دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه

څېړنه: جګې نجونې جګ میړونه خوښوي

په دې وروستیو کې رپوټونه ورکړل شوي، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د ۱۲ کلنې مشرې لور "مالیا" د ونې اوږدوالی ۱۷۵ سانتي مترو ته رسېدلی.

اوباما له خپلې کورنۍ سره

د اوباما مشره لور 'مالیا' په اوږدوالي کې د خپل پلار ونې ته رسېدونکې ده.

له دې سره د انسان د ونې د نامعمول اوږدوالي په اړه پلټنې پيل شوې.

په برتانیا کې تر ۹۰مې لسیزې پورې طبيعي وه، چې د اوږدې ونې لرونکې نجونې د خپلې بدني ودې د مخنيوي لپاره له ځينو هورمونونو ګټه واخلي.

هلته داسې دود و، چې ګني "له ونې ډېرې جګې نجونې" په خپل ژوند کې ډېرې خوښې نه وې او نه غواړي د ژوند تر پايه میړونه وکړي.

د ونې د ټيټوالي لپاره نجونو ته د 'اوستروجین' ځينې هرمونونه ورکول کېدل، چې د وجود د ودې مخه یې نیوله، خو نن هرڅه بېرته اوښتي دي.

ډاکټرانو ويلي که چېرې د یو چا د لور او یا زوی بدني وده په عادي حالت کې نه وي، باید له متخصص ډاکټر سره سلامشوره وکړي؛ دا ځکه چې په ماشومتوب کې تر اندازې زیات اوږدوالی ښايي د ځينو ناروغیو لامل وګرځي.

ډاکټران وايي که چېرې دې ستونزې ته په کوچنیوالي کې پام ونه شي، ښايي د ماشوم د سترګو لید له منځه ولاړ شي او یا یې هم د زړه د وینې د پمپ کولو لوی شریانونه له کاره ولوېږي.

بې اغېرې

د نړۍ په ځينو هېوادونو، په تېره بیا به استرالیا، امریکا او هالنډ کې له پنځوسمې لسیزې نیولې تر ۹۰ لسیزې پورې د نجونو د غیرعادي ونې د راټيټولو لپاره له اوستروجین څخه ګټه اخیستل کېده او د بدن د ودې مخه به یې پرې نیوله.

په څېړنه کې په سلو کې د ۷۷ هغو نجونو په اړه چې اوږدوالی یې ۱۸۳ ثبت شوی و، وویل شول، چې له خپل ژوند څخه راضي او خوښې دي.

څېړونکو تر یو لړ پلټنو وروسته پلټنې وکړې.

دوی د هغو استراليايي نجونو چې له اوستروجین څخه یې ګټه اخیستې وه او د هغو نجونو ترمنځ پرتله ييزه څېړنه وکړه، چې له اوستروجین کارولو یې ډډه کوله.

څېړونکو د هغو نجونو په اړه چې عمرونه یې ۲۳ کاله و ان تر ۵۵ کلنۍ پورې د خپلو پلټنو په پایلو کې وویل هغه نجونې چې له اوستروجین څخه یې ګټه اخیستې وه، په ژوند کې له ډېرو ناروغیو په امن کې نه وې.

او د امریکا په متحده ایالتونو کې بیا د ۶۰ زرو ښځو ترمنځ پر هغو نجونو پلټنه وشوه، چې جګې ونې یې لرلې.

د دغو نجونو زیاتره برخې دا غوره بللې، چې د خپل ژوند د شریک (میړه) د بدن ونه یې هم اوږده وي.

په څېړنه کې په سلو کې د ۷۷ هغو نجونو په اړه چې بدني اوږدوالی یې ۱۸۳ سانتي متره ثبت شوی و، وویل شول، چې له خپل ژوند څخه راضي او خوښې دي.

خو په امریکا کې بیا یوې بلې پلټنې ښودلې چې د جسم اوږدوالی او یا ټيټوالی د ژوند پر خوښیو او یا ناخوښیو هېڅ اغېز نه لري ان که اسنان غیرطبيعي اوږدوالی هم ولري.

خو څېړنو ښودلې، هغه کورنۍ چې د کوچنیو ماشومانو د بدن ونه یې ټيټه وي، د هغو پرتله چې ماشومان یې عادي قد لري، ډېر ډاکټرانو ته مراجعه کوي.

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 10:12 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

څېړنه: سګرټ څکول د جنین د مړینې احتمال ډېروي

میندواري

څېړونکي پر پلرونو غږ کوي چې د خپلو راتلونکو ماشومانو روغتیا ته ډېر پام وکړي .

په نوتینګهام پوهنتون کې څېړونکو ویلي هغه میندواره ښځې چې په کور یا د کار پرمهال په ناوړه توګه سګرټ څکوي او یا یې پروړاندې سګرټ څکول کېږي، ۲۳ په سلو کې دا احتمال ډېروي چې معیوب یا مړه ماشومان وزیږوي.

څېړونکو دا ازموینه په شمالي او جنوبي امریکا، اسیا او اروپا کې له مخکنیو ۱۹ څېړنو هم ګټه اخیستې ده .

د تېرو ټولو څېړنو پایله دا ختلې وه، هغه ښځې سګرټ نه څکوي، خو مخکې یې په ناوړه توګه سګرټ څکول، او یا یې د ژوند شریک (میړه) یا د کار پرمهال کوم ملګري د هغې ترڅنګ سګرټ څکول، د دوی پر راتلونکو اولادونو ناوړه اغېز کوي .

څېړنه ښيي هغه ښځې چې په يوه ورځ کې تر لسو پورې سګرټ څکوي، تر ډېره یې جنین معیوب یا مړ پیدا کېږي .

څېړونکو دا هم ویلي چې تر اوسه دا ورته په ډاګه شوې نه ده چې د جنین د خلقت په کوم پړاو کې سګرټ څکول پر هغه ناوړه اغېز کوي .

تر دې وړاندې څېړنې دې پایلې ته رسېدلې چې د ښځو د میندوارۍ (حمل) پرمهال سګرټ څکول د زیږېدونکو ماشومانو د روغتیا لپاره ډېرې خطرونه لري .

له دغو خطرونو یو هم د تر وخت وړاندې زیږون او د ماشوم د وزن کموالی دی، چې ګڼ زیږېدونکي ماشومان قلبي ناروغۍ لري او یا هم د پښو او یا ستوني په ناروغۍ اخته وي

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 10:11 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

جاپان: اټومي بټۍ اوس په خطرناک حالت کې ده

د جاپان ل ومړی وزیر ناوتو کن وايي چې زیانمنه شوې اټومي بټۍ اوس په يوه خطرناکه حالت کې ده .

انجنیران هڅه کوي چې په اټومي بټۍ کې د تېرې جمعې د ورځې د قوي زلزلې له کبله زیانمنې شوې پکې د ستر ناورین د رامنځ ته کېدا مخه ونیسي .

د توکيو په شمال ختيځ فوکوشيما کې انجنيران د سمندر اوبه بټۍ ته ورپمپ کوي چې وکولای شي هغه له گرمېدو او ويلې کېدو وژغوري .

په دغه بټۍ کې کارکوونکي وايي کله ناکله د ازادو شويو راديو اکتيفونو وړانگو اندازه له نورمال حالت نه پورته ولاړه شي .

د شنبې په ورځ په بټۍ کې د هايدروجن چاودونه وشوه چې له کبله يې د اټومي بټۍ بام ونړېده او ورپسې چارواکو خبردارى ورکړ چې کېداى شي ورته پېښه بيا هم تکرار شي، خو دا يې هم ويلي وه چې ښايي د وړانگو د خورېدو کوم جدي خطر رامنځ ته نه شي .

په جاپان کې د اسعارو مارکېټ چې تر زلزلې وروسته په لومړي ځل پرانیستل شوی و، بد غورځېدلى و.

د سوداگرۍ په لومړيو ۲۰ دقيقو کې د نېکې د اسعارو بازار ٥ سلنه لوېدلی و .

د جاپان مرکزي بانک ويلي دوی به د مالي اسقرار د رامنځ ته کولو په هيله ٨٥ زره ميلیونه ډالره مالي مارکيت ور عرضه کړي .

د جاپان په زياترو ښارونو کې اوس برېښنا نوبتي شوې ده ځکه په زلزله کې ډېرى برېنا کوټونه له کاره غورځېدلى دي . پرون حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې ښوونځيو او کارونو ته ولاړ نه شي .

د جاپان لومړي وزير په خپلو وطنوالو غږ کړي چې سره يو موټى شي او د هېواد بېرته رغولو لپاره مټې راونغاړي.

ده ويلي جاپان له دویمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو له بد بحران سره مخامخ شوی

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 10:11 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

په کندوز کې ځانمرګي برید ۳۳ کسان ووژل

په کندوز کې د مخکني برید عکس ګورﺉ

دا په تېرو دوو اوونیو کې درېیم خونړی برید دی .

د افغانستان شمالي کندوز ولایت د جلب او جذب مرکز ته د نوم لیکنې په یوه کتار کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې د امنيتي چارواکو په وینا ۳۳ کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي .

د کندوز امنيتي چارواکو او په کندوز کې د بي بي سي خبریال وايي برید نن (دوشبه/ د مارچ ۱۴مه) ماسپښين شاوخوا دوه بجې د کندوز د مرکز په دویمه ناحیه کې سپين زر چمن ته څېرمه د ملي اردو د جلب او جذب مرکز د ننه شوی دی .

د چارواکو په وینا په وژل شوو کې د ملي اردو افسران، سرتېري، ولسي وګړي او کاروباریان هم شته .

د کندوز ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون رییس ډاکټر خاموش بي بي سي ته وویل تر دې مهاله دوی ته ۳۳ مړي او ګڼ ټپيان وروړل شوي چې د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی .

په دې وروستیو کې کندوز د افغانستان یو له نارامه ولایتونو دی .

دا په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې درېیم خونړی برید دی .

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم یوه ورته ځانمرګي برید څه کم ۴۰ کسان ووژل او همدومره یې ټپیان کړل .

