يوه اندازه وسله اوپه سلگونه كيلوگرامه نيشي توكي ونيول شول
يادشوي توكي ديك شنبې په ورځ ناوخته دهلمندولايت دناوې ولسوالى دسرې كلاپه سيمه كې دملي امنيت دعملياتوپه لړكې نيول شوي دي.
په هلمندكې دملي امنيت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپورشي نن وويل چې يادشوي عمليات ديوه مخكيني راپورپه اساس ترسره شول چې په پايله كې يې څلورميله كلاشينكوفونه ،۷۱كيلوگرامه اوبلن تارياك،۱۳كيلوگرامه وچ تارياك او۷۰كيلوگرامه كيمياوي توكي چې دهيرويينوپه جوړولوكې ورڅخه كاراخيستل كيږي نيول شوي دي.
سرچينې زياته كړه چې له دې توكوسره دتړاوپه توردرى كسان هم نيول شوي چې دامهال ترې پلټنې روانې دي،دسرچينې په ويناچې نيول شوي كسان هريوسعدمحمد،عبدالغفاراولعل محمدنوميږي.
ديادونې وړده چې نيول شوي كسان خبريالانوته وښودل شول خوله هغوى سره دخبروكولواجازه نه وه.
داپه داسې حال كې ده چې كابودوې مياشتې وړاندې په دې ولايت كې دمركزلښكرگاه دصافيانوپه سيمه كې يوه اندازه نيشي توكي اومهمات دملي امينت لخواترلاسه شوي وو.
+ نوشته شده در Tue 8 Jul 2008 ساعت ۱۰:۳۷ ق.ظ توسط صفت الله (ذاهدی)
|