د مارجي په عملياتو كي ۴۰  تنه وسلوال طالبان ووژل شول

 

دهلمند والي محمد ګلاب منګل وايي  له هغه نه چي د مارجي ولسوالي  عمليات پيل شوي تراوسه پوري په سيمه كي ۴۰  تنه وسلوال طالبان وژل شوي او يوشميرنوريي ژوبل شوي هم دي

دوالي په خبره چي په دغو عملياتو كي ۳ تنه دايساف يوافغان ملي اردو سرتيري وژل شوي او دري تنه د ملي اردو سرتيري ژوبل شوي هم دي

د هلمند والي وايي چي په عملياتو كي په لسګونوماينونه ايستل شوي او په سيمه كي دامهال چاڼيز عمليات هم شروع شوي دي

 

قاري يوسف  احمدي چي ځان د وسلوالو طالبانو وياند راپيژني وايي چي په مارجي ولسوالي كي يي ګڼ شمير بهرنيو او افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي ده

نوموړي وايي چي د مارجي ولسوالي ډيري سيمي ددوي په لاس كي دي

صفت الله  زاهدي هلمند