او د تېرې جمعې پر شپه بیا د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سیدخیلي له پنځو نورو کسانو سره به يوه برید کې ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول .

کندوز د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پرمهال په شمال کې د هغوی یو مهم مرکز بلل کېده، چې له دغه ولایت به یې نورو شمالي سیمو ته جنګي پلانونه جوړول .

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي، چې د ولسي وګړو پر وژل کېدا د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې هم ورسره زیاتې شوې دي .

ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي ول چې تېر ۲۰۱۰ کال د ولسي وګړو لپاره په افغانستان کې تر ټولو ډېر خونړی کال و .

په پام کې ده چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به افغان ولسمشر حامد کرزی افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو بهیر اعلان کړي .

ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شي

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 10:9 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

غزنی: په دوو ترافیکي پېښو کې ۷ مسافر مړه ۴۲ نور ټپيان شوي

د مخکنۍ ترافيکي پېښې عکس ګورﺉ

د کابل - کندهار پر لویه لاره تر ډېره د چلوونکو د بې پامۍ له کبله ټکر کېږي .

په غزني ولایت کې د دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله څه باندې ۴۲ کسان ټپیان او ۷ تنه مړه شوي دي .

د غزني امنیه قومندان زړور زاهد بي بي سي ته وویل په لومړۍ پېښه کې د غزني د روضې په کوتل کې دوه ملي بس له یو بل سره ټکر شوي، چې په کې ۱۱ مسافر ټپیان دي .

نوموړی وايي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ، چې له غزني د پولیسو تر ور رسېدا مخکې کابل ته وړل شوی دی .

ښاغلی زاهد وايي دویمه ترافيکي پېښه د قرباغ د 'کروسای' په سیمه کې رامنځ ته شوې، چې کندهار ته روان یو ټرېلر له یوه ملي بس سره جنګېدلی چې په وینا یې ۲۲ کسان ټپیان او ۷ مړه شوي دي .

نوموړی وايي چې د ټرېلر چلوونکی تښتېدلی دی .

ټپیان د قرباغ سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر غزني ته وړل شوي دي .

زړور زاهد وايي چې په مړو شوو کې ښځې او ماشومان هم دي .

پر همدې مهال نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې پر غزني ښار درې توغندي وتوغول شول .

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

د دغې ډلې یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته له یوه نامالو ځایه د تېلې فون پر کرښه ویلي چې توغندي د غزني پر امیه قومندانۍ لګېلدي دي .

خو امنیه قومندان زړرو زاهد وايي چې دغه توغندي په غیرمسکونه سیمو کې لګېدلي، چې تلفات نه لري، او د پېښې په تور درې کسان نیول شوي چې اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 10:8 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

اوباما له پيټرېیاس سره د افغانستان پر حالاتو غږېږي

پيټرېیاس او اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او جنرال ډېوېډ پيټرېیاس دواړو د ولسي وګړو په وژل کېدو بښنه وغوښته .

په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبري کوي .

امریکايي چارواکو ویلي په پام کې ده چې دواړه امریکايي مشران به د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان پر حالاتو مفصلې خبرې وکړي .

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس په داسې حال کې له ولسمشر اوباما سره پر افغانستان خبرې کوي، چې په تېرو څو اوونیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د لسګونه ولسي وګړو تر وژل کېدو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شول .

په دې لړ کې جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له ولسمشر کرزي بښنه وغوښته او سم لاسي د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس کابل ته ولاړ او په وژل شوو ولسي وګړو یې خواشيني وښوده .

خو وړمه ورځ ولسمشر کرزي په ختيځ کونړ ولایت کې د وژل شوو ولسي وګړو له کورنیو سره د خواخوږي د اعلانوو پرمهال خلکو ته په وینا کې پر امریکا او ناټو غږ وکړ چې په افغانستان خپل عملیات ودروي .

نوموړي وویل که چېرې امریکا او ناټو له ترهګرۍ سره له زړه مبارزه کوي، نو ترهګر د افغانستان په کلیوالو سیمو کې نه شته، او په وینا یې له پولې بهر دي، چې په دې امریکا ښه پوهېږي .

امریکايي چارواکي وايي د ولسمشر اوباما او پيټرېیاس ترمنځ به دا خبرې د تړل شوو دروازو ترشا ترسره شي .

په جګړه ځپلي افغانستان کې د ولسي وګړو وژل کېدل – په تېره بیا د ماشومانو – پر یوې حساسې موضوع اوښتې ده .

خو امریکايي او بهرنیو ځواکونو څو څو ځله ویلي چې په خپلو عملیاتو کې به د ولسي وګړو ژوند ته پام کوي .

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

کرزی په کونړ کې

افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې له امریکا او بهرنیو ځواکونو وغوښتل چې خپل عملیات ودروي .

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .

ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي

په پام کې ده چې له افغانستان څخه د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

ډنمارک ویلي چې د روان کال له نیمايي څخه به سوکه سوکه خپل پوځيان وباسي

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 10:7 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

 
افغان او د پاکستاني سناتورانو يو پلاوې، چې اوس مهال په کابل کې دې په دې سلا شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کولو او شتو ستونزو د هواري لپاره د دوستۍ په نامه یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.

د پاکستاني سناتورانو دا پلاوې د شنبې په ورځ کابل ته له رارسېدو وروسته له افغان سناتورانو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځینو مهمو مسئلو او د دې ګډې کمېټې په جوړولو خبرې کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون مشر عارف الله پښتون د یکشنې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې ګډې کمېټې د جوړولو لپاره به دواړه لوري یو تړون لاسلیکوي او بیا به یي د غړو د ټاکلو موضوع مطرح کوي:

(د افغانستان د مشرانو جرګه او د پاکستان د مشرانو جرګه کولای شي چې په دولت نیوکه وکړي چې تاسې نیغ په نیغه په جګړو کې دخیل یاستۍ او نور به دوي د سولې په موضع به خبرې کوو.)

د پاکستان د سنا مجلس یا مشرانو جرګې دې پلاوي په داسې حال کې کابل ته سفر کړې، چې اوس مهال دواړه هېوادونه د نا امنیو او تروریستي فعالیتونو په اور کې سوځیږي او له بل لوري دا هم ویل کیږي، چې د دوي ترمنځ لازمه همکاري نشته.

خو د ترلاسه شوېو معلوماتو له مخې د پاکستاني سناتورانو د پلاوي د سفر په اجنډا کې په دې اړه خبرې هم شاملې دي.

د پاکستان په سفارت کې ځینې سرچینې وایي، چې د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې دا پلاوې به د دریو ورځو لپاره په کابل کې وي او په پام کې ده، چې د ځینو جګ پوړو چارواکو ترڅنګ له افغان ولسمشر او د سولې د عالي شورا له غړو سره هم وګوري.

دواړه لوري هیله مند دي، چې دا سفر او د ګډې کمېټې په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملي شورا په کچه همکارۍ زیاتې شي.

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې پاکستاني پلاوي د افغانستان د مشرانو جرګې غړو ته بلنه ورکړې، څو اسلام اباد ته سفر وکړي.

تر دې مخکې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملي شورا د غړو تګ راتګ شوې، چې د اړیکو د رغولو په برخه کې ګټور بلل شوي، خو کتونکي په دې ټینګار کوي، چې د داسې سفرونو اغیزې هغه مهال موثرې ثابتدای شي، چې په صادقانه ډول تعقیب شي
+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 1:15 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

 

د بامیانو دره 

بامیانو چې د بودا د سترو مجسمو له پلوه یې په نړۍ کې ډیر شهرت موندلی و او له جګړو مخکې کلونو کې به هرکال زرګونه سیلانیان دې ولایت ته ورتلل، په وروستیو کې د سیلانیانو د راجلبولو لپاره بیا هڅې پیل کړي دي.

د بودا د سترو مجسمو ځایونوته چې طالبانو لس کاله مخکې الوزولې، د سیلانیانو د بیا جذبولو پرته په دې ولایت کی د سکي د ورزش د ودې لپاره هم هڅې ګړندۍ شوې.

د سیلانیانو د راجلبولو لپاره د نویو هڅو په ترڅ کې دا ولایت هیله من دی چې د سکي د ورزش لپاره سیلانیان راجلب کړي.

د افغانستان د دغه مرکزي ولایت امنیت که څه هم ښه دی، خو بیاهم په دې هیواد کې روان امنیتي وضعیت ته پام سره ښایي د بامیانو درو ته سفر کول خطرونه هم له ځان سره ولري.

په بامیانو کې د بودا د ړنګ شویو مجسمو د بیا رغونې هڅې هم روانې دي


که څه هم په بامیانو کې د سکي د وسایلو او د غونډیو څوکوته د ختلو لپاره د هوایي لفتونو یا زانګو ګانو د کمښت ستونزې شته خو د سکي د صنعت تنظیمونکي بیا هم هیله من دي چې د دغه ولایت طبعي ښکلا او لاس نه وهلي طبیعت به ډیر خلک په تیره بیا هغه سیلانیان چې خطرونه په ځان مني، ځان ته راجلب کړي.

په دې وروستیو کې د سکي له ورزش سره د افغانانو علاقمندی هم زیاته شوې او حتی په کابل کې یوشمیر اوسیدونکو ښځو چې ځان یوڅه ازاد احساسوي، په ټولنه کې د جاری دودونو او عنعناتو خلاف چې ښځې باید په عام محظر کې په حجاب کې ښکاره شي، دغه ورزش ته مخه کړې ده.


یو دیرش کلن بریتانوي هینري چارلس چې په افغانستان کې له یوې امنیتی کمپنۍ سره کارکوي او په بامیانو کې تل د سکي لوبه کوي، وایي په امریکا او اروپا کې په وروستیو کې ډیرو خلکو بیرته د پخواني سکی وهلو دود ته مخه کړې، یعني د سکي له مشخصو ځایونو پرته چې پکې پرجوړی شوې مشخصې کرښی لسګونه کسان له غونډۍ د پاسه ځان راخوشي کوي، په غونډیو کې په ازاد ډول د سکي لوبه کوي .

