د فرعی ډرایونو جوړول !
|
شفيق ساپی | |
|
د فرعی ډرایونو جوړول کوم مشکل کارنه ده ، د دی له پاره له دی ( subst) کلیمی څخه کار اخلوـ چې نوموړی کلیمه د Substitution په معنا ده .د نوموړی کار له پاره څو طریقی وجود لری مکر زه تاسوته دوه طریقی ښیم . چې عبارت د نوټ پټ له لاری او ډاس له لاری . لومړی د ډاس له لاری ـ طریقه کار : ـ لومړی د Dos پروکرام خلاصو د دی له پاره په Start / Run کښی د cmd کلیمه لیکو ورپسی Ok کوو . ـ اوس په نوموړی پروکرام کښی پورتنی کمانډ په دی قسم لیکو Subst NewDriveName: Folder Direction د NewDriveName: نه مطلب د ډرایو نوم یعنی D:, G: , H: , I:, ....Z: یادونه: د ډرایو نوم باید مشابه نه وی د بل ډرایو سره د مثال په ډول که چیری ستاسو په کمپیوټر کښی مخکی د D: په نوم ډرایو موجود وی باید د D نوم ور نه کړی ، بل نوم ورکړی ( E: , F: ...) د Folder Direction نه مطلب د کوم فولډرنه چې ډرایو جوړول غواړی د نوموړی فولډر ادرس ! دمثال په ډول زه غواړم په C : ډرایو کښی د یو فولډر نه ډرایو جوړ کړم د دی له پاره زه د نوموړی فولډر ادرس لیکم . راځی چې اوس د F په نوم یو فرعی ډرایو جوړ کړو ـ Subst F: C:\safi د پورتنی کمانډ په اجراء کولوسره زمونږ د F په نوم ډرایو جوړ شو . یادونه : دی ته فارټیشن نه وایی !. دوهمه طریقه د نوټ پټ له لاری : ـ ډیره آسانه لار د نوټ پټ پروکرام خلاص کړی او لاندی کوډ په کښی ولیکی ـ Subst F: C:\safi اوس نوموړی فایل Save کړی مکر د فایل ورستاړی باید bat وی د مثال په ډول داسی نوم safi .bat اوس په نوموړی فایل ډبل کلیک کړی ستاسو فرعی ډرایو به جوړ شی . اوس که چیری کمپیوټر ریسټارټ کړی نو نوموړی ډرایو به له مینځه تللی وی ! د دی له پاره چې جوړ کړی ډرایو مو له مینځه لاړ نشی د رجیسټری فایل څخه استفاده کوو . د دی له پاره په Start / Run کښی دا کلیمه ولیکی regedit اوس دا ادرس پیداکړی HKEY_CURRENT_USER\SOFTWARE\Microsoft\Windows\Curre nt Version\Run د ادرس د پیداکیدونه بعد د نوموړی کړکی په ښی طرف کښی د موز ښی بټن کیکا کی اوس په New کښی String Value انتخاب کړی، دی نه بعد یونوم ورکړی ورپسی په نوموړی نوم ډبل کلیک وکړی او د Value Date په ځای کښی د bat فایل ادرس ورکړی ، که چیری نوموړی فایل مو په C: ډرایو کښی Save کړی وی نوپه دی قسم ادرس ورکړی C:\sas.bat اوس Ok کړی . کارمو ترسره شو. اوس که چیر کمپیوټر ریسټارټ هم شی نوموړی جوړشوی فرعی ډرایو له مینځه نه ځي . یادونه: ـ د فرعی ډرایو د له مینځه وړلو له پاره نوموړی فایل مو چې په نوټ پټ کښی جوړ کړی دی له مینځه یوسی . په درنښت ساپی |
+ نوشته شده در Sun 14 Sep 2008 ساعت ۱۱:۶ ق.ظ توسط صفت الله (ذاهدی)
|