شين خالي
|
شین خالي |
|
چه په خوا کمی جانان هم را سره وي داسی ښکاری ټول جهان چه را سره وي د غمونو او دردونو بار می سپک شي شین خالي زلفی ماران چه را سره وي هسی عطرو په خوشبیو کی معطر شم لکه مشکو لوی کاروان چه راسره وي چه د شوڼدو جام یی واړوم په سر کی شم بیخود لکه شیطان چه را سره وي چه د زلفو سایه بان لاندی یی پروت یم باک می نشته که توپان هم راسره وي زه خالد د یار په مینه مستانه یم زولنې که د زندان هم را سره وی خالد هادي |
+ نوشته شده در Mon 14 Apr 2008 ساعت ۱۱:۴۷ ق.ظ توسط صفت الله (ذاهدی)
|