هغه وایی د بامیانو ولایت د سکي دغه ډول ورزش ته برابردی، تاسو د تازه واورو پرسر چې مخکې پرې څوک نه دی تللی، له دونیم زره متره ارتفاع څخه د غونډیو د پاسه ځان راخوشې کوئ، چې د سکي لپاره ښې مناسبې دي.

په بامیانو کې د سکي د ورزش د ودې لپاره د ۱،۲ میلیون ډالرو په ارزښت یوه پروژه په ۲۰۰۸ م کال کې د اغاخان فونډیشن په مرسته او په دې ولایت کې د نیوځیلاند د نړیوالې پراختیایي ادراې په همکارۍ پیل شوه.

سیمه ییزو چارواکو هم د دغې پروژی ملاتړ کړی او هیله من و چې سکي او توریزم به په مجموع کې دغه بې وزلي کرهڼیزولایت له اقتصادی ودې سره مرسته وکړي.

تیره اونۍ د ملګروملتونو کلتوري موسسې یونسکو هم وویل چې غواړي په بامیانو کې څو موزیمونه جوړ کړي چې په هغو کې به د بودا د نړول شویو مجسمو پاتې ټوټی وساتي.

مخکې له دې چې شوروي پرافغانستان یرغل وکړي بامیانو ته به د کال شاو خوا ۶۵ زره سیلانیان ورتلل او د بودا د سترو مجسمو او نورو تاریخي اثارو به يې لیدل.

ددې سیلانیانو په ډله کې یواځې لس زره به یې جاپانیان وو.

تیرکال د سیلانیانو شمیر شاوخوا ۳۳۰۰ کسانو ته رسیده چې ۸۰۵ یې بهرنیان و اود دوی اکثریت هم هغه کسان و چې په افغانستان کې په کارو بار بوخت دي.

د اغاخان فونډیشن وایي دغه شمیر مخ په زیاتیدو دی.
د ښونځي زده کونکي د بودا نړیدلو مجسمو ته څیرمه اتڼ کوي


که څه هم په بامیانو کې د وسله والو طالبانو د فعالیت نښې دومره نه لیدل کیږي ځکه د دې ولایت استوګن هزاره ټبر سره تړلي چې له طالبانوسره زړه دښمني لري خو دې ولایت ته تلونکې مځکنۍ لارې نا امنې دي چې سیلانیان له ورتګه بې زړه کوي.

د بامیان ولایت د چارواکو له ژمنو سره سره تراوسه دې ولایت ته د غځیدلو لارو ستونزې نه دي هوارې شوي.
له کابله دوه اساسي لارې دې ولایت ته ورځي چې دواړوکې یې د ماینونو او د سړي تښتولو خطر زیات دی.

بامیان ته له کابله هوایي کرښه هم تراوسه نه ده فعاله شوې.
ډیر خلک چې دې ولایت ته ورځي د ملګروملتونو یا د لویدیځو سفارتونو له خوا له اجاره کړو الوتکو څخه کاراخلي.

د بامیانو مرستیال والي حاجی قسیم کاظمي فرانسپرس اژانس ته ویلی چې دولت ورسره د څو الوتکو د مرستې ژمنه کړې وه خو تراوسه د دغو مرستو څرک نه لیدل کیږي.

د دی ولایت په مرکز کې د هوټلونو وضعیت هم چندان سم نه دی.
له اتلسو فعالو هوټلونو څخه یو هم څلورویشت ساعته بریښنا او اوبه نه لري.

پردی سربیره هیڅوک هم نه پوهیږي چې وروسته له هغې چې بهرني ځواکونه په ۲۰۱۴ م کال کی له دې هیواده وځي د دغه ولایت امنیتي وضعیت به څنګه وي.

د لویدیځو منابعو په اساس بامیان د افغانستان د هغو لومړنیو ولایتونو په کتار کې دي چې بهرني ځواکونه به د امنیتي چارو مسولیت افغان امنیتي ځواکونه ته سپاري.

د سید شاه په نامه د بامیانو یو تنکی ځوان چې په وروستیو کلونو کې یې په دی ولایت کې د سکي ورزش ته مخه کړې وایي، دی د امنیت په اړه ډیر اندیښمن دی چې ښایي له دې هم خراب شي او په دې توګه به یوځل بیا د سیلانیانو د جذب د یوه مرکز په توګه د بامیانو هیلې مړاوې کړي.

سید شاه وایي که بهرنیان خپلو مرستو ته دوام ورکړي موږ به د لته یوه ورځ د سکي د ورزش د یوه مرکز د جوړیدو شاهد واوسو خو ترهرڅه مهمه داده چې لومړی سوله ټینګه شي.

+ لیکل شوی دی   Mon 14 Mar 2011ساعت 1:13 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
د داکټر داود اعظمي په ویاړ چي په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم  World Economic Forum د ۲۰۱۱ کال د نړۍ په کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو Young Global Leaders (YGL  په ډله کې غوره کړ.
دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوانو مشرانو ته ورکول کیږي چې سږکال د زرګونو کاندیدانو له ډلې د دغې جایزې د ګټونکو په ډله کې یو هم داود اعظمي و .
 ډاکټر اعظمي زموږ د نوي نسل فخر او د اولس د افکارو تصویرونکی ځوان دی .

ډاکټر محمد داود اعظمي د افغانستان یو د هغو وتلو او نامتو ژورنالیستانو څخه ځلانده څهره ده چي تقریبا هر افغان که ئې د څهرې سره اشنا نه وي نو دخواږه ږغ سره ئې خامخا اشنائې لري .دبېنوا پاڼي درنو لوستونکو نن درته دژورنالست (دټولني ترجمان ) په برخه کي دغه منلی ، پوه او د نړیوالو جایزو ګټونکی لیکوال او ژورنالیست  درپیژنو .

لنډکاري څرک :
ښاغلی ډاکټراعظمي ډیر ځوان خو  دلوړ استعداد لرونکې  شخصیت دی  چي د بي بي سي د نړیوالی شبکې سره ئې نږدې دولس کاله کار کړی دی. د تیر یو کال راهیسي نوموړی په افغانستان کي د بي بي سي د نړیوالي شبکې د دفتر (بیرو) مشر دی چی  د اداري چارو سمبالووني ترڅنګ د ژورنالستانو او نورو حمایوي کارمندانو د یوې لوی ډلي د مشرتوب، هڅوني او سمبالښت چاري په غاړه لري.
له دې څخه وړاندی نوموړی په بوش هاوس لندن کی دبي بي سی د پښتو او فارسي ژبي دڅانګود سرپرست چلوونکي (ډیسک ایډیټور) په حیث دنده درلودل. ده همدارنګه د  بي بي سي انګلیسي جال سره کار کړی او د بي بي سي نړیوال سرویس د مرکزي خبري خوني (نیوزروم) سره ئې (د اکتوبر ۲۰۰۴ـ اکتوبر ۲۰۰۵ په دروان کي )د لیکني پر مرکزي او سیمیزو ميزونو کار کړی او کله ناکله یې د ختیځي او لوېدیځي اسیا سیمیز مېزونه او نړیوال خبري تودو پیښو د پروګرامونو جوړولو چاری هم په غاړه لرلې.
ښاغلی اعظمي په ۲۰۰۷میلادي کال کي په لندن کي د بي بي سي نړیوال تلوېزون ته د کارکولو لاره وموندل.
په ۲۰۰۶او ۲۰۰۷میلادي کلونو کي ښاغلی  داود عظمي د امریکا دمتحده ایالاتود اوهایو په ایالتي پوهنتون کي د یو بلل سوي ښوونکي په حیٍث دمنځني ختیځ، ختیځي او منځنې اسیا د کلتور، سیاست او امنیت په اړه لکچرونه ورکړل.
ډاکټر اعظمي وړاندي له دې چي د بي بي سي  سره یوځای سي نوموړی په پاکستان کي د افغان مهاجرو لپاره د یو ښوونیز مرکز مشر وو .
ده همدارنګه په پاکستان او افغانستان کئ په لسګونو ژورنالستان روزلئ دئ. په ۲۰۰۷ میلادي کال کي نوموړي په کابل کی دوه د کوڅې ماشومان (هلک او نجلۍ چي دواړه یې دیارلس کلن وه) د یوې اونۍ لپاره ورزول چي هغوي وروسته د ولسمشر کرزي سره مرکه وکړه او په بي بي سي راډیو کي یې دوه نیم ساعته پروګرامونه وړاندي کړه.

