هلمند : سلگونو قومی مشرانو د کرزي ملاتړ اعلان كړ
د هلمند ولايت په سلګونو قومي مشرانو او سپين ږيرو د افغانستان د جمهورريس حامد كرزي ملا تړ اعلان كړ
دغه غونډه چي د قومي مشر اميرمحمد اخندزاده په مشري جوړه شوي وه د هلمند ولايت د ډيري ولسواليو په سلګونو قومي مشرانو سپين ږيرو او علماوو ګدون كړي وو
اميرمحمد اخند زاده وويل چي موږ به خپله رايه نور هيچاته ورنه كړو هغه يوازي د خلګو څخه غوښتنه وكړه چي په همدي ورځ دي خپله رايه استعمال اوخپل راتلونكي دي وټاكي
بل خوا د هلمند ولايت معيوبينو او معلولينو هم د جمهورريس حامد كرزي ملاتړ اعلان كړي
په هلمند كي د معيوبينوپه استازيتوب حاجي جمعه وويل چي موږ به خپله رايه يوازي او يوازي حامد كرزي ته وركړو
په دغه غونډه كي چي ډيري كسانو ګډون كړي وو د غوندي په پاي كي يو پريكړه ليك صادركړ چي د د پريكړه ليك په مادو كي راغلي وه او د هيواد له خلګو څخه يي غوښتنه كړي وه چي د هلمند په سلګونو قومي مشرانو راتلونكي ولسمشري ته دافغانستان اوسني اولسمشر حامد كرزي انتخاب كړي او له دوي سره دي همغږي شي او دهغه سره دي خپل ملاتړ اعلان كړي
صفت الله زاهدي هلمند