موږ عمومآ د مخالفې لوبډلې د سوځيدا هڅه کو ، پر هغوى د منډو د درولو کوشش نه کوو نو ځکه اضافي منډې هم پکې وي که د منډو د درولو هڅه وکړو نو سوځيدا پاتې کيږي ، نو زموږ لوبه بريدکوونکې لوبه ده احتياطي لوبه نه ده
ميرويس خپل دويم اوور هم په وايډ يا اضافې منډه پيل کړ
تر څلوريزې يو توپ وړاندې شاپور نژدې انيل سوځولى و خو بخت ورسره ياري ونه کړه
انيل ، خظرناک لوبغاړي په شاپور څلوريزه ووهله ، دا د نيپال لومړۍ څلوريزه ده
د شاپور د دويم اوورپه دويم توپ د سوځيدا لوى اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ
د ميروس اشرف په اول اوور کې شپږ منډې وشوې او د شاپور په لومړي اوور کې درې منډې شوې وې
د ميرويس اشرف وروستى بال ياکر و يا په بله ژبه د بېټ لاندې ورسيد خو منډه جوړونکي ورڅخه دفاع وکړه .
ميرويس اشرف په خپل لومړي اوور کې څلور وايډ يا اضافي مندې ورکړې
بشير ستانکزي له کويته بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې په سهار کې پچ لوند و منډه پرې نه کيده اوس لمر دى او منډه پرې اسانه شوې ده
ميرويس عمومآ لوبغاړي سوځوي
د ميرويس اول توپ دوه وايډ يا اضافي منډې شوې ، افغانستان تر اوسه په اوو توپونو کې درې اضافي منډې ورکړي دي
ميرويس به د نيپال انيل مندل ته توپ اچوي ، انيل په روانو سياليو کې تر بل هر لوبغاړي ډيرې منډې کړي دي او خورا تکړه ښکاري ، ميرويس په دې اتلوليو کې يوازې نيمه پايلوبه کې برخه اخيستې چې په اتلسو منډو يې د هانگ دوه لوبغاړي سوځولي و
ميرويس اشرف دويم اوور ته راغى په لومړي اوور کې شاپور درې منډې ورکړې
په ميدان کې شاوخوا څلور زره نندارچين شته چې په سلو کې اتيا يې افغانان دي
شاپور اول توپ نو بال و خو په فري هيټ يې منډه ورنه کړه په څلورم توپ نيپال دوه نورې منمډې واخيستې
شاپور بالينگ کوي
د افغانستان له خوا بالينگ شاپور ځدراڼ او ميروس اشرف عمومآ پيلوي
د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په پايلوبه کې افغانستان او نيپال يو بل ته مخامخ دي .
په دې لوبه کې نيپال پچه وگټله او لومړى يې افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه .
د افغانستان لوبغاړو په پيل کې ښه لوبه ونه کړه .
که څه هم کريم صادق بالاخر په ١٠٥ توپونو ٥٨ منډې وکړې او په دې سياليو کې يې په ترسره شويو لوبو کې تر ټولو د ډيرو منډو وياړ ترلاسه کړ .
نور علي پنځه او شهزاد بې له کومې منډې وسوځيد .
نوروزمنگل ١٤ منډې وکړې او بيا په حيرانونکې توگه ميروس اشرف لوبې ته وروبلل شو .
ميرويس تيزه لوبه وکړه دوه شپږيزې او يوه څلوريزه يې وکړه او په ٦ منډو وسوځيد .
کله چې اصغر ستانکزى هم په شپږو منډو وسځيد افغانستان په ١١٤ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي و .
خو له دې وروسته ريس احمدزى او محمد نبي لوبې ته ودريدل .
نبي په ٤٨ او ريس احمدزى په ٥٢ منډو وسوځيدل .
د نبي او ريس ترمنځ د ٩٨ منډو ملگرتيا وشوه او دا د دوى منډې وې چې د نيپال لپاره هدف يې تر دوو سوو منډو واړاوه .
له نبي او ريس وروسته سميع الله شينوارى هم ژر وسوځيد .
د افغانستان لپاره تر ټولو بد اوور ٤٩ و چې پکې دوه لوبغاړي وسوځيدل او يوازې يوه منډه پکې وشوه .
حميد حسن او شاپور ځدراڼ په وروستي اوور کې په لومړي توپ يوه منډه په دويم د حميد حسن له خوا څلور په دريم يې منډه وانه خيستلى شوه .
د وروستي اوور په څلورم توپ هم منډه ونه شوه خو په پنځم يې حميد يوه منډه واخيسته او واک يې شاپور ته پرېښود چې په وروستي توپ څه کوي .
شاپور پرې وسوځيد .
په دې توگه نيپال بايد ٢٢٥ منډې ترلاسه کړي چې دا پايلوبه وگټي .
