تبليغاتX
گرمسیر
دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه

 بريتانيا هيواد به هم خپل سرتيري په راتلونكي څو كلونوكي له افغانستان نه په كراره   وباسي

 

دغه خبره په هلمند كي دبريتانيا هيواد دمحافظه كاره ګوندمشر ډيويډ كيمرين  ديوي پوښتني په ځواب كي وكړه :

 

هلمند ته د بريتانيا هيواد دمحافضه كارګوند مشر ډيويډكيمرين چي دامحال د بريتنا په پارلمان كي دمخالف ګوند استازيتوب هم لري تيره ورځ  په دي ولايت كي له خپلو سرتيرو سره دليدني كتني نه وروسته دهلمند له ډيري شاوخواسيمونه ليدنه كتنه وكړه .

 

ډيويډكيمرين دامحال په بريتانيا كي راتلونكو ټولټاكنوكي خپل ځان دلمړي وزيريا صدراعظم په توګه ټاكلي دي

دي په  دي اند دي چي خپل سرتيري به دوي هم د بارك حسين اوباما دنوي ستراتيژي سره اړونده په كراره كراره توګه له افغانستان نه وباسي

كيمرين وايي: چي دوي به په افغانستان كي داوږدي مودي لپاره خپل پلانونه جاري وساتي .

 

دي وايي:چي  په هلمند كي  به دانكشاف او امنيت په پرمختګ كي  دوي ترډيره حده پوري كوښښ وكړي

((موږ نه غواړو چي خپل سرتيري دي په افغانستان كي ترډيري مودي پوري پاته شي

او نه هم زموږ دولت او افغان اولس هم دبهرنيو ځواكونوداوږدي مودي د پاته كيدلو حوصله لري موږ ))

 

ډيويډ كيمرين په خبره : چي دوي به دافغانستان دملي پوځ او ملي پوليسو په روزنه كي ترډيره حده پوري كوښښ وكړي.

دده په وينا چي دوي كه چيري وه پوهيدل چي دامهال دهلمند هغه سيمي چي ددوي سرتيري پكي اوسي اواوس يي افغان ملي پوځ ساتلي شي نو وروسته به له هغه ځايونو څخه خپل سرتيري وباسي.

 

دي وايي: چي دبريتانيا هيواد به په افغانستان كي ترډيري مودي پوري دبيارغوني اوامنيت په هكله خپل پلانونه پلي كړو .

دمحافظه كارګوند مشر ډيويډكيمرين وايي چي ددي لپاره افغانستان ته راغلي دي چي دپرمختګونو په اړه ځان خبر كړي او داوباما دنوي ستراتيژي دبيان نه وروسته دبريتانيا هيواد څه كولاي شي

((زه ددي لپاره افغانستان  او هلمند ولايت ته راغلم چي دلته  له پرمختګونو نه ځان خبر كړم

او ددي سره سره به دخپلو سرتيرو نه د ليدني كتني وروسته دبارك حسين اوبامادنوي ستراتيژي او وينا نه وروسته موږ څه كولاي شو چي دلته يي ترسره كړو ))

 د هلمند والي محمد ګـــلاب منګل د بريتانيا هيواد دمرستو نه مننه وكړه او وي وويل چي دبريتانيا هيواد چي په افغانستان كي خپل سرتيري دهلمند دامنيت په موخه له لاسه وركړي دي

دهلمندوالي وايي چي دوي ژمنه كړي كه چيري په راتلونكي كي دي دلمړي وزيرپه دغه چوكي بريالي شوښايي دافغانستان لپاره ترډيري مودي پوري كاروكړي

والي ګلاب منګل وايي چي دوي ژمنه وكړه چي خپل سرتيري به ترډيري مودي پوري په هلمند كي پاته كړي

بل لوري ته ددي سره سره هلمند ته د استونيا سفيرهم دهلمند له والي سره دليدني كتني وروسته په هلمند كي دبارك حسين اوباما د نوي ستراتيژي او په هلمندكي په راتلونكو ۶ مياشتوكي د پرمختګونو په هيله شوو

نوموړي خوښي وښودله چي دوي به تردي زيات لا نور هم په هلمند كي خپلو مرستو ته دوام وركړي  او خپلي مرستي به زياتي كړي.

 

هلمند ته دبريتانيادمحافظه كارګوند دمشر او استونيا سفير په داسي حال كي دهلمند له والي سره ليدنه كتنه كوي چي څو ورځي  وړاندي دهلمند والي  دامريكا داولسمشربارك  حسين اوباما دنوي ستراتيژي  هركلي وكړ

 

+ نوشته شده در  Sat 5 Dec 2009ساعت 8:24 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په هلمند کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات روان دي


د امریکایي او بریتانیایي پوځیانو په ګډون تر زرو ډیرو بهرنیو عسکرو د طالبانو پرضد په هلمند کې پراخ عملیات پیل کړې دي.

 په دغو عملیاتو کې چې د کوبرا د قهر په نامه یادیږي، د افغانستان د ملي اردو سرتیري هم برخه لري.

 په افغانستان، منځنۍ اسیا او عراق کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندې عمومي قوماندان جنرال پیټرویس د هلمند د عملیاتو په اړه وویل،

دا عملیات افغانستان ته د نورو دیرش زرو امریکایي پوځیانو د استولو د تیاري لپاره پیل شوې دي.

 جنرال پیټرویس اسوشیتد پریس اژانس ته څرګنده کړه چې بهرني ځواکونه له څو میاشتو راهیسې په هلمند او کندهار کې د مهمو ښارونو شاوخوا امنیتي ساحه پراخوي.

  بل لور ته د امریکایي ځواکونو ویاند تورن ویلیم پیلیتیر وویل، د کوبرا قهر عملیات د جمعې په ورځ د هلمند په شمال کې په دې نیت پیل شول چې د طالبانو د اکمالاتو لارې قطع شي.

 تر دې مهاله د عملیاتو په ترڅ کې امریکایي، بریتانیایي او افغان عسکرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. 

