ه دې څپركي كې:
د وينډوز پيلول 12
د وينډوز د پيل پر مهال د پروګرامونو او اسنادو كنټرولول 14
د پيلوونكي ډيسك جوړول 16
د تخنيكي ستونزې په صورت كې د وينډوز پيلول 17
د عريضه يي پروګرام د ناكامۍ په صورت كې د وينډوز اداره كول 19
د بريښنا ادارې په مرسته د سيسټم، مونيټر، او ډيسك د بريښنا كنټرولول 20
له وينډوز اين ټي سره د غبرګ چالانولو په صورت كې د فايل سيسټم اهميت 22
د وينډوز بندول (پرېښودل) 22
د ستونزې لرې كول 23
د وينډوز98 په چاپيريال كې د استاد كېدو رازونه: په غبرګ چالانيدونكي سيسټم كې د FAT32 پرانيستل 24

د وينډوز پيلول (STARTING WINDOW98)
د وينډوز له ځاى په ځاى كولو وروسته تاسې د كمپيوټر د لګولو له لارې وينډوز پيلولاى شئ. په اكثره پيښو كې كمپيوټر مستقيماً وينډوز98 ته پيليږي. كه ستاسې كمپيوټرreal mode (16-bit) ډرايور (Driver) ته اړتيا ولري نو كېداى شي د ډرايور د باريدو (load) پر مهال په سكرين باندې د ډاس (DOS) غوندې ليك وګورئ. (وينډوز98 ډېر نوي ډرايور (Driver) لري، خو د هغو فزيكي پرزو (Hardware) لپاره چې د وينډوز 32-bit ډرايور ونه لري، نو په دې صورت كې 16-bit real mode ډرايور ته اړتيا پريوزي. هغه ډرايورې چې وينډوز 3.x يا DOS كې استعماليدل real mode ډرايور بلل كيږي.)‌‌‌‌‌‌ كه چېرې تاسې څو عيارونې (Multiple Configuration) ځاى په ځاى كړي وي ? لكه د فزيكي پرزو بيلابيلو عيارونو سره كار كول ? نو كمپيوټر له تاسې څخه لدې عيارونو څخه له خوښونې وروسته وينډوز پيلوي.
كه د وينډوز98 له ځاى په ځاى كولو وروسته تاسې په لومړني ځل كمپيوټر لګولو كې ستونزې لرئ، نو د دې څپركي په پاى كې د "ستونزې لرې كول" په برخه كې د "پيلولو او لګولو ستونزې" سرليك ولولئ.
د ګړندي پيلولو لپاره د پيلولو (Startup) پر مهال د وتلو (Esc) كلي ووهئ تر څو د وينډوز98 د نښان (logo) د ښودلو څخه مخنيوى وشي. د پيل پر مهال د تل لپاره د وينډوز98 د نښان څخه مخنيوي لپاره، نوټ پېډ (Notepad) يا ورډپېډ (Wordpad) پرانيزئ او د MSDOS.SYS فايل ايډيټ كړي. د ټاكنو (Option) په برخه كې د LOGO=0 كرښه وراضافه كړئ. د لګيدلو پر مهال د نښان بيا كتلو لپاره يوازې صفر (0) په يو (1) بدل كړئ. (د MSDOS.SYS فايل د پيلوونكي ډرايو يا Startup Drive په اساسي (Root) ډايركټري كې وي او پټ (Hidden)، يوازې لوستيدونكى (Read-Only)، او سيسټم (System) پېژندنې (Attribute) لري. د MSDOS.SYS فايل د ايډيټ كولو لپاره د وينډوز سپړونكي (Windows Explorer) د فايل (File) بيا ځانګړنو (Properties) قومانده (Command) استعمال كړئ، تر څو د فايل څخه د يوازې لوستيدونكي (Read-Only) ځانګړنه لرې كړاى شئ.) د نښان لرې كولو يوه بله ګټه داده چې د كمپيوټر لګيدلو پر مهال په پس منظر كې كېدونكى عمليات ليدلاى شئ، لكه په CONFIG.SYS او AUTOEXEC.BAT په فايلونو كې په نښه كړى شوو ډرايورو بارېدل.

مشوره # 1 كه تاسې د وينډوز 98 او وينډوز NT تر منځ غبرګ باريدل (Dual Booting) لرئ، نو د لګيدلو جريان لږ توپير لري. څرنګه چې كمپيوټر ولګيږي، د استعمالوونكي څخه پوښتنه كيږي چې د ويكټوري تڼيو (Arrow Keys) په مرسته د خپلې خوښې تنظيمي سيسټم (Operating System) خوښ كړئ. دلته كاروونكى د BOOT.INI فايل محتويات ويني، كوم چې د سيسټم په اساسي بيلوونه (Partition) كې پروت وي، لكه C:\BOOT.INI. تاسې كولاى شئ چې دا فايل ايډيټ كړئ او د خپلې خوښې ليك پكې وليكئ. د دې فايل د ځانګړي كولو تر ټولو آسانه او محفوظه لار د وينډوز اين ټي په كنټرول پينل (Control Panel) كې د سيسټم نښې (System Icon) استعمال دى، چېرې چې تاسې عمومي يا لومړنى (Default) تنظيمي سيسټم په نښه كوئ. دا Graphical User Interface (GUI) وسيله د BOOT.INI د ايډيټ كولو لپاره پكاريږي. يا د BOOT.INI په باره كې نورې پوهې له پاره هغه مستقيماً هم ايډيټولاى شئ. د داسې كولو لپاره لومړى بايد تاسې د دې فايل پټ او يوازې لوستيدونكي ځانګړنې لرې كړئ او بيا د نوټ پېډ (Notepad) له لارې يې ايډيټ كړئ.

وينډوز ته ننوتل (LOG ON TO WINDOWS)
كله چې وينډوز پيل شي، نو ممكن يو مكالمه بكس (Dialog box) وښايي په كوم كې چې ستاسې كاروونكى نوم (User Name) او پټ نوم (Password) د ايډيټولو يو بكس وي. وينډوز د مكالمه بكس كاروونكي نوم او پټ نوم د څو مقاصدو لپاره كاروي:
? وينډوز دا نوم د كاروونكي له ځانګړي فايل (User Profile) سره پرتله كوي. د كاروونكي ځانګړى فايل وينډوز ته وايې چې د ډيسكټاپ (Desktop) كومې عيارونې (Configuration) او د پروګرامونو كومې جوړونې (Settings) وكاروي.
? كه كمپيوټر له شبكې سره نښتى وي نو وينډوز د كاروونكي دا نوم (User Name) او پټ نوم (Password) په مرسته تاسې له شبكې سره نښلوي. (كه كمپيوټر له شبكې سره نښتى وي نو په مكالمه بكس كې د ډومېن (Domain) يا خدمتي كمپيوټر (Server) نوم لپاره اضافي خانه هم وي.)
د ننوتو پروسې له پوره كېدو وروسته، د وينډوز98 ډسكټاپ د شبكې ګاونډيتوب (Network Neighborhood) زما كمپيوټر (My Computer) او Recycle Bin له نورو نښو سره راښكاريږي. كله چې تاسې په لومړي ځل وينډوز پيل كړئ نو وينډوز98 ته ښه راغلاست (Welcome to Windows98) پرده راښكاريږي. د بيا راښكاره كيدو څخه يې مخنيوي له پاره د سكرين لانديني كيڼ اړخ ته د خوښولو پرتې خانې (check box) څخه د صحيح نښه لرى كړئ. له دې لارې به دا سكرين هر ځل د وينډوز98 د پيلولو وروسته نه راڅرګنديږي. كه كله مو زړه وشي چې وينډوز98 ته ښه راغلاست سكرين ته بيا ورشئ، نو په پيل (Start) كليك او بيا چلول (Run) خوښ كړئ، او هلته د ايډيټ په خانه كې Welcome ټايپ او OK كلېك كړئ.
د خپلې خوښې پروفايل يا شبكې پټ نوم سره د وينډوز پيلول
(STARTING WINDOWS WITH YOUR CUSTOM PROFILE OR NETWORK PASSWORD)
وينډوز هر كّاروونكي ته د هغه د كاروونكي نوم (User Name) او پټنوم (Password) په مرسته ځانګړي جوړښتونه او شبكوي آسانتياوى وركولى شي. په ځينو واقعاتو كې ? لكه كه تاسې له چا سره كمپيوټر شريك وي ? نو ممكن تاسې وغواړئ چې وينډوز بنده كړئ او په بل نوم ورننوزئ (Log on). په داسې حالاتو كې د وينډوز پوره بندولو ضرورت نه وي. په بل نوم ورننوتلو (Logon) لپاره دا ګامونه پلي كړئ:
1. د پيل (Start) په مينو كې په Log Off كلېك كړئ. (د (Log Off) خوا ته يې د كاروونكي نوم ليكلى وي)
2. د دې پوښتنې په ځواب كې Are You Sure You Want to Log Off? هو (Yes) انتخاب كړئ. د انټر نه وروسته د پټنوم(Password) مكالمه بكس راڅرګنديږي.
3. د نوي كاروونكي نوم (User Name) او پټنوم (Password) وليكئ.
4. OK كلېك كړئ.
كه ستاسې د وينډوز98 په سيسټم كې د كاروونكو څو ځانګړي فايلونه يا پروفايلې وي نو ممكن ونه پوهيږئ چې د اوس د چا په ډسكټاپ كې كار كوئ. د پوهېدنې لپاره د هر ځانګړي فايل (Profile) پر ډيسكټاپ يوه ځانګړى دوسيه (Folder) جوړه كړئ. دوسيې داسې ونوموئ چې د ننوتلو (Logon) نوم څرګند كړي، لكه دا د احمد ډسكټاپ دى. كه تاسې دا معلومات دهرې عيارونې لپاره پكار وي نو د دې دوسيې نوم ته پركتلو تاسې پوهيږئ چې په كوم ډسكټاپ كې ياست. كيداى شي په دې دوسيه د ډسكټاپ پروفايل اړونده معلومات په يو ټكسټ فايل كې وساتئ.
مشوره # 2د ننوتلو پر نوم (Logon) د پوهيدنې يوه بله لار دا هم ده چې د پيل مينو كلېك كړئ، او له لاندې څخه دوهم كمانډ Log Off ]كاروونكي نوم[ خوښ كړئ.

