جاپان

له زلزلې وروسته د سونامي څپو د هېواد په شمالي برخو کې لويه تباهۍ خوره کړې ده.

د جاپان په شمال ختيځو سميو کې له سختې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

عيني شاهدان وايي په توکيو کې د څو دقيقو لپاره ودانۍ لړزېدلې چې وروسته وېريدلي خلک له خپلو کورونو بهر ووتل.

د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې چارواکو ويلي چې د زلزلې زور د رېختر په کچه اته اعشاريه اته وو ، او مرکز يې د توکيو له ښاره کابو ۴۰۰ کيلومتره لرې وو.

چارواکو دغلته د سونامي خبرداری ورکړی دی او داسې وېره ښودل شوې چې په ځينو سيمو کې د اوبو څپې شل فټه پورته شوي دي.

د جاپان پر تلوېزيون ښوول شوي تصويرونه ښيي چې له زلزلې وروسته د سونامي څپو د هېواد په شمالي برخو کې لويه تباهۍ خوره کړې ده.

په ټول هېواد کې د ریل ګاډي خدمتونه بند شوي او له توکيو سره نژدې د نرېتا او سندايي هوايي ډګرونه تړل شوي دي.

تصويرونه ښيي چې خلک د لوړو ودانيو چتونو ته ختلي او د اوناهاما په ښار کې د سونامي څپو له امله موټر او لارۍ په اوبو لاهو شوي دي.