افغانستان كينيا ته په ۶ وكټو ماتي وركړه

 
افغانستان کينيا ته په ٦ ويکټو ماتې ورکړه


د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د افغانستان او کینیا د کرکټ ټیمونو ترمنځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه نن کینیايي لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته پیل کړه .

 

دې ټیم په ۴۹ اورونو کې د لسو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ټولټال ۱۳۹منډې جوړې کړې.

 

د افغانستان د ټیم لپاره د دې هدف (۱۴۰) پوره کول  له دې سره سره چې لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې بده بایللې وه، ګران کار نه و، افغان ټيم د ٤ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

 

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه خپله وروستۍ یوه ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ په نایروبي کې وکړي.

 

افغانستان له کینیا څخه څلور ورځنۍ مسابقه ګټلې وه او ټاکل شوې ده چې په پایلوبه کې،چې په دوبۍ کې ترسره کېږي، له سکاټلنډ سره مخامخ شي.

 

ننګرهار کونړ ته په ماتې سره پایلوبې ته بریالی شو

 

د افغان کرکټ شل اوریزې سیالۍ په نیمه پایلو کې د ننګرهار ولایت لوبډلې کونړ لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.

د کونړ کرکټ لوبډلې پچه وګټله او د ننګرهار لوبډلې ته یې بلنه ورکړه چې په توپ وهنه پېل وکړي، د ننګرهار لوبډلې په ۲۰ اورونو کې  د  ۶ لوبغاړو په سوځیدلو د کنړ لوبډلې ته ۱۹۲ منډې وکړي او ۱۹۳ یمه منډه یې ورته هدف وټاکلو.

 

د کونړ لوبډلې هم ښه لوبه وکړه خو ننګرهار ته یې هدف پوره نشو کړاي او په ۱۹ اورنو کې يي ټول لوبغاړي په ۱۴۹ منډو وسوځیدل او ننګرهار ترې د شل اوریزې سیالۍ اتلولۍ ته ځان نږدې کړ.

 

د ننګرهار په لوبډله کې نن ښه لوبه شفیق الله شفف وکړه، شفق ۷۴ منډې وکړي چې ۵ پکې شپږیزې او ۸ پکې څلوریزې وې.

 

د ننګرهار په توپ اچونه کې د لوبډلې کپتان هستي ګل عابد ۲ وکټې سر په واخستلې او د ننګرهار بل لوبغاړي باطن شاه هم د کنړ دوه لوبغاړي وسوځول.

 

څو شېبې وروسته به د لوګر او خوست ولایت ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه کیږي.

 

په فیس بوک کې د افغانستان د کرکټ د مینوالو په پاڼه کې د ملي لوبډلې د کینیا سره د لوبې په اړه او ولایتي سیالۍ د دویمې نیمې پایلوبې په اړه تازه معلومات تر لاسه کولای شئ

د ننګرهار او لوګر لوبډلې نن پایلوبه کوي

د ننګرهار او لوګر لوبډلې نن پایلوبه کوي


تاند نن به د افغانستان د ولایتونو د شلو اورونو پایلوبه د لوګراو ننګرهار ولایتونو ترمنځ ترسره شي.پرون په نیمه پایلوبه کې د ننګرهار او کونړ او د لوګر او خوست ولایتونو ټیمونه سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې ننګرهار کونړ ته په نولس اورونو کې په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او د لوګر ټیم د خوست لوبډلې ته په ۴۳منډو ماته ورکړه او په دې ترتیب د ننګرهار او لوګر لوبډلې د ولایتي سیالیو پایلوبې ته ووتل.

نن به د لوګر او ننګرهار ټیمونه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

دا لوبې چې د سپټمبر په پنځه ویشتمه د ۲۴ ولایتونو ترمنځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوې ، نن له اوولس ورځو وروسته په پایلوبې سره پای ته رسېږي.

د دغو سیالیو د پرانستونکې غونډی پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ مشر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال د اتصالات له مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه چې د ده په وینا تل یې له کرکټ سره مرسته کړې ده.دا لوبې د اتصلات مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره کېږي.

په دې لوبو کې شامل ولایتونه دا ول: پکتیا، پروان، کابل، زابل، کندوز، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، بلخ، غزنی، خوست، بغلان، هلمند، ننګرهار، بدخشان، نورستان، کونړ، پکتیکا، کندهار، لغمان، جوزجان، وردګ، بامیان، سمنګان او تخار.

دغو ټیمونو، چې په اتو ډلو وېشل شوې وو،خپلې سیالۍ هره ورځ د سهار له نهو بحو پیلولې.د دوی سیالۍ شمشاد تلویزیون او سلام وطندار راډیو په مستقیم ډول خپرولې.

دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه سویه د افغانستان د مختلفو ولایتونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ دا ډول سیالۍ ترسره کېږي.

د سپورټي چارو کارپوهان وايي که د سپورټ ،په تېره بیا کرکټ، مسوولان د دا ډول مسابقو تابیا ته پاملرنه زیاته کړي افغانستان به د کرکټ په برخه کې ،چې خپل استعداد یې نړیوالو ته ثابت کړی دی، لا پرمختګ وکړي.