 د وينډوز شبكې په اړه او نوي شبكي چاپيريال ته پر تګ د نورې پوهيدنې لپاره، 574مخ "د وينډوز سمبالوونكي لپاره د وينډوز شبكې جوړولو لارښود" او 594مخ "د خپل اساسي شبكوي ننوتونكي خوښول" ولولئ.
د پټنوم مكالمه بكس ناتوانول (DISABLING THE PASSWORD DAILOG BOX)
كه تاسې شبكې ته داخليدو يا د عمومي عيارونو د فعالولو لپاره د پټ نوم (Password) مكالمه بكس نه كاروئ، نو ممكن تاسې به وغواړئ چې دا ډائيلاګ بكس هر ځل د وينډوز په پيل كې ښكاره نشي. د پټ نوم ډائيلاګ باكس د ناتوانولو لپاره لاندينئ پروسه تعقيب كړئ:
1. پر ډسكټاپ پروت د شبكوي ګاونډيتوب (Network Neighborhood) پر نښه ښي كلېك (Right click) او ځانګړنې (Properties) كلېك كړئ.
2. د عيارونو(Configuration) نوم ليك (Tab) له كلېكولو وروسته د شبكې اساسي ننوتونكى (Primary Network Logon) د لاندى خورځيدونكي ليسټ څخه د وينډوز ننوتونكى (Logon) كلېك او OK كلېك كړئ.
3. كله چې وينډوز د كمپيوټر بياپيلولو وپوښتي نو نه (NO) كلېك كړئ.
4. د پيل (Start) مينو له جوړونو (Settings)څخه كنټرول پېنل (Control Panel) كلېك كړئ، كنټرول پېنل خلاصيږي.
5. د پټ نوم (Password) نښه پرانيزئ.
6. د كاروونكي ځانګړي فايل (User Profile) نومليك خوښ كړئ، او بيا د كمپيوټر ټول استعمالوونكي يوډول غورونې او ډسكټاپ جوړونې استعمالوي (All Users of this Computer Use the Same Preferences and Desktop Settings) ټاكنه خوښه كړئ.
7. د پټ نوم بدلولو(Change Password) په نومليك كې د وينډوز پټ نوم بدلولو (Change Windows Password) پر تڼۍ كلېك كړئ. تش پټ نوم وركړئ او OK كلېك كړئ تر څو د وينډوز پټ نوم بدلولو مكالمه بكس ورك شي. پر بندول (Close) كلېك تر څو د پټ نوم ځانګړنو مكالمه بكس هم بند شي.



مشوره # 3 كه ستاسې كمپيوټر له شبكې سره نښتى وي نو تاسې بايد دا بڼه (Feature) وړ (Enable) وساتئ. د تصديق كوونكي خدمتي كمپيوټر (Authentication Server) لكه د اين ټي وينډوز، سره د نښليدو په صورت كې د استعمالوونكي معلوماتي فايل (User profile) په مركزي كمپيوټر كې ساتل كيږي. هر كله چې استعمالوونكې په شبكه كې هر وينډوز98 سيسټم ته كيني نو د هغه ځانګړى فايل هلته راكښته (Download) كيږي. دا آسانونكى بڼه استعمالوونكي او وينډوز سمبالوونكي دواړو لپاره ګټوره ده. د سيسټم سمبالوونكو لپاره دا آسانتيا ده چې د استعمالوونكي ټول معلومات په يوه خدمتي كمپيوټر كې راغونډ دي او د استعمالوونكي لپاره دا ده چې په شبكه كې د ګرځيدو آزادي لري، هر وينډوز98 سيسټم ته چې كيني نو د هغه ځانګړى ډسكټاپ پكې شته وي
.

د وينډوز د پيل پر مهال د پروګرامونو او اسنادو كنټرولول
(CONTROLLING PROGRAMS AND DOCUMENTS WHEN WINDOWS STARTS)
تاسې د وينډوز د پيل پر مهال د پروګرامونو او اسنادو پرانيستلو ډول بدلولى شئ. يعنې كولاى شئ چې د وينډوز د پيل پر مهال په اتوماتيك ډول پرانيستيدونكي پروګرامونه يا اسناد وټاكئ او دا هم په نښه كړئ چې په پوره سكرين يا كړكئ په شكل كې پرانيستل شي، او دا هم كولاى شئ چې د نوي كمپيوټر زده كوونكو لپاره آسان سيسټم برابر كړئ.
د وينډوز د پيل پرمهال د پروګرامونو او اسنادو چلول
(RUNNING PROGRAMS AND DOCUMENTS ON STARTUP)
وينډوز كولاى شي چې د پيل پر مهال پروګرامونه يا اسناد په اړونده پروګرامونو كې پرانيزي. وينډوز په
(Windows\Start Menu\Programs\Startup) دوسيه كې پراته ټول پروګرامونه، اسناد يا لنډې لارې په اتومات ډول پرانيزي. په دې دوسيې كې د يو يو فايل جوړولو يا راوړلو پر ځاى، د پيل پر مهال پيلوونكې (startup) دوسيه كې د لنډې لارې (shortcuts) جوړولو لاندينى ميتود پلى كړئ.
د وينډوز د پيل پر مهال د پرانيستيدونكي پروګرامونو د ټاكلو لپاره لانديني ګامونه تعقيب كړئ:
1. د دندې كرښې (Taskbar) په خړ ځاى كې ښي كلېك كړئ، او بيا ځانګړنې (Properties) خوښې كړئ.
2. د پيل مينو (Start menu) پروګرام نومليك (Program) خوښ كړئ. (2.1 شكل وګورئ)
3. د ډېرولو (Add) له كلېكولو وروسته لټول (Browse) كلېك كړئ.
4. د وينډوز د پيل پرمهال پرانيستنې لپاره پروګرامونه يا اسناد خوښ كړئ. كه غواړئ چې اسناد (Documents) وګورئ نو د ډول فايلونه (Files of Type) څخه ټول فايلونه (All Files) خوښ كړئ. پرانيستنه (Open) كلېك كړئ.
5. مخكى (Next) كلېك كړئ.
6. د پيلوونكى (StartUp) دوسيه خوښه او مخكې (Next) كلېك كړئ.
7. د لنډې لارې لپاره نوم خوښولو (Select a Name for the Shortcut) په خانه كې د پروګرام لپاره له مخكې ټاكل شوى (default) نوم يا نوى نوم وليكئ. دلته وركړل شوى نوم په پيلوونكى مينو (Startup menu) كې ښكاري.
8. د پيلوونكې دوسيې (StarUp folder) كې د نورو پروګرامونو يا اسنادو اچولو لپاره د 3 نه تر 8 ګام پورې بيا تكرار كړئ يا كه خلاص شوي ياست نو پر OK كلېك كړئ.