ميدان ته په پام سره شايد افغانستان شل يا پنځه ويشت منډې کم وي خو افغان بالرانو ته په پام سره او له نيپال سره د افغانستان ريکارډ ته په کتو شايد ٢٢٥ منډې هم کمې نه وي
د الشباب ملېشې هڅه کوي چې حکومت ونړوي
په سوماليا کې حکومت مخالف اسلامپالي غورځنگ- الشباب- پر بي بي سي بنديز لگولى او هغه لېږدوونکي وسايل يې تړلي چې دننه په هيواد کې يې د بي بي سي د سومالي پروگرامونه خپرول.
الشباب پر بي بي سي د اسلام خلاف د مبارزې او د لنډمهالي فدرالي حکومت د ملاتړ تور لگولى چې ياغيان يې د نسکورولو په هڅه کې دي.
الشباب په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې بي بي سي د مسلمانانو پر ضد د صليبيانو او ښکيلاک ګرو اجندا خپروي او امر يې کړې چې ټولې خپرونې یې دې بندې شي.
بي بي سي له شا وخوا يوې لسيزې راهیسې ددغه هيواد لپاره په سوماليايي، عربي او انګليسي ژبو د اف ام پر څپو خپرونې لري
بي بي سي له شا وخوا يوې لسيزې راهیسې ددغه هيواد لپاره په سوماليايي، عربي او انګليسي ژبو د اف ام پر څپو خپرونې لري او سروې ښيي چې، بي بي سي په سوماليا کې په پراخه کچه اوريدونکي لري .
الشباب په خپله خبر پاڼه کې د هرې هغه ادارې چې د بي بي سي او امريکا غږ راډيو خپرونې خپروې غوښتي چې خپل تړونونه ورسره لغوه کړي.
الشباب او د هغه ملاتړي د سوماليا د ټولې جنوبي او مرکزي سيمو او د پلازمینې د څو ولسواليو کنټرول په لاس کې لري.
دوى په سوماليا کې د فدرالي لنډ مهالي دولت د له منځه وړو او د يوې اسلامي ادارې د رامنځ ته کيدو لپاره جنګيږي.
د بي بي سي خپرونې د اف ام پر څپو بندې شوي خو پر لنډو څپو او انترنيت لا هم اوريدل کيږي.
د بي بي سي د افريقايي چارو مشر جيري تيمينز په ځواب کې وويل زموږ ادارې د الشباب په ګډون په کړکيچ کې له ټولو غاړو سره خبرې کړي او پر دې سلا شوي چې د سختو سيالو ډلو تر منځ خپله بې طرفي او نشراتي خپلواکي ساتي او پرته له هغه به هر راز وړانديز رد کړي.
د ايست اينډرز د ډامې څيره ، کارول چې په افغانستان کې له جگړې سره مخالفه ده .
د برتانيا په يوۀ تر ټولو مشهور تلويزيوني سيريال کې د افغانستان روانه جگړه او په اتلسمې پيړۍ کې د افغان انگليس د جگړو يادونې پر افغان جنگ باندې د برتانيايي ولس د نظر تر يوۀ ځايه ښکارندويي وکړه .
ايسټ اينډرز چې د لندن د ختيځ د يوې سيمې ژوند انځوروي او له تيرو پنځه ويشتو کلونو د بي بي سي پر کورني تلويزيون خپريږي ، په خپلې يوې وروستۍ نندارې کې يو ځوان وښود چې عسکرۍ او افغانستان ته تگ غواړي .
د دغې څيرې نوم بېيلي دى او مور يې کارول د دۀ د نيت مخالفت کوي .
ايسټ اينډرز د نوي کور نوي ژوند په څير پرله پسې ډرامه ده چې د عادي ژوند په انځورولو کې ډيره بريالۍ ده .
بېيلي تنکى زلمى دى ، کار نه لري او په وړو جرمونو لاس پورې کوي .
د دۀ پلار تورپوستى او مور يې سپين پوستې ده .
مور يې او د کورنۍ نور غړي د دۀ د اصلاح کولو نيت لري .
د دۀ نيکونه په ١٩ مه پيړۍ کې په افغانستان کې وژل شوي و
خو بېيلي فکر کوي چې د برتانيا پوځ کې شامليدل او د افغانستان جگړې ته تلل تر ټولو غوره لار ده .
دى د هغو ځوانانو په حرکت لا ډير هڅيږي چې په يوې مي خانه کې د برتانيايي پوځ د قربانيو ستاينه کوي او سرتيري زړور بولي .
خو د بيېلې مور ، کارول ، د خپل زوى د راگرځولو هڅه کوي .
کارول د افغانستان اوسنۍ جگړه سمه نه بولي او د زوى د راگرځولو لپاره ورته وايي چې ولې سياستوال خپل زامن جگړې ته نه ليږي .
خو بېيلي له خپله هوډه نه اوړي .