کورنئ شالید:
ښاغلی محمد داود اعظمي  کابو ( ۳۶) کاله وړاندي دمحمدحیات خان په کور کي سترګي دنیا ته پرانستي دي او نیکه ئې محمدیوسف خان نومیده دوی له اره پوپلزي او په پوپلزو کي بیا قلندرزي پښتانه دي دده  کورنۍ هم دده دځلانده شخصیت په څیر  یو اوږد او ویاړلی تاریخ لري. دده نیکه ګان چي د خپل وخت لوي مشران وه د افغانستان او سیمي په تاریخ کې مهم نقش لوبولي دی. دده نیکه ګان د نوي افغانستان د بنسټ ایویښودونکو پلرونو په منځ کي ځای لري چي په ۱۷۴۷ کال د لوی جرګې چی په کندهار کي جوړه سوې وه غړیتوب ئې لاره. چیري چي سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي د لوی افغانستان د باچا په صفت وټاکل سو.
دښاغلي داود اعظمي وروستئ (کورنئ نوم) د اعظم خان د نامه څخه اخیستل سوی چي دده شپږم نیکه دی. محمد اعظم خان دتیمورشاسدوزي دواکمنۍ په جریان کی یو پېژندل سوی او د پام وړ شخص وو. دی د ساتندویه (امنیتي) چارو (نساقچي باشي) مشر وو او د وزیر په صفت یې چوپړ کړی دی.
دروند استاد  ، لیکوال او څیړونکي  محمد معصوم هوتک په خپله یوه مقاله کي  چي په کندهار مجله کي خپره سوې ده لیکي چی  (( اعظم خان د دتیمورشا سدوزي په وخت کي ژوند کاوه. دې دپوپلزو د مشرانو څخه وچي د کندهار ښارختیځ ته دکابل کندهارپرلویه لاردسړک شمالي خواته یوه زړه کلاولاړه ده چي دد ه په نامه یادیږي او اعظم کلانومیږي . اعظم خان وروسته له هغه چي پلازمېنه د کندهار څخه و کابل ته ولېږدول سوه د کابل په زاړه ښار کي میشت سو چي هغه سیمه هم اوس په  ګذر اعظم خان مسما ده دده دکورنې یو ښاخ او س هم هلته اباددي .)) 
 اعظم خان  په غزني کي چي د ادب او سیاست یوه بله پلازمېنه ده د ستر روحاني مشر او صوفي علي لالا په هدیره کي خاورو ته سپارل سوی دی.
 لیکوال او څیړونکي  استادمحمدمعصوم هوتک  په خپله مقاله کي وړاندي لیکي چي ((د اتلسمی پېړۍ په دوهمه نیمایي کي د اعظم خان ورور نایب ګل محمد خان یو بل د پام وړ او پېژندل سوی شخص و. هغه په پېښور کي د افغان باچا تیمورشاسدوزي  د واکمنۍ نایب و. هغه هم په کندهار کي یوه کلاچه جوړه کړه چی هغه سیمه اوس هم د نایب کلاچې په نامه یادیږی. نایب کلاچه دمومندورباط پربرابري دترنک رودپرجنوبي غاړه واقع ده .نایب گل محمدخان کور د کندهارښارپه دریمه ناحیه کي په هغه کوڅه کي موقعیت درلود چی اوس قاضي غلام دهنه نومېږي اوپخواخلکو نایب دهنه بلله .ددغي کوڅې نوم بیا دسردارکندل خان په وخت کي د قاضي غلام چي په نایب دهنه کي اوسیده نامه ته واوښت او اوس په قاضي غلام دهنې مسما ده . )) نوموړی نایب ګل محمدخان په پېښور کی خاورو ته سپارل سوی دی.
لیکوال او څیړونکی استادمحمد معصوم هوتک د اعظم خان پلار اسلام خان په اړه لیکي ، چي  ((اسلام خان د سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي همعصره و او د اعليحضرت باباد واکمنۍ په اوږدو کی یی د نساقچیانو یا امنیتی قومندانانو مشرتوب کاوه. اسلام خان همدارنګه په هرات کی د پاچادزوی شهزاده تیمور د وکیل په صفت کار کاوه په داسی حال کی چی ځوان شهزاده تیمور دنوموړی ولایت والی و. اسلام خان په یو شمېر هغه سفرونو کی چی د نوی افغان واکمنۍ د پراختیا او ساتنی په موخه ترسره کېدل مهم رول لوبولی دی.))
اسلام خان په هرات کی د ستر صوفي خواجه عبدالله انصاری په هدیره کی خاورو ته وسپارل سو. اسلام خان درې ورونه درلودل (بوستان خان، ګادو خان او انکو خان) چی ټولو یی د افغان واکمنۍ په لومړنیو یا جوړېدونکو کلونو کی مهم رول لوبولی دی. بوستان خان سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي مستوفی الممالک و چی د نن ورځی د مالی چارو د وزیر سره یو شان وو. بوستان خان او اسلام خان دواړه د لویي جرګې چي په ۱۷۴۷ کی په کندهار کی جوړه سوې وه غړي وه چیري چي احمد شا ابدالي د باچا په صفت ټاکل سوی و. ددوی پلار محراب خان وو، چي د خپل وخت یو مخور مشر او د سترټولواک اعلحضرت احمدشاه ابدالي د پلار محمد زمان خان سره یې په یوه وخت کي ژوند کاوه. د محراب خان پلار سهراب خان و چي په هرات کي د ابدالي واکمنۍ په دوران کی یو پېژندل سوی او د پام وړ سړی و او مهم نظامی او ولسي رول یې درلودی.

پوهنیز لیدلوری :
ددې ترڅنګ چی داود اعظمی یو ډاکټر دی درې علمي رتبې (ماسټر ډګري) لري چي په هغوی کې یوه یې ام ای د نړیوالو زده کړو او ډیپلوماسۍ ده چی د لندن پوهنتون د( اس او ای اس) څخه یې ترلاسه کړې ده. دهغه علمي رتبې یا ماسټر ډګرۍ ( ام ای نړیوالي زده کړي او ډیپلوماسۍ، ام ای نړیوالي اړیکي او ام ساینس زولوژي) دي.
(M.A. International Studies and Diplomacy; M. A. International Relations and M.Sc. Zoology).
ده همدارنګه درې بکلوریا رتبې –LLB ( د قانون بکلوریا) BA ( په سیاسي پوهه، ټولنپوهنه او ادبیاتو کي یې د هنر بکلوریا)  او UB. ساینس (په جغرافیه، کیمیا او زولوژی کي د ساینس بکلوریا) تر لاسه کړي دي.
LL.B (Bachelor of Law), B. A, (Bachelor of Arts in Political Science, Sociology and Literature) and a B.Sc. (Bachelor of Science in Geography, Chemistry and Zoology).
دی د یوشمېر تصدیقنامو چي د قانون، ټولنیزو زده کړو، کمپیوټر پوهني او ژبو په لنډ مهاله کورسونو کي یې ترلاسه کړي دي ترڅنګ یوه ډی. جوړ یا ( په ژورنالزم کي ډیپلومه) هم لري.
 
لیکنيز او څیړنيزیون  :
په دو زره نهم میلادي کال کي کله چي ئې د امریکا په متحده ایالاتو کي ښوونه کول ،داود عظمي په انګلیسي ژبه د زده کوونکو او مسلکیانو لپاره د بنسټیزي او منځنۍ پښتو پر زده کړه یو کتاب ولیکئ. نموړی کتاب د اوهایو ایالتي پوهنتون (امریکا متحده ایاالات) لپاره د پښتو ښووني د توکو د یوې برخي په ډول لیکل سوی و.
نموړي په انګلیسی ژبه څو ناچاپه کتابونه لري چي په هغوی کي ئې یو (د تاوتریخوالي غوښتونکي او نه غوښتونکي افغانان) کتاب دی چي دی په کښي د خدايي خدمتګارانو د حرکت د هڅوني په اړه ږغیږي.

دی په  ټوله بي بي سي کي د هغو یوازنیو درو ژورنالستانو څخه و چي په دوه زره دریم میلادي کال کې اونسیس بورسري وګټل د کوم له مخي چي دی د څو میاشتو لپاره ترکیې ته ولاړی ترڅو یوه پلټنه وکړي. دده د پلټني موضوع (په ترکیه کي د تصوف پایښت کوم چي په ۱۹۲۵ کي بند سوی و) وه. نموړی ددغي موضوع په اړه یوه د پلټني او څیړني رساله  خپره کړه او اوس پلان لری چي د همدغي موضوع په اړه یو کتاب ولیکي.

ده له وړاندی لا په ۱۹۹۳ کي په پښتو د عامي پوهاوي په اړه یو کتاب خپور کړی دی چي (د مالوماتو خزانه) نومیږي.
په دوه زره څلورم میلادي کال کي نوموړی د بي بي سي لپاره په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کي ئې د رسنیو بازار په اړه د پلټني څیړنیزه رساله ولیکل چي د ولسي، سیمیزو او نړیوالو خپرېدونکو رسنیو په اړه یې په کښي څېړنه کړې وه.

ښاغلي اعظمي همدارنګه په بېلابیلو ژبو د تاریخ، کلتور او ادبیاتو په اړه مقالې لیکلي دي .
دی په پښتو یو شمېر شعرونه لري چي په مجلو او ورځپاڼو کي خپاره سوی تر څنګ ئې لنډي کیسې هم لیکلي دي او اوس دیو ناول په لیکلو بوخت دی چي موضع یې د افغانستان او پاکستان په سیمو کی د پیښو په اړه ده.
همدارنګه داود اعظمي کله نا کله د بي بي سي په انګلیسي ویبپاڼه کي هم لیکل کوي  او د افغانستان او نړۍ د ټولنیزو، سیاسي او امنیتي موضعاتو په اړه ئې کوټلي او څیړنیزي  مقالې لیکلي دي.چي ځیني ئې په لاندي ډول دي :
- افغان بېځایه سوي (کډوال) اوس هم تمه لري چي بیرته خپل کور ته ولاړ سي. (۲۷/۱۰/۲۰۱۰)د کور څخه ډیر ویرېدونکي (افغانان دهلمند تر برید وروسته اوس هم په کمپونو کي پاته دي)
- نیول او شړل: القاعده د استخدام سوو طالبانو لپاره قوانین جوړوي ( د بي بي سي مقاله، ۱۳ اوکټوبر ۲۰۱۰)(القاعده د طالبانو له منځه د یو بې پایه جګړې لپاره کسان استخداموي)
-  طالبان* د جال قبضوي قدرت ( د بي بي سي مقاله، ۱۷ مارچ ۲۰۱۰)
- بي بي سي * د ایډیټور یا چلوونکي شاهدي پر کابل د طالبانو برید ( د بي بي سي مقاله، ۲۶ فبروري۲۰۱۰)
- پښتانه* د سولي پیغمبر نړیوال سو (د بي بي سي مقاله، ۱۶ اوکتوبر۲۰۰۹)
-طالبان د متحده ایالاتو په وړاندي پروپاګند خپروي (د بي بي سي مقاله، ۰۳ اګسټ ۲۰۰۹)
-د پاکستاني طالبانو راډیویي بغاوت (سرکښي) ( د بي بي سي مقاله ۲۲ جون ۲۰۰۹)
-ګونتانامو* سپینونکي ژوندلیک ښه بازار لرونکی ( دبي بي سي مقاله، ۲۳ فبروری۲۰۰۹)
-افغان شاعران د جګړې داغونه غندي ( د بي بي سي مقاله، ۲۵اپریل۲۰۰۹)
-افغان* روغتیایي اړیکي له یورانیمو سره (د بي بي سي مقاله، ۳۰اپریل۲۰۰۸)
-انګلیسي په افغانستان کي ځای نیسي ( د بي بي سي مقاله، ۱۲جنوري۲۰۰۹)
-د کندهار د معجزو هدیره ( د بي بي سي مقاله ۱۷جنوري۲۰۰۸)
-د توپیر په وړاندي د شبانې د هیلو کیسه 
 