كه تاسې پيلوونكى دوسيې (Startup Folder) كې پروګرامونه يا اسناد په متواتر ډول بدلوئ، نو د دې دوسيې لپاره پر ډسكټاپ يوه لنډه لار جوړه كړئ، نو تاسې به د هغه پروګرامونو يا سندونو لنډې لارې له دوسيې څخه بهر ته يا دوسيې ته په آسانه راكاږئ. فكر مو وي چې د پيل پر مهال چليدونكي دوسيې كې اصلي پروګرام ونه غورځوئ ځكه ممكن په وروسته بدلونونو كې تاسې اصلي فايل وران (Delete) كړئ.

كه غواړئ چې د وينډوز د پيل پسې ستاسې پر ډسكټاپ كومه دوسيه پرانيستل شي، نو د موږك د ښي تكمې كلېك په مرسته دا دوسيه د WindowsStart MenuStartUp په دوسيه كې وغورځوئ. بيا د محتوا (context) له مينو څخه، لنډه لار دلته ځاى كړئ (Create Shortcut(s) Here) كلېك كړئ.
 د لنډې لار مسلكي استعمال په باره كې پوهې لپاره، 78مخ "د لنډې لار كارول" ولولئ.
پروګرامونه، اسناد او دوسيې بايد خپله محتوا څرنګه وښايي؟
(SPECIFYING HOW PROGRAMS, DOCUMENTS, AND FORLDERS DISPLAY)
تاسې د پروګرامونو، اسنادو، يا دوسيو د پرانيستلو ډول كنټرولولاى شئ، يعنى چې په عادي كړكئ (Normal window) كې، په دنده كرښه باندې كوچني پراته وي (Minimized) او يا په لويه اندازه(Maximized) كې پرانيستل شي. د وينډوز د پيل پرمهال د دوى د ښونې د كنټرول لپاره لانديني ګامونه تعقيب كړئ:
1. د مخكې تشريح شوى برخې " د وينډوز د پيل پرمهال د پروګرامونو او اسنادو چلول" پر بنسټ د پيلوونكى دوسيې (StartUp folder) كې پروګرامونه، اسناد، يا دوسيې وغورځوئ. (كه تاسې يو په يو فايل په پيلوونكې دوسيه كې غورځوئ، نو د موږك ښي تكمې راكاږلو په مرسته د پيلوونكې دوسيه كې لنډه لار (shortcut) جوړه كړئ، نه دا چې اصلي فايل په دې دوسيه كې وغورځوئ.)
2. د پيلوونكى دوسيه په زما كمپيوټر (My computer) يا سپړونكي (Explorer) كې پرانيزئ. پيلوونكى دوسيه په WindowsStart MenuProgramsStartUp كې موقعيت لري.
3. پيلوونكى دوسيه كې پرتو لنډو لارو (shortcut) باندې كلېك كړئ، او بيا ځانګړنې (Properties) خوښ كړئ.
4. د لنډې لار پر نومليك (Shortcut) كلېك كړئ. (دا نومليك يوازې د لنډو لارو لپاره دى. تاسې دا ځانګړنه د پروګرام، اسناد يا د دوسيې د ځانګړنو له لارې نه شى بدلولاى.)
5. د چلولو (Run) لاندې غورځيدونكي ليسټ (drop down list) كې له دې درې ټاكنو (Options) څخه يوه خوښه كړئ ? عادي كړكئ (Normal Window)، كوچنئ (Minimized) يا لويه (Maximized). (2،2 شكل وګورئ)

6. پر OK كلېك كړئ.
كه تاسې د وينډوز په پيلولو كې ستونزه لرئ، نو د دې څپركي په پاى كې د "ستونزې لرې كول" په برخه كې د "پيل او بيافعالولو د مهال ستونزې" وګورئ.
 وينډوز سپړونكى ستاسې د فايلونو او دوسيو لټولو اساسي وسيله ده. پر سپړونكي باندې د پوهيدنې لپاره، 61 مخ "د فايلونو او دوسيو كتلو لپاره د وينډوز سپړونكي كارول" وګورئ.
د وينډوز د پيل پرمهال د پروګرامونو، اسنادو، او دوسيو د پرانيستنې د مخنيوى لپاره د وينډوز د پيليدو پر وخت د shift كلي ونيسئ (د ننوتلو (logon) په خانه كې د كاروونكي نوم (User Name) او پټنوم (Password) وركولو نه وروسته). د ډيسكټاپ پر څرګنديدود shift كلي پريږدئ.
له پيلوونكي دوسيې څخه د پروګرامونو، اسنادو، او دوسيو لرې كول
(REMOVING PROGRAMS, DOCUMENTS, AND FOLDERS FROM STARTUP)
له پيلوونكي دوسيې څخه د پروګرام يا سند لرى كولو لپاره تاسې هلته د هغه لنډه لار لرى كړئ. يا دا ګامونه پلي كړئ:
1. د دندې كرښې (Taskbar) په خړ ځاى ښي كلېك كړئ، او بيا ځانګړنې (Properties) خوښې كړئ.
2. د پيل (Start) مينو پروګرام نومليك (Program) خوښ كړئ.
3. پر لرى كولو (Remove) كلېك كړئ.
4. پيلوونكى دوسيه پرانيزئ او هغه پروګرام، سند يا دوسيه خوښه كړئ چې تاسې يې لرى كول غواړئ.
5. پر لرى كولو (Remove) كلېك كړئ. بيرته 4 ګام ته وګرځئ كه د نورو لرى كولو اړتيا وي.
6. بندول (Close) خوښ كړئ.
د پيلوونكي ډېسك پر مرسته ځان ساتل
(PROTECTING YOURSELF WITH A STARTUP DISK)
د وينډوز د نه چالانيدو په صورت كې پيلوونكى ډېسك (Startup Disk) له تاسې سره د خپلو معلوماتو په ژغورلو كې مرسته كوي. كه وينډوز نه چالانيږي نو بيا هم پيلوونكى ډېسك (Startup Disk) ستاسې كمپيوټر په ډاس (DOS) كې چالانوي. د ډاس د قوماندو (Commands) لكه كاپي (Copy) پر مرسته تاسې خپل مهم فايلونه كاپي (copy) يا لار ورته پيدا كولاى شئ.
كه تاسې د وينډوز 98 د سمبالښت (Installation) پر مهال د پيلوونكي ډيسك جوړونې له امكان څخه ګټه وانخلئ، نو بيا هم هر مهال پيلوونكى ډېسك جوړولاى شئ. تل څو پيلوونكي ډېسكه (Startup Disk) جوړوئ او ازمويي، تر څو دا باوري كړئ چې د دې پرمرسته تاسې خپل هارډ ډرايو (Hard Drive) ته لار پيدا كولاى شئ.
د پيلوونكي ډېسك (Startup Disk) جوړولو لپاره دا ګامونه پلي كړئ:
1. په كنټرول پېنل (Control Panel) كې د پروګرامونو يوځاى كولو/لرى كولو (Add/Remove Programs) ټاكنه پرانيزئ.
2. د پيلوونكي ډېسك (Startup Disk) نومليك كلېك كړئ.
3. په A: ډرايو كې ډسكټ ننه باسئ. د ډېسك ټول محتويات ورانيږي.
4. ډېسك جوړ كړئ (Create Disk) كلېك او په سكرين راتلونكى لارښوونى تعقيب كړئ.
د پيل ډېسك (Startup Disk) جوړولو پر مهال تاسې سره بايد د وينډوز اصلي پروګرام ډېسكونه (يا سي ډي روم CD-ROM) موجود وي، ځكه پيلوونكى ډېسك (Startup Disk) پيلوونكي فايلونه (boot files) مستقيماً له اصلي ډېسكونو څخه نقل (Copy) كوي تر څو د هغوي اصليت باوري كړي.
5. OK كلېك كړئ.
د پيلوونكي ډېسك دوه نقله جوړ كړئ. يو وكاروئ او دوېم چېرې په خوندي ځاى كې وساتئ.

