ولي داسي وشي ؟
ولي داسي وشي ؟
دافغانستان داسلامی جمهوري دولت محترم جمهور ريس ښاغلي حامد کرزي صاحب ته ديو افغان او خوا خوږي ورور په صفت دا څو خبرې کول غواړم.
عزتمنده! بس دی شمالي ټلوالي په ځانګړي ډول پنجشيريانو در باندي ډېرې ملنډې ووهلي دټولو افغانانو او په ځانګړي ډول دپښتنو هغه افغاني اوپښتني حيثيت او غرور يې درباندي له خاورو سره خاورې کړ، دخپلو شخصي ،سمتي او ګوندي ګټو د ساتلو لپاره دي کله يو اوکله بل په څنګ کې ناست وي او تا ديوي نانزکي په ډول لوبوي ، خپل ساعت تيری درباندي کوي ، خپلو موخو او اهدافو ته درباندي خپل ځانونه او ټلواله رسوي ، چې يوه ښه بيلګه يې د جمهوري رياست دمرستيالي لپاره يو ځل د احمدضيا (مسعود) او بيا د جنرال فهيم نومول او په ټاکنو کې ستا ملاتړ کول ؤ چې البته هغه هم دخپلو ګټو لپاره ؤ او بل د اوسني دولت د نيمي کابيني شتون اود نورو غټو دولتي پوستونو اشغال دی چې دهمدې ډلي لخوا دولت ته ورپيژندل شوي او ستا خوا خواږي دي او يواځي دوی دي چې په افغان دولت کې دکار کولو حق او وړتيا لري.
نودغه نور افغانان درته هسي ناپوه او د پرديو غلامان ښکاري او په خپل دولت کې کار کول ورته خوند نه ورکوي اوکه د افغان په نامه باندي خپلوسرونو قرباني کولو ته نه دي حاضر.
دنورو به څه نه درته وايم خويواځي په دغو دريو نفروبه يوڅه رڼا واچوم. لومړی محترم ډاکتر عبدالله ( عبدالله) چې ستا د دولت غړی او دبهرنيو چارو وزيرؤ هغه وخت ستا دولت قانوني ، دولس دغوښتنو سره سم او په نړيوالو سياسي او فرهنګي معيارونو يو برابر دولت ؤ ، اوده ديو وزير په صفت دا حق ځان ته ورکړي ؤ چي د دولت له دري ګونو قواوو او د افغان ولس له خوښي څخه پرته بهرنيانو په خاص ډول امريکايانو ته په افغانستان کي دتل پاته کيدو لاس ليکونه ور وکړي، خو اوس چې يې ستا د دولت غړيتوب له لاسه ورکړ ترهمدي دولت بل خراب دولت د ده په اند دځمکي پر مخ نه ليدل کيږي ،سره له دې چې (فهيم ) او ځيني نور ځوانان يې لا هم ستا په څنګ کې ناست دي خو هغوی ته دا نه وايې چې تاسو دغه پوستونه خالي کړي او دهمدي دولت په ضد کار وکړی ځکه دوی خو دواړه لاسونه په يو ځل په خوله ننباسي او په دې کې ډېرې ګټې دي.
دوهم به په ( امرالله صالح ) باندي خبري وکړم هغه چې کله ستا د دولت د خاد( امنيت ) دعمومي رياست دريس په توګه کار کاؤ او ستا د دولت له فعاله غړو څخه شميرل کيدو او يقيناَ چې د دولت په ګټه يې ډير کارونه هم کول هلته ستا دولت قانوني ، انتخابي ، او په نړۍ کې يو پيژندل شوی اومنل شوی دولت ؤ ، خو کله چې دی په خپله دنده کې پاته راغلی او د ( آمن اوسولي دجرګي ) په خيمه باندي د افغان دولت دمخالفينوله لوري حمله وشوه او دهمدې حملي مخنيوی د ده دنده وه او دی يې په سرته رسيدو کې پاته راغی مخنيوی خو څه چې په دې هکله يې لاهيڅ معلومات هم نه درلودل ، نو دهمدې نيمګړتيا په سبب ده وغوښتل چې په تا باندي ځان ګران کړي او خپل نازونه درباندي وکړی نو استعفايې درته وړاندي کړه اوهغه وخت زه نه يم خبرته په کومو سوچونو کې تللی وي د ده استعفادي ومنله چې په نتيجه کې يې نوموړی له دندي څځه ګوښه کړل شو، بس له همغي ورځي ستا دولت د ده په خوله د تروريستانو ملاتړی دولت وبلل شو او دسولي غوښتل او له مخالف لوري سره خبرې کول چې دافغانستان د دېرش ميلونه وګړو غوښتنه وه او غواړي يې ، ولي صالح صاحب له هغي ورځي راهسي په بل خره سپر شويدی او له مخالفينو سره سوله کول يو غير قانوني او دافغانستان د اساسي قانون په ضد يو عمل بولي.
