هلمند : دوه تنه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل شول
په هلمند كي دوه تنه ځانمرګي بريد كوونكي ووژل شول
نن سهارڅه كم لس بجي د مركز لښكرګاه ښار دوو تنو ځانمرګي بريد كوونكي د اي ار ډي يو بهرني موسيسي ته ننوتل
دهلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد سلام وطنداره ته وويل چي نوموړي دواړه تنه ځانمرګي بريد كوونكي د ملي پوليسو ملي امنيت او د بهرني موسيسي امنيتي كسانو له لوري په لسودقيقو كي ووژل شول
دده په خبره چي دوي له مخكي خبر درلود او ترڅارني لاندي يي نيولي وه
دهلمند ولايت د والي مرستيال عبدالستارميرزكوال وايي چي نوموړوځانمرګو بريد كوونكو غوښتل چي په دغه بهرني موسيسي كي ترډيره وخته پوري جګړه وه كړي خو ونه توانيدلي
دده په خبره چي ددغي بهرني موسيسي يو تن بهرني سرتيري او ددغي موسيسي يوه كاركونكي هم لږ ژوبل شوي ده
وسلوالو طالبانو ددغو ځانمرګو بريد كوونكوپه اړه لا تردامهاله څه نه دي ويلي
صفت الله زاهدي هلمند