د ننګرهار او لوګر لوبډلې نن پایلوبه کوي




 نن به د افغانستان د ولایتونو د شلو اورونو پایلوبه د لوګراو ننګرهار ولایتونو ترمنځ ترسره شي.پرون په نیمه پایلوبه کې د ننګرهار او کونړ او د لوګر او خوست ولایتونو ټیمونه سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې ننګرهار کونړ ته په نولس اورونو کې په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او د لوګر ټیم د خوست لوبډلې ته په ۴۳منډو ماته ورکړه او په دې ترتیب د ننګرهار او لوګر لوبډلې د ولایتي سیالیو پایلوبې ته ووتل.

نن به د لوګر او ننګرهار ټیمونه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

دا لوبې چې د سپټمبر په پنځه ویشتمه د ۲۴ ولایتونو ترمنځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوې ، نن له اوولس ورځو وروسته په پایلوبې سره پای ته رسېږي.

د دغو سیالیو د پرانستونکې غونډی پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ مشر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال د اتصالات له مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه چې د ده په وینا تل یې له کرکټ سره مرسته کړې ده.دا لوبې د اتصلات مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره کېږي.

په دې لوبو کې شامل ولایتونه دا ول: پکتیا، پروان، کابل، زابل، کندوز، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، بلخ، غزنی، خوست، بغلان، هلمند، ننګرهار، بدخشان، نورستان، کونړ، پکتیکا، کندهار، لغمان، جوزجان، وردګ، بامیان، سمنګان او تخار.

دغو ټیمونو، چې په اتو ډلو وېشل شوې وو،خپلې سیالۍ هره ورځ د سهار له نهو بحو پیلولې.د دوی سیالۍ شمشاد تلویزیون او سلام وطندار راډیو په مستقیم ډول خپرولې.

دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه سویه د افغانستان د مختلفو ولایتونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ دا ډول سیالۍ ترسره کېږي.

د سپورټي چارو کارپوهان وايي که د سپورټ ،په تېره بیا کرکټ، مسوولان د دا ډول مسابقو تابیا ته پاملرنه زیاته کړي افغانستان به د کرکټ په برخه کې ،چې خپل استعداد یې نړیوالو ته ثابت کړی دی، لا پرمختګ وکړي.

د کینیا ټیم ته د افغانستان سخته ماته




نن د افغانستان ملي لوبډلې کینیا ته په یوه ورځینۍ نړیواله لوبه کې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه. پچه کینیا وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، د کینیا ملي لوبډلې ۴۱ اورونه ولوبول او افغان ملي لوبډلې ته د ټول لوبغاړو په سوځیدلو ۱۴۰ منډې هدف وټاکه.

افغان ملي لوبډلې له دمې وروسته په توپ وهنه پېل وکړه او ټاکل شوی هدف یې کینیا ته په ۲۷ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې د ځلیدلو لوبغاړو څخه سمیع الله شینواری چې درې ویکټې، عزت الله دولت زي ۲ او محمد نبي، میرویس اشرف، عبدالله مزاري یوه یوه ویکټه واخستله.

په توپ وهنه کې د ځلیدلو لوبغاړوڅخه نن اصغر ستانکزي ۵۵، محمد شهزاد ۳۷ او محمد نبي ۲۳ منډې د کینیا خلاف جوړې کړي.

سبا نه بل سبا د اکتوبر په ۱۱ نېټه افغان ملي لوبډله د کینیا سره دریمه یوه ورځینۍ لوبه لري چې د کابل په وخت د سهار په ۱۱ بجو پېل کیږي.

د افغان بېتس مینانو دا ډول کېچونه سبب شول چې د کینیا ټیم په ۱۳۹ منډو وسوځېږي

په نننۍ لوبه کې د کینیا خلاف حمید حسن ونه لوبیده ځکه چې ټپي و. همدارنګه نورعلي ځدران د ټپ له امله له امله توپ وهنه په پېل کې پرېښوده ځکه چې د غاړي دردونه یې په توپ وهنه کې زیات شوي و.

همدارنګه خالقداد نوري بیرته د لاس د ګوتي د ټپ له امله هیواد ته راستون شوی او پر ځای عبدالله مزاري د کینیا خلاف لوبه کوي

افغان ځوان د بریتانیا د پوهنتون په ازموینه کې لومړۍ مقام وګاټه

افغان ځوان د بریتانیا د پوهنتون په ازموینه کې لومړۍ مقام وګاټه

 یوه افغان ځوان د بریتانیا په یوه تر ټولو معتبر پوهنتون کې د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام وګاټه.

دغه ځوان چې شېرشاه نومیږي، د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه د یولکو شلو زرو ګډونکوونکو په منځ کې د نړۍ په ستر پوهنتون کامبرج کې طب پوهنځي ته په لومړۍ درجه بریالی شو.