د وينډوز 98 په FAT16 كې جوړ شوى پيلوونكي ډېسك (startup disk) په FAT32 كې Format شوي هارډ ډرايو ته لاره نه پيدا كوي. كه تاسې د صحيح FAT پر كارولو پيلوونكى ډېسك (Startup Disk) نه وي جوړ كړى، نو د بل كمپيوټر چې د ستاسې له كمپيوټر سره يوشان FAT سيستم ولري د پيل ډېسك وكاروئ.

د پيلوونكي ډېسك د عامو سي ډي روم (CD-ROMs لپاره ډرايورى (Drivers) لري او د RAM ډېسك جوړوي چې په هغې كې د DOS ګټورې وسيلې او قوماندې ايله (unpack) كوي كوم چې يې د CAB فايلونو په شكل له اصلي وينډوز ډېسك څخه نقل كړي وي.
د پيلوونكي ډېسك د كارولو لپاره ډېسكټ په A: ډرايو كې دننه كړئ، او كمپيوټر بيا ولګوئ (Reboot) كړئ. اوس تاسې د ډاس قوماندو پر كارولو له هارډ ډرايو څخه فايلونه نقل كولاى، د وينډوز خراب شوي فايلونو بدلولاى يا د وينډوز له ډېسك څخه وينډوز بيا سمبالولاى (reinstall) شئ.
كه تاسې په ډېسك كې ځاى لرئ، نو د وينډوز د سمبالښت (Installation) سي ډي روم (CD-ROM) څخه ټول CAB فايلونه خپل هارډ ډېسك ته نقل كړئ، پدې توګه به د وينډوز سمبالښت (Installation) او ډرايور فايلونو ته تل آسانه لار ولرئ. د پيلوونكي ډېسك له لارې د فعالولو وروسته ټاكلى ډايركټرئ ته ولاړ شئ او ځاى پر ځاى كونه (SETUP) وچلوئ. كله چې نوى هارډوئير (Hardware) سمبالوئ، نو د ځاى پر ځاى كولو ډېسك (Installation Disk) غوښتلو په صورت كې يې دې ډايركټري يا دوسيې ته رهنمايي كړئ.
د ډاس له لارې د پيلوونكي ډېسك جوړول
(CREATING STARTUP DISK FROM DOS)
كه تاسې وينډوز نه شئ چالانولاى خو command prompt ته تللاى شئ، نو تاسې واك لرئ چې په DOS كې د وينډوز 98 پيلوونكي ډېسك (windows98 startup disk) جوړ كړئ. د داسې كولو لپاره تاسې بايد پوره فعال DOS چاپيريال او هارډډرايو ته لار ولرئ.
په ډاس كې د وينډوز 98 پيلوونكي ډېسك (Startup Disk) جوړولو لپاره لانديني ګامونه پلي كړئ:
1. كمپيوټر بيا چالان (Restart) كړئ، د ctrl كلي كيمنډئ او همداسې يې ونيسئ تر څو د وينډوز 98 پيلوونكې مينو (Windows98 startup menu) څرګنده شي او له پيلوونكي مينو (startup menu) څخه (Command Prompt Only) خوښ كړئ.
2. په A: ډرايو كې، تش او فورمټ شوې (Formatted) ډسكټ وركړئ.
3. لانديني احكام commands ټايپ كړئ، او د هرې قوماندې (Command) وروسته د انټر كلي ووهئ:
cd windows\command
smartdrv.exe
bootdisk a:
4. پر سكرين راښكاره كيدونكو لارښوونو پر تعقيبولو د پيلوونكي ډېسك (Startup Disk) جوړيدل پوره كړئ.

SMARTDRV.EXE د وينډوز د پيلوونكي ډېسك (Windows98 Startup Disk) د جوړولو لپاره ضروري نه دى. دا يوازې د ډېسك جوړولو د پروسې د ګړندي كولو لپاره پكاريږي.
له تخنيكي ستونزې وروسته د وينډوز پيلول
(STARTING WINDOWS AFTER TECHNICAL PROBLEMS OCCUR)
دا باوري ده چې وينډوز كله كله كار پريږدي. دا كارپريښودنه او د هغې جوړول په وينډوز98 كې نسبت د وينډوز پخوانيو خپرونو ته ډېر په اتوماتيك ډول سرته رسيږي.
د ډېسك څارونكي په مرسته په ډرايوونو كې د غلطيو څارل
(CHECKING FOR DRIVE ERRORS WITH SCANDISK)
كه وينډوز په غلطه طريقه بنده شي يا ستاسې په هارډ ډېسك كې غلطئ وليدل شي نو وينډوز په اتومات ډول Scan Disk چلوي، دا پروګرام د فايل غلطو نومونو، د فايل يا دوسيو د اوږدنومي غلطيو، د ډرايو د مقناطيسي سطح غلطيو او نورو شيانو لپاره هارډ ډېسك لټوي او جوړوي يې. كه تاسې كمپيوټر ولګوئ او ScanDisk پيل شي نو له تاسې سره تر ټولو ښه ټاكنه داده چې پري يې ږدئ چې له مخكې ټاكل شوو (Default) ټاكنو سره خپل كار پوره كړي. تاسې هر وخت چې وغواړئ د هارډ ډېسك څارلو لپاره پخپله هم (Scan Disk) چلولى شئ.
كه تاسې غواړئ چې ډېسگك څارونكي (Scan Disk) د چليدو ډول كنټرول كړئ، نو د MSDOS.SYS فايل له لاندې لارې ايډيټ كړئ:
1. د MSDOS.SYS فايل يو نقل په بل نوم لكه MSDOS.BAK په نامه جوړ كړئ. دا فايل په C:\ كې پروت دى.
2. د MSDOS.SYS پرانيستلو لپاره Notepad يا WordPad وكاروئ.
3. د وينډوز د پيل پر مهال د ScanDisk د پيليدو سلوك ټاكلو لپاره، د MSDOS.SYS فايل د ټاكنو Options په برخه كې د AutoScan كرښه ايډيټ كړئ:

