چلسي - مانچستر يونايتيد ته په ماتې ورکولو لومړى شو
د چلسي دروگبا ، په منځ کې ، او کوول ، ښي لاسته ، گولونه وکړل
د انگلستان د فوتبال ليگ په لومړي کتار يا پريميرشېب کې له دې هيسته يوازې پنځه نورې لوبې پاتې دي .
د ٣٨ لوبو په دغه ليگ کې به همدا وروستۍ پنځه لوبې څرگندوي چې څوک د روان کال اتل دى .
د تير کال اتل مانچستر يونايتيد د شنبه د ورځې تر لوبې وړاندې لا دوه پواينټونه وړاندې و خو دويم نمبر چلسي يونايتيد ته ماتې ورکړه او ترې وړاندې شو .
چلسي د لوبې په لومړي هاف يا برخه کې د جو کوول له خوا گول وکړ او په لوبه کې برلاسى و .
په دويمه برخه کې لوبه تر ډيره مساوي روانه وه خو د چلسي دروگبا دويم گول وکړ او لوبه يې د مانچستر يونايتيد له واکه وايستله .
د دروگبا گول اف سايد ښکاريده خو لوبڅار څه ونه ويل .
مانچستر يونايتيد د لوبې په وروستيو لسو دقيقو کې يو گول وکړ خو د وېين رووني په نشتوالي کې يې نور څه ونه کړاى شواى .
په يوه بله لوبه کې په دريم مقام کې ناست ارسنل چې گڼ لوبغاړي يې ټپيان و د وولف لوبډلې ته يو صفر ماتې ورکړه .
د ارسنل له دې بري سره دوى دريم مقام لا پسې ټينگ کړ او له مانچستر يونايتيد څخه اوس ايله يو پواينټ شاته دي .
د څلورم مقم لپاره لوبه کې د لندن بل کلب تاتنهم له سندرلند څخه درې يو وبايلله .