اسوشیتد پریس اژانس د هلمند د والي په وینا خبر ورکوي چې لږ تر لږه څلور طالبان تر اوسه په دې عملیاتو کې وژل شوې دي.

+ نوشته شده در  Sat 5 Dec 2009ساعت 7:48 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د هلمند د والي زوی په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې

د هلمند والي ګلاب منګل : ((زه زغرګاډی لرم ،امنیتي ساتونکي لرم، خو زما کورنۍ داسې امکانات نه لري.))

یوې بریتانوۍ ورځپاڼې پرون(جمعه) راپور ورکړ چې د هلمند د نارام ولایت د والي زوی هڅه کوي چې د خپل سر د ساتنې په خاطر په بریتانیا کې پناه واخلي .

د لندن چاپ (دي سن) ورځپاڼې راپور ورکړ چې د هلمند د والي ګلاب منګل پنځه ویشت کلن زوی بری منګل په لېورپول کې د جولای په میاشت کې د پناه غوښتنه کړې ده .

د بري منګل پلار ګلاب منګل ،چې د هلمند والي دی ،پرون(جمعه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د ده زوی تېردوبی د یرغمل کېدوښکار شوی وو.

د هلمند والي وویل : ((زه زغرګاډی لرم ،امنیتي ساتونکي لرم، خو زما کورنۍ داسې امکانات نه لري.))

خو ګلاب منګل په ښکاره ونه ویل چې زوی یې په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده .

په هلمند کې بریتانوي او امریکايي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي او اوس اوس یې د وسله والو طالبانو پرضد په نوزاد ولسوالۍ کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي .

سره له دې چې د افغانستان په دې ترټولو ستر ولایت کې زیات کوکنار کرل کېږي خو د هلمند والي ښاغلی منګل د بریتانیايی او امریکايي مقاماتو له لوري په دې ستایل کېږي چې د ده په اداره کې د فساد او د مخدرو موادو د مخنیوي لپاره ښې هلې ځلې شوې دي .

د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر ډیویډ ملیبند ښاغلی منګل  په هلمند کې د ثبات راوستلولپاره له سخت دریځو سره د مبارزې په خاطر ستایلی وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي منګل د زوی د پناه غوښتلو په باب له څه ویلو ډډه وکړه .دا وزارت د هرهغه چا په باره کې له څه ویلو ځان ساتي چې پناه غواړي .د بریتانیا د بهرنیوچارو وزارت ویندوی وویل دا زموږ پالیسي ده چې د پناه غوښتونکي په اړه څه ونه وایو .

+ نوشته شده در  Sat 5 Dec 2009ساعت 7:46 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
٢٩ نومبر­ ٢٠٠٩
د برتانيى لومړى وزير ګولډن براون د خپل هيواد پارلمان ته په يوه وينا کى وويل چى مونږ يعنى د ناټو غړي هيوادونه نه غواړو چى د حامد کرزى په کابينه کى دي جنګسالاران او هغه کسان چى په اداري فساد کى لتاړ وي برخه ولري. پوښتنه داده چى دغه جنګسالاران، د مافيا رهبران،د مخدره موادو قاچاقبران، په ادارى فساد کى ککړ اشخاص او جنايتکاران چا قدرت ته ورسول؟ ايا دا دوي يعنى امريکا، برتانيا او د ناټو غړي هيوادونه نه وو چى ستميان، د نظار شورا او د شمال د نامقدس اتحاد سره يى د طالبانو په راپرځولو کى مالى او د وسلو مرسته وکړه. اوس دوي يعنى ناټو ولى وايى چى جنګسالارانو ته دى په حکومت کى ونډه ورنکړل شى. امريکا او برتانيا غواړي چه په دي تبليغاتو افغانان وغولوي. امريکا او برتانيه د يو طرف نه هم ددغو جنايتکارانو او جنګسالارانو سره خپلو مالى مرستو ته ادامه ورکوي او له بله طرفه په کرزى زور اچوى چي په راتلونکى کابينه کى دي هغوي ته برخه نه ورکول کيږى ( يعنى هم يى په ميخ وهى او هم يى په نعل). په لومړى سر کى قسيم فهيم چى د کرزى لمړى مرستيال دى او د نظارد شورا د ستمى ډلى مهم غړى او جنګسالار دى او بل لوى متعصب او د ايران د اخوندى رژيم مخکښه طرفدار کريم خليلى چى د کرزى دوهم مرستيال دى ايا دوي دواړه جنګسالاران نه دي چى د کرزى په کابينه کى دايمى غړيتوب لري؟ لومړى بايد دا دواړه د کار نه ګوښه او محاکمه کړل شى.
همداراز براون په افغانستان کى د فساد ضد د يو کميسون د جوړولو غوښتنه وکړه. پوښتنه داده چى دا کميسون به کله جوړيږى او څوک به ددي کميسون په رآس کى کار کوى؟ زه فکر کوم چى دا کار به هغه متل ته ورته وي چى "پيشو په شيدو څوکيداره مقرره شى". او يا دا بل مثال چى د "پيشو په غاړه کى به څوک ګونګري ځوړندوي". که ددى کميسون مشرى امريکا، برتانيا او يا هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړى استازى کا ايډه ته وسپارل شى بيا نو هغه بل متل دى چى وايى "د باران نه پټيده، ناوى ته يى شپه شوه". د ملګرو ملتونو خاص استازى کا ايډه هم ګولډن براون ته ورته خبردارى ورکړيدى او په يو خبرى کنفرانس کى يى ويلى وو چى کرزى بايد په راتلونکى کابينه کى په ادارى فساد کى ککړو اشخاصو، جنايتکارانو، جنګسالارانو، د مخدره موادو قاچاقبرانو او د مافيا غړو ته ځاى ورنکړي. 
د ګولډن براون څخه بايد پوښتنه وشي چى ستاسو عسکراو نور جګپوړي کارکوونکي پخپله په اداري فساد کى ککړدي اوددى عمل د لا تقوي لپاره يى مټي رانغښتي دي، د مثال په ډول د هلمند په ولايت کى د کوکنارو زيات حاصلات چى اپيم دي د خپلو عسکري الوتکو پوسيله لندن ته ليږدوي. د افغانستان د طبعى منابعو يو بل  مهم توکى (عنصر) چى يورانيم دى او دافغانستان د طبيعى مهمو زيرمو څخه  ګڼل کيږى ددوي د عسکرو لخوا لندن ته انتقاليږى.اوس برتانويان په کوم اساس افغان دولت ته د ادارى فساد اوپه کابينه کى د جنګسالارانو د نه ګډون لارښوونه کوى.
له بله طرفه حامد کرزى په يوخبرى کنفرانس کى د "ملى مشارکت" خبره وکړه. امريکايان، برتانويان، د ملګرو ملتونو سرمنشى بانکى مون او د اروپايى هيوادونو مشران په ځانګړى ډول فرانسه او روسيه په کرزى فشار راوړى چى عبدالله عبدالله او د هغه د ستمى شوراى نظار اوباشانو ته په کابينه کى غوښني چوکۍ په نظر کى ونيسي. داد امريکايانو، اروپايانو او روسانو يوه بله ډرامه ده چى د افغان ملت په ضد يى جوړه کړيده.اياد شمالى ټلوالى ټول غړي جنګى جنايتکاران، جنګسالاران او په ادارى فساد ککړ اشخاص نه دي؟
ايا د ولسمشر کرزى ددي ملى مشارکت معنى به په کابينه کى د ملى او په وطن مينو اشخاصو ګډون وي، او که يا د ستميانو، د نظار شورا او د شمالى ټلوالى ملى خاينين، ټوپکماران، متعصبين، جنايتکاران، په ادارى فساد کى ککړمفسدين، اوباشان او نور وي؟ دپوهانو او د افغانستان په پيښو کى دخيل خلک په دى اند دي چى د کرزى په راتلونکي کابينه کى به د پخوا څخه لا ډير پښتني او افغان دشمنه اشخاص ګډون ولري، دا ځکه چى ايران او روسيه غواړي خپل طرفداران، پاکستان او هندوستان خپل طرفداران، اروپايان او امريکايان خپل چاپلوسان او په ډالرو اخستل شوي نمايندګان ولري چه هغوي به يواځي ددغو هيوادونو ګټي ساتي نه د افغانستان د مظلوم ملت.

