د فاطمې اوښکې (د روم خاطره۱۱)محمدنعمان دوست
محمد نعمان دوست ، کابل
په روم کې مو خپل سفير پوهاند موسى معروفي د بهرنيو چارو په وزارت کې وليده ، په ليدلو يې ډېر خوشحاله شوو او دا تمه را پيدا شوه چې ګوندې سفارت ته د راتګ بلنه راکړي .
همداسې وشول ، چې څنګه مو د جمعې ټوله ورځ په ګرځېدو تېره کړه نو د شپې ډوډۍ ته سفير دعوت کړوو.
تېر ماښام د سفارت مخې ته ورسېدو ، سفير صاحب او څو نور کارکونکي هر کلي ته ولاړ وو .
په لويه دروازه ورننوتو مخامخ سمټي زينه وه او دواړو غاړو ته يې د زمريانو مجسمې ايښې وې ، او داسې يې ښکاروله چې موږ لا اوس هم د زمريتوب دعوې کاوو .
سالون ته ننوتو ، مخامخ ښي لاسته د پخواني ټولواک محمد ظاهر او کيڼ اړخ ته د حامد کرزي رنګه عکسونه په چوکاټونو کې ايښودل شوي وو.
سفير صاحب ، هر چاته جلا- جلا درېده او د حال احوال پوښتنه يې کوله .
زه معروفي صاحب سره خوا په خوا ناست وم ، مخامخ يوه ميرمنه له دوه نجونو سره چې زموږ د سفر ملګرې وې ، ناسته وه .
پوښتنه مې وکړه ، دا فاطمه ظاهر وه ، د څلورم شهزاده داوود پشتونيار کونډه وه .
فاطمه په شاهي دوره کې د دفاع د يوه وزير جنرال محمد عارف لور و .
هغې سره خبرو کولو ته مې سودا وه ، چې څنګه يې له خوا يوه نجلۍ لرې شوه ، ور پورته شوم او ورسره خوا په خوا کيناستم .
فاطمه ، عمر خوړلې ميرمن وه خو د کندهاريانو خبره شه بيداره وه ، په درې ژبه يې ډېر خوږ بانډار کاوو . هغې يوه جمله داسې وويله : (( ما مادر مهربان تان استم ، قدمهاى تن به سر چشمانم . ))
فاطمې ډېر عمر په روم کې تېر کړى و ، خو ژبه يې ساتلې وه .
هغې ويل چې کله يې خسر ( محمد ظاهر شاه ) چې دې بابا باله ، ژوندى و نو کابل ته يې ديدن ته هر کال تله .
فاطمې ، ته ټول وطن خپل کور ښکاريده دهر ولايت پوښتنه يې کوله .
هغې پوښتنې کولې او ما ورته د وطن روانې غميزې بيانولې او ورته ويل مې چې وسلوال مخالفان څه کوي ؟ بهرنيانو څه را اخستي او څه روان دي ؟
تر ډېره مې بله پوښتنه وانه ورېده ، چې ور ومې کتل سترګې يې ډکې وې او يوه اوښکه يې د زنې سر ته را رسېدلې وه .
دفعتاً مې بحث بدل کړ ، پوه شوم چې دردونه بيانول پرته له دې چې دردونه زيات کړي ، نور څه نه شي کولى .
سفارت ډېره ښکلې او خوندوره ميلمستيا برابره کړې وه ، وطني رنګارنګ خوراکونه وو .
له سفارت نه مو د وتلو وخت شو ، سفير صاحب د پاى خبرې شروع کړې او خپل هغه انګليسي شعر يې ولوست کوم چې دده په وينا ، څو کاله وړاندې يې امريکا متحده ايالاتو کې افغان محصلينو ته اورولى و .
په شعر کې چې هر بيت يې خپله بېرته په درې ژباړه ، په ملي وحدت ډېر ټينګار شوى و او ځوانان يې يو والي ته هڅول .
شعر خلاص شو ، سفير صاحب په دې زاړه ځان دسفارت تر در وازې بدرګه کړو موږ موټر ته پورته شوو او هغه له خپلو ملګرو سره تر ډېره د خداى پامانى په موخه لاسونه خوځول .