زابل  : كي  يو تن ووژ ل شو او يو بل تن ونيول شو

د زابل په ولايت كي نن سهار د جګړي په ترڅ كي د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شواو يو بل ژوندي وه نيول شو

 

دزابل ولايت دامنيت امر غلام جيلاني فراهي وويل چي دزابل ولايت د ارغند اب په ولسوالي كي دپوليسو سره په نښته كي د وسلوالو طالبانو يوتن ملافيض الله په نامه ووژ ل شواو يو بل تن ژوندي نيول شوي دي

فراهي وايي چي د جګړي په دګر كي يي دوه ميله  پيكا يو موترسايكل هم نيولي دي

 

قاري يوسف احمدي چي د وسلوالو طالبانو په استازيتوب  خبري كوي وايي چي په زابل ولايت كي ددوي ملګرو ته كوم زيان نه دي اوښتي

احمد ي وايي وژل شوي او نيول شوي كس د سيمي اوسيدونكي دي

کرزي صاحب  زه هزاره شوم

 

 کرزى صاحب مبارک، زه هزاره شوم !

 

ښاغلى کرزى صاحب سلامونه !

زېرى مې درباندې دادى زه پښتون وم خو اوس  هزاره شوم ، حيرانېږه مه ، له شيخ محسني،  محقق، خليلي او انوري صاحب څخه مې وړاندې  ځکه پر تازېرى وکړ چې پوهېږم  ته له دوى څخه هم ډېر په دې قوم زهيرېږي   او ښايي دې قوم  به دنړۍ په تاريخ کې ستا په څېر  تر مورمهربانه دايي نه وي ليدلې .

دجنس دبدلون ،  دتابعيت دبدلون ،دنه نوم دبدلون  به دې اورېدلي وي خو دادى له ماڅخه دقوم او هويت دبدلون  خبر هم واوره . که څه هم دادزهرو غړپ دى خو له مجبوريته ورته غاړه ږدم .

ګوره زه پدې خاطر نه يم هزاره شوى چې ګوندې داقوم کوم مذهبي فضيلت لري زه ديو مسلمان په توګه پدې باور يم چې هېڅ کوم قوم په بل قوم غوره والى نلري په اسلام کې دغوره والي معيار تقوا ده، زه متعصبه هم نه يم . ځکه تعصب او وچ په وچه ځان يا خپل قوم په نورو لوړ ګڼل ناپوهي ده . رسول الله فرمايي چې متعصبه خلک  زما له ډلې څخه نه دي.

 څرنګه چې پښتون پر هزاره لوړ نه بولم  همداراز هزاره هم پر پښتون لوړ نه ګڼم  زه پوهېږم چې عقبى دمتقيانو ښه وي هغه که هزاره وي او که پښتون.  داخرت خبرې به په اخرت کې کوو  او نه زه ددې لپاره هزاره کېږم چې اخرت مې ښه شي خو داچې اوس خپل قوم او خپله ژبه پرېږدم او هزاره کېږم لامل يې دادى چې په دې کې مې مادي او دنيوي ګټه ده (( په دنيا ښه راسره وکړه __ په اخرت کې دهرچابېل دي کورونه)) .

 زه افغان يم ،اړ يم چې په افغانستان کې واوسم دلته په ټولنه کې ژوند وکړم ، پرمختګ وکړم ، ارام  اوهوسا ژوند ولرم . له بچيانو او دوستانو سره مې راتلونکې تضمين وي خو پدې باوري يم چې ترڅو پښتو وايم اوځان پښتون بولم نو  ستا په نظام او ستا په شتون کې دې موخو ته رسېدلى نشم . ستا په شتون کې دې  موخې ته درسېدلو يواځينۍ لار له پښتون سره  داړيکو پرېکون او بل قوم او په ځانګړې توګه هزاره توب ته  اوښتون دى. ګوره زه بې دليله  ( ويداوت دې ريزن ) نه غږېږم زه ثبوت نه ، بلکې ثبوتونه  لرم مثلاً اوس چې زه پښتون يم  نو له هرې خوا  وژل کېږم ،  تړل کېږم  توهين مې  کېږي ، بهرني ځواکونه

 مې دالقاعده  ترورست او ددولت او نظام دمخالف په نوم وژني او دانور مې بيا دجاسوس او ددولت دمرستندوى په نوم .