د ناټو سکرترجنرال راسموسن د برتانيى د سکاټليند د ايډنبرا په ښار کى د ناټو د پارلمان ګډون کوونکو ته وويل " که چيرى د ناټو ځواکونه د افغانستان نه ووځى، مخالفين به ټول افغانستان په ډير لږ وخت کى ونيسى." ډاکټر عبدالله چى د نظار د ستمى شورا د فساد او د جنګ د دوام يوه فعاله څيره ده د ناټو د سکرتر جنرال د خبرو په تاييد  د المان د فايننشل ټايمز د اينټرنټى شبکى سره په يوه مصاحبه کى وويل که "چيرى امريکايى ځواکونه د افغانستان نه لاړ شي بيا به افغانستان د القاعده او طالبانو په لاس کى پريوځى"، او دا يى هم وويل چى "ما در افغانستان مسعودى ديگرى نداريم که بجنگد". د ډاکټر عبدالله دا مصاحبه د سايټ جاويدان په ويبپاڼه کى د ١٣٨٨ دعقرب په ٢٨ "ما در افغانستان مسعودى ديگر نداريم که بجنگد" د عنوان لاندى خپره شويده. جاويدان ويبپاڼه د نظار د ستمى شورا د فساد او تجزيى د افکاروويبپاڼه ده چى د ايران د جاسوسى سازمان، د پاکستان د آى­اس-آى­ او د هندوستان د جاسوسى سازمان "را" لخوا يى د خپريدو ټول مصارف تمويليږى. اوس بايد د عبدالله څخه دا پوښتنه وشى کله چى قوماندان مسعود ژوندى وو او طالبانو تقريبآ ٩٠ په سلو کى د افغانستان په خاوره کنټرول درلود، قوماندان مسعود د روسانو د کى­جى­بى او د ايران د استخباراتو د برجسته کارکوونکى چنګيزپهلوان سره د تاجکستان د کويلاب په نظامى اډه کى د افغانستان د تجزي په پلانونو کار کاو. عبدالله رښتيا وايى "مسعودى ديگرى نداريم که بجنگد". کله چى استاد ربانى د کابل د ښار جمبور (جمهور) رييس وو د بيګناه کابليانو په مقابل کى جنګيده چى د ٦٠ زره څخه زيات د کابل بيګناه ښاريان د نظار د شورا د اوباشانو او د کريم خليلى او محقق د هزاره لوچکانو په لاس چى د روسانو او د ايران د سپاه پاسدارانو لخوا ورسره نظامى او مالى مرستي کيدي ووژل شو. دا ښکاره خبره ده چى مسعود جنګيدلى دى خو د چا په اشاره او د چا په ضد. کله چى د پخوانى شوروى اتحاد سرو لښکرو په افغانستان بربنډ يرغل وکړ قوماندان مسعود چى په پاکستان کى وو د کى­جى­بى لخوا د پنجشير درى ته راوغوښتل شو او د پخوانى شوروى اتحاد د ځانګړو جنرالانو لخوا په غالب ګمان د نورلس سوه اتيايمى(١٩٨٠) لسيزى په نيمايى کى د پخوانى شوروى اتحادد فرونز ښار ته د ١٣ نورو پنجشيريانو او ستميانو سره يوځاى د ګوريلاى جنګونود تربيي لپاره وليږل شو چى د کى­جى- بى د ځانګړى عسکرى تربيي وروسته بيا افغانستان ته راوليږل شول.
قوماندان مسعود په ١٩٨٣ کى د روسانو سره د پنجشير په دره کى د ٣٦ ميلونه ډالرو په مقابل کى يو خاينانه قرارداد لاسليک کړ، ددغه قرارداد له مخى د سالنګ تونل د شوروى اتحاد د ځمکنيو ځواکونو پر مخ خلاص پريښودل شو چى شوروى ځواکونه په اسانۍ وکولى شى خپل نظامى اکمالات د ځمکى له لارى د افغانستان ختيځو او لويديځو سيمو ته وغځوي. په دى قرارداد کى دا ذکر هم شوى وو هرکله چى په روسى قواو د دشمن يعنى مجاهدينو لخوا حمله کيږى د قوماندان مسعود ځواکونه به د شوروى ځواکونو سره په ګډه د هغوي په مقابل کى جنګيږى.
ما(ليکونکى) په پيښور کى د کډوالۍ (مهاجرت) تقريبآ اته کاله تير کړيدي، چى دا ټول وخت مى د سور صليب په نړيواله کميټه(آى­سى­آر­سى) کى په کار کولو تير کړيدى. دا هغه وخت وو چى د افغانستان د مقاومت تنظيمونه د شوروى عسکرو او د افغانستان د کميونسټ رژيم سره په جګړه بوخت وو. په دي جنګونو کى د پيښور ميشت زياتو افغان تنظيمونود شوروى ډير زيات عسکر د جنګ په وخت کى اسير نيول. کله چى به د سره صليب کارکوونکي ددغوشوروي عسکرو په نيول کيدو خبر شول، د مربوطه قوماندانو او يا هم رهبرانو سره به يى د هغوي د ازادۍ لپاره اړيکي نيولي.د معلوماتو له مخى زياتره شوروى عسکر به د حکمتيار، مولوى خالص، سياف، مولوى نبى محمدى، پير سيد احمد ګيلانى،صبغت الله مجددى، مولوى حقانى او نورو قوماندانو لخوا په اسارت نيول کيده. ددغو اتو کلونو په موده کى نه ما د ربانى او نه هم د قوماندان مسعود لخوا د کوم روسى عسکر د اسارت کيدو خبر واوريد، ددى کار علت ډير ښکاره دى، د جمعيت اسلامى ګوند او ددغه تنظيم معتبر قوماندان يعنى مسعود په ځانګړى ډول د شوروى اتحاد د منافعو او ګټو لپاره کار کاوه، نه د افغانستان د ازادۍ لپاره، دا ځکه چى مسعود د شوروى اتحاد د کى­جى­ بى جاسوسى شبکي سره ډير پټ او ښکاره قراردادونه لاسليک کړي وو. ددغو قرادادونو له مخى قوماندان مسعود مجبور وو چى د روسى عسکرو امنيت وساتى نه دا چى هغوي اسير کړي. ددى قراردادونو له مخى د روسانو او قوماندان مسعود تر منځ  دوه جانبه همکارۍ موجوده وه. يعنى د قوماندان مسعود جنګى ډلى ته به د روسانو (کى­جى­بى) لخوا پيسي، خوراکى مواد او جنګى ساز و سامان ورکول کيده او په مقابل کى به قوماندان مسعود د سالنګ لويه لار د روسى عسکرو په مخ خلاصه او په امن ساتله او د مجاهدينو د حملى په صورت کى به د مسعود جنګياليو د روسي عسکرو سره په ګډه دغه حملي په شا تمبولي.
 د قوماندان مسعود د وژل کيدو وروسته د نظارد ستمى شوراى ملى خاينى او جنايتکاره ډلى د مسعود په قدم بل قدم کيښود او د امريکايانو او انګليسانو سره يى يو بل ملى خاينانه قرارداد د ٧٠ ميلونه ډالرو په تر لاسه کولو لاس ليک  او په افغانستان يى يو ځل بيا سياسى تجارت وکړ.
دا ځل په دى وطن پلورنه کى د قوماندان مسعود ستمى ډله يواځى نه وه بلکه په دى کرغيړن عمل کى کريم خليلى، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم او نورو هم ګډون درلود خو د اويا(٧٠) ميلونو ډالرو په تر لاسه کولو کى د جمعيت اسلامى او ستمى نظار شورا برخه ډيره زياته وه.
له بله طرفه د هغه افغان­ شيعه جهادى تنظيمونو رهبران چى په ايران کى ميشت وو لکه کريم خليلى، محمد محقق، اکبرى، سيد جعفر نادرى (سيد کايان)، شيخ اصف محسنى، عبدالعلى مزارى،سيد جګړن او نور مستقيمآ د ايران د اخوندي رژيم تر تآثير لاندى وو. ددغه تنظيمونو قوماندانانو په خپله ټوله جهادى دوره کى هيڅکله هم کوم روسى عسکر د يرغمل په توګه نه وو نيولى، دا ځکه چى ايران د پخوانى شوروى اتحاد سره ګډ سياسى او اقتصادى روابط لرل، نو په دى اساس د ايران اخوندى رژيم په دغه ايران ميشته افغان تنظيمونوفشار راوړه چى د جګړى په وخت کى د شورويانو په مقابل کى د نرمښت نه کار واخلى او داسى کار ونکړى چى د ايران او شوروى په اړيکو منفى تآثير وکړى.
که چيرى نړيواله ټولنه (ملګري ملتونه) او د دموکراسۍ ټيکه داران (برتانيا اوا مريکا) په رښتيا غواړى چى په افغانستان کى سوله او ثبات رامنځته او د هغو کورنيو ارمانونه تر سره شى چى خپل عزيزان يى په ديرش کلن ناورين کى له  لاسه ورکړيدي، بايد درى ډوله محکمي جوړي شي.
١. د ملى خاينانولپاره محکمه: هغه قوماندان او يا تنظيم چى د افغانستان د تجزيى او ملى ګټو په ضد د پيسو او يا مقام د لاسته راوړلو لپاره د بهرنيو هيوادونولپاره جاسوسى کړى وي اود افغانستان سري اسرار يى ددغو هيوادونو د جاسوسى شبکو سره شريک کړي وي، محاکمه کړل شي.