 
کاري او ژورنالیستکي هڅي :
د سیمیزو او نړیوالو خبرونو او تودو پیښو د ورځني پوښښ ترڅنګ داود اعظمي د بي بي سي راډیو لپاره د یو شمېر پلټونکو او لومړنیو پروګرامونو لړۍ هم جوړي کړي دي چي موضوعګانې یې د سیاست، مذهب او بشري حقونو په اړه دي.
په دغه پروګرامونو کي :
» د ډیورنډ کرښه او د افغانستان-پاکستان اړیکي (۲۰۰۷)
» په بلوچستان کي کړکېچ او دهغه سترتیژیک اهمیت (۲۰۰۶)
» افغان جهاد او نړیواله جګړه ماري (۲۰۰۴)
»په ترکیه کي وضعیت، تصوف او ټولنه (۲۰۰۴)
» د اوبو پر سر جګړه (۲۰۰۳)
» د شخړو نړیوالتوب او قومي سیمي (د افغانستان- پاکستان پوله) (۲۰۰۳)
» په افغانستان او پاکستان کي بشري حقوق (۲۰۰۲)
» په افغانستان او پیراخه سیمه کي بودایزم (۲۰۰۱)

مهم پېښیز ټکي:
داود اعظمي په ټولیزه توګه یو شمېر د جنګ سیمو لکه وزیریستان، باجوړ، توره بوره او هلمند ته سفرونه کړي او له هغه ځایونو څخه یې په بې ساري ډول راپورونه ورکړي دي. ده د یوشمېر لویو او تاریخي ارزښت لرونکو پیښو په اړه راپورونه ورکړي دي چي لاندي یې یو څو بیلګي دي:
 د افغانستان پارلماني ټاکني ۲۰۱۰
کابل کنفرانس، جولای۲۰۱۰
د افغانستان د سولي مشورتي جرګه، کابل (مې۲۰۱۰)
لندن کنفرانس ۲۰۰۹
د متحده ایالاتو ولسمشریزي ټاکني (نومبر ۲۰۰۸)
پاریس کنفرانس، پاریس (جون،۲۰۰۸)
بېړنۍ لویه جرګه، کابل(۲۰۰۲)
 
ویاړني او ستایني :
دبي بي سي د ټول ژوند دلاسته راوړنو ډالۍ
-داود اعظمي په دوه زره نهم میلادي کال کي په یو ډير ولوی ویاړنه (lifetime achievement award) ونازول سو چي د بي بي سي سره د بېساري همکارۍ په خاطر ورکړل سوه دا د بي بي سي د نړیوالي خبري څانګي تر ټولو ستره او د ټول ژوند د لاسته راوړنو ډالۍ ده چي د تولو کارونو یا اجراتو په وړاندي ورکول کیږي. دی تر اوسه تر ټولو ځوان کس دی چي دغه ډالۍئې  تر لاسه کړې.د هغه مراسمو په ترڅ کي چي د (۲۰۰۹مارچ ۱۲) جوړ سوي وه د بي بي سي د نړیوالي خبري څانګي مشر ریچارډ سمبروک، په داسي حال کي چي دغه ډالۍ ئې ورته وړاندي کول، نموړي په لاندي ټکو ګډونوالو ته وروپېژانده:
’’د بې ساری ملاتړ د ایوارډ ګټونکی یو ژورنالست دی په چا کي چي د بي بي سي او نړیوالو خبرونو تر ټولو ښه ارزښتونه راغونډ سوي دي. ده د څانګي په هره برخه کي کار کړي دی، د نړیوال خبري سروایس، نړیوال خبري تلویزیون او نړیوال باوري سروایسونو په شمول یې د بي بي سي د ژورنالیزم په نورو برخو کي هم کار کړی دی. ده یو شمېر هغه مسولیتونه چي دده د صلاحیت تر سیمي بهر وه په غاړه اخیستي او د خپلي سوچه تګلاري او میني له مخي د بحثي موضعاتو د سرته رسوني پر وخت د اورېدونکو هڅوونکی و، پر ټولو دریځونو لکه تلویزیون، راډیو او پرلیکه ئې په بریالیتوب سره خپل لنډ مطالب وړاندي کړي. او دده زړور پلټونکي ژورنالیزم د نړۍ په شاوخوا کي زموږ پر اورېدونکو یو رښتینی اغېز ښندلی دی.
هیله ده زما سره مرسته وکړی ترڅو ډیر ارزښتناکه ګټونکي ته د نړیوالي ریت ډالۍ د ترلاسه کووني مبارکي ورکړم—داود عظمی.؛؛

۲۰۱۱ : د ځوان نړيوال مشر جايزه 
په ۲۰۱۱ کال کې په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم   World Economic Forum دی د نړۍ په کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو Young Global Leaders (YGL  په ډله کې غوره کړ.
دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوانو مشرانو ته ورکول کیږي .او تراوسه په ټوله نړۍ کې هغو نژدې ۷۰۰ کسانو ته ورکړل شوې چې د پيښو د پوهاوي ترڅنګ يې مهمې لاسته راوړنې درلودلې او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په برخه کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده

 
۲۰۱۰: علامه محمود طرزي ډالۍ
دی لومړنۍ دعلامه محمود طرزی(په افغانستان کي د ژورنالزم پلار) د ډالۍ ګټونکئ دی چي په کابل کي د افغان پارلمان په ودانۍ کي د افغان شورا او  انګلستان لخوا د جوړو سوو مراسمو په ترڅ کي ورکول سوه.

دپوهنځۍ طلائې مډال
۱۹۹۹: کي د عوضي درملني پوهنځۍ(کراچي-پاکستان) لخوا د طلایي مډال ترلاسه کول، چي د عوضي درملو د یو تحصلي څېړنی پر سر ورکول سو.

په زولوژي کي طلائې مډال
۱۹۹۸: په ام ساینس زوژولي کی د لومړنۍ درجې د ترلاسه کووني پر سر د طلایي مډال ترلاسه کوول.(د پاکستان بلوچستان پوهنتون د ساینس پوهنځۍ د زولوژی ډیپارټمنټ)
 
سیمینارونه/ کنفرانسونه:
داود اعظمي په منځني ختیځ، منځنۍ او لوېدیځه اسیا کي د سیاست، امنیت او کلتور په برخه کي تخصص ترلاسه کړی دی. ده د امریکا، اروپا او اسیا په بېلابیلو هیوادونو کي په ډیرو کنفرانسونو او بحثونو کي ګډون کړی دی او په لسګونو لکچرونه یې ورکړي دي.
لاندي موضوعات دده د خبرو/لکچرونو ځیني بیلګي دي:
-- عنعنوي (روایتي) سوله: د غفارخان (دګاندي د مفکورې پلوی) د عدم تشدد د مفکورې پلوي. - د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا نړیوال سیمینار (۶-۷نومبر۲۰۱۰)
--سوله، شخړي او په افغانستان کي د شخړو حل: یوه تاریخي لرلیدنه، د متحده ایالاتو د سولي انسټیټوټ، کابل (۱۶ اوکتوبر۲۰۱۰)
--د یاغیانو له منځه وړنه او د نرم ځواک ګټورتوب -د پارلمان ودانۍ، لندن ۳۰جون۲۰۱۰
--د ډیورنډ کرښي پر دواړو غاړو بغاوت: پېژندني، موخي، ستراتیژۍ، تیکتیکونه او ځواکونه  - ختیځ او لوېدیځ انستیټوټ، ابودابی. ۱۹-۲۰جون ۲۰۱۰
--افغانستان: د لویي لوبي څخه تر لویي ګډوډۍ پوري. -ځانګړی لکچر، د برونی انځورخونه (ګېلری) اس او ای اس (لندن) ۲۱جنوری۲۰۰۹
--په افغان جګړه کي دوهم مخ: د رسنیو پروپاګند او د زړونو او ذهنونو لپاره جګړه.- (د ملګروملتونو د بیا نویوالي لپاره کار، دملګرو کور لندن) ۲۴ نومبر ۲۰۰۹
--د افغانستان راتلونکي او په هغه کي د نړیوالي ټولني رول. - د افغان مرستو پېنل بحس. (پېنالسټان چي په هغوی کي ښاغلی ډیویډ ریچارډ، ستر درستیز، فرانسیسک وینډریل-په افغانستان کي د اروپایی ټولنی پخوانئ ځانګړی استازی هم شامل وه). اس او ای اس، لندن. ۰۷ اوکټوبر۲۰۰۹
--افغانستان: سیمیزحقیقتونه او بهرنۍ اسطوره(خیالی کیسه)- د لي مونډ ملګری ډیپلوماټیک (کیف ډیپلو) لندن ۲۸ سپټمبر۲۰۰۹
--افغانستان: بهرنۍ لاسوهني او کلتوري حساسیتونه -د اوهیو ایالت (د امریکا متحده ایالات) ۲۲اګسټ۲۰۰۹
د غټ جنجال وړې برخي: د افغان-پاکستان په سیمو کي بغاوت او د بغاوت له منځه وړنه. -واشنګټن، د امریکا متحده ایالات ۱۴اګسټ۲۰۰۹
--د سهیلي اسیا عدم تشدد د مسلمانانو میراث: دنن ورځي لپاره درسونه -د ویرژینا د جورج میسن پوهنتون د ټولنپوهني او انسان پېژندني څانګه. ۱۲ اګسټ۲۰۰۹
--افغانستان او درې لسیزی جګړه - د کلتوري حساسیتونو ورکشاپ، د اوهایو ایالتي پوهنتون د میډایسټ د مطالعاتو مرکز، ۲۱جولای۲۰۰۹
--کلتوري حساسیتونه او د پښتنو اصلي ارزښتونه.- د کلتوري حساسیتونو ورکشاپ، د میډایسټ د مطالعاتو مرکز، د اوهیو ایالتي پوهنتون. ۲۲جولای۲۰۰۹
--صوفیان او صوفیانو د ژوند لار- سمر انسټیټوټ د اوهایوایالتي پوهنتون، کولمبوس، اوهیو(دامریکا متحده ایالات)۱۷جولای۲۰۰۹،
--د بهرنۍ نړۍ انځورونه: د پښتو شاعري او په افغانستان او پاکستان کي د پښتنو پر ټولنیز او سیاسي ژوند د هغه اغېز.
سمر انسټیټیوټ د اوهیو ایالتي پوهنتون .۱۷ جولای ۲۰۰۹
--دوه کسه د امپرطورۍ په وړاندي: د برطانیوي مستعمرچیانو په ردونه په بېلابیلو ماناوو(خان عبدلغفارخان او آیپی فقیر او د برطانوي امپراطورۍ پر وړاندي د هغوی درېدنه). د ستري لوبي جشن، ټریسیکل نندارځای، لندن. سه شنبه ۲۶می۲۰۰۹
--د خبرو جګړه: په افغانستان کي د پروپاګند جګړه.- افغان کلتوری ټولنه، هالنډ.۱۱ اپریل۲۰۰۹
--په سهیلي اسیا کي اسلام، سیاست او امنیت - د سهیلی اسیا د امنیت کنفرانس، مسکاټ، عمان. ۱۵-۱۷ډسمبر۲۰۰۸.
--د نشه یي موادو پیسې: په افغانستان کی تاریاک، جرم او بغاوت  - د مرشون  مرکز دنړیوال امنیت د مطالعاتو لپاره، کولمبوس، اوهیو د امریکا متحده ایالات. ۱۴ اکټوبر ۲۰۰۸
--افغانستان او نوره نړۍ -شاهي جغرافیایې ټولنه، لندن ۲۲ نومبر۲۰۰۸
--په افغانستان کي د بریالي کېدونکو طالبانو سره د نړیوالي ټولني ژمنه -کینګ پوهنځۍ، لندن. ۲۶ مارچ۲۰۰۸.
--نړۍ دا وخت او کلتوري ډیالوګ (مرکې) اړتیا(لیسی، ایټالیا۲۰۰۷)
--پر ترهګرۍ باندي د نړیوالي لوبي څخه تر نړیوالي جګړې پوري: د افغانستان او پاکستان پر قومي پوله د شخړو نړیوالتوب.
(د بي بي سي نړیوال خبري سروایس، بش هاوز، لندن.۳می۲۰۰۷)
--په پاکستان کي د ملت جوړېدنه: یوځایوالی د پردیوالي پر وړاندي -(د ازادۍ څخه بهر: سهیلي اسیا ۱۹۴۷-۱۹۷۷) رویال هالووې کالج، لندن، ۱۱-۱۲ اپریل۲۰۰۷
--په افغانستان کي پر نشه یي توکو جګړه او د اپیمو سیاست.( د منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز، د اوهایو ایالتي پوهنتون، د امریکا متحده ایالات ۱۲جولای ۲۰۰۶)
-- نشنلیزم او د ژبي فصاحت: د پښتو، فارسي او ترکي یوه پرتلیزه مطالعه (د ختځو ژبو کنسورټیوم، د امریکا متحده ایالات اګسټ۲۰۰۶)
 --مذهب او بیان ازادي -(استونیایي راډیو او تلویزیون، ټالین، ایسټونیا. اکټوبر۲۰۰۶)
 --په شلمه پېړۍ کي د پښتنو مشرانو د عدم تشدد مقاومت (د عدم تشدد د شخړو لپاره نړیوال مرکز، فلیچر سمر انسټیټیوټ، ټوفټس پوهنتون، ماسشوسیټ، د امریکا متحده ایالات. جولای۲۰۰۶)
 