AutoScan = 0 د وينډوز د پيل پر مهالScan Disk غيرفعالوي (له كاره يې غورځوي)
AutoScan = 1 له مخكې ټاكل شوى (Default) ټاكنه ده، د وينډوز پيليدل لږ ودريږي، تاسې ته واك دركوي چې Scan Disk ودروئ. كه Scan Disk ونه درول شي نو په اتوماتيك ډول چالانيږي.
AutoScan = 2 Scan Disk د استعمالوونكي د مداخلت پرته د ضرورت پرمهال په اتومات ډول چليږي.
 پر وينډوز د پاملرنې او ستونزې لرى كولو اړوند مرستندوى معلوماتو لپاره، 348مخ "د زيان د مخنيوي او جوړونې لپاره د ډېسك څارونكي كارول" ولولئ.
په ساتندوى يا بل بديل حالت كې د وينډوز چالانول
(STARTING WINDOWS IN SAFE MODE OR AN ALTERNATIVE MODE)
كه وينډوز په چالانيدو كې ستونزه ولري، نو تاسې بايد هغه په يو تشخيصي حالت كې چالانه كړئ. د ستونزې لرى كولو په اكثره حالاتو كې تاسې بايد له ساتندويه حالت (Safe Mode) څخه پيل وكړئ. په ساتندويه حالت كې، وينډوز له مخكې ټاكل شوو (Default) بنسټيزه ټاكنو پر بنسټ د لږو فعاليتونو لپاره پيليږي. د بيلګې په ډول، كه د ويډيو اډاپټر (video adapter) ډرايور(driver) ناسم (incorrect) يا ككړ (corrupt) شي، نو وينډوز په ساتندوى حالت (safe mode) كې له مخكي ټاكل شوي (default) ډرايور (standard VGA) سره چالانيږي، چې د لږ فعاليت اجازه وركوي. ساتندوى حالت safe mode تاسې ته واك دركوي چې وينډوز وګورئ او د (control panel) يا پرزو اداره كوونكي (Device Manager) په مرسته ستونزه حل كړئ.
كه د وينډوز98 د عيارولو پر مهال د ويډيو اډاپټر (video adapter) سره ستونزه لرئ، نو د دې څپركي په پاى كې د "ستونزې لرې كول" په برخه كې "د ځاى پرځاى كولو پر مهال د (video adapter) ډرايور مخالفت ښودل" سرليك ولولئ.
كله چې وينډوز په ساتندوى حالت كې فعاله شي، پيغام تاسې خبروي چې وينډوز په ساتندوى حالت (Safe Mode) كې كار كوي او ستاسې د كمپيوټر ځينې پرزې به كار نه كوي. د ساتندوى حالت (Safe Mode) ټكي د سكرين په هر ګوډ كې ښكاري.
له مخكې ټاكل شوو(Default) عيارونو له مخى ساتندوى حالت د VGA معياري ډرايور، د موږك معياري مايكروسوفټ ډرايور، او نور د ډېرو كمو آلاتو ډرايورې چې د وينډوز فعالولو لپاره ضروري وي، استعمالوي. كله چې تاسې وينډوز له مخكې ټاكل شوو (Default) ټاكنو پر بنسټ پيل كړئ، نو تاسې سي ډي روم ډرايو، چاپوونكي (Printers)، موډيم (Modem)، او بهرنۍ فزيكي پرزې (External Hardware) نشئ كارولى. د ساتندوى حالت يو ډول د شبكې اجازه وركوي.
پداسې حال كې چې تاسې په ساتندوى حالت كې ياستئ، پر Start Settings  Control Panel كلېك كړئ، او ډرايور يا سيسټم جوړونې (System Settings) له سره عيارې كړئ.
 د فزيكي پرزو يا ډرايورو د ستونزو حلولو اړونده مرستې لپاره، د 23 څپركي "د عمومي ستونزو لرې كول" برخه ولولئ. د فزيكي پرزو د ډرايور ځاى پر ځاى كولو په باره كې تاسې په اكثره څپركو كې مرستندوى مواد پيدا كولاى شئ.
وينډوز په بل حالت كې پيلولو لپاره، دا ګامونه پلي كړئ:
1. كمپيوټر ولګوئ.
2. د كمپيوټر د يادښت (Memory) آزمويښت (test) نه سمدستي وروسته د ctrl كلي ونيسئ. دا كلي همداسې ونيسئ چې وينډوز پيل كيږي.
3. د وينډوز98 پيلوونكى مينو (Windows98 Startup Menu) بيلابيل حالات ښيي. كه تاسې په 30 ثانيو كې كومه كلي ونه وهئ نو وينډوز له مخكي ټاكل شوي حالت (default mode) كې چالانيږي. د پورته يا ښكته ويكتوري كلي په نيولو د خپل سري چالانيدو مخه ونيسئ.
د وينډوز98 پيلوونكى مينو (Windows98 startup menu) خوښونې (choices) ستاسې د سيسټم عيارونې منعكسوي. تاسې به له لاندينئ خوښونو څخه ځينې يا ټول ووينئ:
? عادي (Normal)
? Logged (\BOOTLOG.TXT)
? ساتندوى حالت (Safe Mode)
? له شبكوي ملاتړ سره ساتندوى حالت (Safe mode with network support)
? ګام پر ګام تصديقول (step- by-step confirmation)
? قوماندوي ډول يوازې (Command Prompt Only)
? ساتندوى حالت احكامي ډول يوازې (Safe Mode Command Prompt Only)
? د مايكروسوفټ ډاس پخوانۍ خپرونه (Previous version of MS-DOS)
4. د كوم حالت څخه چې پيلول غواړئ هغه خوښ كړئ؛ او بيا انټر كيمنډئ.
د وينډوز98 پيلوونكي مينو(windows98 startup menu) څخه صرف نظر، د لانديني جدول د كليانو پر كارولو يو حالت ته مستقيماً ورشئ:

HIMEM.SYS اوIFSHLP.SYS باروي د DoubleSpace يا DriveSpace په شتوالي كې هغه هم باروي او وينډوز98 WIN.COM په ساتندوى حالت كې پيليږي. F5 وينډوز98 په ساتندوى حالت كې پرته له شبكې څخه
(Windows98 in Safe Mode without networking)
HIMEM.SYS او IFSHLP.SYS باروي. Registry د احكامو فايل COMMAND.COM باروي او د DoubleSpace او DriveSpace په شتوالي كې هغه هم باروي، وينډوز98 WIN.COM پيلوي، شبكې ډرايورې (network drivers) باروي او NETSTART.BAT پيلوي. F6 وينډوز98 په ساتندوى حالت كې له لږو شبكوي بڼو سره
(Windows98 in Safe mode with minimum processes the network functions)
COMMAND.COM باروي. Shift+F5 د ډاس احكامي حالت (DOS command prompt)
تاسې ته د وينډوز98 د پيليدو هر عمل لپاره، لكه د ډرايورو بارول، د هو (Yes) او نه (No) پريكړې واك دركوي. Shift+F8 ګام پر ګام (step-by-step)

 د وينډوز98 روغ او نوي ساتلو او د كمپيوټر سره د نوي فزيكي پرزې يوځاى كولو لپاره، 340 مخ "د وينډوز نوي ساتل" او 329 مخ "د نوي فزيكې پرزې ډېرولو لارښود كارول" ولولئ.
د ګام پر ګام حالت په مرسته د پيليدو عمليه څارل
(USING STEP-BY-STEP MODE TO TEST STARTUP INTERACTIVELY)
د " په ساتندوى يا بل بديل حالت كې د وينډوز چالانول" په برخه كې د بيان شوو ګامونو پر تعقيبولو او بيا د ګام پر ګام تصديقول Step-by-Step Confirmation پر خوښولو تاسې د پيلېدو د عمليې هر عمل څارلى شئ. دا حالت د وينډوز د بارېدو loads پر مهال هر عمل په سكرين ښيي. د هر عمل لپاره بايد تاسې Y (هو) يا N (نه) ټايپ كړئ. تاسې وينډوز پيلولاى شئ خو شكمن ډرايورې د N پر ټايپولو مه باروئ.

كه تاسې كمپيوټر په ډاس كې چالان كړئ او كوښښ وكړئ چې د /d : n (win /d : n مشوره # 4 د
ټايپولو له لارى) وينډوز چالانه كړئ، نو ممكن وينډوز98 په ساتندوى حالت كې پيل شي او داسې وښايي چې شبكوي وړتيا (network support) هم لري، خو په حقيقت كې تاسې شبكوي ارتباط نه لرئ. مهمه داده چې وينډوز95 هم دا امر (command) قبلوو.
يواځينى خبره دلته داده چې د وينډوز په ساتندوى حالت كې د شبكوي وړتيا له پاره له \d : n امر (command) سره مه چالانوئ (يعنې دا command د دې مقصد لپاره مه كاروئ). مايكروسوفټ هم په وينډوز98 كې د دې ستونزې شتوالى مني
.