بېيلي ځوان دى ، کار نه لري او هڅيدلى چې په پوځ کې شامل شي
کارول د وروستۍ هڅې په توگه بېيلي ته د هغه د نيکونو عکسونه ورښيي .
دا ورته وايي چې د دۀ نيکونه په ١٩ مه پيړۍ کې په افغانستان کې وژل شوي و او د هغوى کونډې او يتيمان پاتې شوي و .
د ايسټ اينډرز ننداره د برتانيا د عادي ورځني ژوند ښکارندويي کوي او څيرې يې له هغو مسايلو او پېښو اغيزمنيږي چې په ريښتيني ژوند کې يې خلک ويني، اوري او گوري .
خو دا لومړى ځل و چې په افغانستان کې د برتانيا د ځواکونو پر اوسني ماموريت ننداره څه وايي .
ايسټ اينډرز د بي بي سي کورني تلويزيون په لومړي کانال کې د اوونۍ څلور برخې خپريږي .
د دغې نندارې جوړونکو ويلي چې په بله برخه کې بېيلي له خپلې مور سره د پوځ د گمارلو ماموريت ته ورځي او په افغانستان کې د عسکري خدمت د ترسره کولو په باب معلومات ورڅخه غواړي.
د پوځ يو افسر ورته وايي چې کار به يې تر ډيره د بيا رغاونې سره مرسته ، د سولې د ټينگولو هڅه او له افغانانو سره مرسته وي .
خو پوځي افسر دا هم ورته وايي چې په عسکرۍ کې نورې خبرې هم شته .
بېيلي ته ويل کيږي چې شايد امر ورته وشي چې پر غليم ډزې وکړي .
په همدغه شېبه کې د بېيلي مور نارې کړي او وايي زما زوى دا نه شي کولى
د چلسي دروگبا ، په منځ کې ، او کوول ، ښي لاسته ، گولونه وکړل
د انگلستان د فوتبال ليگ په لومړي کتار يا پريميرشېب کې له دې هيسته يوازې پنځه نورې لوبې پاتې دي .
د ٣٨ لوبو په دغه ليگ کې به همدا وروستۍ پنځه لوبې څرگندوي چې څوک د روان کال اتل دى .
د تير کال اتل مانچستر يونايتيد د شنبه د ورځې تر لوبې وړاندې لا دوه پواينټونه وړاندې و خو دويم نمبر چلسي يونايتيد ته ماتې ورکړه او ترې وړاندې شو .
چلسي د لوبې په لومړي هاف يا برخه کې د جو کوول له خوا گول وکړ او په لوبه کې برلاسى و .
په دويمه برخه کې لوبه تر ډيره مساوي روانه وه خو د چلسي دروگبا دويم گول وکړ او لوبه يې د مانچستر يونايتيد له واکه وايستله .
د دروگبا گول اف سايد ښکاريده خو لوبڅار څه ونه ويل .
مانچستر يونايتيد د لوبې په وروستيو لسو دقيقو کې يو گول وکړ خو د وېين رووني په نشتوالي کې يې نور څه ونه کړاى شواى .
په يوه بله لوبه کې په دريم مقام کې ناست ارسنل چې گڼ لوبغاړي يې ټپيان و د وولف لوبډلې ته يو صفر ماتې ورکړه .
د ارسنل له دې بري سره دوى دريم مقام لا پسې ټينگ کړ او له مانچستر يونايتيد څخه اوس ايله يو پواينټ شاته دي .
د څلورم مقم لپاره لوبه کې د لندن بل کلب تاتنهم له سندرلند څخه درې يو وبايلله .
مایک مولن وویل اندېښنه یې داده چې د ایران له لوري دغه هڅي مخ پر ډېرېدو دي آن تر دې چې د ښاغلي مولن په وینا ایران اوس کندهار ته چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د مخالفینو په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پوځي عملیات پکې پیل شي، وسلې لیږلې دي.
د امریکا جګپوړی پوځي چارواکی پر ایران تور لګوي چې په کندهار کې یې تر پلان شویو پوځي عملیاتو وړاندې وسله والو مخالفینو ته وسلې لېږلې دي .
د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر امیر البحر مایک مولن کابل ته د خبل سفر پر مهال په سیمه کې د ایران د نفوذ ډېرېدو د هڅې په اړه اندېښنه وښوده .
امیر البحر مولن دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې په کندهار ولایت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو لخوا پراخ پوځي عملیات پیل شي .
ښاغلي مولن وایې تر هغو به یې ځواکونه په افغانستان کې دیره وي چې دده په وینا پدغه هېواد کې د طالبانو او القاعده خطر په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي .
دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت له مخالفینو سره د نورو شبکو په تېره بیا د ایران د مرستې او ملاتړ خبره کیږي، خو دا ځل د امریکا لوی درستیز وویل چې ایران په پرله پسې ډول هڅه کوي چې په سیمه کې خپل نفوذ ډېر کړي .