شخصیت او خصلت :
ښاغلي ډاکټر داود اعظمي په خپل ټولنیز ژوند کي یو ډير خوږ انسان دي دده ښه کردار ،ښه اخلاق  او خوږه رویه  د هر هغه انسان په زړه کي ځانګړی ځای جوړوي  چي دده سره په ژوند کي یو ځل لیده کاته وکړي .دې نه یوازي دا چي د یو خوږ ، فصح او مینه ناک اواز لرونکئ دي بلکې دی ډېر ښه انساني خواص هم لري چې د اوسنۍ نړۍ په ډېرو لږو انسانانو کې موندل کیږي - د یولوړ استعداد ، پوهي ، ولسپالني ، مبتکره مزاج ، ملي احساس او لوړ شخصيت خاوند دی . دده دغه سپیڅلي اخلاقي ښېګڼي دي چي نن ورځ ئې د افغان دواد اعظمي  څه  یوه نړیواله څېره جوړه کړې ده .

داود اعظمي په پښتو، فارسي/دري، اردو/هندي او انګلیسي رواني خبري کولای سي او دعربي او ترکي باندی کاري پوهه لري.

په دې ژوند پاڼه کي :
راټولونه ، ترتیب ، ایډیټ او څیړنه  - خالد هادي حیدري 
د انګلیسي څخه د مطالبو ژباړه - د بېنوا همکاره پیغله ژمنه غاټول
هڅونه او انځورونه برابرول - دبېنوا همکاران هر یو  پیغله  لـ . غفوري  او هارون جان حکیمي
خپرونکې  -  دبېنوا د کابل څانګي مشره   راحیله جواد

پېڅکي او ماخذونه :
- ستاد محمد معصوم هوتک مقالې : کندهار مجله .
- دبي بي سي انګلیسي اوپښتو ویب پآڼي  
- دلر اوبر انټرنیټ پآڼه
- یوټوب  دویډیويي کلپونو نړیواله ټولنیزه پاڼه
-بېنوا پرلیکه پښتو نړۍ
-دڅیړونکي شخصي یاداښتونه
-بیلابلي نړیوالي ویب پاڼي  

+ لیکل شوی دی   Sun 13 Mar 2011ساعت 1:15 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

ترکمنستان

ترکمنستان لا تر اوسه د المپيک يو قهرمان هم نه لري.

ترکمنستان غواړي د ميلياردو ډالرو په لگولو سره په منځنۍ آسيا کې د المپيک تر ټولو لوى کلى جوړ کړي.

دغه هيواد په ١٩٩١ کال کې له خپلواکېدو راهيسې د المپيک يو مډال هم ندى گټلى، خو اوس يې ولسمشر غواړي چې خپل ولس د لوبو په کولو د ښې روغتيا څښتن کړي.

د ٦٠ زرو نندارچيانو لپاره د فوټبال لوبغالى، د کنگل هاکي لوبسيمه چې لس زره مينه وال يې د نندارې لپاره ځايولى شي، د سايکل چلونې سيمه، د تينس ډگرونه او د سياليو لامبو ډنډونه - دا ټول د هغو تاسيساتو يوازې يوه برخه ده چې ټاکل شوې ده د المپيک په دغه نوي کلي کې رامنځته شي.

پر ودانيو لگښت پنځو ميلياردو ډالرو ته رسېږي چې آن د ترکمنستان په څېر شتمن هيواد لپاره هم چې د نړۍ د طبيعي غازو سترې زېرمې په کې دي، خورا ډېرې پيسې بلل کېږي.

په ترکمنستان کې لوبې هغه څه دي چې په زياتېدونکي ډول د تبلغياتو لپاره کارېږي.

ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف، چې مخکې د غاښو ډاکټر او د روغتيا وزير و، بيا بيا پر دولتي ټلوېزيون د آس د ځغلونې، سايکل چلونې او غېږ نيونې پر حال ښودل کېږي.

ترکمنستان

ترکمنستان د نړۍ يو خورا گوښى او په اسرارو کې نغښتی دولت دى.

خو داسې برېښي چې پر روغتيا د هغه خپل ټينگار دومره اغېز نه دى درلودلى او ترکمنستان لا تر اوسه د المپيک يو قهرمان هم نه لري.

ښايي د المپيک دا کلى او پر هغه حيرانوونکي لگښت د همدې لپاره وي چې دغسې يو تل رامنځته شي.

ترکمنستان د نړۍ يو خورا گوښى او په اسرارو کې نغښتی دولت دى.

او دا چې د ولسمشر بيردي محمدوف وروستۍ پرېکړه به يوه رېښتونې نظريه وي او که تش حماقت- ويل يې گران دي خو يوه خبره په باور سره کېداى شي چې هېڅوک به هم په دې اړه خپل نظر نورو ته ونه وايي.

+ لیکل شوی دی   Sun 13 Mar 2011ساعت 1:11 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

ممکن ځينې تندلاري د نيپال له لارې هند ته ننوتي وي او يو شمېر نور د سمندر له لارې هند ته د ننوتو نيت لري.

د هند د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تندلاري په هند کې د کرېکټ د نړيوالو لوبو پر مهال د بريدونو په تکل کې دي.

د کرېکټ په لوبو او په ساحلي سيمو کې د تيلو پر ځايونو د ممکنه بريدونو ګواښ ته په کتو د هند د کورنيو چارو وزارت په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونو ته د تيارسۍ اوسېدو لارښوونه کړې ده.

د هند استخباراتي ادارې له سمندر سره د نژدې پرتو ايالتونو چارواکو ته په يوه استول شوي ليک کې ويل شوي ، چې لشکر طيبه او القاعده هڅه کوي په ممبيي ، چنايي او حيدراباد ښارونو کې د کرېکټ د نړيوال جام د لوبو پر مهال بريدونه وکړي.

د راپورونو له مخې ځينې نادولتي استخباراتي ادارو هندی حکومت ته خبر ورکړی چې ممکن ځينې تندلاري د نيپال له لارې هند ته ننوتي وي او يو شمېر نور د سمندر له لارې هند ته د ننوتو نيت لري.

په هند کې د بي بي سي خبريال وايي د کورنيو چارو وزارت له لوري ايالتونو ته په استول شويو لارښوونو کې ويل شوي چې د پاکستان د پنجاب ايالت دغه تندلاري له القاعده سره اړيکې لري او دوی په راتلونکو څو مياشتو کې د سمندر له لارې هند ته د ننوتو په تکل کې دي.

له دې خبرتيا وروسته د کرېکټ د لوبغاړو ، د کرېکټ د ميدانونو او نورو مهمو ځايونو امنيت لا پسې کلک شوی دی.