د عريضه يي پروګرام له كاره غورځيدنى وروسته د وينډوز اداره كول
(MANAGING WINDOWS AFTER AN APPLICATION FAILURE)
وينډوز98 په مسلسله توګه عريضه اى پروګرامونه څاري چې آيا كار او ځواب وركوي. كله چې كوم عريضه اى پروګرام (application) ځواب ورنكړي نو وينډوز يو مكالمه بكس راښكاره كوي چې په هغې كې پر كارختم كړه (End Task) تڼۍ كلېكول عريضه اى پروګرام بندوي. په عريضه يي پروګرام كې د اخيري خوندي كولو (save) نه وروسته په معلوماتو كې راغلي ټول بدلونونه له لاسه وركوي. پر لغوه (Cancel) كلېك كړئ چې پروګرام ته بيرته ستانه شئ.
كه عريضه يي پروګرام د كمپيوټر يادښت (Memory) غلط استعمال كړي يا وژونكى غلطي (Fatal error) پيښه شي د كوم له كبله چې عريضه يي پروګرام كار پريږدي، نو نور پروګرامونه عموماً نه اغېزمنيږي. كله چې پروګرام كار پريږدي، لكه كلېكونو او كلي كيمنډلو ته ځواب ونه وايي، نو Ctrl+Alt+Delete يوځاى كيمنډئ چې د پروګرام بندولو مكالمه بكس څرګند شي.
هغه پروګرامونه چې ستونزې لري د ځواب نه وركوي (Not Responding) جمله ښيي. په وينډوز كې په نورو عريضه اى پروګرامونو كې خپل كار ته دوام وركولو لپاره تاسې بايد دا عريضه اى پروګرام بند كړئ. عريضه اى پروګرام خوښ كړئ او پر كار ختم كړه (End Task) تڼۍ كلېك كړئ. كه تاسې پر بندولو (Shut Down) كلېك كړئ يا Ctrl+Alt+Delete بيا كيمنډئ، نو ټول پروګرامونه او وينډوز98 بنديږي.
د بريښنا ادارې په مرسته د سيسټم، مانيټر، او ډېسك بريښنا كنټرولول
(CONTROLLING SYSTEM, MONITOR, AND DISK POWER WITH POWER MANAGEMENT)
د بريښنا اداره (power management) ستاسې د كمپيوټر يا د هغې د تركيبوونكى توكي (Component) بريښنايي لګښت كموي. د بريښنا اداره يوازې د بټرئ استعمالوونكو كمپيوټرنو يعنې ګرځنده كمپيوټرونو (Laptop) ستونزه نه ده؛ بلكې د ډېر شمېر كمپيوټرو له خوا د بريښنا غير ضروري استعمال د پيسې او منابعو د ضياع سره سره ناولتيا (pollution) هم زياتوي. د استعمالوونكي په ډول تاسې دا ګټه لرئ چې كمپيوټر ډېر ژر په هغه حالات كې چالان كړئ په كوم كې چې مو پريښى وو. د بريښنا د ادارې دا ټول ميتودونه يوازې په هغه صورت كې موجود وي كه چيرې ستاسې كمپيوټر او د هغې تركيبوونكي توكي (components) د وينډوز بريښنااداره (power management) د استعمالولو وړتيا (support) ولري.
بريښنا اداره (power management) بريښنا له دې درې لارو كنټرولوي:

تاسې د مانيټر او هارډډيسك د بنديدلو لپاره وخت ټاكئ، كه ټاكلي مهال كې څوك پر كمپيوټر كار ونه كړي، نو هارډ ډېسك او مانيټر بنديږي. د بريښنا اتومات اداره
(Automatic Power Management)
تاسې كمپيوټر د بندولو پر ځاى تياردرېدلو ته ليږئ. فعال عريضه يي پروګرامونه او اسناد د كمپيوټر په يادښت (memory) كې ساتل كيږي. تيار درېدل (Standby)
د شپې يا ډېروخت غېرفعاليدو په صورت كې تاسې كمپيوټر استراحت ته ليږئ. فعال عريضه يي پروګرامونه (applications) او اسناد په ډيسك كې خوندي كيږي. استراحت ته ليږل (Hibernate)
د مانيټر لپاره اتوماتي بريښنا اداره
(AUTOMATICE POWER MANAGEMENT FOR MONITORS)
تاسې كولاى شئ چې مانيټر د كمپيوټر د ټاكلي وخت پر غير فعالېدو په اتومات ډول بنديدو لپاره عيار كړئ. د دې بڼې (Feature) د كار لپاره مهمه ده چې ستاسې مانيټر بايد د وينډوز د دې آسانتيا څخه د ګټې اخېستنى وړتيا (support) ولري. د كمپيوټر نه فعاليت مهال ټاكنې لپاره، دا ګامونه پلى (عملي) كړئ:
1. په كنټرول پېنل (Control Panel) كې د بريښنا ادارې (Power Management) ټاكنه پرانيزئ.
2. په 2،3 شكل كې ښودل شوى د بريښنا چل (Power Scheme) پر نومليك (tab) كلېك كړئ.
3. كه تاسې د بريښنا د ادارې لپاره له مخكې كوم سكيم (scheme) جوړ كړى وي، نو د بريښنا سكيم (Power Scheme) له لاندې غورځېدونكى ليسټ څخه يې غوره كړئ.
4. د مانيټر بند كړئ (Turn Off Monitor) له لاندې غورځيدونكي ليسټ څخه، د كمپيوټر د نه فعاليت مهال وټاكئ چې له هغې وروسته بايد مانيټر بند شي. سيسټم د تياردرېدو (standby system) څخه لږ مهال غوره كړئ.
5. كه غواړئ دا مهال د سكيم (scheme) پر نامه خوندي (save) كړئ. نو بل خوندي (Save As) باندې كلېك، نوم وركړئ، او بيا پر OK كلېك كړئ.
6. د بريښنا اداره (Power Management) پر مكالمه بكس كلېك كړئ.
تيار درېدو ته د تګ لپاره د مهال ټاكل
(SETTING THE ELAPSED TO AUTOMATIC STANDBY)
كه تاسې له خپل ميزه ډېر پاڅئ، نو د نه فعاليت مهال پر ټاكلو كمپيوټر په اتومات ډول تياردرېدو ته ځي، چې له دې لارې د بريښنا لګښت كمولى شئ. د دې بڼې (feature) د كار لپاره مهمه ده چې ستاسې كمپيوټر د وينډوز د دې آسانتيا څخه د ګټې اخېستنى وړتيا (support) ولري. د كمپيوټر د نه فعاليت مهال ټاكنې لپاره چې له هغې وروسته بايد كمپيوټر تياردرېدو ته لاړ شي، دا ګامونه پلى (عملي) كړئ:
1. په كنټرول پېنل (Control Panel) كې د برېښنا ادارې (Power Management) ټاكنه پرانيزئ.
2. د 2،3 شكل په څېر د بريښنا سكيم (Power Scheme) پر نومليك كلېك كړئ.
3. كه د خپل ډسكټاپ سېسټم (Desktop system) لپاره مو له مخكې كوم چل (scheme) جوړ كړى وي، نو د بريښنا چل (Power Scheme) له لاندې غورځېدونكي ليسټ څخه يې خوښ كړئ.
4. د سيسټم تياردرېدو له ليسټ (System Standby list) څخه د كمپيوټر د نه فعاليت مهال وټاكئ، چې له ټاكلي مهال وروسته به تياردرېدو ته ځي.
5. كه غواړئ دا د تياردرېدو مهال د خپل چل (scheme) په نامه خوندي (save) كړئ، نو پر بياخوندي (save as) كلېك، ويې نوموئ او پر OK كلېك كړئ.
6. د بريښنا ادارې ځانګړتياوو (Power Management Properties) د مكالمه بكس پر OK كلېك كړئ.
خپل كمپيوټر تياردرول (PUTTING YOUR COMPUTER ON STANDBY)
كه خپل كمپيوټر د لږ مهال درولو لپاره تياروئ، نو وبه غواړئ چې خپل كمپيوټر تياردرېدو (standby) ته وليږئ. تياردرېدل (standby) د ډرايوموټر (drive motors) او مانيټر د بندولو له لارې د بريښنا لګښت لږوي. د كمپيوټر يادښت (memory) ته بريښنا رسيږي تر څو ستاسې كار او وينډوز هماغسې فعاله پاتې وي څرنګه چې تاسې پريښى وه. كله چې تاسې د كمپيوټر د بريښنا تڼۍ (Power Button) ووهئ، هارډ ډېسك بيرته تاويدل پيلوي او مانيټر چالانيږي. د وينډوز او عريضه اى پروګرامونه د بارېدو (load) څه اړتيا نه وي ځكه چې هغه له مخكې نه د كمپيوټر په حافظه كې پراته وي. په تياردريدو (standby) ټاكنه كې كمپيوټر د بندولو (shutdown) امر(command) په پرتله ډېر ژر چالانيږي. كه تاسې د بل سيسټم څخه فايل راكوزولو (download) په نيمايي كې ياستئ، نو په داسې حالت كې به هيڅكله ونه وغواړئ چې كمپيوټر تياردرېدو (standby) ته وليږئ.
خپل كمپيوټر تياردريدو (standby) ته ليږلو لپاره، په پيل (Start) كلېك، بندول (Shut Down) او د بندولو (shut Down) په مكالمه بكس كې پر تياردريدلو (Stand By) كلېك كړئ. په تياردرېدو (standby) حالت كې د كمپيوټر بېرته لګولو لپاره، داسې يې ولګوئ لكه چې تاسې بند (shutdown) كمپيولګوئ. په اكثره حالاتو كې د دې معنا دا وي چې د كمپيوټر د بريښنا تڼۍ (power switch) كيمنډئ.
كه د تياردرېدو (standby) په حالت كې كمپيوټر بريښنا له لاسه وركړي، نو تاسې به ټوله نه خوندي (unsaved) معلومات او د كمپيوټر يادښت (memory) كې پرتې جوړونې (settings) له لاسه وركړئ. كه د خپلو معلوماتو له لاسه وركولو څخه په تشويش كې ياستئ، نو تياردرېدو (standby) ته له تګ نه مخكې خپل ټول اسناد خوندي كړئ. يعنى دا بڼه (feature) خپل تاواني اړخ لري چې د هغې له كبله د دې استعمال نه خوښيدونكى ګرځېدى شي.
خپل كمپيوټر استراحت ته ليږل (HIBERNATING YOUR COMPUTER)
خپل كمپيوټر استراحت (hibernations) ته ليږلو سره كمپيوټر په يادښت (memory) كې پراته هر څه په هارډ ډېسك (hard disk) كې خوندي (save) كيږي او بيا ټوله بريښنا بنديږي. له استراحت (hibernation) څخه خپل كمپيوټر چالانول د تياردرېدنې (standby) په څېر ګړندي نه وي، خو كله چې كمپيوټر چالان شي، ټول پروګرامونه، اسناد، وينډوز او جوړونې (settings) هماغسې وي څرنګه چې تاسې له بندولو مخكې پريښى وى. د كمپيوټر استراحت ته ليږل (hibernate) هغه وخت استعمال كړئ كله چې تاسې خپل كمپيوټر د ډېر مهال لپاره لكه د شپې يا د اوونۍ په پاى كې، پريږدئ. ستاسې كمپيوټر بايد داسې جوړ شوى وي چې د وينډوز له دې آسانتيا څخه د ګټې اخېستنى وړتيا (support) ولري.
خپل كمپيوټر استراحت ته ليږدولو لپاره دا پروسه تعقيب كړئ:
1. په كنټرول پېنل (Control Panel) كې د بريښنا اداره (Power Management) پرانيزئ.
2. د استراحت ته لېږنې (Hibernation) پر نومليك كلېك كړئ. كه د استراحت ته لېږنې (Hibernation) نومليك نه وي نو ستاسې كمپيوټر د استراحت (hibernation) وړتيا (support) نه لري. د خوښولو پر خانې (Check box) كلېك كړئ.
3. كه تاسې ګرځنده (Portable) كمپيوټر كاروئ، د پرمختللي (Advanced) نومليك كلېك كړئ. له دې دوو ټاكنو "زه چې كله زما د كمپيوټر د بريښنا تكمه ووهم (When I Press the Power Button on My Computer)" يا "زه چې كله زما د كمپيوټر پوښ يا سر بند كړم (When I Close the Lid of My Computer)" څخه يوه خوښه كړئ او بيا پر استراحت ته ليږل (hibernate) كلېك كړئ.
4. خپل كمپيوټر بند (turn off) كړئ.
د تياردرېدنې يا استراحت پر مهال د پټ نوم په مرسته ځان ساتل
(PASSWORD PROTECTION WHILE IN STANDBY OR HIBERNATION)
كه په خپل كمپيوټر كې پټ يا سري (Confidential) معلومات لرئ، نو وبه نه غواړئ چې د تياردرېدنې (standby) يا استراحت (hibernation) پر مهال ستاسې كمپيوټر لګوونكي ته راښكاره شي. د تياردرېدنې او استراحت پر مهال د پټ نوم په مرسته د خپل كمپيوټر ساتلو لپاره دا ګامونه پلي كړئ:
1. په كنټرول پېنل (Control Panel) كې د بريښنا اداره (Power Management) پرانيزئ.
2. د پرمختللي (Advanced) نومليك كلېك كړئ.
3. "كمپيوټر چې له تياردرېدنې څخه بيرته لګيږي نو د پټ نوم پوښتنه وكړه (Prompt for Password when Computer Goes off Standby)" خوښ كړئ.
وينډوز اين ټي سره د غبرګ فعالېدنې په صورت كې د فايل سيسټم پاملرنې
(FILE SYSTEM CONSIDERATION WHEN DUAL BOOTING WITH WINDOWS NT)
وينډوز98 د وينډوز پخوانيو خپرونو وينډوز، وينډوز اين ټي او ډاس په څير په څوفعاليدنى (multi boot) سيسټم كې كار كولاى شي. خو په ځينو حالاتو كې د وينډوز98 يا وينډوز95 OSR2 (دوهمه خپرونه) سره د FAT32 فايل سيسټم بيل ځاى پر ځاى كولو اړتيا وه.
كه د C: ډرايو FAT32 فايل سيسټم وي نو په داسې صورت كې تاسې له بل تنظيموونكى سيسټم (Operating System) سره څوفعاليدنه (multiboot) نه شئ اجرا كولى. نور فايل سيستمونه په FAT32 كې شكل شوى (Format) بيلوونه (Partition) كې پراته فايلونه نشي لوستلى. پخواني تنظيمي سيسټمونه (Operating Systems) لكه ډاس او د وينډوز او وينډوز اين ټي پخوانئ خپرونې د FAT32 فايل سيسټم نه پيژني. ځيني آسانتيا وركوونكي پروګرامونه (utilities) په مرسته وينډوز اين ټي د FAT32 معلومات لوستلى شي. د څپركي اخيري برخه " د وينډوز98 په محيط كې د استاد كېدو رازونه" د نورو معلوماتو لپاره ولولئ.
كه غواړئ چې وينډوز98 په څوفعاليدونكى (Multiboot) سيسټم كې استعمال كړئ، نو د C: بيلوونه (Partition) په FAT16 فايل سيسټم كې شكل (Format) كړئ. تاسې نورې بيلوونى (Partitions) په FAT32 فايل سيسټم كې شكل (Format) كولى شئ، خو ډاس، وينډوز او د وينډوز اين ټي له پينځمې خپرونې مخكې خپرونې د دې بيلوونو (Partitions) فايلونه نه پيژني.
 بيلابيلو فايل سيستمونو او د هغوى د استعمال په باره كې معلوماتو لپاره، 119مخ "د فايل سيسټم خوښول" او 123مخ "د FAT16 ډرايوونو FAT32 ته بدلول" ولولئ.
د وينډوز بندول (پرېښودل) (SHUTTING DOWN WINDOWS)
اوس وينډوز ستاسې د كمپيوټر د بندولو څو لارى لري. د خپل كمپيوټر بندولو لپاره، پيل (Start) كلېك، بندول (Shut Down) او بيا له لاندې خوښونو څخه پر يو كلېك كړئ:
د بريښنا لګښت كمولو او د بيافعاليدنې پر مهال د عريضه اى پروګرامونو، اسنادو او جوړونو ژر په ځاى كولو لپاره پكاريږي. تيار درېدنه Stand By
د بريښنا بندول او د خپلو اسنادو د خوندي كولو غوښتنه كيږي. بندول Shut Down
د وينډوز بيابارول (reload) او چالانول بياچالانول Restart
د وينډوز بندول او په ډاس كې د كمپيوټر چالانېدل په MS-DOS كې چالانول
(Restart in MS-DOS Mode)

