ورځو راهيسي په سيمه كي ديري حاي وګړي وژل شوي دي
د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي ديري ځاي وګړي وايي چي د تيري دوو ورځو راهيسي په سيمه كي ديري حاي وګړي وژل شوي دي
د نادعلي ولسوالي يوتن اوسيدونكي تور جان وايي چي په نادعلي ولسوالي كي دددوو ورځو راهيسي په دغه سيمه كي دوي ته د سر او مال درانده زيانونه اوښتي دي ددوي په وينا چي په دغه سيمه كي ديرش تنه ملكي وګي وژل شوي او يو شمير څاروي او ددوي كورونه هم له منځه تللي دي د نادعلي ولسوالي د خوشحال كلي يو بل تن اوسيدونكي ګل اغا وايي چي ددغي سيمي څخه اوس مهال وتلي دي دده په وينا چي ددوي كښتونو ته هم زيان اوښتي دي هغوي وايي چي امريكايي حواكونه ددوي په كورونو باندي د ليري د توپونو وارونه كوي نوموړي وايي چي ددوي په سيمه كي يو شمير څاروي او ملكي وګړي وژل شوي دي
دد نادعلي ولسوالي ددادالله د كلپك د سيمي يو بل تن ځوان وايي چي دددوي په كلي كي د څو كورنيو نه ۲۹ تنه اوسيدونكي وژل شوي دي هغه له دولتي چارواكو څخه غوښتني كوي وايي چي ددوي په سيمه كي دي نور عملياتو ته بسنه وركړي ددوي په وينا چي دوي دا مهال په سوړ ژمي كي له خپله كوره وتلي او په يوه دښته كي ژوند كوي
خو له بلي خوا د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد پيمان ملي ته په يوه مركه كي ويلي دي چي د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي او مرجي په سيمه كي دا مهال هيڅ ملكي وګړي نه دي وژل شوي د هلمند امنيه قوماندان چي د نادعلي په ولسوالي كي موقيعت لري وايي چي زه خپله په دغه سيمه كي يم دده په وينا چي دلته د بادالله كلپ چي ديري خلګ وايي چي ملكي وګړي وژل شوي هيڅ جګړه نشته امنيه قوماندان زياته كړه چي ديري خلګ د توپونو د راغورحولو څخه سر تكوي خو دا توپونه دده په خبره بي معنا نه دي نوموړي د ملكي وګړو د غه ادعاوي په كلكه سره رد كړي
تيره ورځ د هلمند ولايت په بست هوټل كي په يوي خبري ناستي كي د ميشتو بريتانوي سرتيرو قوماندان دګرمن ميسينجر د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل او د هلمند ولايت د ملي اردو د پلي ليوا د ۲۰۵ اتل قولي اردو قوماندان ويلي ووو چي په دغو عملياتو كي دوي ته له وړاندي خبرداري وركول شوي دي او په دغه سيمه كي كوم ملكي وګړي ته زيان نه دي اوښتي