٢. د جنګى جنايتکارانو لپاره محکمه: هغه تنظيم، ډله او يا شخص چى په ټول وژنه ( جينوسايډ Genocide ) کى يى مستقيم او يا غير مستقيم لاس لرلى وى محاکمه کړل شي. په دى کتګورۍ کى نه يواځى افغان جنايتکاران راځى بلکه د هغه خارجى هيوادونو عسکري او ملکي وګړي هم بايد شامل کړل شى چى د بشرد حقوقو څخه يى سر غړونه کړى وي.
٣. په ادارى فساد کى د ککړاشخاصو لپاره محکمه:  په دى کتګورۍ کى زياتره لوړ رتبه مامورين  راځى چى د هغوي دوسيي د يو بيطرف کميسون لخوا څيړل کيږى اود جرم د ثبوت په صورت کى د نقدى جريمى تر څنګ په بند هم محکوميدلى شى.
د ملى خاينانو د دوسيو او سوابقود څيړلو لپاره بايد د افغانستان ملى او په وطن مين  اشخاص چى د پوره تجربو لرونکي وي وټاکل شى، تر څو ددغو خاينانو په باره کى ددوي اړيکي چى د بهرنيو هيوادونو د جاسوسى شبکو سره يى د افغانستان د تجزيى په باره کى لاس لرلى وي د زره بين لاندى ونيسى. دا محکمه بايد علنى وى.
دافغانستان د جنګى جنايتکارانو د محاکمى لپاره بايد د جنګى جنايتونو نړيوالى محکمى ته چى مرکز يى په هاګ ­ هالينډ کى دى هغه جنګسالاران چى په ټول وژنه او د بشر په ضد په جنګى جنايتونوتورن وي دغى نړيوالى محکمى ته ژر تر ژره ور وپيژندل شى.

