هلمند : تراوسه ۵۵ تنه ملكي وګړي وژل شوي دي
په هلمند كي د ځمكني ماينونو له امله ډيري مرګ ژوبله ملكي وګړو ته اوړي
دهلمند ولايت د نادعلي اومارجي ولسوالي ځاي اوسيدونكي وايي چي له تيرو څو ورځو راهيسي د وسلوالو طالبانو له لوري په سړكونو كي د ښخ شوو ماينونوله امله ډيري مرګ ژوبله ملكي وګړوته اوښتي ده
ددو ي په وينا چي په سيمه كي افغان او بهرني ځواكونه كه څه هم تګ او راتګ كوي خو ډيري مرګ ژوبله افغان ملكي وګړو ته اوړي .
له بله پلوه بيا ځاي اوسيدونكي وايي چي په سيمه كي وسلوال طالبان ددوي له كورونو سره نيږدي ځمكني ماينونه ځاي پرځاي كوي هغوي وايي ډيري وختونه دوي له دواړو خواوو نه ويريږي.
. ځاي اوسيدونكي چي په ليرو پرتو سيمو كي پلي تګ او راتګ كوي ډيري وختونه د ړندو ځمكني ماينونو ښكارګرځيدلي دي.
شيرعلي چي د نادعلي ولسوالي د شنه كلي اوسيدونكي دي لوڅ سراو لاس يي په غاړه كي لويدلي مركزلښكرګاه ښارته دتداوي لپاره راغلي وايي چي اوس ددوالپاره پيسي هم نه لري دي وايي :- چي وسلوالوطالبانو تيره ورځ په هغه څه وواهه چي ده ورته وويل زما له كوره سره افغان ځواكونو ته ماين مه ځاي پرځاي كاوه
ډيري شمير ځاي اوسيدونكي د شيرعلي په شان له وسلوالو طالبانونه د خپل كورمخي ته د ماين د نه ځاي پرځاي كيدو غوښتنه كړي خو ددوي په خبره چي وسلوالو طالبانو دغه څه ته پام نه دي اړولي
د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي چي په داورستيو دوو ورځو كي يواځي په لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
نوموړي وايي چي په دغه ځمكني ماينونوكي چي ډيري د پرسونل ضد ماينونه دي نظامي سرتيرو ته نه بلكي ډيري مرګ ژوبله ددي ولايت په نادعلي ،مارجي او باباجي سيمو كي بي ګنا ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي ده
امنيه قوماندان د سيمي له ځاي اوسيدونكو نه غوښتنه وكړه چي د ځمكني ماينونو له ليدلو سره دي سم افغان ځواكونوته خبر وركړي
نوموړي وايي چي ډيري ځمكني ماينونه يي له تيرو څو ورځو راهيسي كشف او دځمكني ماينونو جوړونكي كسان يي هم نيولي او دقانون منګولو ته يي سپارلي دي
موږ وغوښتل چي په دي اړه په هلمند كي د بشرحقونود خپلواك كميسون له غړيو سره خبري وكړو خو ونه توانيدو
په هلمند كي د ولايتي شورا ريس محمد انورخان وايي چي په داورستيو كي دمارجي ولسوالي له نيولو سره سره دافغان او بهرنيو ځواكونو په عملياتو كي هم ملكي وګړو ته زيانونه واوښتل خواوس مهال افغان دولت نه دي توانيدلي ترڅو دلوي لارو نه ځمكني ماينونه وباسي
نوموړي وايي چي له بل پلوه اوس ډيري مرګ ژوبله له ځمكني ماينونو نه ملكي وګړو ته اوښتي ده
هغه له افغان دولت نه غوښتنه وكړه ترڅو ددداسي لويو لارو په پاكولو كي دي ژرترژره همكاري وكړي
دانورخان په وينا چي له بله پلوه په سيمه كي د ځمكني ماينونو ايستلو ته هم د وخت اړتيا ليدل كيږي
په هلمند كي په داورستيو كي ويل كيږي چي ۱۵ وګړي يواځي په دريو ورځو كي د ځمكني ماينونو له امله وژل شوي او دولس تنه نورژوبل شوي دي.
قاري يوسف احمدي چي تل درسنيو سره د وسلوالو طالبانوپه استازيتوب خبري كوي وايي چي دوي په هره سيمه كي چي ځمكني ماينونه افغان او بهرنيو سرتيرو ته ايږدي په سيمه كي ملكي وګړوته خبر وركوي خونوموړي دملكي وګړو د وژني د غه پړه په افغان دولت وراچوي .
ديادوني وړده چي په داورستيو كي دمشترك عملياتو له پيل سره سم د مارجي نادعلي او باباجي په سيمو كي د ځمكني ماينونو او هوايي توغندي بريدونو له امله تراوسه ۵۵ تنه ملكي وګړي وژل شوي او په لسګونو نورژوبل شوي دي