جاپان: اټومي بټۍ اوس په خطرناک حالت کې ده

د جاپان ل ومړی وزیر ناوتو کن وايي چې زیانمنه شوې اټومي بټۍ اوس په يوه خطرناکه حالت کې ده .

انجنیران هڅه کوي چې په اټومي بټۍ کې د تېرې جمعې د ورځې د قوي زلزلې له کبله زیانمنې شوې پکې د ستر ناورین د رامنځ ته کېدا مخه ونیسي .

د توکيو په شمال ختيځ فوکوشيما کې انجنيران د سمندر اوبه بټۍ ته ورپمپ کوي چې وکولای شي هغه له گرمېدو او ويلې کېدو وژغوري .

په دغه بټۍ کې کارکوونکي وايي کله ناکله د ازادو شويو راديو اکتيفونو وړانگو اندازه له نورمال حالت نه پورته ولاړه شي .

د شنبې په ورځ په بټۍ کې د هايدروجن چاودونه وشوه چې له کبله يې د اټومي بټۍ بام ونړېده او ورپسې چارواکو خبردارى ورکړ چې کېداى شي ورته پېښه بيا هم تکرار شي، خو دا يې هم ويلي وه چې ښايي د وړانگو د خورېدو کوم جدي خطر رامنځ ته نه شي .

په جاپان کې د اسعارو مارکېټ چې تر زلزلې وروسته په لومړي ځل پرانیستل شوی و، بد غورځېدلى و.

د سوداگرۍ په لومړيو ۲۰ دقيقو کې د نېکې د اسعارو بازار ٥ سلنه لوېدلی و .

د جاپان مرکزي بانک ويلي دوی به د مالي اسقرار د رامنځ ته کولو په هيله ٨٥ زره ميلیونه ډالره مالي مارکيت ور عرضه کړي .

د جاپان په زياترو ښارونو کې اوس برېښنا نوبتي شوې ده ځکه په زلزله کې ډېرى برېنا کوټونه له کاره غورځېدلى دي . پرون حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې ښوونځيو او کارونو ته ولاړ نه شي .

د جاپان لومړي وزير په خپلو وطنوالو غږ کړي چې سره يو موټى شي او د هېواد بېرته رغولو لپاره مټې راونغاړي.

ده ويلي جاپان له دویمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو له بد بحران سره مخامخ شوی