نن به د افغانستان د ولایتونو د شلو اورونو پایلوبه د لوګراو ننګرهار ولایتونو ترمنځ ترسره شي.پرون په نیمه پایلوبه کې د ننګرهار او کونړ او د لوګر او خوست ولایتونو ټیمونه سره مخامخ شول چې په نتیجه کې یې ننګرهار کونړ ته په نولس اورونو کې په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او د لوګر ټیم د خوست لوبډلې ته په ۴۳منډو ماته ورکړه او په دې ترتیب د ننګرهار او لوګر لوبډلې د ولایتي سیالیو پایلوبې ته ووتل.

نن به د لوګر او ننګرهار ټیمونه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

دا لوبې چې د سپټمبر په پنځه ویشتمه د ۲۴ ولایتونو ترمنځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوې ، نن له اوولس ورځو وروسته په پایلوبې سره پای ته رسېږي.

د دغو سیالیو د پرانستونکې غونډی پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ مشر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال د اتصالات له مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه چې د ده په وینا تل یې له کرکټ سره مرسته کړې ده.دا لوبې د اتصلات مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره کېږي.

په دې لوبو کې شامل ولایتونه دا ول: پکتیا، پروان، کابل، زابل، کندوز، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، بلخ، غزنی، خوست، بغلان، هلمند، ننګرهار، بدخشان، نورستان، کونړ، پکتیکا، کندهار، لغمان، جوزجان، وردګ، بامیان، سمنګان او تخار.

دغو ټیمونو، چې په اتو ډلو وېشل شوې وو،خپلې سیالۍ هره ورځ د سهار له نهو بحو پیلولې.د دوی سیالۍ شمشاد تلویزیون او سلام وطندار راډیو په مستقیم ډول خپرولې.

دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه سویه د افغانستان د مختلفو ولایتونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ دا ډول سیالۍ ترسره کېږي.

د سپورټي چارو کارپوهان وايي که د سپورټ ،په تېره بیا کرکټ، مسوولان د دا ډول مسابقو تابیا ته پاملرنه زیاته کړي افغانستان به د کرکټ په برخه کې ،چې خپل استعداد یې نړیوالو ته ثابت کړی دی، لا پرمختګ وکړي.