اتلس کلن شېرشاه، چې په لندن کې ژوند کوي، وايي: دی هیله لري چې په راتلونکي کې د یوه ښه ډاکټر په توګه د افغانستان لپاره خدمت وکړي.

شېرشاه لومړنۍ زده کړې د لندن ښار د سن دامونکس په کالج کې کړي او خپل ډېر وخت په مطالعې، سپورت او د موسیقي په اورېدو تېروي.

په هلمند کې يو طالب قوماندان ووژل شو او درې نور ونيول شول


 چارواکي وايي پرون افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه په هلمند کې پوځي عمليات کړي، چې د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د طالبانو يو قوماندان ملا يونس چې له کوټې څخه د ملا محمود پر ځاى ټاکل شوى و، ووژل شو او ورسره ملا عبدالصمد، چې په سيمه کې په شفا مشهور، دغه راز حاجي ملا سلطان محمد او حاجي ملا داد محمد ژوندي نيول شوي دي، چې د هلمند چارواکي وايي درې واړه د طالبانو مهمم قوماندانان دي.

 

د هلمند د ولايت وياند داود احمدي تاند ته وويل دغو کسانو د افغان دولت په وړاندې تخريبي فعاليتونه کول، ماينونه يې ځاى پر ځاى کول، چاودېدونکي مواد يې عيارول او په اکثرو ملکي تلفاتو کې يې لاس درلود.

 

د يادونې وړ ده چې طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د پکتیا پرېس کلب پيغام



په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته په کومه سترګه وګورو؟ څه ووایو؟ که وایو چاته ووایو!؟

د بیان ازادي په کومه معنی او د چا لپاره؟؟ که د بیان ازادي یوازې د ‌بهرنیانو د پالیسۍ د خپروونکو ټلویزونونو له پاره وي نو جوړه ،

د بینوا ویبپاڼی یوه خبره دې د بندیز له ګواښ سره مخ کیږی خود ایرانی ملاتړ څو تلویزونونه دې هرڅه خپروي لاس یې خلاص .

د پکتیا پریس کلب ټول غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال دا یو لوریز قضاؤت په کلکه غندي او د ټولو آزادو ژورنالستانو له ټولنوغوښتنه کوی چی په ژورنالستانو باندی د دا ډول ناکامو فشارونو به وړاندی کلک غبرګونونه وښیی تر څو خپل ورکړل شوی حق تر لاسه کړی .

د یوې ریښتینې خپلواکۍ په هیله

ګڼ شمېرکاندیدان له درغلیو سرټکوي



 د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یو شمېر ګډونکوونکي کاندیدان شکایت لري چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې او د انتخاباتي شکایتونو کمیسون دې دې مسلې ته جدي پام وکړي .

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د شکایتونو په دوام په انتخاباتو کې یو شمېر ګډون کونکوکې کاندیدان هم مخکې تر دې چې د انتخاباتو ټولې قسمي او لومړنۍ پایلې اعلان شي او اړوند کمیسیون شکایتونه وڅیړي دا انتقاد کوي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

له لغمان ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندید ډاکټر حبیب الرحمن ننګ چې د لغمان ولایت د لسګونو انتقاد کوونکو کاندیدانو په استازیتوب کابل ته راغلی وو، د شنبې په ورځ وویل ، غواړي په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه اسناد او شواهد په کابل کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وسپاري.

ده وویل:(په ډله ایز ډول سره موږ لاړو د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ته او موږ خپل شکایتونه هلته درج کړل خو باور د لغمان د شکایتونو په کمیسیون باندې نه کیږي او موږ دا ۳۰ تنه کابل ته راغلي یو)

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د انتقاد کوونکو کاندیدانو د غصې خبره په ځینو ولایتونو کې ان د لارېونونو تر بریده رسیدلې ده.

د جمعې په ورځ هم د بغلان ولایت په مرکز، پلخمري کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د دغه ولایت د لسګونه کاندیدانو او پلویاانو له خوا لارېون وشو چې د کابل ، مزارشریف لویه لاره هم د دوو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه .

په دغه لارېون کې یوې ګدونکوونکي کاندید جلال الدین باجګاهي وویل:
(زموږ نننی لاریون له دې امله و چې په بغلان کې په انتخابتو کې درغلي شوې ده، زه ویلای شم چې په دغو انتخاباتو کې په سلو کې نهه نوي درغلي شوې ده، موږ غواړو چې د هغو کسانو سره چې درغلي یې کړې ده قانوني چلند وشي او انتخابات دې هم دوهم دور ته ولاړ شي .)

د افغان حکومت د اپوزیسون ډلې هم په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه خواشیني ښکاره کړې خو ویلي یې دي لا هم وخت شته چې د شکایتونو په څیړلو سره د ولسي جرګې د سږنیو انتخاباتو په بهیر د خلکو تللی اعتماد بیرته تر لاسه شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلوک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا ډاډ ورکړی چې د رايو د شمېرنې او د انتخاباتي شکایتونو د څیړنې چارې به په راڼه ډول سره تر سره کیږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې اجرایوي رییس جانداد سپین غرهم ازادۍ راډیو ته ویلي پکار ده چې اړوندو کمیسیونونو ته د درغلیو او شکایتونو د څیړلو فرصت ورکړل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د تېرې شبنې په ورځ تر سره شول ویل کیږي چې د زرګونه کورنیو او بهرنیو څارونکو د شتون سره ، سره له درغلیو سره مل ول .