په ادارى فساد کى د ککړو اشخاصودوسي  بايد د ادارى فساد د شفافيت کميټى ته چى د ملګرو ملتونو په چوکاټ کى په کال ٢٠٠٠ کى د نړۍ د هيوادونو د حکومتى چارواکو د کارد شفافيت په منظور جوړه شويده وسپارل شي.
زما بله ليکنه به د افغانستان د ملى خاينانوپه باره کى وى. په دغه ليکنه کى به د هغو تنظيمونود مشرانو، قوماندانو او ډلو نومونه چى د افغانستان د تجزيى لپاره يى هلى ځلى کړي او يا يى کوي بربنډ شى. ژوندى دى وى افغانستان. 

پاچا ­ کليفورنيا ­ امريکا

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:52 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
راځی چی په تیلفون کې د الو یا هلو پرځای السلام علیکم یا سلام ووایو
لویدیز فرهنګ خو دومره پراخ شوی چی پوره مخینوی یی په لنډ وخت کې ګران بریښې داځکه چې هغوی نه یواځې دتکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړی بلکې پخوانی اواوسنی ښکیلاګرسیاستونه یی هم تر ډیره بریده دخپل فرهنګ دپلی کولو په موخه وو،بېلګه یی انګریزان دی چی سوونه کاله یی زموږ په شاوخوا سیمه لکه  هند ، اوسنی پاکستان، بنګلادیش اونورو هیوادونو ښکیلا ک چلاوه اوهلته یی دخلکو په فرهنګ هم خپل ژور اغیز پریښی چی په دغو هیوادونو کې دانګزیزی ژبی رسمی کیدل یی  یو مهم مثال دی. دغه راز ان دپښتونخواسیمی دخلکو په ژبه یی هم ژورې اغیزې پرییښی چی لااوس هم به خپله ژبه کې ډيرې انګریزی کلمی کاروی .
په هرصورت داډیر لوی بحث دی اوباید ډیرې خبری پری پوهان اولیکوالان وکړی  ، خودلته زه غواړم چی څولنډو مشورو ته دلوستونکو پام راوړوم .
که چیرې نه شو کولای له یوې مخی ټولې ستونزی په لنډمهال کې حل کړو کولای شو چی څه وړی خبری خو چې په توان کې مو دی هغه پرځان عملی کړو چی یوڅه خو دپردیو دفرهنګ دلارواجیدو مخه مو نیولی وی .

یو ه ډیره ساده بیلګه یی همدا تیلفون دی چی اوس نږدی له هرچا سره وی او دزیاترو خلکو په ورځینو چاور کی مهم شامل توکی دی . ډیر شمیر هیواد وال لیدل شوی کله چی دتیلفون زنګ ورته راشی نو هلو یا الو وایی ، ولی نشو کولای دهغه پرځای ووایو چی السلام علیکم یا سلام یا اوری ووایو چی خپله ژبه مو ده  ، اوبل دسلام یا السلام علیکم په کلمې سره به مو ثواب حاصل کړی وی اوکه مخاطب یا اوریدونکی مو مسلمان نه وی کولای شو هغوی دهغوی په ژبه خبری وکړی او سلام ورته ونه وایو. که څوک داپوښتنه کوی چی همدا تیلفون هم بهرنۍ کلمه ده نو دا امتیا زخو اوس  هغوی ته ځکه ورکول شوی چی  جوړ کړی یی دی که نه سمه خبر خوداوه  چې ډیرې کلمې موږ باید په خپلو ژبو کې هم درلودلای ځکه لویدیزوالو اوس ډیر ی ختیزی اواسلامی کلمې له خپلو ژبو لری کړی چی اصلی مخترعین اوکاشفین یی هغوی نه دی خوزموږ فرهنګ کې هره ورځ لویدیزه اغیزه مخ په ډیریدو وی .