ټول په دې پوهیږو چې کندهار مارجه نده . په اصل کې کندهار زموږ په وړاندي یوه لویه ننګونه ده . موږ دغلته خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډیرو ځواکونو او نورو امکاناتو ته اړتیا لرو، زموږ ټول هدف دادی چې ځواکونه مو له افغانستانه ووځي ، خو دغه هدف ته د رسیدو لپاره د حکومتي ادارو د غښتلتیا په ګډون لا ډیر څه کولو ته اړتیا ده.
مایک مولن
مایک مولن وویل اندېښنه یې داده چې د ایران له لوري دغه هڅي مخ پر ډېرېدو دي آن تر دې چې د ښاغلي مولن په وینا ایران اوس کندهار ته چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د مخالفینو په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پوځي عملیات پکې پیل شي، وسلې لیږلې دي:
((ایران په سیمه کې د خپلې اغیزې د ډېرولو هڅه کوي . البته دا تر ډیره ځایه د ګاونډي هیواد په توګه د ډیرې حیرانۍ خبره نه ده، خو د اندېښنې وړ دا ده چې دغه اغېز منفي بڼه لري. تېره شپه ماته وویل شول چې له ایرانه کندهار ته زیاته اندازه وسلې لیږدیدلي دي. په وروستیو کلونو کې دغه ډول نوري بیلګي هم لیدل شوي چې ښیې ایران غواړې په سیمه کې د خپل نفوذ د ډیرولو په هڅه کې دی .))
ایراني چارواکو په تېر کې هم دغسې تورونه په کلکه رد کړي دي . خو امریک ایې داسې وخت له مخالفینو سره د ایران د پوځي همکارۍ تور لګوي چې د راپورونو له مخې په کندهار کې شاوخوا دوې میاشتې وروسته پوځي عملیات پیلېدونکي دي.
چارواکي دغه عملیات د طالبانو او القاعده د له منځه وړلو لپاره ډیر مهم بولي . ښاغلی مولن کندهار د طالب ځواکونو د فعالیت زړه بولي او وایې د هلمند په مارجې کې د دوی د عملیاتو په پرتله به په کندهار کې ددوی هڅي ستونزمني وي .
ښاغلی مولن د هلمند ولایت مارجې ته هم تللی وو او هیله یې وښوده چې ددغې سیمې د خلکو ژوند ډیر ژر خپله نورماله بڼه غوره کړي .
نوموړي د دغو عملیاتو د پیل او څرنګوالي په اړه څه ونه ویل خو دې ته یې اشاره وکړه چې ښایې د سیمي د پراخوالي او د جګړې د پیچلتوب له کبله پدغه ځای کې ډیرو ځواکونو او ډیر وخت ته اړتیا وي :
کندهار مارجه نه ده
((ټول په دې پوهیږو چې کندهار مارجه نده . په اصل کې کندهار زموږ په وړاندي یوه لویه ننګونه ده . موږ دغلته خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډیرو ځواکونو او نورو امکاناتو ته اړتیا لرو، زموږ ټول هدف دادی چې ځواکونه مو له افغانستانه ووځي ،خو دغه هدف ته د رسیدو لپاره د حکومتي ادارو د غښتلتیا په ګډون لا ډیر څه کولو ته اړتیا ده . د ځواکونو د وتو لپاره باید شرایط برابر سي او موږ باید پدې اړه واقع بین و اوسو. ))
ښاغلی مولن وایې تر ډیره د افغانستان جګړه پدغه هیواد کې د طالبانو او االقاعده ډلې په له منځه تلو پوري اړه لري . دا هم ویل کیږي چې په کندهار ولایت کې د پیلیدونکو عملیاتو پایله به د افغان حکومت له لوري له مخالفینو سره د روغي جوړي پیل شوی بهیر ټکنی کړي.
خو امریکا یې چارواکي وایې په افغانستان کې د روان کال مهم کارونه لکه پوځي عملیات ، له مخالفینو سره د روغې جوړي بهیر او راتلونکي پارلماني انتخابات په یوه ځانګړي او منظم زماني چوکاټ کې تنظیم سوي دي.
ده د ولسمشر کرزي له لوري له مخالفینو سره د سولي د خبرو هرکلی وکړ خو پدې وروستیو کې یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ داسلامي ګوند د پلاوي د هغه وړانديز په اړه چې بهرني ځواکونه دي له افغانستانه ووځي، وویل د افغانستان اوسني حالات ددې ندي چې بهرني ځواکونه دې اوس دغه هېواد پریږدي.
د امریکا دغه لوړ پوړی چارواکی تر دې وړاندي له ولسمشر کرزي سره هم په افغانستان کې د فساد د مخنیوي ، د نشه یې توکو ، د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو او نورو پوځي او ملکي چارو پر څرنګوالي خبري کړيدي .