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ډاډ سره، سره ولسمشر کرزي هم په خپلې پنځلس ورځنۍ راډیوي وینا کې په اړوندو کمیسیونو تاکید وکړ چې په خپلو کارونو کې بې پرې او دقیق واوسي .

د نورو انتخاباتي مطالبولپاره د تاند انتخاباتي ویبپاڼه وګورئ :

کاناډايي چارواکي وايي د کندهار امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی



تاند(یکشنبه/سپټمبر۲۶) په کاناډا کې پوځي چارواکي وايي چې د کندهار په هغو سیمو کې ،چې کاناډايي پوځیان د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري، امنیتي حالات په نسبي ډول ښه شوي دي.

په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو لوی درستیز ویلي ،سره له دې چې په دوبي کې د دوی ستونزې زیاتې وي خو د ده په نظر په وروستیو کې هم د طالبانو د حملو او هم د بمي چاودنو شمېر کم شوی دی.

 

د کاناډا حکومت په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او په دې هیواد کې د کاناډایانو د اقداماتو په باب د خپل هیواد پارلمان ته راپور ورکوي .

 

د دغو راپورونو په وروستي یوه کې د دې خبرې د منلو په ترڅ کې چې په دوبي کې د طالبانو حملې تېزې شوي دا هم ویل شوي چې په دې وروستیو کې د کندهار په هغو سیمو کې چې کاناډايي پوځیان مېشت دي ،د امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښې لیدل کېږي.

 

په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو لوی درستیزډګروال ډک کلاګیټ په دې اړه خبریالانو ته وویل :«په دوبي کې ستونزې او چلنجونه موجود ول خوکه حالاتو ته وګورو په هغو امنیتي عملیاتو کې چې د نورو ځواکونو او د افغانستان د ملي اردو اوملي پولیسو په همکارۍ مو ترسره کړي دي، ډېرې مثبتې نښې ولیدل شوې.»

 

په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو لوی درستیز د مثال په توګه وايي چې سږ کال د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ په پنجوايي ولسوالۍ او د کندهار په لوېدیځو سیمو کې هیڅ راز امنیتي پېښه ونه شوه حال دا چې تېر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ورځ له کاناډايي پوځیانو په ډېرو مواردو کې د طالبانو د حملو په وړاندې او په سړکونو کې د اېښودل شویو بمونو د شنډولو لپاره مرسته غوښتل شوې وه.

 

کاناډايي چارواکي وايي،په دې سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر زیاتېدا او همداراز په کندهار کې د زرګونو تازه دمو امریکايي پوځیانو ځای پرځای کېدا په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د نسبي ښه کېدا عوامل دي.

 

دوی دا هم وايي چې له نړیوالوځواکونو سره د ولسوالانواو قومي مشرانو همکارۍ هم په دې برخه کې ګټه رسولې ده.

 

له بلې خوا ځینې خپلواک پوځي څارونکي د کندهار په یوشمېر ولسوالیو کې د امنیتي حالاتو د ښه کېدو بل دلیل هم یادوي.دوی وايي په دې وروستیو کې د طالبانو پر قومندانانو ځانګړې حملې ، چې د استخباراتي مالوماتو پراساس کېږي، زیاتې شوې دي.دا ډول حملې تر یوه حده اغېزمنې او ګټورې وې.

 

په همدې حال کې سره له دې چې په کندهار کې د (همکارۍ) په نوم پراخ عملیات چې له ډېرې مودې راهیسي یې په باب خبرې کېږي،تراوسه پوري نه دي پیل شوي ، خو په نورو نومونو د کندهار په بېلابېلو سیمو کې عملیات روان دي.

منتخب ور زشي ټيمو نه جوړيږى

منتخب ور زشي ټيمو نه جوړيږى

دغوره لو بغاړو دټا کنې په مقصد دمعلو لينو ورزشي سيالۍ نن داولمپيک د ملي کميټې په جمنازيوم کې تر سره کيږى دمعلو لينو فدراسيون رئيس خادم دين باخترا ژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې د باسکتبال ،واليبال ،فوټبال ،تکواندو دميز برسر تينس او ولچر په برخو کې ترسره کيږى.

 

 نوي تنه معلول ورزشکاران پکى ګډون کوي . يوه اړوند خبرځاى وويل دمعلو لينو فدراسيون د هيواد داولمپيک د ملي کميټې په همکاري د لومړى ځل لپاره غواړى په دغو برخو کې له معلولو ورزشکارا نو څخه منتخب ټيمو نه جوړکړي .

