به مارکو لوبغالي کې د کندوز او جوزجان ولایت لوبغاړو له یوه بل سره لوبه وکړه. پچه ( ټاس ) د جوزجان لوبډلې وګاټه خو خپله یې توپوهنه ونکړه او د کندوز لوبډلې ته یې د ټوپوهنې( بیټنګ ) موقع ورکړه. کله چې د کندوز اوپنران ( لوب پیلي ) توپوهنې ته ودریدل نو ملګرتیایې سره وغزیده او ترډیره پاتې شول. د اورونو شمیره له نیمې نه وه اوښتي چې دغو دواړو ژڼیو( ځوانانو ) پنځوسیزه( فیفټي ) پورا کړه او بیا یو په بل پسې دواړه وسوځیدل.

 

پدې لوبه کې د کندوز لوبډلې په ۳۸،۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې، خو مقابلې لوبډلې ته یې د لوبې ګټلو لپاره ۱۸۷ منډې هدف( ټارګیټ ) وټاکه.  د نوموړي ولایت په لوبغاړو کې ښه توپوهنه یا بیټینګ سیف الله، شاه محمود، اوبریال وکی. سیف الله ۳۰ منډې جوړې کړې چې پدې کې ۵ څلوریزې هم شته وې. بیا ورپسې شاه محمود ښه وځلیده، د  ۲۵ منډې د ۳ څلوریزو په شمول جوړې کړې ، لدې سره سره بریال هم د ۲ څلوریزو ( چوکې ) په ګډون ۲۵ منډې وکړې.

 

کله چې د جوزاجان ولایت لوبغاړې توپوهنې ته ووتل، نو دوی په ټولو ۴۰اورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او پدې سره دا لوبه د کندوز لوبډلې په ګټه تمامه شوه. پدې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی(  مین آف د میچ ) بریال ونومول شو.

 

هلته پاس په بهسودو لوبغالي کې هم  د کاپیسا او بدخشان ولایت لوبډلې له یوه بل مقابلې ته وتي وې. په دوی کې ټاس یا پچه د کاپیسا ولایت لوبډلې وګاټه او توپوهنه یې هم په خپله وکړه. که څه هم د دوی اوپنران ( لوب پیلي ) تر ډیره پاتې نه شول، خو نورو لوبغاړو یې ښه لوبه وکړه او ترډیره پر ځای ول، د کاپیسا ۵ لوبغاړې لاهم پاتې ول چې اورونه پرې ختم شول، خو مقابلې لوبډلې ته یې ۲۶۲ منډې هدف ورکی. په دوې کې تر ټولو ښه لوبه مجتبی وکړه، د د ۳ شپږیزو او ۵ څلورویزو په ګډون  ۱۱۱ منډې وکړې او بیا وسوځیده.

 

ورپسې چې کله د بدحشان لوبغاړي توپوهنې ته راووتل، نو دوې د مقابلې لوبډلې تیزو توپویشتونکو ته تر ډیره ټینګ نشول او ۱۳۵ منډو باندې یې ټول لوبغاړې په ۳، ۳۵ کې اورونو کې له پښو وغوزیدل. د جوزجان ولایت ۴ لوبغاړي د کاپیسالوبډلې تیز توپویشتونکي( بالر )  نورمحمد اووټ کړل.

 

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د ولایتي غوراوی پدې پیل شوو سیالیو کې کوچیان او لغمان ولایت وروستي پړاو ته وتي دي. دا چې نورې به کومې لوبډلې ووځي دا به راتلونکي څو ورځو کې معلومې شي