ښوونځي زما سوځول کېږي ،  له بيا رغونې او پرمختګ  څخه بې برخې زه  يم ، اولاد مې  نالوستي او لنډه غر لويېږي ، دامنيت دنشتوالي په پلمه مې څوک سيمه کې يوه خښته هم نه ږدي ، لا هم راته اور کرل کېږي ، خپل ورونه يې پخپلو کې اچولي يو او دوى مو ننداره کوي ،دژينوسايډ پاليسي زما پر ضد  عملي کېږي ، په ودونو مې بمبارد کېږي ، هره ورځ مې لسګونه ښځينه ،کوچنيان سپين ږيري او بې ګناه ځوانان وژل کېږي، څوک يې په کيسه کې هم نه وي او که ستا دترحم او عاطفې سمندر ډېر توپاني شي نو بيا مې  دمړي بيه يولک او دټپي بيه  ٥٠ زره افغانۍ راته ټاکې او دامېلمانه کاکاګان خو ځان هم راباندې نه پوهوي چې دا مو انسانان مړه کړل  او که فارمي چرګان .

سره له دې چې  دهېواد ٦٥ په سلوکې نفوس زما په قوم پورې اړوند دى خو په پلازمينه کې مې څوک په خپلې ژبې  ليکلو او غږېدلو ته هم  نه پرېږدي .

 خو که له خيره  هزاره شم نوبيا به مې مزې  وې ، له پورتنيو ټولو ستونزو څخه  خو به له يوې مخې خلاص شم . له دې پرته به له ډېرو نورو امتيازاتو او خوندونو څخه هم  بر خمن شم .  بيا هم مثلاً : دنفوسو سلنه به مې لس هم نه وي خو له ٦٥ به ډېر امتياز ترلاسه کوم ، ولسوالۍ ګانې به  مې راته ولايتونه شي   ، بوديجه  او په پارلمان  کې  دغړيو ونډه به مې تر نورو ډېره وي ، له قانون به فوق او مستثنى يم، تاته ، دافغانستان  ملي مشرانولکه احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ،اميرعبدالرحمن خان  امير امان الله خان ، سردار نادر خان او نورو ته به  ښکنځل کوم ،  دا فغانستان تاريخ به تورداغ او شرموونکى بولم  ، داملي اتلان به ظالمان ، مستبدين او پښتون به وحشي قوم  بولم   خوڅوک به رانه پوښتنه هم نشي کولى ، هم به دې پرضد جبهې جوړوم هم به راته امتياز راکوې، هم  به ستا دامنيتي چارواکيو  دګواښونو او خبرداريوپروا نه کوم  او په سرتمبګۍ به  ستا پرضد خلک تحريکوم ، لاريونونه به کوم،( مرګ به کرزى،ماکرزى را نه محقق را ميخواهم) شعارونه به  ورکوم   او هم به راته دمحقق په څېر په اتيازروډالرو  دزره ضد موټر اخلې،

چې پښتون او کوچى واوسم نو مجبور يم چې ستا په يوه اشاره په څو ساعتونو کې خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدم  ،کډې ترې په شا او په سره اوړي کې  ژمنيو سيمو ته لاړ شم خو چې هزاره واوسم نوبيابه مې      خبره هم سپره  وي ،په  ناحقه به  دجايدادونو خاوند هم يم او ستاددولت دممانعت برسېره به نرغوندې ستا پرضدلاريون هم کوم .

هم به دې مرستيال يم هم به دې له اپوزيسيون سره کار کوم ،هم به په ښکاره دهزارستان نقشې او دافغانستان  دوېش پلانونه  جوړوم دباميانو کوڅې او واټونه  به دايرانيو ايت الله ګانو په نومونو نوموم ، ستاپرځاى به په اداراتو کې ددوى عکسونه  ځړوم ،  ستا داساسي قانون پرضد به  ايراني اصطلاحات کاروم ،ايرانى کولتور به رايجوم اوهم به ستا ترزنې لاندې ناست  يم او زما له مشورې اوخوښې پرته به هېڅ کار هم نشې  کولى .

هم به يوه رايه نه درکوم هم به دې مرستيال  ټاکل کېږم، په ناقانونه توګه  به په پلازمېنه کې  خپل ورورته  دخلکوشخصي قباله يي  ٢٠٠٠ جريبه ځمکه ورکوم چې ځانته يې وپلوري او ځانته پکې ښارګوټى جوړکړي ، څو وزارتونه  او لايتونه   به راکول کېږي،دملي يووالي پرضد  به کارونه  هم کوم او ستايل کېږم به هم ،  دخلکو په سرونو به ٦ انچه ميخونه هم ټک وهم ، رقص مرده  به  هم کوم ( مړي به  ګډوم ) دنورو قومونو له اتباعو به تيونه هم غوڅوم خو بيا به مې هم تربوداستره  مجسمه   دنمانځنې او درناوي لپاره  په  کابل کې  ودرول کېږي .