دريم به راشو په محترم معنوي صاحب به لږ خبرې سره وکړو چې هغه ته تر ډيري اندازي ديني او اسلامي معلومات هم شته ، دمسلمان حق ،د يو انسان انساني حيثت ته دسپکاوي او په قيامت کې دهغي دبديل په هکله هم پوره معلومات لري اودا لا بله چې په کابل کې دجامع مسجد خطيب هم دی او په سلګونو مقتديان ورپسي اقتدا هم کوي دی لکه دهندي فلم هيرو کله په يوه او کله په بل رنګ جامو کې مسجد ته راځي او له ځانه يې د( فيشن ) او ورځني موډونو د اعلان بورډ جوړ کړيدی.
تا هغه ته د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د ريس دنده د همدي لپاره ور وسپارله چې نوموړی دخلکو درايو درناوی وکړي او خوندي يې وساتي خو ده برسيره په خوندي نه ساتلو د هغوی سپکاوی لا هم وکړ، د افغانستان د ديرش ميلونه وګړو په ثابت او منل شوي حق چې ( رايه ) ورکول او ولسي جرګي ته ديو سالم شخص ټاکل ؤ څه لوبي ونکړي او پارلمان ته يې څنګه خلک وليږل او دا نزدي يو کال کيږي چې د افغانستان په پارلمان کې څه نه دي شوي او د نړۍ ټولي رسنۍ ورباندي څه خبري نکوي اوبل د ډېری وکيلانو افغاني عزت او حيثيت دهمدې معنوي له لاسه له منځه ولاړ ، دا که خپله وکيلان په دې نه پوهيږي دا دهغوی خپله نيمګړتيا او ګناه ده ، ده دخپلو شومو اهدافو دتر لاسه کولو لپاره له ولسي جرګي هم خپله ټلواله جوړه کړه کله يو وکيل په حق وبولي هغه بل پسي پايڅې راپورته کړي او کله بل په حق وبولي او هغه پسي واخلي،.چې په نتيجه کې يې آغلي ( سيمين بارکزۍ ) دا دی نهه ورځي کيږي چې دنه خوړلو اعتصاب يې کړيدی او دا وايې چې زه خو يوه عاجزه ښځه وم او ما خو کومه درغلي هم نه ده کړي ولي زه د ټاکنو دخپلواک کميسون د چارواکو تر نظر ډيره کمزوري ورغلم او دا دی له ولسي جرګي يې په غير قانوني ډول و ايستلم او له دې سره شته روغتيايې ټيم وايې چې دنوموړي روغتيايې حالت ډير خراب دی او همدا اوس نوموړي د رسنيو له لاري خپل وصيت ( چې زما دمرګ مسؤلين خپله کرزی او دټاکنو د کميسون ريس معنوي دي ) هم خپلو هغو خلکو ته کوم چې دې ته يې رايه ورکړي وه واو راؤ.
نو کرزی لا لا تا که نور نشوای کولای د همغي ځانګړي محکمي پريکړه خو به دي منلي وای دهغي ملاتړ خو به دې کړی وای يو خوا اسلام ، قضا او محکمي ته درناوی شوی وای بله خوا به دهمدي جنجالونو مخه نيول شوي وای ځکه د افغانستان ولس يو مسلمان ولس دی د اسلام او قضا ډير ملاتړي دي حتماَ يې ستا پلوي هم کوله، ته راغلي يو ځل دي بيا معنوي ته واک ورکړ اوهغه څه د ولس اصلي استاځي چي په پارلمان کې پاته ؤ هغه دي هم له ولسي جرګي ورباندي را وايستل او ټول يې خپل پلويان او د ولس د ارادو مخالف خلک يې بيرته هلته بريالي وبلل او پارلمان ته د تللو لاره يې ور ته هواره کړه.
يو ځلي وړاندي هم يو افغان ورور درته ويلي ؤ چې په افغانستان کې خو څه ( قحط الرجال ) نه دی چې يواځي له يو ولايت څخه به خلک په دندو ګمارل کيږي ټول وزيران او ريسان به د يوه ولايت وي او نه د دولت څوکۍ دچا ميراث ګرځيدلای شي.
نو په اخير کې درته وايم د آغلي سيمين بارکزۍ غم که په هر ډول وي و يې خوره او له هغه وروسته بيا داسي کارونه مه کوه چې دنورو دخاصو ګټو لپاره د افغان ولس دا ځوريدلي وګړي نورهم وځوريږي او ولي داسي وشي؟
عبدالباري ( رمان )
لښکرګاه ، هلمند