ښاغلی مولن د هلمند ولایت مارجې ته هم تللی وو او هیله یې وښوده چې ددغې سیمې د خلکو ژوند ډیر ژر خپله نورماله بڼه غوره کړي .
نژدې يوه مياشت وړاندې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې امريکايي ځانګړو ځواکونو پر پوليسو هوايي بريد وکړ، او اووه تنه يې ووژل.
د کندز والي انجنير محمد عمر يوې خبري ناستې ته وويل پېښه تېر ه شپه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې شوې .
نوموړي وويل په وژل شوو کې د ملي اردو سرتېري او افسران شامل دي .
انجنير عمر له خبريالانو سره په خبرو کې وويل پېښه وروسته له هغه وشوه، کله چې الماني پوځيان له له چادرې ولسوالۍ نه د کندوز پر لور په توره شپه کې روان ول .
نوموړي دا پېښه تصادفي وبلله ، خو په کندوز کې د الماني پوځيانو وياند ډګرم د پېښې پر تاييدولو سربېره وايي شپږ افغان ملي ادو نه بلکې پنځه ملي اردو سرتېري وژل شوي .
ډګرمن ويبر هم وايي چې دا پېښه په تصادفي توګه شوې ده .
خو د کندز والي انجنير عمر وايي ښايي المانيانو ته به په دا رپوټ ورکړل شوی وي، چې ستاسو مخې ته وسله وال مخالفين راځي .
د کندز والي وايي دا پېښه په تصادفي توګه شوې ده.
د پېښې ځای ته د ۲۰۷ شاهين قل اردو قوماندان هم ورغلی، او په اړه يې پلټنه پيل شوې ده.
ځايي خلک وايي د شپې يې ډزې واورېدې، خو له وېرې له کورونو راونه وتل او سهار خبر شول، چې الماني پوځيانو د ملي اردو سرتېري په ډزو وژلي دي.
تېره شپه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې طالبانو الماني پوځيانو ته کمين نيولی و، چې په پايله کې درې الماني سرتېري ووژل شول، او پنځه نور ټپيان شول.
نژدې دوه مياشتې مخکې هم په چهاردره کې الماني پوځيانو پر يوه کرولا موټر ډزې وکړې چې ولسي وګړی پکې ووژل شول او يو بل ټپي شو .
همدا راز نژدې يوه مياشت وړاندې هم د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې امريکايي ځانګړو ځواکونو پر پوليسو هوايي بريد وکړ، او اووه تنه يې ووژل .
بل خوا د کندز امنیه قوماندانۍ ويلي چې د جنايي جرمونو د رياست یو افسر، چېله بغلان څخه د کندوز پر لور روان و، پر لاره وسله والو په ډزو وژلی دی.
د دغه افسر د وژلو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
ولسمشر کرزي په خپله وينا کې پر ولسي جرګې هم تور ولګاوه چې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې ده ځکه يې د ټاکنو نوی قانون رد کړی دی .
د ولسي جرګې مشر يونس قانوني وايي ولسمشسر کرزی بايد د نا سمو ادعاوو پر ځای خپل هغه حقوقي سلاکاران له کاره ګوښه کړي وای ده ته يې نيمګړي تقنيني اسناد د توشيح لپاره سپارلي ول.
ولسمشر کرزي د تېرې پنجنشې پر ورځ په يوه هېښوونکي وينا کې په ترخه ژبه بهرنيان د افغانستان په ټاکنو کې پر لاسوهنو تورن کړل او همدا راز يې ولسي جرګه دده د تقنيني فرمان د ردولو له امله وغندله .
د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرگندونو چې پرلويديځ له بېسارو نيوکو ډکې وې په کور د ننه او بهر خورا ډېر او جدي غبرګونه راپارولي دي .
نوموړي د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ولسي جرګې له لوري د تقنيني فرمان په توګه د ټاکنو دنوي قانون ، ردېدلو ته د غبرګون په پلمه يوې خبري ناستې ته د وينا پر مهال په افغانستان کې يو شمېر لوېديز سفارتونه او چارواکي تورن کړل چې ددغه هېواد د ټاکنو په درغليو پړه دي .
هغه تور چې پر موږ ولګېده دا و چې ګنې شورا د بهرنيانو تر اغېزې لاندې دغه پرېکړه کړې ده ، خو زه د غه ادعا او تور چورلټ ردوم .
يونس قانوني
ښاغلي کرزي گواښ کړی و چې دده په وينا د لوېديز دغه ډول لاسوهنې به د گټې پر ځاى تاوان پېښ کړي، د واکمنۍ درنښت به له منځه يوسي او روان بغاوت ته به قانوني بڼه ورکړي.
ولسمشر کرزي په خپله وينا کې پر ولسي جرګې هم تور ولګاوه چې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې ده ځکه يې د ټاکنو نوی قانون رد کړی دی .