په پلازمينه کې به داحمدشاه  بابا ، سيدنورمحمدشاه ، شاشهيد په څېر پښتون مېشتو سيمو کې يو کيلومتر سړک هم نه وي پوخ شوى. برېښنا، روغتونونه او نور خوپرېږده   خوزما په سيمو   دشت برچي ، کلاى شاده ، پول سوخته ،دريمه کارتې  او کارته سخي( جمال مېنه)  کې به   ٤٠ متره سړکونه ، روغتونه ، برېښنااونور هرڅه   جوړشوي وي.

زه به په هرات ، مزار، کابل ، بغلان ان لښکرګاه کې  په دولتي او دخلکو په شخصي ځمکو  خپل قام ته ښارګوټي جوړوم او لګښت به يې هم له تا ، هم له ايران او هم له اغاخان څخه اخلم . خوکه  پښتنو ته  خپلې ثابتې  پلرنۍ شخصي او قبالوي ځمکې ورکول شوې نو بيا به لاريون هم کوم ، چيغې به وهم، هغوى به هم وژنم او تاته به هم  فاشست وايم .

کرزى صاحب ! له دې بل ښه او ستر امتياز  څه شى دى چې زموږ هزاره ګانو  دخوښۍ لپاره دې دکوچيانو په سل کلنو او يونيم سل کلنو  قبالو ستر ګې پټې،له  خپلو جايدادونودې بې برخې او دسترګو په رپ کې دې له بهسودو ووېستل.

دازموږ لپاره څومره دخوښۍ وړ خبر ده چې  کوچيان مو له بهسودو، داى ميرداد، اجرستان او ناور څخه ستاد وسلې او رينجر په زور ووېستل ،

موږ که هرڅومره دکوچيانو په اړه سپکه ژبه کاروواو قام ته يې دکوچيګرۍ نوم  ورکوو خو هېڅوک راته خوله هم نشي چوله کولى خو که هغوى موږ ته هزاره ګري وايي نو بيا ستا لخوا دملي يووالي ضد حرکتونوباندې تورنېږي .

ښاغليه ! ګوره هسې  وړيا او بې مطلبه نه هزاره کېږم ، ګټې مې پکې دي ، پوهېږم  چې ستا په شتون کې  مې اخر هم  دملي هويت او ژبې پر جغرافيه نقشه راځي  او له هرڅه خلاصېږم .

ګوره په ايران کې به له ٤٠ ميليونو ډېر سنيان وي خو نه يې چا مذهب رسمي کړ او نه کلتور،خو دلته ان تا  په يو  لاس کې دوه هندواڼې ونيولې او هغه سياسي بدعت دې وکړ چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کېږي ، واه واه يو هېواد دوه   قانونه ، يوه محکمه دوه مذهبه (  حنفيت او جعفريت )

هم به ايران خورم هم به امريکالوشم، که لورابوش هم افغانستان ته راشي نو ستا پاملرنه ماته وي باميانو ته يې رالېږي او که دنړيوال بانک رئيس هم .

ايران هم راته سلګونه ، ښوونځي  مدرسې، کلتوري مرکزونه ،  روغتونونه پلونه سړکونه اودقم په څېر لوى لوى پوهنتونونه  جوړ کړل ته په دريمه کارته  کې  دخاتم النبيين په نوم دخوشحال بابا دلېسې  پر ملکيت  دايران دلسګونو ميليونو ډالرو په لګښت  جوړې شوې  څو پوړېزې ودانۍ وګوره چې عقل دې له سر څخه والوځي.