د هند کرکټ بورډ ويلي چې د لوبو لپاره پورته شوي ګامونه د ډاډ وړ دي او د لوبغاړو او نندارچيانو د خونديتوب لپاره به هر ډول احتياطي ګامونه واخلي

+ لیکل شوی دی   Sun 13 Mar 2011ساعت 1:9 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

به مارکو لوبغالي کې د کندوز او جوزجان ولایت لوبغاړو له یوه بل سره لوبه وکړه. پچه ( ټاس ) د جوزجان لوبډلې وګاټه خو خپله یې توپوهنه ونکړه او د کندوز لوبډلې ته یې د ټوپوهنې( بیټنګ ) موقع ورکړه. کله چې د کندوز اوپنران ( لوب پیلي ) توپوهنې ته ودریدل نو ملګرتیایې سره وغزیده او ترډیره پاتې شول. د اورونو شمیره له نیمې نه وه اوښتي چې دغو دواړو ژڼیو( ځوانانو ) پنځوسیزه( فیفټي ) پورا کړه او بیا یو په بل پسې دواړه وسوځیدل.

 

پدې لوبه کې د کندوز لوبډلې په ۳۸،۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې، خو مقابلې لوبډلې ته یې د لوبې ګټلو لپاره ۱۸۷ منډې هدف( ټارګیټ ) وټاکه.  د نوموړي ولایت په لوبغاړو کې ښه توپوهنه یا بیټینګ سیف الله، شاه محمود، اوبریال وکی. سیف الله ۳۰ منډې جوړې کړې چې پدې کې ۵ څلوریزې هم شته وې. بیا ورپسې شاه محمود ښه وځلیده، د  ۲۵ منډې د ۳ څلوریزو په شمول جوړې کړې ، لدې سره سره بریال هم د ۲ څلوریزو ( چوکې ) په ګډون ۲۵ منډې وکړې.

 

کله چې د جوزاجان ولایت لوبغاړې توپوهنې ته ووتل، نو دوی په ټولو ۴۰اورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او پدې سره دا لوبه د کندوز لوبډلې په ګټه تمامه شوه. پدې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی(  مین آف د میچ ) بریال ونومول شو.

 

هلته پاس په بهسودو لوبغالي کې هم  د کاپیسا او بدخشان ولایت لوبډلې له یوه بل مقابلې ته وتي وې. په دوی کې ټاس یا پچه د کاپیسا ولایت لوبډلې وګاټه او توپوهنه یې هم په خپله وکړه. که څه هم د دوی اوپنران ( لوب پیلي ) تر ډیره پاتې نه شول، خو نورو لوبغاړو یې ښه لوبه وکړه او ترډیره پر ځای ول، د کاپیسا ۵ لوبغاړې لاهم پاتې ول چې اورونه پرې ختم شول، خو مقابلې لوبډلې ته یې ۲۶۲ منډې هدف ورکی. په دوې کې تر ټولو ښه لوبه مجتبی وکړه، د د ۳ شپږیزو او ۵ څلورویزو په ګډون  ۱۱۱ منډې وکړې او بیا وسوځیده.

 

ورپسې چې کله د بدحشان لوبغاړي توپوهنې ته راووتل، نو دوې د مقابلې لوبډلې تیزو توپویشتونکو ته تر ډیره ټینګ نشول او ۱۳۵ منډو باندې یې ټول لوبغاړې په ۳، ۳۵ کې اورونو کې له پښو وغوزیدل. د جوزجان ولایت ۴ لوبغاړي د کاپیسالوبډلې تیز توپویشتونکي( بالر )  نورمحمد اووټ کړل.

 

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د ولایتي غوراوی پدې پیل شوو سیالیو کې کوچیان او لغمان ولایت وروستي پړاو ته وتي دي. دا چې نورې به کومې لوبډلې ووځي دا به راتلونکي څو ورځو کې معلومې شي

+ لیکل شوی دی   Sat 12 Mar 2011ساعت 6:16 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

د حکومت ملاتړي ځواکونه پر مخالفو جنګلياليو پياوړي بريښي

په لېبيا کې ډګرمن قدافي ته وفادارو ځواکونو د حکومت د مخالفينو پر وړاندې لوی بري تر لاسه کړي او ياغيان له مهمو سيمو په شا تمبولي دي.

د پلازمېنې طرابلس په لوېديځ ، زاويه ښار کې مېشتو بهرنيو دپلوماتانو د دې پخلی کړی چې د قذافي پوځونو وروسته له څو ورځنيو پرلپسې بمباريو دغه ښار لاندې کړی دی.

بل خوا د هېواد په ختيځ کې راس لانوف چې د تيلو له اړخه مهم ښار دی ، هم د کلکې بمبارۍ له کبله په کې د حکومت مخالفين شاتګ ته اړ شوي دي.

د قدافي زوی سيف الاسلام په بن غازي کې مېشتو ياغیانو ته خبرداری ورکړی چې حکومتي ځواکونه دغه ښار ته ور روان دي.

تېره ورځ حکومت پلوو پوځيانو په راس لانوف باندې د ټانکونو او درنو توپونو سختې ډزې کړي چې له امله يې په سلګونو مخالفين د ګاډو په مرسته د ښار ختيځ خواته په شا شول.

موږ هېڅ کله امريکايانو ته هرکلی نه وايو او لېبيا د کېک کومه ټوټه نه ده . موږ د مخالفينو پر وړاندې په جګړه کې پرېکنده يو او بری نژدې دی.

سيف الاسلام

د حکومتي ځواکونو دغه پرمختګ ته په کتو د قدافي زوی سيف الاسلام مخالفينو ته د هغوی د ځپلو قسم خوړلی دی.

ده وويل : (( موږ هېڅ کله امريکايانو ته هرکلی نه وايو او لېبيا د کېک کومه ټوټه نه ده .))

هغه خپلو پلويانو ته په يوه وینا کې وويل چې بری نژدې دی .

بل خوا د بريقه له ښار نه هم د سختې جګړې راپور ورکړل شوی دی ، دغلته د قدافي وفادارو ځواکونو پر مخالفينو هوايي بريدونو ته زور ورکړی دی.

مصطفی عبدالجليل چې مخالفينو له خپله لوري خپل مشر ټاکلی بي بي سي ته په يوه مرکه کې ويلي چې نړیواله ټولنه بايد د فرانسې پر پله ، پل کېږدي او په بن غازي کې د مخالفينو له لوري د جوړ شوي حکومت په رسمي پېژندنې کې ځنډ ونه کړي.

ښاغلي جليل د قدافي خلاف جګړه کې له لويديځو هېوادونو نه د مرستې غوښتنه وکړه. هغه وويل په دې هر څوک پوهيږي چې د مخالفينو او د قدافي د مجهزو ځواکونو ترمنځ انډول نه شته .

پر همدې مهال د ولسمشر براک اوباما يوه استخباراتي سلاکار ويلي دي چې د ده اټکل دا دی چې ډګرمن قدافي د واک پر سر جګړه کې د جنګ ګټونکی دی.

جنرال جېمز کلېپر وويل د ډګرمن قدافي فوځيان ښه روزل شوي او په ښو وسلو سمبال دي او له همدې امله هغه په مخالفينو بريالی کیږی.

هغه وويل ښايي قدافي په سملاسي ډول له واکه لرې نه شي.

ښاغلي کلېپر وويل : (( زما په خيال قدافي لويې جګړې ته چمتو دی . زما په فکر قدافي ژر تر ژره له واکه د لرې کېدو کومه اراده نه لري . ټول شواهد ښيي چې قدافي د اوږدې جګړې لپاره تيار دی.))

له دې سره هممهاله د سره سليب نړېوالې ټولنې په لېبیا کې روان تاوتريخوالی کورنۍ جګړه بللې ، ويلي يې دي چې ډيری قربانيان يې عام خلک دي

+ لیکل شوی دی   Sat 12 Mar 2011ساعت 6:14 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

جاپان

له زلزلې وروسته د سونامي څپو د هېواد په شمالي برخو کې لويه تباهۍ خوره کړې ده.

د جاپان په شمال ختيځو سميو کې له سختې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

عيني شاهدان وايي په توکيو کې د څو دقيقو لپاره ودانۍ لړزېدلې چې وروسته وېريدلي خلک له خپلو کورونو بهر ووتل.

د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې چارواکو ويلي چې د زلزلې زور د رېختر په کچه اته اعشاريه اته وو ، او مرکز يې د توکيو له ښاره کابو ۴۰۰ کيلومتره لرې وو.

چارواکو دغلته د سونامي خبرداری ورکړی دی او داسې وېره ښودل شوې چې په ځينو سيمو کې د اوبو څپې شل فټه پورته شوي دي.

د جاپان پر تلوېزيون ښوول شوي تصويرونه ښيي چې له زلزلې وروسته د سونامي څپو د هېواد په شمالي برخو کې لويه تباهۍ خوره کړې ده.

په ټول هېواد کې د ریل ګاډي خدمتونه بند شوي او له توکيو سره نژدې د نرېتا او سندايي هوايي ډګرونه تړل شوي دي.

تصويرونه ښيي چې خلک د لوړو ودانيو چتونو ته ختلي او د اوناهاما په ښار کې د سونامي څپو له امله موټر او لارۍ په اوبو لاهو شوي دي.

+ لیکل شوی دی   Sat 12 Mar 2011ساعت 6:13 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر د جمعې په ورځ اروپايي هیوادونو ته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې له بېړې د کار اخیستلو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا کار د طالبانو پر ضد ترلاسه شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخولی شي.

 

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس په بروکسل کې د ناټو تړون او هغو هیوادونو، چې په افغانستان کې ځواکونه لري، د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل:«په زغرده وایم، د وتلو په باب ډېرې خبرې کېږي خو د ماموریت د بشپړولو او سرته رسولو په باب ډېر څه نه ویل کېږي.»

 

د نژدې پنځوسو هیوادونو، چې په افغانستان کې ځواکونو کې لري، دفاع وزیران د بلجیم په مرکز بروکسل کې د دوو ورځو لپاره راغونډ شوي وو چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیسو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو پلان تصویب کړي.