خو په ولسي جرګه کې په دې اړه تر بحث وروسته ددغې جرګې مشر محمديونس قانوني د جرګۍ په استازۍ دغه ادعا په کلکه رد کړه :
((هغه تور چې پر موږ ولګېده دا و چې ګنې شورا د بهرنيانو تر اغېزې لاندې دغه پرېکړه کړې ده ، خو زه د غه ادعا او تور چورلټ ردوم .
زه غواړم ووايم چې که په حکومت کې دغه شونيتاوي خو د افغانستان د ملت په کور کې د غه شونتيا نشته ، د لته بهرنی نفوذ نه شي کولای .))
ښاغلي قانوني وويل چې د ولسمشر حقوقي سلاکاران ملامت دي چې هغه ته يې نيمګړي تقنيني اسناد برابرول او پرې توشيح کول يې :
((زه که د ښاغلي ولسمشر پر ځای وای نو د پنجشنبې پر ورځ به مې لومړ ګام دا و چې د خپلو هغو حقوقي سلاکارانو د ګوښه کولو فرمان صادر کړم چې د افغانستان ولسمشر ته يې د اساسي قانون پر خلاف نا سمه مشوره ورکړې وه . دا سمه نه ده چې تاسې د هېواد لومړي سړي ته د اساسي قانون خلاف ناسمه حقوقي مشوره ورکړیء.))
دغې وينا په واشنگټن کې دا اندېښنې راوټکولې چې د يوه متحد په توگه پر حامد کرزي، په داسې يوه حالت کې چې نژدې ٩٠ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پراته دي، څومره باور کېدلى شي .
د ولسمشر کرزي له څرګندونو وروسته په کابل کې د امريکا سفير هم د خپل هېواد د بهرينو چارو وزرات په امر له ښاغلي کرزي سره ليدلي دي .
په يوه جلا پرمختګ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيليري کلينټن هم له ښاغلي کرزي سره اوږدې ټليفوني خبرې کړې .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې دغه خبرې رغوونکې وې .
وياند دا هم وويل چې ولسمشر کرزي د دواړو هيوادنو پر ملگرتيا خپله ژمنه بيا تکرار کړه او د نړيوالې ټولنې د قربانۍ يې وستايلې.
د امريکا د يوه بل جگپوړي چارواکي له خولې هم ويل شوي چې افغان ولسمشر مېرمن کلنټن ته ويلي چې نه يې غوښتل وينا يې دومره ترخه وبرېښي .
خو دغې وينا په واشنگټن کې دا اندېښنې راوټکولې چې د يوه متحد په توگه پر حامد کرزي، په داسې يوه حالت کې چې نژدې ٩٠ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پراته دي، څومره باور کېدلى شي .
جگپوړو امريکايي چارواکو دا هم وويل چې ښاغلي کرزي ونه شواى کړى چې د ولسمشرۍ تر ناندره ييزو ټاکنو وروسته ، نوې پاڼه راواوړي او په دې سره يې يادونه کوله چې مېرمن کلنټن ترې وغوښتل چې راځئ "دا نور پرېږدئ او پرمخ درومئ .
د ريس احمدزي د ښې لوبې له برکته افغانستان اماراتو ته مناسب هدف وټاکه
افغان لوبغاړو د نبي په نشتوالي کې له اماراتو سره ښه لوبه وکړه خو د ثاقب علي ٩٣ منډو له شکست سره مخامخ کړل .
افغانستان په دې لوبه کې هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شو چې ايله ٢١٦ منډې يې وکړې .
د متحدو عربو اماراتو لوبډله خوا پياوړي منډه جوړونکي لري او تر پايه پورې د منډه جوړولو جوگه دي .
که څه هم په لومړني اوور کې شاپور ځدراڼ د اماراتو يو لوبغاړى وسوځاوه او وروسته د افغانستان ورو بالرانو د دوى د منډو مخه تر ډيره ډبه کړه خو ثاقب علي تر پايه پاتې شو .
دۀ درې نوي منډې وکړې او په وروستي اوور کې چې لا پنځه بالونه پاتې و لوبه وگټله .
افغانستان له دې ماتې سره له نيمه پايلوبو نه پاتې کيږي . خو شايد په خپل گروپ کې لومړى مقام ترلاسه نه کړي .
د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په دويمه لوبه کې افغانستان له متحدو عربو اماراتو سره مخامخ دى.
په کويت کې ترسره کيدونکې دغه لوبې د گڼ شمير افغان نندارچيانو په شته والې کې پر مخ ځي .
افغان کپتان نوروز منگل د پچې په گټلو لومړى خپله منډو ته زړۀ ښه کړ خو افغان منډه جوړونکي له پيله لا له ستونزو سره مخامخ و .