افغان دولت ، ډيورند کرښه او ستاسو نظر

 افغان دولت ، ډيورند کرښه او ستاسو نظر

 


ولې دافغانستان پولې او سرحدونه نیمګړې پاتې دي ،ولې افغان دولت او بیا لوی پښتون قوم په دې اړوند غلي ناست دي .
کله چې د ډیورند کرښې  معامله په ۱۹۹۳ کې پای ته ورسیده ملګرو ملتونو هم خپل غوږونه کاڼه کړل او په دې اړوند یې هیڅ هم ونه ویل ،ملګري ملتونه په دې فکر و چې په هغه وخت کې په هیوادکې خپلمنځي جنګونه و ځکه دوﺉ غلي پاتې و.
خیرپه هر صورت تیر په هیر رابه شو اوسني او نني وخت ته ولې افغان دولت په دې هکله غلی ناست دی؟.
افغان دولت په دې ۸ کلونو کې په دې نه دی توانېدلی چې ځانله دا پوښتنه وکړي چې (ډیورند لاین باید له منځه ورک شي او د افغانستان پوله باید په نښه شي ).
ذهن ته خو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې افغان دولت دا پوښتنه نه کوي ! او یا افغان دولت ددې پوښتنې توان او ځواک نه لري ! ددې پوښتنې تر شا داسې نور پټ رازونه دي چې ګوندې هغه به برالا شي او که څنګه ؟
افغان دولت په دې اړه خپل تصمیم نشي نیولای  او نه یې څه په وس کې دي که چېرې څه یې کولای شوای  په دې ۸ کلونو کې به یې کړي وای .
اوسنی دولت چې ددې پوښتنې صلاحیت نه لري  نو څرګنده ده چې دهیواد دتجزې مساله یو څه ناڅه خپله څیره مااو تاته ښي.
دا چې اوسنی افغانستان په منځ کې دوه کیږي او ټول ملت په دې هکله غلی ناست دی ، داچې شمالي ټلواله په ډالرو مسته شوې ده داچې پردي میلمانه اوس دهیواد کوربه شوي او شمالي ټلواله یې په عیش او نوش اموخته کړیده او ددې ټلوالې لپاره په هیواد کې کار کوي ، څرګنده ده چې دوﺉ هم دهغوﺉ لپاره کار کوي او دا ۴۰ هیوادونه ټول د افغانستان معدنونو ته غله دي .همدوﺉ یې نه غواړي چې دا هیواد دې پخپلو پښو ودریږي که داسې وشي نو دا به ددوﺉ لپاره دنکامۍ زیری وي.
داچې پردي وګړي زما دخاورې پوله نشي څرګندولې نو ولې همدغو پردیو زما خاوره د محدودو کلونو لپاره دبل چا په واک کې ورکړې وه ؟!
دا پوښتنه باید ټول پښتانه له ملګرو ملتو  نه  وکړي چې ولې لوی قوم په دوه برخو وویشل شو؟
ولې دافغانستان خاوره دې بل یوه هیواد ته ورکړي دوﺉ چې دا کار کړی اوس دې بیرته همدا پوله افغانستان پورې ونښلوي!
او اوس څه چې ۱۷ کاله وړاندې ددې خاورې نیټه پوره شوې وه  ولې له افغانستان سره نه نښلول کیږي ؟
ښکاره ده چې دا وګړي په دې خاوره کې خپل معیشت،عیش او نوش ګوري که نه والله که زما او ستا لپاره دوﺉ دلته راغلي وي !
 دیوه ازاد او بشپړ  افغانستان په هیله!