 

دا په افغانستان کې د خپل پوځي رول د کمولو په لړ کې د لوېدیځو هیوادونو د پلانونو لور ته مهم ګام دی.

 

په افغانستان کې څه باندې یو لکو پنځه څلوېښت زره نړیوال ځواکونه مېشت دي چې شاوخوا ۹۷ زره یې امریکايي دي.

 

رابرت ګېټس وویل، « اجازه راکړئ چې سپین ووایم:په غیر منظم ډول د ځواکونو کمول به هغه بریاوې له خطر سره مخامخ کړي چې تر اوسه لاس ته راغلي دي. د ځواکونو پر کمولو هرراز غور باید امنیتي شرایطو ته په پام سره وشي.... نه د سیاسي اندېښنو له کبله د ریاضي د محاسبو له مخې.متاسفانه په وروستیو کې ځیني هیوادونه دغسي څرګندونې کوي.»

 

که څه هم ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسمشرحامد کرزی د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ اعلان وکړي چې افغان امنیتي ځواکونه به لومړی د کومو سیمو د امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي خو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط هغه ولایتونه او ښارونه وښودل چې ټاکل شوې ده نړیوال ځواکونه یې امنیتي چارې په لومړي ګام کې افغان ځواکونو ته وسپاري.

 

ټول بامیان او پنجشېر ولایتونه، چې هیڅ راز تاوتریخوالی پکې نشته، په لیست کې شامل ولایتونه دي چې د امنیتي چارو مسوولیت به یې په لومړي ګام کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

 

همداراز له سروبي ولسوالۍ پرته چې ناکراره ده ، ټول کابل ولایت په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

 

خو د جمعې په ورځ د افغانستان دفاع وزیرعبدالرحیم وردک د ناټو د دغه مقام خبره رد کړه او ویې ویل چې تراوسه پرېکړه نه ده شوې او دا به ولسمشرکرزی په نوي لمریز کال کې اعلان کړي چې د افغانستان د کومو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونه په غاړه اخلي.

 

امریکايي قومندانان وايي چې د تېر کال په عملیاتو کې یې وسله وال طالبان کمزوري کړي خو ګېټس وايي چې په راتلونکي پسرلي او دوبي کې به ښايي لا سختې او پراخې جګړې وشي.

 

ګېټس چې تېره اوونۍ یې د افغانستان جنوب ته سفر کړی وو، ویلي وو چې امریکايي پوځیان اوس په ښه وضعیت کې دي چې د عسکرو د ایستلو کار پیلولی شي.

 

ټاکل شوې ده چې کاناډا له افغانستانه خپل حربي ځواک وباسي او پر ځای یې په کابل کې د افغان ځواکونو لپاره روزونکي ځای پرځای کړي.

+ لیکل شوی دی   Sat 12 Mar 2011ساعت 6:12 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
عبدالرحمن سيدخيلي

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې عبدالرحمن سيدخيلي له خپلو ساتونکو سره په ښار کې ګرځيده.

د افغانستان په شمال کې د کندز امنيه قومندان عبدالرحمن سيدخيلي له څلورو نورو امنيتي کسانو سره د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې وژل شوی دی .

په بريد کې نهه کسه نور ټپيان شوي دي ، په دوی کې د دغه ولايت د امنيت امر عبدالرحمن اقتاش هم شامل دی.

د کندز ځايي چارواکي وايي پېښه تېر ماښام اته بجې هغه مهال رامنځته شوه چې عبدالرحمن سيدخيلي له خپلو ساتونکو سره د ښار په مېنځ کې ګرځيده.

په دې اړه چې ځانمرګي بريدګر څنګه امنيه قومندان ته ځان ور ورساوه کره مالومات نشته او عيني شاهدان هم بېلا بيلې ويناوې کوي.

ځينې وايي بريدګر په موټرسايکل سپور وو ، خو يو شمېر نور بيا وايي چې ځانمرګي له وړاندې په سيمه کې ځان پټ کړی وو.

دوی وايي ښايي ځانمرګی له وړاندې پوهېده چې نوموړی ښار ته په چکر وځي ، ځکه وړاندې هم عبدالرحمن سيدخيلي څو ځله ليدل شوی وو چې له خپلو ساتونکو سره يو ځای په ښار کې ګرځېده.

ويل کيږي چې له پېښې وروسته ډزې هم شوي دي ، خو دا لا تر اوسه نه ده تاييد شوې او دا هم نه ده مالومه چې دا ډزې چا کړي دي .

وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې يې د کندز د امنيه قومندان په ګډون ګڼ شمېر امنيتي کسان وژلي دي.

بل خوا افغان ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکو ټکو غندلی دی.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د وسله والو مخالفينو دا ډول کړنې به د تندلارۍ ضد مبارزه پڅه نه کړي

+ لیکل شوی دی   Sat 12 Mar 2011ساعت 6:10 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د نوزاد ولسوالي اوسيدونكي وايي كه خواړه ورته ونه رسيږي نو له دي ولسوالي نه به كډه وكړي

 

نوزاد ولسوالي چي دهلمند په شمال كي پرته ولسوالي ده شاوخوا سل كيلو متري له مركز لښكرګاه ښار نه لري تورغرونه تري راتاودي

دا ولسوالي څه كم يو كال وړاندي افغان او امريكايي سمندري ځواكونو د خنجرعملياتو په ترڅ كي له وسلوالو طالبانوڅخه ترخپلي ولكي لاندي راويستله .

 

يادي ولسوالي ته له امريكايي او افغان ځواكونو له ورتګ سره سره ددي ولسوالي دوي لوي لاري له مركزلښكرګاه او موسي قلعه ولسوالي سره د وسلوالو طالبانو له لوري وتړول شوي

موږ اوس دي ولسوالي ته له سمندري ځواكونو سره په يوي امريكايي چورلټي كي  د اوسيدونكو د ستونزو داورولو لپاره سفروكړ .

 

اوس زه په نوزاد ولسوالي كي يم  دلته دسيمي اوسيدونكو د لويانو سره سره ماشومان هم د ګراني خبري كوي په يادي ولسوالي كي يومن كچالو په ۲۵۰ افغاني پلورل كيږي چي داقيمت نورو سيمو ته څلورچنده دي .

 

دلته د ۲۵۰ ګرامو يوه پخه شوي ډوډي په ۴۰ افغاني پلورل كيږي دسيمي اوسيدونكي وايي :-كه چيري دولت ورته دلوي لاري د خلاصون هلي ځلي په راتلونكو څو اونيو كي ترسره نكړي نو له يادي سيمي نه به كډه وكړي او نورو ولسواليو ته به لاړ شي

 

له يوي خوا كه څه هم لوي لاري تړل شوي له بل لوري دسيمي اوسيدونكو ټيټ اقتصاد هغه څه دي چي د نوزاد ولسوالي اوسيدونكي يي له سختو ننګونو سره مخ كړي دي

 

دسيمو داوسيدونكو سره سره په سيمه كي پلورونكي وايي هرڅه د وسلوالو طالبانو په پټه پلوري ددوي په وينا چي هغوي ورته د مرګ اخطاروركړي چي په يادي ولسوالي كي دي خلګو او افغان ځواكونو ته څه نه وركوي

ددي سره سره په سيمه كي صحي كاركوونكي وايي :- يو شمير ناروغي هم پيدا شوي چي د ددرملو د نه شتون له امله يي يو شمير اوسيدونكي د مرګ له ګواښ سره مخامخ كړي دي .

 

خو ددي ولسوالي ولسوال سيد مراد محمد سادات بيا د لوي لاري د تړلو  ستونزه مني هغه  وايي :- دوي هڅه كوي چي په راتلونكو څو اونيوكي د نوزاد ولسوالي دغه لويه لاره د خلګو پرمخ پرانيزي

دده په وينا چي ددي لوي لاري د ساتني په موخه به يو شميرافغان ملي پوليس او ملي اردو هم ځاي پرځاي كړي ترڅو خلګ په امن كي تګ او راتګ وكړي .

 

خو هغه وايي چي دوي له يو شمير خلګو سره د خوراكي توكو مرسته هم ترسره كړي ترڅو ديادي ولسوالي د خلګو د خوراكي توكو ستونزي حل شي .

 

موږ وغوښتل چي دوسلوالو طالبانو سره ددي لوي لاري د تړلو دعلت په هكله خبري وكړو خو ونه توانيدو

دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګاره وايي چي ددي لوي لاري د خلاصولو لپاره به ډيرژراقدام وكړي او دا لويه لاره به د خلګو پرمخ خلاصه كړي .

 

د نوزاد ولسوالي چي د هلمند په شمال كي پرته ولسوالي ده ددي ولسوالي ډيري اوسيدونكي په مركز لښكرګاه ښار او شاوخو اسيمو كي ژوند كوي

هيره دي نه وي چي له تيرو څلورومياشتوراهيسي ددي سيمي اوسيدونكو په تګ راتګ د وسلوالو طالبانو له لوري بنديز لګول شوي دي

+ لیکل شوی دی   Sun 27 Feb 2011ساعت 5:36 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
لمړی صفحه
د ویبلاګ د مدیرپروپایل
بریښنالیک
ارشیف
د ویپلاګ دمطالبو پهرست
دوبلاګ په اړه
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی.
ددولسم تولگی فارغ التحصیل او له تيرو دريو کالو راهیسی دژورنالیزم په ډگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطنداره چی یوه ملی راډيوه ده په افغانستان کی دنوموړی رادیو سره په هلمند او نيمروز كي د خبرنيګاردنده ترسره كوي
دتليفون شميره

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

زړی لیکل شوی لیکنی
اسفند 1390
بهمن 1390
آذر 1390
آبان 1390
مهر 1390
تیر 1390
خرداد 1390
اردیبهشت 1390
فروردین 1390
اسفند 1389
دی 1389
آذر 1389
مهر 1389
شهریور 1389
مرداد 1389
تیر 1389
خرداد 1389
اردیبهشت 1389
فروردین 1389
اسفند 1388
بهمن 1388
دی 1388
آذر 1388
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
آرشيو
د موضوع ګانو ارشیف
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندونه
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333