د نوزاد ولسوالي اوسيدونكي وايي كه خواړه ورته ونه رسيږي نو له دي ولسوالي نه به كډه وكړي

 

نوزاد ولسوالي چي دهلمند په شمال كي پرته ولسوالي ده شاوخوا سل كيلو متري له مركز لښكرګاه ښار نه لري تورغرونه تري راتاودي

دا ولسوالي څه كم يو كال وړاندي افغان او امريكايي سمندري ځواكونو د خنجرعملياتو په ترڅ كي له وسلوالو طالبانوڅخه ترخپلي ولكي لاندي راويستله .

 

يادي ولسوالي ته له امريكايي او افغان ځواكونو له ورتګ سره سره ددي ولسوالي دوي لوي لاري له مركزلښكرګاه او موسي قلعه ولسوالي سره د وسلوالو طالبانو له لوري وتړول شوي

موږ اوس دي ولسوالي ته له سمندري ځواكونو سره په يوي امريكايي چورلټي كي  د اوسيدونكو د ستونزو داورولو لپاره سفروكړ .

 

اوس زه په نوزاد ولسوالي كي يم  دلته دسيمي اوسيدونكو د لويانو سره سره ماشومان هم د ګراني خبري كوي په يادي ولسوالي كي يومن كچالو په ۲۵۰ افغاني پلورل كيږي چي داقيمت نورو سيمو ته څلورچنده دي .

 

دلته د ۲۵۰ ګرامو يوه پخه شوي ډوډي په ۴۰ افغاني پلورل كيږي دسيمي اوسيدونكي وايي :-كه چيري دولت ورته دلوي لاري د خلاصون هلي ځلي په راتلونكو څو اونيو كي ترسره نكړي نو له يادي سيمي نه به كډه وكړي او نورو ولسواليو ته به لاړ شي

 

له يوي خوا كه څه هم لوي لاري تړل شوي له بل لوري دسيمي اوسيدونكو ټيټ اقتصاد هغه څه دي چي د نوزاد ولسوالي اوسيدونكي يي له سختو ننګونو سره مخ كړي دي

 

دسيمو داوسيدونكو سره سره په سيمه كي پلورونكي وايي هرڅه د وسلوالو طالبانو په پټه پلوري ددوي په وينا چي هغوي ورته د مرګ اخطاروركړي چي په يادي ولسوالي كي دي خلګو او افغان ځواكونو ته څه نه وركوي

ددي سره سره په سيمه كي صحي كاركوونكي وايي :- يو شمير ناروغي هم پيدا شوي چي د ددرملو د نه شتون له امله يي يو شمير اوسيدونكي د مرګ له ګواښ سره مخامخ كړي دي .

 

خو ددي ولسوالي ولسوال سيد مراد محمد سادات بيا د لوي لاري د تړلو  ستونزه مني هغه  وايي :- دوي هڅه كوي چي په راتلونكو څو اونيوكي د نوزاد ولسوالي دغه لويه لاره د خلګو پرمخ پرانيزي

دده په وينا چي ددي لوي لاري د ساتني په موخه به يو شميرافغان ملي پوليس او ملي اردو هم ځاي پرځاي كړي ترڅو خلګ په امن كي تګ او راتګ وكړي .

 

خو هغه وايي چي دوي له يو شمير خلګو سره د خوراكي توكو مرسته هم ترسره كړي ترڅو ديادي ولسوالي د خلګو د خوراكي توكو ستونزي حل شي .

 

موږ وغوښتل چي دوسلوالو طالبانو سره ددي لوي لاري د تړلو دعلت په هكله خبري وكړو خو ونه توانيدو

دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګاره وايي چي ددي لوي لاري د خلاصولو لپاره به ډيرژراقدام وكړي او دا لويه لاره به د خلګو پرمخ خلاصه كړي .

 

د نوزاد ولسوالي چي د هلمند په شمال كي پرته ولسوالي ده ددي ولسوالي ډيري اوسيدونكي په مركز لښكرګاه ښار او شاوخو اسيمو كي ژوند كوي

هيره دي نه وي چي له تيرو څلورومياشتوراهيسي ددي سيمي اوسيدونكو په تګ راتګ د وسلوالو طالبانو له لوري بنديز لګول شوي دي