ګرانه لوستونکیه که ډیرڅه نه شو کولای نو راځه چی همدا دالو پرځای چی اصلا یوه فرانسوی کلمه ده او داورې په مانا ده خپله ژبه وکاروو ، دیادولو ده چی دتیلفون الو کمله چی زموږ ډیری هیوادوال یی هلو بولی یعنی اصلا فرانسوی ده اوکله چې فرانسوی ګرام هامبل تیلفون جوړ کړ نو خپل مخاطب ته یی په فرانسوی ووییل چی الو یعنی اوری زموږ خلک هلو وایی یعنی هغه دی انګریزی (  hello  ) چې موږ یی سلام بولو. دغه رازنورې ډېرې ساده کلمی شته چې زموږ په ورځینی فرهنګ کې راګډی شوی اوموږ یی استعمالو خو راتلونکو ضررورنو ته مو پام نه دی شوی چی خدای مکړه یو وخت به خپله ژبه اوفرهنګ پوره پوره داغیارو تر واک لاندې راولو.
موږ دغه راز کولای شو د(سلو)slow  کلمه چی په انګریز ی کې دورو یا کرار په مانا ده  په خپله ژبه ووایو یعنی ورو شه ، کولای شو دبرک پرځای چی انګریزی او دماتولو په ناما ده اوپه موټر اودلیږد په وسایلو کی هم دچټکتیا دماتولو په مانا راځی ودرېږه ووایو، دډریور پرځای چلوونکی ووایو، ... اونور ډیر اصطلاحات شته چی موږ یی کولای شو خپله ژه کې ووایو .

محمد شفیق

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:49 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند والي په هلمندكي د كوكنارو دكركيلي پركرونده ګرو باندي د قانون دعملي كولو  د مرحلي دشروع كيدو  خبروركوي .

 

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي :چي په هلمندكي يي  كه څه هم د تيركال په اندازه په زياته اندازه  له كرونده ګرو سره مرسته كړي ده  خو دهلمند په ځينو سيمو كي لا اوس هم د كوكنارو كركيله شوي ده .

د والي په خبره د كوكنارو دغه كركيله  دهلمند په ليرو او پرتو سيمو كي  او يا هم په  هغه سيمو كي دغه كركيله  شوي ده چي په هغه سيمو كي ددولت  حاكيمت په بشپړه توګه نه وي .

دمنګل په خبره  چي  دهلمند په مركزي سيموكي چي تيركال په بشپړه توګه د كوكنارو كركيله شوي وه اوس دغه سيمي له كوكنارو څخه پاكي شوي دي .

د هلمند والي وايي چي د كوكنارو د كركيلي د تنفيظ د مرحلي له شروع كيدو سره يي سم ډيري كسان نيولي او دسيمي دسپين ږيرو په يوشميرظمانتونويي نوموړي كسان بيرته خوشي كړي دي

د ګلاب منګل په وينا چي د كوكنارو په وړاندي په هلمند كي دري مرحلي وي چي د خلګو پوهاوي له دهقانانو سره مرسته او دامهال يي د كوكنارود كركيلي په وړاندي دتنفيظ مرحله شروع شوي ده

د هلمند د والي په خبره چي ښايي دتيركال په شان سږ كال دكوكنارو كركيله  ۵۰ فيصده را كمه شي

دده په وينا چي تيركال دغه فيصدي ۳۳،۷ فيصده وه

بل خوا د هلمند ولايت يوشميرځاي اوسيدونكي بيا وايي چي له دوي سره يواځي ډيره لږه مرسته ترسره شوي نو په دي خاطريي پخپلو ځمكو كي كوكناركرلي دي .

د هلمند ولايت  د ناوي ولسوالي  يوتن ځاي اوسيدونكي محمد اشرف  وايي چي ځكه يي پخپله ځمكه كي كوكناركرلي چي له ده سره مرسته نه ده ترسره شوي دي وايي چي كه چيري له ده سره مرسته ترسره شوي وايي ښايي هيڅكله به يي كوكنارنه وايي كرلي .

خو د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد بيا وايي چي كه هرچيري په سيمه كي كوكناركرل شوي وي نو دهغي سيمي كرونده ګربه د قانون منګولو ته سپاري دده په خبره چي دامهال يي يوشميركسان نيولي هم دي

دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد له پوليسو نه وغوښتل چي دامهال دي هغه كسان دقانون منګولو ته وه سپاري  كوم چي يي اوس مهال پخپلو كروندو كي كوكناركرلي دي

په هلمند كي دكوكنارو د كركيلي پركرونده ګرو د قانون دعملي كيدو دريم پړاو په داسي حال كي شروع كيږي چي دهلمند له ۴۰۰۰۰ زره كرونده ګرو سره د كيمياوي كودو ترڅنګ ډيري شميركسانو ته دعامه پوهاوي برخه هم پلي كړي ده.

خو ددي سره سره چي دامريكا او بريتانيا هيوادونه په هلمندكي دكوكنارو د كركيلي په وركولو كي په ميليونونو ډالرلګوي په ليرو او پرتو سيمو كي لااوس هم كوكناركرل شوي دي 

ديادوني وړده چي تيره اوني دهلمند والي محمدګلاب منګل له نړيوالي ټولني نه لس ميليونه ډالره ځانګړي بوديجه په دي توګه ترلاسه كړله چي تيركال په هلمندكي دكوكنارو كركيله ۳۳،۷  فيصده راكمه شوي وه ښايي دا فيصده سږكال لوړه لاړه شي

 

 

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:48 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

په هلمند كي په ۷۰ زره امريكايي ډالره  دښځو لپاره پارك جوړيږي

د هلمند والي محمد ګلاب منګل  وايي چي دغه پارك د هلمند ولايت دښځو په ليسه كي په ۶نيم جريبه  ځمكه كي د ښځو لپاره جوړيږي.

دده په وينا چي ددي پارك د جوړلو ټول مالي لګښت دبريتانيا هيواد دپرمختيايي بوديجي له لوري وركول كيږي.