رښتيا دپښتنو داشتمني خو هم ستا دلطف له برکته زموږ شوه همداراز د اغاخان او ايران په مرسته به  دڅو تلويزيوني چينلونو، راديوګانواو ورځپاڼوخاوندهم يم  ،  او٢٤  ساعته برېښنابه هم لرم

ښاغليه ! داچې زه اوس قوم او نژاد بدلوم  نوغواړم  چې دامراسم ستا په مبارک لاس ترسره شي  ځکه وړاندې مو وويل چې  ته ترمحسني او خليلي هم په دې قوم ډېر مهربانه يې ،خو باور مې نشي چې ته به  دامنيتي  ستونزوله کبله  دې مراسموته کومې تکيه خانې ته راشې ، ښه داده چې زه تاته  ارګ ته درشم خو اورېدلي مي دي چې هلته ډېره سخته تالاشي ده او ان په سپيو هم خلک لټول کېږي  نو مهرباني وکړه  زما دنوي قوم په احترام خو دې کم ترکمه زما ددرتللو په وخت کې دا د ارګ ددروازې سپيان وتړه .

 محمدحسن حقيار

 

هلمند: ۶  پوليس ووژل شول

 

دهلمند ولايت د ګريشك په ولسوالي كي ۶ پوليس ديوي نښتي په ترڅ كي ووژل شول

 

دهلمند ولايت د ګريشك ولسوالي ولسوال عبدالاحد وويل چي دګريشك ولسوالي د بندبرق په پوستي نن سهار اوه بجي  وسلوالو طالبانو بريد كړي دي چي د بريد په پايله كي ۶ تنه پوليس وژل شوي دي

دګريشك ولسوال وايي چي په سيمه كي دا مهال چاڼيز عمليات دوام لري 

 

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بياوايي چي د ګريشك د بندي برق دامنيتي پوستي ۷ تنه پوليس يي وژلي او د هغوي وصلي يي هم له ځانه سره وړي دي

احمدي وايي چي بريد شل دقيقي دوام وكړي چي په پايله كي يي يو تن وسلوال طالب هم ژوبل شوي دي

صفت الله  زاهدي  هلمند

هلمند :۹ وسلوال طالبانو ترڅنګ يو پوليس ووژل شو

 

 

په هلمند كي د يوه پوليس ترڅنګ  ۹ وسلوال طالبان ووژل شول

 

دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله  شيرزاد وويل چي د هلمند ولايت د ناوي په ولسوالي كي  تيره شپه ناوخته جګړه پيل شوه د قوماندان په وينا چي جګړه په سيمه كي لا اوس هم دوام لري

دده په وينا  چي د جګړي په ترڅ كي ۹ وسلوال طالبان ووژل شول

امنيه قوماندان وايي چي د جګړي په ترڅ كي يو پوليس هم وژل شوي دي او يو بل ژوبل شوي دي

خو وسلوالو طالبانو لا تردا مهاله پوري ددغي جګړي په اړه څه نه دي ويلي  

صفت الله  زاهدي  هلمند

هلمند : دوه ځانمرګي بريد كوونكو ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واړول

د هلمند ولايت د ګريشك په ولسوالي كي دوو ځانمرګي بريدكوونكو ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

 

د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وويل دوه ځانمرګي بريد كوونكي د ګريشك ولسوالي محبس په سيمه كي خپل ځان وچاوه دي وايي چي يو يي پلي او يو بل يي پرموټرسايكل سپوروو

دده په وينا چي په بريد كي ۴ د ملي اردو او ملي پوليسو سرتيري وژل شوي او لس نور پوليس ژوبل شوي دي او همدارنګه ۳ ملكي وګړي وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي

خود د وسلوالو طالبانو وياندقاري يوسف احمدي بيا وايي چي د هلمند ولايت د ګريشك په ولسوالي كي په ځانمرګي بريد كي ۳۹ تنه پوليس وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي

احمدي وايي چي دغه دواړه بريدونه د محمد رحيم او محمد عمر په نامه دوو تنو چي يو يي پلي او بل يي په موټرسايكل سوروو ترسره كړي دي وايي چي په بريد كي ۴ رينجر موټرهم له منځه تللي دي

صفت الله  زاهدي هلمند

هلمند : سلگونو قومی مشرانو د کرزي  ملاتړ اعلان كړ

د هلمند ولايت په سلګونو قومي مشرانو او سپين ږيرو د افغانستان د جمهورريس حامد كرزي ملا تړ اعلان كړ

 

دغه غونډه چي د قومي  مشر اميرمحمد اخندزاده  په مشري جوړه شوي وه د هلمند ولايت د ډيري ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو سپين ږيرو او علماوو ګدون كړي وو

 اميرمحمد اخند زاده وويل چي موږ به خپله رايه نور هيچاته ورنه كړو هغه يوازي د خلګو څخه غوښتنه وكړه چي په همدي ورځ دي خپله رايه استعمال اوخپل  راتلونكي دي وټاكي

