
د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د افغانستان او کینیا د کرکټ ټیمونو ترمنځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه نن کینیايي لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته پیل کړه .
دې ټیم په ۴۹ اورونو کې د لسو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ټولټال ۱۳۹منډې جوړې کړې.
د افغانستان د ټیم لپاره د دې هدف (۱۴۰) پوره کول له دې سره سره چې لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې بده بایللې وه، ګران کار نه و، افغان ټيم د ٤ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه خپله وروستۍ یوه ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ په نایروبي کې وکړي.
افغانستان له کینیا څخه څلور ورځنۍ مسابقه ګټلې وه او ټاکل شوې ده چې په پایلوبه کې،چې په دوبۍ کې ترسره کېږي، له سکاټلنډ سره مخامخ شي.
ننګرهار کونړ ته په ماتې سره پایلوبې ته بریالی شو
د افغان کرکټ شل اوریزې سیالۍ په نیمه پایلو کې د ننګرهار ولایت لوبډلې کونړ لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.
د کونړ کرکټ لوبډلې پچه وګټله او د ننګرهار لوبډلې ته یې بلنه ورکړه چې په توپ وهنه پېل وکړي، د ننګرهار لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو د کنړ لوبډلې ته ۱۹۲ منډې وکړي او ۱۹۳ یمه منډه یې ورته هدف وټاکلو.
د کونړ لوبډلې هم ښه لوبه وکړه خو ننګرهار ته یې هدف پوره نشو کړاي او په ۱۹ اورنو کې يي ټول لوبغاړي په ۱۴۹ منډو وسوځیدل او ننګرهار ترې د شل اوریزې سیالۍ اتلولۍ ته ځان نږدې کړ.
د ننګرهار په لوبډله کې نن ښه لوبه شفیق الله شفف وکړه، شفق ۷۴ منډې وکړي چې ۵ پکې شپږیزې او ۸ پکې څلوریزې وې.
د ننګرهار په توپ اچونه کې د لوبډلې کپتان هستي ګل عابد ۲ وکټې سر په واخستلې او د ننګرهار بل لوبغاړي باطن شاه هم د کنړ دوه لوبغاړي وسوځول.
څو شېبې وروسته به د لوګر او خوست ولایت ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه کیږي.
په فیس بوک کې د افغانستان د کرکټ د مینوالو په پاڼه کې د ملي لوبډلې د کینیا سره د لوبې په اړه او ولایتي سیالۍ د دویمې نیمې پایلوبې په اړه تازه معلومات تر لاسه کولای شئ