شپیګل : په جرمني کې د ملا عمر د استازي او امریکايي چارواکو ترمنځ بیا پټې خبرې شوې PDF چاپ ایمیل
شپیګل جرمني مجله   
دوشنبې 02 غبرګولی 1390 وخت 06:00

altد شپیګل  جرمني مجلې راپور ورکړی چې په جرمني د امریکايي چارواکو او طالب استازي ترمنځ د پټو خبرو بل پړاو هم ترسره شوی دی .

دا هغه څه دي چې طالبانو تیره اونۍ په نیویارک ټایمز کې په دې اړه یو خپور شوی راپور په سختو ټکیو کې رد کړل او دا یې د لویدیځو رسنیو پوچ تبلیغات وبلل .

 

د جرمني چاپ شپیګل مجلې د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي مایکل شتاینر  ویلي ددغو خبرو اترو وروستي پړاو د  روانې مۍ میاشتې په اوومه او تمه نیټه په جرمني کې ترسره شوی دی.

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ددغو خبرو اترو ترسره کیدل نه دي تایید کړي خو فرانس پریس اژانس ته يې ویلي چې جرمني د افغانستان  دجګړې د دیپلوماتیک حل لپاره د روانو هڅو ملاتړ کوي.

 

د شپیګل مجلې د راپور پر اساس د طالبانو او امریکايي مقاماتو تر منځ تر دې دمه درې ځله پټې مستقیمې خبرې ترسره شوي چې له هغې جملې څخه لومړۍ ځل په قطر دوهم ځل بیا په جرمني کې شوي .

 

 شپیګل په دې خبرو کې د متحده ایالاتو له لوري د بهرنیو چارو وزارت او مرکزي استخباراتو یا (سي ای اې) مسولانو او د طالبانو له لوري د ملا عمر یو نزدې خپل برخه لرله.

 

تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو دشپیګل ددې راپور په اړه څه نه دي ویلي

ه داسې حال کې چې د پاکستان او امریکا اړیکې د اسامه پر ضد د امریکا د یو اړخیزو عملیاتو پر سر کړکیچنې شوې او لا نه دي رغیدلي ولسمشر اوباما خبرداری ورکړی که په پاکستان کې بل داسې څوک چې د ترهګرو مشري کوي وموندل شي دوی به ورته یو اړخیز عملیات بیا هم تکرار کړ ي.

له بي بي سي سره په مرکه کې  بارک اوباما ویلي که ورمعلومه شي  چې د سخت دریځو بل کوم مشر پاکستان کې پټ دی دې به پرې د برید امر وکړي .

 د امریکا ولسمشر د بي بي سي ددې پوښتنې په ځواب کې ملا عمر یا د طالبانو بل لوی مشر پاکستان کې وموندل شي نو تاسو به څه وکړئ؟  وویل ، زمونږه دنده د متحده ایالاتو امنیت ساتل دي.موږ  د پاکستان ملي حاکمیت ته زیات درناوی لروو ، خو مونږ چاته دا اجازه نه ورکوو چې په فعاله توګه زمونږ او یا زمونږ د متحدانو د خلکو د وژلو پلان جوړ کړي.

 بل لورته د ولسمشر اوباما  ددې څرګندونو په اړه د پاکستان د ولسمشر یوه ویاند فرحت الله بابر ویلي مونږ باید له یو اړخیزو اقداماتو څخه ډډه او د تروریزم پر وړاندې پر ګډې همکارۍ تمرکز وکړو.

 نوموړي د باراک اوباما د څرګندونو په باب له زیات څه ویلو ډډه کړې ده.