بل خوا د هلمند ولايت  معيوبينو او معلولينو هم د جمهورريس حامد كرزي ملاتړ اعلان كړي

په هلمند كي د معيوبينوپه استازيتوب  حاجي جمعه وويل چي موږ به خپله رايه يوازي او يوازي حامد كرزي ته وركړو

په دغه غونډه كي چي ډيري كسانو ګډون كړي وو د غوندي په پاي كي يو پريكړه ليك صادركړ چي د د پريكړه ليك په مادو كي راغلي وه او د هيواد له خلګو څخه يي غوښتنه كړي وه چي د هلمند په سلګونو قومي مشرانو راتلونكي ولسمشري ته دافغانستان اوسني اولسمشر حامد كرزي انتخاب كړي او له دوي سره دي همغږي شي او دهغه سره دي خپل ملاتړ اعلان كړي

صفت الله  زاهدي هلمند

هلمند : سلگونو قومی مشرانو د کرزي  ملاتړ اعلان كړ

د هلمند ولايت په سلګونو قومي مشرانو او سپين ږيرو د افغانستان د جمهورريس حامد كرزي ملا تړ اعلان كړ

 

دغه غونډه چي د قومي  مشر اميرمحمد اخندزاده  په مشري جوړه شوي وه د هلمند ولايت د ډيري ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو سپين ږيرو او علماوو ګدون كړي وو

 اميرمحمد اخند زاده وويل چي موږ به خپله رايه نور هيچاته ورنه كړو هغه يوازي د خلګو څخه غوښتنه وكړه چي په همدي ورځ دي خپله رايه استعمال اوخپل  راتلونكي دي وټاكي

بل خوا د هلمند ولايت  معيوبينو او معلولينو هم د جمهورريس حامد كرزي ملاتړ اعلان كړي

په هلمند كي د معيوبينوپه استازيتوب  حاجي جمعه وويل چي موږ به خپله رايه يوازي او يوازي حامد كرزي ته وركړو

په دغه غونډه كي چي ډيري كسانو ګډون كړي وو د غوندي په پاي كي يو پريكړه ليك صادركړ چي د د پريكړه ليك په مادو كي راغلي وه او د هيواد له خلګو څخه يي غوښتنه كړي وه چي د هلمند په سلګونو قومي مشرانو راتلونكي ولسمشري ته دافغانستان اوسني اولسمشر حامد كرزي انتخاب كړي او له دوي سره دي همغږي شي او دهغه سره دي خپل ملاتړ اعلان كړي

صفت الله  زاهدي هلمند

داسلام  پنځه كليمي


 
اولــه : كلـمـهْ طـيبـه


لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله  رسو ل دى .

دوهــمه : د شـهادت كلــمـه


اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد e يي بنده او رسول دى.
دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه


سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
ژباړه : خداى  پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى  لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى .
څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .
له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .
پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه


اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .
ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم
په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې !

شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه


اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ
خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله  رسو ل دى .

 

زه به دادومره محبت درلره څنګه دركړم

ټوله شپه بېداريم له سپوږمۍ ځينې ليلاغواړم*نه مې سوځوي مينې لمبوته دې لږووايه* … (امين زى)

 

زما په زړه کې اوسې، زما ښايسته جانانه

تا يادوم جانانه، ما يادوه جانانه

اوس راته غوږ شه د زړه سره  

   درته كيسه د خپل ميئن زړه تېرومه

 

 

 

 


د مطلب پاتې برخه

 

توله شپه بيدا ريم

ټوله شپه بېداريم له سپوږمۍ ځينې ليلاغواړم*نه مې سوځوي مينې لمبوته دې لږووايه* … (امين زى)
 
 

وزيرستان :امريكايي الوتكو بمباري كړي ده

د امریکې د هوايي پوځ شکمنو الوتکو نن سهار له لمر  ختو دمخه په وزیرستان کې په یوې شکمنې ودانۍ برید کړی چې په پایله کې یې شپږ کسان وژل شوي دي. لومړني رپوټونه وایې چې برید د حکومت په یوې پخوانی ودانۍ شوی چېرته چې  ویل کیدل اوس طالبان اوسدل. په دغه برید کې تر اوسه پوري د شپږو کسانو د وژل کیدو ویل شوي دي  