کريم صادق او اصغر ستانکزى ژر وسوځيدل او د منډو جوړول ستونزمن شو .
نورعلي که څه هم تر ډيرو ودريد خو هغه د منډې ترلاسه کولو په هڅه وسوځيد او ورپسې نوروز منگل هم ژر ستون شو .
د افغانستان له خوا پخواني کپتان ريس احمدزي د ٥٥ منډو او سميع الله شينواري د ٥١ منډو په کولو اماراتو ته ښه هدف وټاکه .
د اماراتو پياوړې لوبډلې ته په پام سره دا منډې شايدډيرې نه وي .
په تيرو وختونو کې چې هر کله افغانستان اماراتو ته ماتې ورکړې محمد نبي عيسى خيل پکې ځليدلى دى خو دا ځل نبي هم نشته .
نبي ته د کويت حکومت لا تر اوسه ويزه نه ده ورکړې او هغه په کابل کې دى .
ريس احمدزي په دويمه پرله پسې لوبه کې تر پنځوسو ډيرې مندې وکړې او وځليد
د ٢٣٧ منډو هدف د ماليزيا په څير لوبډلې ته خورا ډيرې ځکه ښکاريدې چې د افغانستان د لوبډلې بالران پياوړي دي .
خو په حيراننونکې توگه ماليزيا دغه هدف تر پايه تعقيب کړ .
که ماليزيا په خپلو پاتې دوو لوبو کې بوټان ا و متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړي او د منډو اوسط يې تر افغانستان لوړ وي نو افغانستان به له سياليو ووځي او دوى به نيمه پايلوبو ته ورسيږي
که داسې وشول دا به له ٢٠٠٦ کال څخه راهيسته لومړى ځل وي چې افغانستان د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافۍ په ترڅ کې نيمه پايلوبو ته نه رسيږي.
خو که ماليزيا يوه لوبه وبايلله بيا به افغانستان نيمه پايلوبو ته رسيږي.
د ماليزيا له خوا سوهان کمار ٦١ مندې وکړې او د بري بنسټ يې کېښود خو وروسته انور الدين او نورترام پسې ښه لوبه وغځوله او برى يې نژدې يقيني کړ .
انورالدين په ٤٣ منډو د حميد حسن په توپ شهزاد کيچ اوټ کړ خو ماليزيا د دۀ د سوځيدا تر وخته په ښه دريځ کې وه .
په ورپسې بال حميد حسن بل لوبغاړى وسوځاوه او داسې هيله يې پيدا کړه چې شايد افغانستان ماتې په بري بدله کړي .
په بل اوور کې شاپور په لومړي توپ د ماليزيا اووم لوبغاړى وسوځاوه او افغان مينه وال يې راپورته کړل .
دا هغه وخت و چې ماليزيا په ٣٦ توپونو اتلس منډو ته اړتيا لرله او لا يې شپږ لوبغاړي پاتې و .
خو د اوو توپونو په تيريدا ماليزا بله منډه وانه خيسته او درې لوبغاړي يې وسوځيدل.
ماليزيايي لوبغاړو گټلې لوبه ليده چې له لاسه يې وځي خو د ماليزيا رحيم او عرفان د شاپور په پاتې پنځو توپونو څلور منډې واخيستې او ماليزيا يې بري ته يو گام بل هم ورنژدې کړ .
ماليزيا په وروستيو څلورويشت توپونو يوازې څوارلس منډو ته اړتيا لرله او لا هم ورسره درې لوبغاړي پاتې و .
حميد حسن دوه نور لوبغاړي وسوځول او لوبه وروستي اوور ته ورسيده.
په وروستي اوور کې ماليزا څلورو منډو ته اړتيا لرله او يو لوبغاړى ورپاتې و.
ماليزيايي لوبغاړو دوه منډې واخيستې خو په وروستيو دوو بالونو لا هم ورته دوه منډې پاتې وې .
کپتان نوروز منگل بالينگ کاوۀ او په خپل پنځم بال يې د ماليزيا وروستى لوبغاړى وسوځاوه او له يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته يې دا لوبه په يوې منډې وگټله .
د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په دريمه لوبه کې ريس احمدزي ناسوځيدلو ٦٤ منډو افغان لوبډله وتوانوله چې ماليزيا ته تر دوو سوو د ډيرو منډو موخه وټاکي .
په داسې پېچ يا د لوبې پر ميدان چې ظاهرآ شنه واښه پرې ښکاريدل افغانستان پچه وگټله او خپله يې منډو ته زړۀ ښه کړ .
افغان لوبډلې پيل دومره ښه و چې د پچې تر گټلو وروسته پريکړه پکې سمه ښکاريده .
افغانستان په ديارلسم اوور کې خپل لومړى لوبغاړى کريم صادق هغه وخت له لاسه ورکړ چې لوبډلې اويا منډې درلودې .
