چارواکي وايي پرون افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه په هلمند کې پوځي عمليات کړي، چې د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د طالبانو يو قوماندان ملا يونس چې له کوټې څخه د ملا محمود پر ځاى ټاکل شوى و، ووژل شو او ورسره ملا عبدالصمد، چې په سيمه کې په شفا مشهور، دغه راز حاجي ملا سلطان محمد او حاجي ملا داد محمد ژوندي نيول شوي دي، چې د هلمند چارواکي وايي درې واړه د طالبانو مهمم قوماندانان دي.

 

د هلمند د ولايت وياند داود احمدي تاند ته وويل دغو کسانو د افغان دولت په وړاندې تخريبي فعاليتونه کول، ماينونه يې ځاى پر ځاى کول، چاودېدونکي مواد يې عيارول او په اکثرو ملکي تلفاتو کې يې لاس درلود.

 

د يادونې وړ ده چې طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.