د سړي تښتونكو د ډلي يو تن له تشتول شوی کس سره وه نيول شو
د هلمند ولايت په لښكرګاه ښار كي د سړي تښتونكو د ډلي يو تن له تشتول شوی کس سره وه نيول شو
د هلمند ولايت د جنايي پيښو په وړاندي د مبارزي مدير اسماعيل خان وويل چي تيره ورځ يو تن د لښكرګاه په ښار كي چي خياطي يي كوله تيره ورځ ناوخته ديوي ډلي سړي تښتونكو له لوري د لښكرګاه ښار نه وه تښتول شو چي وروسته له يوي ورځي نه نوموړي كس د يوه تن سړي تښتونكي سره وه نيول شو
نوموړي سري تښتونكي نعمت الله د دستګير زوي نوميزي چي دلښكرګاه ښار اوسيدونكي دي
د جنايي پيښو په وړاندي دمبارزي مدير وايي چي د دستګير شوي كس سره په دغه ګروپ كي ۴ تنه نور هم شامل دي
تښتول شوي نثاراحمدچي دخپل پلارنوم اغاګل ښي وايي چي د سړي تښتونكو له لوري ورسره جنسي تيري هم شوي دي
دي وايي چي د رينجر موټر او څو تنه چي د پوليسو جامي يي په تن وي وه تښتول شو
هغه له دولت څخه سري تښتونكو ته د سختي سزا غوښتنه وكړه
په لښكرګاه ښار كي په دا ورستيو كي سړي تښتوني ديري شوي دي چي ديري داسي پيښي د جنايي پيښو د مبارزي د مديريت لخوا شنډ ي شوي دي
د يادوني وړده چي څو اوني وړاندي هم په لښكرګاه ښار كي د سړي تښتونكو او غلو يو ګروپ نيول شوي وو چي د غلو د ګروپ يوه ښځه هم شامله وه