بامیان د سیلانیانو د ورتګ لپاره نوې هڅې کوي
بامیانو چې د بودا د سترو مجسمو له پلوه یې په نړۍ کې ډیر شهرت موندلی و او له جګړو مخکې کلونو کې به هرکال زرګونه سیلانیان دې ولایت ته ورتلل، په وروستیو کې د سیلانیانو د راجلبولو لپاره بیا هڅې پیل کړي دي.
د بودا د سترو مجسمو ځایونوته چې طالبانو لس کاله مخکې الوزولې، د سیلانیانو د بیا جذبولو پرته په دې ولایت کی د سکي د ورزش د ودې لپاره هم هڅې ګړندۍ شوې.
د سیلانیانو د راجلبولو لپاره د نویو هڅو په ترڅ کې دا ولایت هیله من دی چې د سکي د ورزش لپاره سیلانیان راجلب کړي.
د افغانستان د دغه مرکزي ولایت امنیت که څه هم ښه دی، خو بیاهم په دې هیواد کې روان امنیتي وضعیت ته پام سره ښایي د بامیانو درو ته سفر کول خطرونه هم له ځان سره ولري.
که څه هم په بامیانو کې د سکي د وسایلو او د غونډیو څوکوته د ختلو لپاره د هوایي لفتونو یا زانګو ګانو د کمښت ستونزې شته خو د سکي د صنعت تنظیمونکي بیا هم هیله من دي چې د دغه ولایت طبعي ښکلا او لاس نه وهلي طبیعت به ډیر خلک په تیره بیا هغه سیلانیان چې خطرونه په ځان مني، ځان ته راجلب کړي.
په دې وروستیو کې د سکي له ورزش سره د افغانانو علاقمندی هم زیاته شوې او حتی په کابل کې یوشمیر اوسیدونکو ښځو چې ځان یوڅه ازاد احساسوي، په ټولنه کې د جاری دودونو او عنعناتو خلاف چې ښځې باید په عام محظر کې په حجاب کې ښکاره شي، دغه ورزش ته مخه کړې ده.
یو دیرش کلن بریتانوي هینري چارلس چې په افغانستان کې له یوې امنیتی کمپنۍ سره کارکوي او په بامیانو کې تل د سکي لوبه کوي، وایي په امریکا او اروپا کې په وروستیو کې ډیرو خلکو بیرته د پخواني سکی وهلو دود ته مخه کړې، یعني د سکي له مشخصو ځایونو پرته چې پکې پرجوړی شوې مشخصې کرښی لسګونه کسان له غونډۍ د پاسه ځان راخوشي کوي، په غونډیو کې په ازاد ډول د سکي لوبه کوي .
هغه وایی د بامیانو ولایت د سکي دغه ډول ورزش ته برابردی، تاسو د تازه واورو پرسر چې مخکې پرې څوک نه دی تللی، له دونیم زره متره ارتفاع څخه د غونډیو د پاسه ځان راخوشې کوئ، چې د سکي لپاره ښې مناسبې دي.
په بامیانو کې د سکي د ورزش د ودې لپاره د ۱،۲ میلیون ډالرو په ارزښت یوه پروژه په ۲۰۰۸ م کال کې د اغاخان فونډیشن په مرسته او په دې ولایت کې د نیوځیلاند د نړیوالې پراختیایي ادراې په همکارۍ پیل شوه.
سیمه ییزو چارواکو هم د دغې پروژی ملاتړ کړی او هیله من و چې سکي او توریزم به په مجموع کې دغه بې وزلي کرهڼیزولایت له اقتصادی ودې سره مرسته وکړي.
تیره اونۍ د ملګروملتونو کلتوري موسسې یونسکو هم وویل چې غواړي په بامیانو کې څو موزیمونه جوړ کړي چې په هغو کې به د بودا د نړول شویو مجسمو پاتې ټوټی وساتي.
مخکې له دې چې شوروي پرافغانستان یرغل وکړي بامیانو ته به د کال شاو خوا ۶۵ زره سیلانیان ورتلل او د بودا د سترو مجسمو او نورو تاریخي اثارو به يې لیدل.
ددې سیلانیانو په ډله کې یواځې لس زره به یې جاپانیان وو.
تیرکال د سیلانیانو شمیر شاوخوا ۳۳۰۰ کسانو ته رسیده چې ۸۰۵ یې بهرنیان و اود دوی اکثریت هم هغه کسان و چې په افغانستان کې په کارو بار بوخت دي.
د اغاخان فونډیشن وایي دغه شمیر مخ په زیاتیدو دی.
که څه هم په بامیانو کې د وسله والو طالبانو د فعالیت نښې دومره نه لیدل کیږي ځکه د دې ولایت استوګن هزاره ټبر سره تړلي چې له طالبانوسره زړه دښمني لري خو دې ولایت ته تلونکې مځکنۍ لارې نا امنې دي چې سیلانیان له ورتګه بې زړه کوي.
د بامیان ولایت د چارواکو له ژمنو سره سره تراوسه دې ولایت ته د غځیدلو لارو ستونزې نه دي هوارې شوي.
له کابله دوه اساسي لارې دې ولایت ته ورځي چې دواړوکې یې د ماینونو او د سړي تښتولو خطر زیات دی.
بامیان ته له کابله هوایي کرښه هم تراوسه نه ده فعاله شوې.
ډیر خلک چې دې ولایت ته ورځي د ملګروملتونو یا د لویدیځو سفارتونو له خوا له اجاره کړو الوتکو څخه کاراخلي.
د بامیانو مرستیال والي حاجی قسیم کاظمي فرانسپرس اژانس ته ویلی چې دولت ورسره د څو الوتکو د مرستې ژمنه کړې وه خو تراوسه د دغو مرستو څرک نه لیدل کیږي.
د دی ولایت په مرکز کې د هوټلونو وضعیت هم چندان سم نه دی.
له اتلسو فعالو هوټلونو څخه یو هم څلورویشت ساعته بریښنا او اوبه نه لري.
پردی سربیره هیڅوک هم نه پوهیږي چې وروسته له هغې چې بهرني ځواکونه په ۲۰۱۴ م کال کی له دې هیواده وځي د دغه ولایت امنیتي وضعیت به څنګه وي.
د لویدیځو منابعو په اساس بامیان د افغانستان د هغو لومړنیو ولایتونو په کتار کې دي چې بهرني ځواکونه به د امنیتي چارو مسولیت افغان امنیتي ځواکونه ته سپاري.
د سید شاه په نامه د بامیانو یو تنکی ځوان چې په وروستیو کلونو کې یې په دی ولایت کې د سکي ورزش ته مخه کړې وایي، دی د امنیت په اړه ډیر اندیښمن دی چې ښایي له دې هم خراب شي او په دې توګه به یوځل بیا د سیلانیانو د جذب د یوه مرکز په توګه د بامیانو هیلې مړاوې کړي.
سید شاه وایي که بهرنیان خپلو مرستو ته دوام ورکړي موږ به د لته یوه ورځ د سکي د ورزش د یوه مرکز د جوړیدو شاهد واوسو خو ترهرڅه مهمه داده چې لومړی سوله ټینګه شي.
+ نوشته شده در Mon 14 Mar 2011 ساعت ۱:۱۳ ب.ظ توسط صفت الله (ذاهدی)
|