د رسول الله صلى الله عليه وسلم حق

د رسول الله صلى الله عليه وسلم حق
  
 رسول اكرم (ص)   د خداى  پاك له ټولو بندګانو او  مخلوقاتو  څخه ستر او عظيم بنده او  مخلوق دى او دده حق  د خداى د ټولو مخلوقاتو په پرتله ستر او لوى دى.
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( إنا ارسلنا ك شاهداً و مبشراً و نذيراً* لتومنو ا بالله و رسوله و تعزروه و توقروه ) د الفتح سوره  (  8-9)
په يقين سره مونږ د شاهد په حيث او د خوشخبرئ د وركوونكي په حيث او د ويرې وركونوي په حيث   استولى يې .
ترڅو  ( اى مسلمانانو ) تاسې په خداى او د هغه په رسول  ايمان راوړئ ،او  دهغه  مدد وكړئ ، او  د هغه  احترام وكړئ او د الله پاك سپيڅلتوب  او پاكي بيان كړئ .
هر مسلمان بنده ته ښائي چې د رسول اكرم (ص) سره مينه او محبت ولري اود خداى د ټولو  بندګانو   حتى د  خپل مور او پلار څخه زيات   له   رسول الله (ص)  سره مينه او محبت   وكړي.  
په بنده باندې لومړى حق  دپاك  خداى حق دى او دوهم  حق چې څوك يې په مسلمان  بنده باندې  لري  هغه د رسول  الله (ص) حق دى . بيا ورپسې  دريم  د مور اوپلار حق دى
رسول الله (ص) ويلي دي :
لايؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من ولده ووالده و  الناس اجمعين )                     ( البخاري و المسلم)
د رسول اكرم (ص ) احترام او عزت كول ، په سم ډول او پرته له تقصير څخه د هغه تعظيم او احترام كول ، د هغه د سنت  درناوى كول  ، د رسول اكرم  ( ص) د اصحابو احترام كول د هر مسلمان  ديني وجيبه ده .
خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمائي :
( فلا و ربك لا يؤمنون حتى يحكموك فيما شجر بينهم ثم لا يجدوا في أنفسهم حرجا مما قضيت و يسلموا تسليما ) د النساء سوره ( 65)
پس قسم دى ستا په پرودګار ! چې دوي نه مومنان كيږي ، تر څو چې په ټولو خپل منځي اختلافاتو كښې  تا منصف يعنې  حاكم ونه ګڼي يعنې قبول نه كړي ،  بيا چې  ته كومې فيصلى   د هغوي په منځو كې   كوې  د هغو په خاطر په خپلو زړونو كښې هيڅ ډول تنګئ او  نا خوښئ ته ځاى ور نكړي  او له فرمانبردارئ سره يې ومني.      
دپورتني آيت مطلب دادى چې د نبي (ص)  له هرې خبرې يا فيصلې  سره اختلاف لرل  خو پريږده ، كه  څوك  په دې اړه په  زړه كښې كوم شك هم  محسوس كړي هغه د ايمان منافي عمل ګڼل كيږي
الله پاك د آال عمران په سوره كښې فرمائي :
(  قل إن كنتم تحبون الله فاتبعوني يحببكم الله و يغفر لكم ذنوبكم و الله غفور رحيم)
ووايه ( اى محمده دوي ته ) ! كه تاسې له خداى پاك سره محبت ساتئ نو زما تابعداري وكړئ ، خداى پاك به پخپله له تاسې سره محبت وكړي او ستاسې ګناوې به معاف كړي  او الله تعالى  ستر بخښونكى  ډير رحم كوونكى يعنې مهربان دى.
په پورتني آيات كښې دا  حقيقت پروت دى چې كه  انسان  له خداى پاك سره محبت لري  نو ښايي چې د خداى تابعداري وكړي  ، څوك  چې دغه كار كوي نو هغه  له محب څخه محبوب ګرځي ،  يعنې خداى ورسره محبت كوي   او دا څومره اوچت مقام دى  چې  انسان  ته په  الهي بارګاه كې د محبوبيت مقام حاصل شي.
په مسلمان بنده باندې د رسول اكرم (ص) له حقونو څخه يو بل حق دادى چې د محمدي  شريعت څخه دفاع  وكړي  او هيچا ته اجازه ورنكړي چې  په محمد (ص) او دده په شريعت  بد ووايي او يا ورباندې تيری وكړي .
درسول اكرم (ص) ټول ژوند د روښنائئ يوه مناره ده، چې د انساني ژوند ټول تياره اړخونه يې روښانه او منور كړي دي - په ټوله دنيا كې انسانان  د دې روښنائئ   له فيض څخه برخه من كيداى شي  او په دې روښنائئ كښې ژوند ته د دوام  په  وركولو  په ټوله نړۍ كښې امن او سكون  قائمولاى شي - په دنيا كښې  كاميابئ او كامرانئ  ته د رسيدلو د پاره همدا يوه لار ده  او له دى سره انسان خپل ذاتي ژوند  ښګلى او ښائسته  كولاى شي او همداشان  په خپله ټولنه كښې  هم  امن  ، امان او  سكون  راوستلاى شي. ددې منارې د رڼا څخه په استفاده د ترهګرئ ، وحشت ، ظلم اوزياتي  تورې  تيرې  د مينې ،  الفت ، محبت ، وروولئ او دوستئ  په  روښنائي  بدليدلاى شي. .
د كائيناتو خالق خپل  محبوب رسول (ص)   د بشريت  د پاره د يو ښه مثال په طور راليږلى دى -       هغه ته يې لارښونه او هدايت كړې چې د ژوند په ټولو برخو  كښې كه   د هغه   تعلق له عباداتو او معاملاتو سره وي ، كه له تمدن او فرهنګ سره وي ، كه  د حكومت دارئ او سياست سره وي ، كه د تعليم او تربيې له نظام سره   وي  ، كه له اقتصادي او معيشتي نظام سره وي  ،  خلكو ته رهنمائي او لار ښونه    وكړي  .
د اسلام د پيغمبر حضرت  محمد مصطفى (ص) ژوند له وړوكوالي نه نيولى تر ځوانۍ او د عمر وروستئ برخه يو بې سارې او مثالي ژوند ؤ او په اسلامي تاريخ كښې ستر مقام او حيثت لري. له مشرانو او سپين ږيرو سره د آنحضرت برخورد ، له دوستانو او ملګرو سره د آنحضرت طرز عمل ، د يو مثالي پلار او يو مثالي خاوند په حيث د آنحضرت چلند ، د خپلو  مطهره ميرمنو سره د آنحضرت ښه ګذاره او معيشت  ، د يو استاد او لار ښود په حيث د آنحضرت دتعليم او تربيې  ، او د درس او تدريس  مثالي طريقه ،په كار وباري  معاملاتو كښې د آنحضرت  كيفيت او څرنګوالى  ،  د امانت دارئ او ديانت دارئ  په چارو كې د آنحضرت  خصوصيات  ، د آنحضرت  لو ړ اخلاق او كردار  ،  له رعاياو سره د آنحضرت ښه رويه ، د يو عظيم سپه سالار او پوځي قائد په حيث د آنحضرت طرز عمل ، له دښمنانو ، بد خواهانو ، مخالفينو او  ظالمانو په مقابل كښې د آنحضرت حس سلوك ، مقصدكه  د ژوند په هره برخه  كښې  د آنحضرت په باره كښې خبرې وشي نو په  انساني تاريخ  كښې به د آنحضرت په څير بل كوم مثال پيدا ه شي.
رحمن بابا وايي :
كه صورت د محمد نه وې پيدا
پيدا كړې به خداى نه وې دا دنيا
خداى پاك دا د نيا د محمد (ص) له رويه پيدا كړې ده .  يو مسلمان بنده كه د محمد (ص) د اخلاقو او آدابو  مطابق  د ژوند  كولو  كوشش وكړي نو هغه بنده په حقيقت كښې د رسول الله (ص) حق   پرځاى كوي او دا يو  ستر  كار دى .