۹--۵--۲۰۰۹

غزني : يوه الوتكه راوغورځيده

تیره شپه د غزني ولایت مرکز ته نژدې د قره باغ په ولسولۍ کې یوه بي پیلوټه الوتکه را غورځیدلي ده. د غزني د پولیسو مشر خیال باز شیرزي وویل چې په دغه پیښه کې هیڅ چا ته د سر تاوان نه دی اوښتی. تر اوسه نه ده معلومه چې دغه الوتکه د کومو ځواکونو اړونده ده خو بي پیلوټه الوتکي تل د امریکايي ځواکونو له خوا کارول کیږي. په ورته  وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې دوي په غزني کې د بهرنیو سرتیرو یوه چولکه غروځولي چې پکې سپاره ټول سرتیري وژل شوي دي

هلمند : دري تنه پوليس ووژل شول

 د هلمند په ولايت كي دري تنه پوليس ووژل شول

 د ګريشك ولسوالي ولسوال حاجي عبدالاحد  وويل چي د هلمند ولايت مركز لښكرګاه  د پنجاو كلا د كڅو په سيمه كي دري تنه پوليس  تير ماښام د شنبي په شپه ناوخته وژل شوي دي

ولسوال د وژل شوو په اړه نور معلومات ورنه كړل

خو د سيمي ځاي اوسيدونكي وايي چي دغه كسان د وسلوالو طالبانو لمړي   له موتر څخه كښته كړي او وروسته د هغوي له لوري يي سرونه پري شوي دي

خو وسلوالو طالبانو ددغو دريو تنو د پوليسو د وژني په اړه تردا مهاله پوري څه نه دي ويلي

هلمند : ۷ تنه وسلوا ل طالبان ووژل شول

په هلمند كي ۷ تنه وسلوال طالبان ووژل شول

 

په هلمند كي امريكايي ځواكونو پخپلي يوي  خبرپاڼي كي ويلي دي چي د هلمند ولايت د نهرالسراج ولسوالي كي يي د يو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ كي ۷ تنه وسلوال طالبان ووژل

په خبرپاڼه كي راغلي دي چي د وژل شوو طالبانو او د يوه كورد پلټني نه وروسته  ۴۷ كيلو ګرامه ترياك انفجاريه مواداو يو شمير د بم جوړلو توكي هم لاس ته ورغلي دي

خبرپاڼه زياتوي چي په دغو عملياتو كي افغان ملي اردو او ايساف ځواكونو ته كوم زيان نه دي اوښتي

هلمند :د ګريشك په ولسوالي كي ۲۳ تنه ملكي كسان ووژل شول

 

د هلمند ولايت د ګريشك ولسوالي په ځانمرګي بريد كي د مړو شميره ۲۱ تنو ته ورسيده

 د هلمند د والي وياند محمد دادود احمدي  ته وويل چي د هلمند ولايت د ګريشك ولسوالي  د پنجشنبي په ځانمرګي بريد كي چي ډيري كسان يي ملكي وه مرګ ژوبله اړول شوي وه

د هلمند د والي وياند وايي چي اوس مهال د مړو شميره ۲۳ تنو ته ورسيده دي وايي چي ټول وژل شوي كسان ملكي وګړي دي چي ډيري يي دوكانداران دي

بل خوا د ګريشك ولسوالي ځاي اوسيدونكي وايي چي په دغه بريد كي دري تنه بريطانوي سرتيري ووژل شول

خو ميشتو بريتانوي سرتيرو ددغي وژني په اړه لا تردا مهاله پوري څه نه دي ويلي  

خو بل خوا د بريتانيا ددفاع وزارت ديوي خبرپاڼي  په خپرولو سره خبروركړي دي چي د هلمند ولايت د ګريشك ولسوالي كي يي په يوه ځانمرګي بريد كي دوه تنه بريتانوي سرتيري وژل شوي دي

هلمند :طالپان وايي ۱۰ بهرني سرتيري يي وژلي دي

 

طالبان وايي په هلمند كي يي ۱۰ تنه بهرني سرتيري وژلي دي

۹--۵--۲۰۰۹

قاري يوسف احمدي چي د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د هلمند ولايت په دوو ولسواليو كي يي په جلا جلا نښتو كي يي لس تنه بهرني سرتيري وژلي او ۶ نور يي ژوبل كړي دي

احمدي وايي چي د نهرالسراج ولسوالي د كوفكي په سيمه كي د ماين د چاودني له امله ۵ بهرني سرتيري وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي

او په سنګين كي هم ۵ بهرني سرتيري د ماين په چاودنه كي وژل شوي او يو ټانګ يي ويجاړ شوي دي

خوبل خوا بياد ايساف ځواكونو يو وياند كريس پاوول وويل چي په هلمند كي ددوي ځواكونو ته كوم زيان نه دي اوښتي

او بل خوا بيا د بريتانيا ددفاع وزارت نه په يو ي خپري شوي  خبرپاڼي كي راغلي دي چي د هلمند په ولايت كي يي ۴سرتيري وژل شوي دي

په خبرپاڼي كي راغلي دي چي دوه تنه يي په ګريشك كي يو په موسي كلا كي او يو بل يي هم د هلمند په جنوبي سيمه كي وژل شوي دي

بل خوا په كوفكه  كي ځاي اوسيدونكي وايي چي د ميشتو بريتانوي ځواكونو د جسدونو ګوتي او نوري نښي نښاني هم پرتي دي دغه ځاي اوسيدونكي وايي چي ددوي ځيني د زغري او مرمي هم په سيمه كي پاتي شوي دي


زابل : دوي ښوونځئ نوري د زده كوونكو پرمخ پرانيستل شوي

 

 


د افغانستان د پوهني وزارت د هغو هڅو په ترڅ كي چي وايي په روان كي كال به ټول تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيزي، نن د زابل په ولايت كي د سلطان ملخي او خان كلي دوه بابه ښوونځي بيرته پرانستل سول.
د پوهني وزارت وياند او د عامه اړيكو رئيس آصف ننګ وايي په دغو دواړو ښوونځيو كي ۴۱۵ ماشومانو په زدكړو بوخت وو، چي د نا امنيو له كبله تړلي وو او د ځايي علماء كرامو او قومي مشرانو په مرسته يې پرانستل.
ښاغلى ننګ وايي په افغانستان كي ۶۷۳ ښوونځي د هيواد په مختلفو سيمو كي تړلي وو، چي له جملې څخه يې په كندهار، هلمند، غزني، خوست، فراه، روزګان، زابل او بادغيس ولايتونو كي تر اوسه ۱۹۷ ښوونځي پرانيستلي دي او د پاته نورو په اړه هم له ځايي مشرانو سره خبري رواني دي

طالبانو يو پل افغان د جاسوسي په تور وواژه

 
د قبايلو څخه وركړل سوي خبرونه وايي طالبانو يو افغان د جاسوسۍ په توګه وژلى دئ.
پاكستاني مقامات وايي دغه افغان د قبايلو په ميرانشاه سيمه كي امريكايي پوځيانو ته د جاسوسۍ په تور وژل سوى دئ.
په قبايلي سيمو او دننه افغانستان كي هره مياشت په دغسي تورونو د ځوانانو د وژلو خبرونه وركول كېږي

لغمان : ښاروال په چاودنه كي ووژل شو

 

 

نن د لسو بجو په شاوخوا کې د لغمان په مرکز مهترلام کې د ښاروالۍ مخې ته يو بم وچاودېد، چې د مهترلام دښاروال په ګډون يې دهغه دوه ساتونکي او يو موټر چلوونکی ووژل. د والي وياند سید احمد صافي په وينا ښايي په دې چاودنه کې نورو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دوی به نور معلومات وروسته رسنیو ته په واک کې ورکړي. ياده دې وي چې ددغې ننۍ چاودنې پړه لا تر اوسه کومې غاړې پر غاړه نه ده اخيستې

لغمان : ښاروال په چاودنه كي ووژل شو

 

 

نن د لسو بجو په شاوخوا کې د لغمان په مرکز مهترلام کې د ښاروالۍ مخې ته يو بم وچاودېد، چې د مهترلام دښاروال په ګډون يې دهغه دوه ساتونکي او يو موټر چلوونکی ووژل. د والي وياند سید احمد صافي په وينا ښايي په دې چاودنه کې نورو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دوی به نور معلومات وروسته رسنیو ته په واک کې ورکړي. ياده دې وي چې ددغې ننۍ چاودنې پړه لا تر اوسه کومې غاړې پر غاړه نه ده اخيستې

په دوبي كي لس زره چكونه وه نيول شول

 دوبۍ د مرکزي بانک چارواکي وایې چې په تیرو څو میاشتو کې یې شاوخوا یولس زره هغه چکونه  مستر کړي چې هیڅ راز بانکي ملاتړ یې نه درلود .  چارواکي وایې  چې دغو چکونو ځکه اعتبار له لاسه  ورکړی چې د نړیوال مالي کړکیچ تر منفي اغیزو لاندي راغلي دي. د دوبۍ چارواکي وایې چې دغه چکونه د امریکې او یو شمیر اروپايي هیوادونو څخه د دوبۍ مرکزي بانک ته صادر کړای شوي وو.

