BBC

د افغانستان د پوليسو رتبې او د يونيفورم نښې

په افغانستان کې د پوليسو قوماندانيو ته په دوديز ډول امنيه قوماندانۍ وايي (دا اصطلاح د ١٣٥٧ کال تر ثور وروسته چې پوليس په څارندوى واړول شول، له پامه ولوېده او اوس ډېر ځله په خبري رپوټونو کې ناسمه کارېږي، يعنې د پوليسو قوماندان نومېږي). پام مو وي چې د ولايتونو او ولسواليو دپوليسو مشران د امنيه قوماندانانو په نامه او نور ټول په خپلو اړوندو نومونو ياد کړئ.

په برتانيه کې بيا هر چاته چې د پوليسو ليکو ته جذبيږي خپله يوه ځانگړې شمېره ورکول کېږي. خو دا شمېرې په ملي کچه گډې نه وي او د پوليسو د هر ځواک (قطعې) شمېرې جلا جلا وي. ځکه نو ښايي يو پوليس د ټيمز وادۍ Thames Valley د پوليسو په ځواک کې هم PC 989 شمېره ولري او د ناټينگهمشيرNatinghamshire د پوليسو په ځواک کې هم. د يادونې وړ ده چې دغه شمېرې يوازې د ساتونکي (Constable) او ساتنمن (Sergeant) د اوږو پر سر (سر شانه يي) باندې ليکلي وي او تر هغوى پورته د نورو پر اوږو نه ښکاري (که څه هم دغه شمېره له هر پوليس سره تر هغو چې دا دنده پرېږدي، پاتې کېږي).

دغه راز د لندن د اصلي (زاړه) ښار د پوليسو رتبې د Chief Superintendent له پوړۍ پورته د برتانيا له نورو پوليسو څخه توپير کوي. تر دغې رتبې پورته د لندن د پوليسو د افسرانو رتبې په وار سره داسې وي:

Commander -،
- Assistant Commissioner
- Commissioner

د مرکزي پوليسو يا Metropolitan Police د ځواک رتبې بيا د لندن د ښارله نورو پوليسو څخه هم توپير کوي او د Superintendent Chief له رتبې پورته په وار سره دا بڼه نيسي:

Commander - ،
- Deputy Assistant Commissioner ،
- Assistant Commissioner،
Deputy Commissioner -
Commissioner -

هيره دې نه وي چې په لندن کې د پوليسو درې ځواکونه فعاليت کوي، په دې ډول:

- ښاري پوليس يا the City of London Police (چې يوازې د لندن په زړه کې د يوه مربع ميل په فاصله د امنيت ساتنې دنده لري)،
- د برتانيې ټرانسپورتي پوليس يا the British Transport Police ،
- د پلازمېنې پوليس يا Metropolitan Police Service چې دا وروستى ځواک يې تر ټولو لوى دى چې څه له پاسه ٣١ زره پرسونل لري.

د Scotland Yard مشهوره اداره د پلازمېنې د پوليسو (Metropolitan Police) يوه برخه ده چې له پلټنو او تحقيقاتو سره رابطه لري. {دا معلومات د برتانيې د پوليسو له رسمي وېبپاڼې څخه اخيستل شوي دي}.

د افغانستان د هوايي او ځمکني ځواک د وړو ضابطانو او افسرانو رتبې سره ورته دي او يوازې په يونيفورم کې توپير لري، خو په برتانيه کې د سلطنتي هوايي او سلطنتي سمندري ځواک رتبې د ځمکني پوځ له رتبو نه توپيرلري چې فکر نه کوم زموږ لپاره پرې پوهېدل دومره ضروري وي.

او په پاى کې يوه وروستۍ يادونه:

له سولول شويو کلېشو نه تر ډېره ځان وژغورئ چې ليکنه مو بې خونده کوي. وايي لومړى چې چا د يار سترگې له بادام سره تشبيه کړې شاعر و او چې دويم ځل چا دغه ترکيب پور کړ، مقلد و. تاسې د نورو پېښې مه کوئ او تکراري کلېشې يوې خواته پرېږدئ. د ځينو مشهورو کلېشو بېلگې دادي:

سرټکوي
دا په داسې حال کې ده چې
وخت به يې وښيي
خو اوس پوښتنه داده چې
لاس و گرېوان دي
مټې رانغښتې دي
بډې وهلې دي.....

بي بي سي