دهلمند ولايت يوشمير ښځي په دغه پارك باندي ډيرخوشحاله دي وايي چي تردي وړاندي دښځو لپاره ځانګړي پاركونه نه وه چي دوي دي ولاړي شي اويوځاي شي

په هلمند كي ددي پارك ترڅنګ ډيري نورپاركونه  هم جوړ شوي دي چي پكي ډيري ځوانان لوبي ترسره كوي

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:47 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
دروان ۲۰۰۹ عیسوي کال دنومبر دمیاشتي ۱۷ نیټه وه چې دمعمول سره سم مي دپاکستان جنګ ورځپاڼه راپورته کړه . په لندن کي هسي هم دډیری نورو افغانانو په څیر زه هم خبرونه په انټرنیټ پاڼو کي لولم خودجنګ ورځپاڼې دمقالو لوستل مي له ډیره پخوا څخه عادت جوړ شوی دی .

دجنګ ورځپاڼي دمقالو په برخه کي دسرمقالې ترڅنګ لومړنۍ مقاله د(جرګه) په نوم دپاکستان دصحافت دیوه پیا وړي خبریال سلیم صافي وه چي له ډیروحقیقتونویې پرده پورته کړې وه.

سلیم صافی دپاکستاني ژورنالیزم دډګرهغه ځلانده ستوری دی چې درڼا ګټه یې یوازي پاکستاني ولس ته نه بلکه دسیمي ډېری اوسیدونکو ته رسېږي .

باید ووایم چې دسلیم صافي شخصیت او پوهه په یوه مقاله کي نه راغونډېږي خو که څوک غواړي چې دده دزړورتیا او وړتیا په اړه ځان خبرکړي نوبیا دي دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دجیو ټلویزون د(جرګه) په نوم سیاسي پروګرام وګوري او یادي هم په جنګ ورځپاڼه کي د(جرګه) په نوم مقالې ولولي .

زه دسلیم صافي پرکار او شخصیت نور نه ږغېږم اواصلي موضوع ته راځم .
ښاغلي صافي خپله لیکنه په دې پیل کړې چې :
نه پوهېږم دنړۍ دغولولولپاره به موږ ترڅوپوري ځان غولوو، دوسله والو طالبانواو القاعده شبکې د زور او ځواک څخه په اصل کې پاکستاني مذهبي مشران او تقاوت(ریټائیرډ) شوي پوځي افسران خبردي . دغه پوځي افسران او مذهبي مشران په غونډوکې وایي چې په پاکستان کې بمي چاودنې اوځانمرګي بریدونه غبرګونونه دي او په هم هغه غونډه کي بیا وایي چې دا کار دهندوستان داستخباراتو(را) دامریکا داستخباراتو(سي آی اې) او داسرایلو داستخباراتي اجنسي (موساد) له لوري کېږي.خو له دوی څخه هیڅوک داپوښتنه نه کوي چې دا غوغا خو تاسو او ستاسي پخواني پوځي تقاوت شوي افسران کوي چې اوسنی حکومت دامریکا او هندوستان په اشارو چلېږي .

 بیا دا(را) (سي آی اې) او (موساد) دداسي حکومت په خلاف ولي غبرګون ښیي چې ددوی په اشارو نڅا کوي؟
 بیا تاسو غوندي په اصتلاح دامریکا او هندوستان دښمنان ولي نه په نښه کوي ؟

عجبه خولا داده چي دپیښور په ترټولو ګڼ مېشته سیمه (نمک منډۍ) کې اوس له ویري څوک نه تر سترګو کېږي او دغه په اصتلاح دامریکا دښمنان لاریونونه جلسې اوپراخي غونډي کوي خو څوک ورته څه نه وايي.

عجیبه خبره ده چې په (را) (سي آی اې) او (موساد) باندي څه چل شوی چې خپلو دغو په اصتلاح دښمنانو ته څه نه وايي خو کله دامریکا یوخواخوږی اسفندیار ولي په نښه کړي او کله یې بیا نظردامریکا ترټولو ډېرنېژدې دوست پرویزمشرف باندي وي.

ښاغلي سلیم صافي په خپله اوږده مقاله کي دا هم لیکلي دي چې په تېرو دېرشو کلونو کې موږ(پاکستان) دامریکا په غوښتنه له پخواني شوروي اتحاد سره پر افغان خاوره خپله جګړه وکړه او اوس هم یقینآ روسیه ،چین او ایران له امریکا سره په افغان خاوره او همداراز په پاکستان کې خپله جګړه کوي .

دی وايی چې په افغانستان کې هم دپخواني شوروي اتحاد په خلاف پخپله افغانان جنګېدل خواصل دا جنګ امریکا اوځینو نوروهیوادونو دروسیې په خلاف کاوه،او همدارازپه پاکستان کي هم دنورولپاره جګړه پخپله پاکستانیان کوي چې نوموړی یې دروسیې،چین او ایران جګړه بولي.

لیکوال زیاتوي چې بیت الله محسود،حکیم الله محسود،قاري حسین ، طارق افریدی ، عبدالولي ، مولانافضل الله ، مولا نا فقیر محمد او ډاکترعثمان یو هم له امریکا څخه نه دي راغلي او نه هم دیوه بچیان په هندوستان کي زدکړي کوي بلکه ټوله پاکستاني دي . البته دغو ټولو کسانودپاکستان په خلاف لیڅي رانغښتي دي .

سلیم صافي لیکلي چې داهم ممکنه ده چې په پاکستان کې دجګړې اورته دافغانستان دحکومت په ګډون هند،ایران ، امریکا او ډیری نور هیوادونه لمن وهي خو دده په خبره چې تنور پخپله پاکستانیانو ګرم ساتلی دی خو ډوډۍ ورکې هرڅوک پخوي .

زما لپاره داډېره هیرانوونکې ده چې یو پاکستانی مشهوره خبریال دپاکستان په ترټولو مشهوره او نامتو ورځپاڼه (جنګ) کې داسي لیکي.