داطلاعاتو او كلتور وزير له مطبوعاتو څخه ملاتړ كوم

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم د مطبوعاتو د خپلواکۍ د نړیوالي ورځي پر مهال یو ځل بیا د مطبوعاتو د ملاتړ په باب د خپل حکومت ژمنتیا تازه کړه. خرم دغه ورځ ټولو ته مبارکه وویله او زیاته یې  کړه چې دوي د مطبوعاتو پوره ملاتړ کوي. نن د مې میاشتې دریمه نیټه دمطبوعاتو د خپلواکۍ له نړیوالي ورځي سره برابره وه چې په ټوله نړۍ کې ولمانځل شوه. دغه ورځ په افغانستان کې  سږ کال په داسي حال کې ولمانځل شوه چې د افغان خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی.

په كڼر كي لس طالبانن ووژل شول

دافغانستان ددفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دکونړپه غازي ابادولسوالۍ کې دعملیاتوپروخت دنولسووسلوالوطالبانودوژلوخبرورکړی طالب ویاندذبیح الله مجاهدجګړه مني خودمرګ ژوبلې ادعانه مني دغلته وروسته له هغه دافغان اوبهرنیوځواکونودرانه عملیات پیل شوچې دجمعې په ورځ وختي سهار وسلوالودبهرنیواوکورنیوفوځیانوپه یوه امنیتي کمربندبریدوکړچې دمرګ ژوبلې ترڅنګ له لسوډیرفوځیان دوسلوالوپه منګولوکې شول که څه هم ددفاع وزارت دنیول شووفوځیانوپه اړه څه نه دي ویلی خودغازی ابادولسوال حاجي مرسلین دیوژباړن په ګډون له لسو دورپورته افغان عسکرودژوندي نیول کیدوپخلی کړی په لمړي سرکې داسې راپورونه هم ووچې داتووییا هیواددوه فوځیان هم په نیول شووکې شته خودغه خبره تردې دمه خپلواکه سرچینونه ده منلې خودایتویا هیوادددفاع وزارت په بریدکې دخپلوددووفوځیانووژل اودهمدومره نورودټپي کيدوپخلی کړی

يوه حيرانونكي پيښه

یوه حیرانونکي  معجزه، ځوړنده ډبره

ترتیب کونکی: میرویس جلالزی
دا په ریښتیا هم چې ډیره په زړه پوري صحنه ده.

دغه ډبره چې په لاندني انځور کې وینې د سعودی عربستان په الحسنه  سیمې کې موقیعت لري او په کال کې یو ځل د تقریباْ دیرشو ورځو دپاره په خود به خودي ډول بي د انسانانو له  تماس څخه له ځمکي څخه ۱۱ سانتي  متره جګیږي او پرته له دې چې له پورتنۍ  برخې څخه په کوم څیز پوري زوړنده وي.

د الحسنه سیمې یو شمیر اوسیدونکو .زموږيوه همکار ته چې ددغې  معجزې لیدو ته ورغلی  وو ویلي چې دغه ډبره ډیره مقدصه  او پاکه  ده چې دوي یې په  سر او مال ساتنه کوي.

د سیمي خلګ وایې  چې په کال ۱۹۸۹ کې یعني له  نن څخه شاوخوا شل کاله دمخه یو سړی  د دغې ډبرې تر شا پټ شو چې بیا   ووژل شو او له هغې ورځي را هیسي د دغې ډبري له ټولو غارونو ( سوریو) څخه وینې تر سترګو کیږي.

جالبه خبره  خو دا ده چې کله دغه  ډبره د خدای په امر له ځمکي پورته کیږي نو له سورو څخه د را وتلو وینو رنګ هم تازه  کیږي.

د سیمې خلکو د بینوا ویب پاڼي ته دا هم وویل چې دوي څو ځله د دغو وینو د پاکولو هڅه کوي خو کله چې دوي دغه وینې پاکې کړي نو چې صبا بیرته ډبري ته راشي نو پرې د وینو چاپونه ښکاریږي