ستونزې لرى كول (TROUBLESHOOTING)

د پيل او بياچالانولو د مهال ستونزى (STARTUP AND REBOOT PROBLEMS)
په پيلوونكې دوسيه كې د ځينو عريضه يي پروګرامونو اچولو وروسته تر څو د پيل پر مهال چالان شي، وينډوز اوس په صحيح توګه نه چالانيږي.
د دې معلومولو لپاره چې آيا پيلوونكې دوسيه كې عريضه اى پروګرامونه ستونزه زيږوي، د پيل پر مهال د shift كلي ونيسئ. (كه د پيل په لومړۍ برخه كې د shift كلي ونيسئ، نو وينډوز ساتندوى حالت (safe mode) ته ځي.) دا ګام د پيل په دوسيه كې پرتو عريضه اى پروګرامونو (Applications) د پيل مخنيوى كوي. كه وينډوز په صحيح توګه چالانه شوه، نو كوم عريضه اى پروګرام ستونزه لري. له دوسيې څخه ټول پروګرامونه لرى كړئ، او بيا يو يو پكې بيرته وغورځوئ، په يو وخت كې يو پروګرام وغورځوئ او وينډوز له سره چالانوئ، تر څو تاسې ستونزه زيږوونكى عريضه يي پروګرام پيدا كړئ.
په لومړي ځل بيا چالانولو كې وينډوز98 دريږي (WINDOWS98 HANGS DURING FIRST REBOOT)
كله چې وينډوز98 ځاى پر ځاى كوو، نو په لومړني ځل بياچالانولو كې د وينډوز98 سمبالښت ممكن كار پريږدي يا ودريږي.
كه ستاسې د (Video Adapter) ډرايور خراب (incorrect) يا په ناسمه توګه عيار شوى (improperly configured) وي او يا ستاسې د كمپيوټر پروګرام له وينډوز98 سره يوځاى چليدونكى (Compatible) نه وي نو عموماً دا ستونزه ليدل كيږي.
د سمبالښت پر مهال د ويډيو اډاپټر ستونزى ټكر (VIDEO ADAPTER DRIVER CONFLICT DURING SETUP)
تاسې د وينډوز98 د جوړولو پر مهال له ويډيو اډاپټر سره ستونزى لرئ.
كه تاسې د video adapter ډرايور سره ستونزه لرئ، نو كمپيوټر بايد له سره په ساتندوى حالت كې چالان كړئ، او له سره سمبالښت وچلوئ. وينډوز98 په ساتندوى حالت كې چالانولو لپاره، كمپيوټر له سره چالان كړئ، د Ctrl كلي كيمنډئ او همداسې يې ونيسئ، او له پيلوونكى مينو (startup menu) څخه ساتندوى حالت (save mode) غوره كړئ. video adapter معياري ګرافيك اډاپټر video graphic adapter (VGA) ته بدلولو لپاره لانديني ګامونه پلي كړئ:
1. په پيل (start) كلېك، جوړونې (settings) په نښه او په Control Panel كلېك كړئ او هلته په ښودنه (Display) غبرګ كلېك كړئ.
2. د جوړونو (settings) پر نومليك كلېك او بيا پر پرمختللي (Advanced) نومليك كلېك كړئ.
3. د Adapter پر نومليك كلېك او بيا پر بدل (change) كلېك كړئ.
4. پر مخكې (Next) كلېك كړئ، پر "په ځانګړي ځاى كې ټول ډرايورې ليسټ كړه، تر څو د خپلې خوښې ډرايورې خوښ كړى Display a List of All the Drivers in a Specific Location, So You Can Select the Driver You Want" باندې كلېك كړه، او بيا پر مخكې (Next) كلېك كړئ.
5. پر "ټولې پرزې وښايه (Show All Devices)" كلېك كړئ.
6. د "جوړوونكو "Manufacturers په خانه كې پر "د ښودنو معياري ډولونه Standard Display Types" كلېك كړئ.
7. د جوړ په خانه كې پر معياري video graphic adapter (VGA) كلېك كړئ، OK كلېك او بيا پر مخكې (Next) كلېك كړئ.
8. مخكې (Next) او بيا مخكې (Next) كلېك او بيا پر ختم (Finish) كلېك كړئ.
9. پر بند (Close) كلېك، بند (Close) كلېك او بيا هو (Yes) كلېك كړئ پر څو ستاسې كمپيوټر له سره چالان شي.

له دې ځاى څخه د وينډوز98 سمبالښت بيا وچلوئ. كله چې له سمبالښت څخه فارغ شوئ، كه وخت ولرئ نو د جوړوونكي ويبپاڼه وګورئ چې د اډاپټر لپاره نوى ډرايور شته او كه نه.
د وينډوز98 په چاپيريال كې د استاذيدو رازونه: په غبرګ فعاليدونكي سيسټم كې د FAT32 معلومات لوستل
(SECRETS OF MASTERING THE WINDOWS98 ENVIRONMENT::
ACCESSING FAT32 VOLUMES ON A DUAL-BOOT SYSTEM)
FAT32 فايل سيسټم يو ډرايور دى چې وينډوز اين ټي ته واك وركوي چې په FAT32 كې شكل (Format) شوي بيلوونې (Partitions) لولي. تاسې بايد چالانوونكى بيلوونه (Boot Partition) بدله نه كړئ، په سيسټم كې لومړنئ بيلوونه (Partition) بايد FAT32 ته بدله نه كړئ. وينډوز اين ټي له دې بيلوونې څخه چالانيږي. او وينډوز اين ټي له FAT32 بيلوونې څخه نه شي چالانيدى.
له Multiboot سيسټم څخه د نهايي ګټې اخيستنې لپاره لومړى بيلوونه، كومه بيلوونه چې د تنظيمي سيسټم (Operating System) لپاره چالانوونكي فايلونه (boot files) لري، يوازې FAT شكل (Format) كړئ. د FAT په صورت كې د چالانيدو پر مهال ډاس، وينډوز98 او وينډوز اين ټي چالانوونكي فايلونه لوستلى شي. د استعمالوونكي او نور مهم معلومات په بله بيلوونه كې چې FAT32 شكل شوي (Format) وي بايد خوندي كيداى شي.
كله چې د FAT32 آسانتيا وركوونكى پروګرام (utility) استعمالوئ، نو تاسې له مخكې څخه په FAT32 كې شكل شوي ډرايوونو كې كار كوئ. تاسې له وينډوز اين ټي څخه FAT32 نه جوړولى شئ او نه ورته بدليدى شئ. كه د څوفعاليدنې (multiboot) سيسټم جوړولو پلان لرئ، نو ښه به وي چې له سر څخه پيل وكړئ. لومړنى ګام د نوي ډرايو بيلول (partition) دي، ښه به وي چې ټيټه سويه low-level شكل شوى (format) د كوچني كمپيوټر Small Computer System Interface (SCSI) ډرايو استعمال كړئ. لومړئ بيلوونه (partition) په FAT16 كې شكل (format) كړئ، او بله يا نورې په FAT32 كې. لومړئ بيلوونه بايد دومره ځاى ولري چې د وينډوز98 او وينډوز اين ټي د سيسټم فايلونو سره سره د دواړو تنظيمي سيستمونو (Operating Systems) نور مهم منطقي يادښت (virtual memory) بدليدونكي (swap) فايلونه هم ځاى كړاى شي. د ډرايو نور پاتې ځاى د معلوماتو ذخيره كولو لپاره د خپلې اړتيا له مخې بيل كړئ. د FAT32 ځاى پر ځاى كولو وروسته وينډوز اين ټي د دې فايلونه يوازې لوستندوى (read only) شي. د دې محدوديت له مخې، دا عيارونې د هغه سيستمونو لپاره ډېرې ګټورې دي چې وينډوز98 ډېر استعمالوي يا د "ډسكټاپ سيسټم" په څېر يې استعمالوي.