کريم صادق ٤٦ مندې کړې وې. نور علي ٢٤ او اصغر ستانکزي ٤١ منډې وکړې او داسې ښکاريده چې افغانستان به تر درو سوو پورې منډې وکړي .
خو د ١٤٤ منډو په مجموعه کې چې شهزاد څلورم لوبغاړى وسوځيد داسې ښکاره شوه چې منډې جوړول گران شوي او تر دوو سوو پورې به هم رسيدل اسانه نه وي .
په همداسې يوه ناهيلي حالت کې پخواني افغان کپتان ريس احمدزي بيا وښووله چې تجربه په همداسې شرايطو کې پکار وي .
په ريس احمدزي ځينو کړيو د جمعې په ورځ نقد کړى و چې له اماراتو سره ورو لوبيدلى و .
له اماراتو سره ريس احمدزي ٥٥ منډې کړې وې او په داسې وخت کې لوبې ته راوتلى و چې د افغان لوبډلې ډير لوبغاړي سوځيدلي و او دۀ بايد احتياط کړى واى .
خو له ماليزيا سره ريس احتياط او تجربه وکاروله او يوازې په ٥٩ بالونو يې ٦٤ ناسوځيدلې منډې وکړې .
که افغانستان دا لوبه گټي نو ارو مرو به د ريس احمدزي دغه منډې بې سارى ارزښت ورته لري .
په افغان لوبډله کې نن د شبير پر ځاى دولت احمدزى لوبې ته راغلى دى .
دولت احمدزى تيز بالر دى که څه د بېټينگ په ترڅ کې ټپي شو او له لوبې ووت خو وروسته بيرته راستون شو .
د دولت ، شاپور او حميد په شته والي کې بايد ماليزيا له خورا ډيرو ستونزو سره مخامخ وي .
ثانيه وايي د هند له خوا به لوبه کوي ، شعيب وايي د پاکستان له لورې کريکټ نه پريږدي.
د هند د تينس لوبې تر ټولو وتلې ، ښکلې او مشهوره څيره د پاکستان د کريکټ له يوۀ ستوري سره وادۀ کوي .
دا خبره د هند د تينس ستورې ثانيه مرزا کورنۍ په ډاگه کړې ده .
داسې هيله ده چې دوى دواړه به راتلونکې مياشت وادۀ وکړي .
ثانيه مرزا د ښځو د تينس په نړيوالو درجه بنديو کې دوه نويم نمبر لري او څو کاله وړاندې د استراليا د تينس په پرانيستو لوبو کې د يوې لوبې پر گټلو د پام وړ شوه .
شعيب ملک پخوا هم واده لارۀ او يوه ماشومه لور لري خو د ثانيه مرزا پلار وايي تر وادۀ وروسته به ملک او د ده لور دوبۍ ته په کډه کيږي .
ثانيه مرزا اوس د مړوند ټپ لري او لوبه نه شي کولى خو پلار يې وايي چې که يې ټپيونه ښه شي دا به خپلې لوبې ته له واده وروسته هم دوام ورکوي .
داسې باور دى چې د وادۀ په ورځ به د هند په حيدراباد او د پاکستان په لاهور کې ميلمنو ته په يو وخت ډوډۍ ورکړل شي .
ثانيه مرزا په لوبيز ژوند کې وځليده ودنى ژوند به نوى پيلوي
ثانيه د هند په حيدراباد او شعيب ملک د پاکستان په لاهور کې اوس ژوند کوي .
ثانيه مرزا وايي تر وادۀ وروسته هم غواړي چې د هند په استازيتوب په نړيوالو لوبو کې برخه واخلي .
د دې د ژوند نوى پاکستانى ملگرى بيا هيله لري چې د خپل هپواد له خوا کريکټ لوبې ته دوام ورکړي .
پر شعيب ملک اوس د پاکستان د کريکت بورډ له خوا بنديز لگيدلى دى او دم گړۍ له نړيوالو لوبو منع شوى دى .
يوامريكايي سمندري سرتيري په اسلام دين مشرف سو
دهلمند ولايت د مارجي ولسوالي په كرو څلورلاري كي يو امريكايي سمندري سرتيري چي د عامه نظم د پوليسو په يو امنيتي پوستي كي اوسيدي په اسلام دين مشرف شو .
د عامه نظم د پوليسو قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري وايي چي نوموړي ته نن له زروزياتو ديني عالمانو او دسيمي اوسيدونكو يو پراخه غونډه جوړه كړي وه دي ته يي داسلام قوانين وروښودل
د مارجي ولسوالي د سمندري سرتيرو قوماندان كرنل وارټه وايي امريكايي سمندري سرتيري چي لنګوفر نوميدي اوس يي نوم عبدالله دي
ديادوني وړده چي دا لمړي امريكايي سمندري سرتيري دي چي په اسلام مشرف شو
صفت الله زاهدي هلمند