امريکا:افغانستان کې دبيارغاونې مشر بايد لري شي

 امريکا:افغانستان کې دبيارغاونې مشر بايد لري شي

 

دامريکا څلور سوه سناتورانو په افغانستان کې دامريکا دبيارغاونې دمسؤل دلرې کولو غوښتنه کړي ده .
دغو سناتورانو له ولسمشرباراک اوباماڅخه غوښتې ارنولدفيل چې دامريکا دپوځي يومتقاعده جنرال دى او په افغانستان کې ددغه هيواد دبيارغاونې مسؤليت پرغاړه لري بايد له خپلې دندې څخه لري کړئ .
دوى زياته کړي چې ددوي څيړنو ښودلي چې دغه متقاعدجنرال په افغانستان کې دبيارغاونې په بهيرکې ترډيره حده پاتي راغلى دى .

د حاجي ګک د اوسپني کان مزايدې ته وړاندي کېږي

 

 د حاجي ګک د اوسپني کان مزايدې ته وړاندي کېږي

 

د افغانستان د کانونو وزارت وايي د باميان ولايت د حاجي ګک د اوسپني کان مزايدې ته وړاندي کوي.
د کانو وزير عنايت الله شهراني وايي غواړي روانه اونۍ په دې باب د امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړي او نړۍ وال پانګوال پر دې کان پانګي اچوني ته تشويق کړي.
د حاجي ګک د اوسپني کان د امريکايي جياجوليستانو له خوا په نړۍ کي تر ټولو غټ کان بلل سوئ دئ، چي که يې اوسپنه استخراج سي، د افغانستان په اقتصادي پياوړتيا کي به د پام وړ بدلون راولي

مات بنګړي

عبدالرحمان غضري - 2010/22/09

مات بنګړي


 پلاریې بګړۍ له زمکې زمکې ویشته . دمورچیغویې ټول کلی په سراخستی و  . خويندو اوکشري ورورته یې چاکتلای نه شوای چې نه یې ژړل  . دهغوخلکوپه سترګوکې هم اوښکې راروانې وې  . خو ملاصاحب خپل جراءت له لاسه نه و ورکړی  ، هغه په خلګوکې یوې اوبلې خواته وکتل  .

 

خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کړ . تسپې یې په جیب کې واچولې  . او ویی ویل :
 هله شاباش جنازه درواخلئ .  منځې جنازه به ورکو،  هسې نه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي  .
خلکویواوبل ته وکتل . څوکسولاسونه ورټیت کړل ،  جنازه یې راپورته کړه ملاصاحب بیاوویل : پام مووي  چې دسرخوایې لمرخاته ته نه کړئ  ګناه لري  . له دروازې بهرولسونه راجمع شوي و .  تاسویې وګورئ په سي څه شو دجمعې مبارکې وخت رانه تیر نه شي دکلمې شیریفې ختم هم پاته دی .  دا دلوی مولوي غږو .  چې له دروازې دباندي خلکوته مخاطب و ، جنازه ا وس دروازې ته نیزدې شویې وه چې غږوشو :

 دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځوانې مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره .
خلکوجنازه کیښوده دوې یوې خواته شو ، داځل یې موراوخوندې نه وې  . په تورټیکري کې نغښتې بل څوک وه  . په خپلوریږدیدلیولاسونویې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کړ ،  دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزیده چې یوه بله سپین سرې رامخته شوه اودکفن غوټې یې وسپړلې  . هیچاهم دهغې تورټیکرۍ غږوانه وریده . پرته دهغې دبنګړوله شرنګه چې دجنازې له بازه سره یې وجنګول اوماتي ټوټې یې په جنازه خورې ورې شوې  .
_خلکوجنازه بیاواخیسته داهم څوقدمه ورسره شوه  . خلک ووتل خودې خپل روستی قدم تردروازه دننې تم کړ ، خپل غبرګ لاسونه یې په دروازه پورې ونیول  ،او په یوساړه اسویلي کې یې وویل خدایه ته مې مدت ګارشي  ، زه به د زمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم  ؟
څه ښه یې ویلي چې : 
دکونډتانه پړومی سپک وي
  که زه یې دروندپه سره وم سیلۍ یې وړینه

چک:افغانستان ته نورسرتيرې استو

 چک:افغانستان ته نورسرتيرې استو

 

چک جمهوريت افغانستان ته نور سرتيري استوي .
ددغه هيواد دفاع وزير ويلي دي چې دراتلوونکې کال پورې به افغانستان ته نور دوه سوه تازه دمې سرتيري واستوي .
نوموړې ددغه پريکړې لامل ددغه هيواد پوځي همکاري له افغانستان سره ښودلي ده .
دغه دوه سوه سرتيري به په افغانستان کې له نورو پنځه سوه پنځه ديرش جنګي سرتيرو سره يوځاى شي

په كندهاركې ۱۷۰ زره زده كونكې له زده كړوبې برخي دي

په كندهاركې ۱۷۰ زره زده كونكې له زده كړوبې برخي دي

 

دهيوادپه ټولوګرم سېره ولايتونوكې نوى تعليمي كال پيل سو.
كندهارهم دهيوادپه كچه له ګرم سېروولاياتوڅخه دى چې تعلمي كال يې دسنبلې په ۱۵ نېټه پيلېږي .
دكندهارولايتي چارواكې وايې چې سږتعليمي كال به دتړل شويوښوونځيوپه پرانيسته كې زياتي هڅي وكړي .
سويل دهيوادپه كچه يوه هغه سيمه ده چې ترټولوزيات ښوونځي پكې دزده كونكوپرمخ تړل شوي .
په كندهاركې نږدې ۴ سوه ښوونځي رسميت لري چې اوس يوازي ۱۱۲ ښوونځي ترې دزده كونكوپرمخ پرانيسي دي .
دپوهنې درياست مامورين وايې چې ددوى له هڅوسره سره لاهم ۱۸۸ ښوونځى دناامنيوله كبله دزده كونكوپرمخ تړلي دي چې زياتره يې په والسواليوكې دي .
دكندهاروالي پوهنوال توريالي ويساپه ميرويس خان نيكه عالي ليسه كې دنوي تعليمي كال دلمانځنې غونډې ته وويل چې (دولت تروروستيوپوري هڅه كوي چې دپوهنې په وړاندي پراته خنډونه لري كړي ،اوتړلي ښوونځي دزده كونكوپرمخ پرانيزي )
نوموړي دتړل شويوښوونځيوپه بياپرانيسته كې له قومي مخورو اوبانفوسه اشخاصوڅخه هم دمرستې غوشتنه وكړل .
پدغه ولايت كې له ۳ سوه زره زده كونكوڅخه دامهال يوازي ۱۳۰ زره زده كونكې ښوونځيوته ځي ،پاتې ۱۷۰ زره يې له زده كړوڅخه بې برخي دي .
له دې سره سره په زابل كې يوازي ۳۰ ښوونځي ،په اروزگان كې هم په همدې شمېراوپه هلمندكې له ۲۴۰ ښوونځيوڅخه يوازي ۱۲۶ زده كونكوپرمخ پرانيسي وو .
دپوهنې دچاروماهيرين پدغه شمېرله زده كړوڅخه دزده كونكومحروميت يونه جبرانېدونكى زيان بولي .
دپوهنې وزارت وايې چې ناامنى دپوهنې په وړاندي ترټولولوى خنډدى .

يوڅوک ولاړدی

 

 يوڅوک ولاړدی

انتظاردی

له مامینه غواړي

زړه راته ووایه

په خدای نن دې له زړه پوښتمه

خنګه دمینې جوګه یې اوکنه

ګوره ملګرې

چې هرڅه وایې له زړه ووایه

 چې دروغجن مې نه کړي

ګله

ولاړهغه ته

هغه په ماباندي ترځان هم ګران دی

زه چې هغه ته دوفالوز له زړه نه ورکړم

زه چې هغه ته یو وارووایم

چې

هو اشنا مین دې یمه

زړګیه بیادې دهجران په مهال

کړاو ته وش نه وایم

بیا چې له اوښکو ډکې سترګې درنه ونه وینم

 

بیا چې دې اه له خولې نه وخیږي

ریټم دي

له یارۍ دي ریټم

نو

نو ګرانه اوس راته رښتیا ووایه

په تاکې مینه ځایدای شي کنه

 

چې زه هغه دانتظارڅیښتن ته

دهو

اونه

ځواب ډاډه ورکړه

۲۰۰۹/۱۲/۱۱

ساجر سعودي عرب

غضري