راځئ نوي وينډوز سبت کړو
راځئ نوي وينډوز سبت کړو
دذهن هارډسکونه مو فارميټ کړئ شاعرانو
واليم دخنداګا نومو لږ ټيټ کړئ شاعرانو
دښکلي هيواد ښکلي منظرې وايروس وهلي
سنګرانټي وايروس ورته آپډيټ کړئ شاعرانو
دهرکلي په ټنډه موکليسټرخالونه کېښول
ستايني د شنه خال ته څه وخت ويټ کړئ شاعرانو
سبايې د سروشونډو او ګودر په نامه جوړکړئ
خونن مو( يو. آر. ايل ) دبلاګ ايډيټ کړئ شاعرانو
ادب د لوپټې او زلفو ډېرکليشيي شو
نوښت د دفاعي ادب نورسيټ کړئ شاعرانو
مهم مهم فايلو نه د اولس يې راخراب کړل
ترې زر راغلي نيوفولډر ډيليټ کړئ شاعرانو
خوږلت ترخو غمونو د ( ريان ) له ژبي وړى
همت کړئ غم څپلي زړونه سويټ کړئ شاعرانو
+ نوشته شده در Wed 20 Jan 2010 ساعت ۶:۱۱ ب.ظ توسط صفت الله (ذاهدی)
|