لیکوال هغه څه لیکلي چې له تېرو دېرشو(۳۰) کلونو راپه دې خوا دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅګزي ویل . دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پالیسي هم داوه چې په هره غونډه کي به یې دانارې وهلې چې دخدای په خاطر په افغانستان کې دجګړې اورته لمن مه وهئ ، کنه دا اور به ستاسو کورته هم راځي او تاسو به هم په هم دغه اورکې سوځئ . هم هغسي وشول او نن دپاکستان په هر ښار کې وېره خپره او دافغانانو په څېرپاکستاني وګړي هم په آزاده پښه نه شي ګرزېدلای .

که څه هغه وخت جنګ ورځپاڼي دپښتونخواګوند دغونډوداډول راپورونه هم په اساني نه خپرول خو اوس دوی پخپله هم هغه ډول خبري کوي چې پښتونخوا ګوند کلونه وړاندي کولې .

که څه هم سپیني خبري لیوني یا زورور کوي او یا هم زړه ور.

سلیم صافی یو ډیر زړه ور خبریال دی ، ښایي زه دده په ډول په زړورتیا سره ونه لیکلای شم خو دا ویلای شم چې په پښتني سیمو کې روانه جګړه په ټولیز ډول یوازي وسله وال طالبان نه کوي . دپښتني سیمو په روانه جګړه کې امریکا دمشر تابه رول لوبه وي خو ګاونډي هم پکښي ښکېل دي . البته په پښتني سیمو کې درواني جګړې اورته تر ټولو ډېره لمن دشمال ټلوالې هغه ځواکمن کسان وهي چې په افغان حکومت کې پر لویو چوکیو ناست دي . دورته پېښو ډېر مثالونه هم لور چې پرخپل وخت به یې خپاره کړو.

موږ یوځل بیا دوی ته دا یادونه کوو چې که پرپښتني سیمو هم دا دول جګړه تپل شوې وي نو دګاونډیانو سره سره دنړۍ ډېری نور هیوادونه هیڅ کله سوله ئیز ژوند نه شي کولای . همداراز دشمال ټلوالې زورواکانو ته په کاردي چې په پښتني سیمو کې دجګړې اورته لمن ونه وهي ځکه که پښتني سیمي نا ارامه وي نو شمالي ولایتونه هم په سوله کې نه شي پاتې کېدلای او دا اور هسي هم اوس ددوی تر جونګړو رسېدلی دی او که يې نور هم دې اورته ورپؤکړل خدای مکړه ددوی کلي کورونه په هم دهلمند،کندهار،اروزګان،خوست،پکتیا،زابل،میدان وردګو،غزني،فراه،پکتیکا،کنړ،نورستان،وزیرستان،مومندو،ښکلي سوات او پیښور په ډول دجګړې په اوروسوخل شي .

میرویس افغان

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:45 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
كلنټن پرخپل برېتانوي سيال مينه

سركلـنــټــن . (د لندن سن ورځپاڼه)چينه : 

 

د سن(The Sun) په نامه په لندن خپرېدونكې ورځپاڼې راپور ورکړچې د امریکا د باندنيوچارو وزيرې دوه شپېته كلنه هېلري كلنټن پردې اعتراف كړى دى چې پرخپل برېتانوي سيال ډېوېډميليبنډمينه ده .

 

سن بریتانوۍ ورځپاڼې ليكلي دي چې كلنټن په يوه ويناكې د ستاينې ترڅنګ څلورڅلوېښت كلن ميليبنډيوهوښيار،هڅاند،هيښنده،زړه ته نږدې – د دنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى بللى دى .

 

دې ورځپاڼې د مېرمن كلنټن په قول ليكلي دي هرڅوك چې ميليبنډ وويني په هغه مينېږي. كلنټن ويلي منظورمې دادى چې هغه يوهوښيار، هيښنده، زړه ته نږدې،ددنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى دى  .

 

نــــــــور ښـــكلـــي پيـــدانــه كــــړې

څــــوك پـــرچـــاشــيــــدانــــه كـــړې

عشق،عشق،عشق خانه خراب دى

څــــوك مـــيــــن پـــــرچـــــانـــه كـــړې

 

سن ورځپاڼې د برېتانیا د باندنيوچارو د وزير ډېوېډميليبنډ له قوله ليكي چې هیلري كلنټن په خنداخندا وار كوي او لكه د لستوڼي مار داسې ده .

 

تمه كېږي چې د نومبرپرنولسمه په كابل كې دافغانستان د ولسمشركرزي د لوړې له مراسمو وروسته ميليبنډ له خپلې امريكايي سيالې هېلري كلنټن سره كتلي وي.

 

یاده دې وي چې سن ورځپاڼه عموماً دا ډول خبرونه خپروي اوځینې وخت د چارواکوخبرې تحریفوي هم

+ نوشته شده در  Tue 24 Nov 2009ساعت 3:31 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

هلمند په لندن کې

 
د برتانيې حکومت په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو لپاره يو داسې ځای جوړ کړی ، چې د افغانستان له ژوند سره پوره ورته والی  لري او په دغه سيمه کې چې سړی ګرځي نو داسې فکر کوي ، لکه په هلمند او يا قندهار کې چې وي.

برتانوي حکومت د خپل ځواکونو لپاره يو ستر بازار جوړ کړی دی ، چې نژدې ۲۳ مليونه ډالر يې پرې لګولي دي ، په دې بازار او خوا شا سيمو کې داسې چاودنې کېږي لکه د ځانمرګيو بريدونو ، همدارنګه له چاودنو وروتسه د زګيرويو او چغو اوازونه  او همدا ډول  لکه په جنګ کې ښکېل او يا  راګېروارخطا برتانوي عسکر ليدل کېږي

په دغه سيمه کې په پښتو چغې وهل کېږي ، مېوې او سبزي  خرڅونکي په پښتو چغې وهي ، برتانوي پوځونه لکه جنګ ځپلې داسې ستړي ستړي دېخوا او هاخوا منډې رامنډې وهي ، ځينو په کې ځانونه داسې جوړ کړي وي ، لکه ژوبل چې وي او له ورنونو يې وينې بهېږي ، همدارنګه د خټو کورونه او د چرګانو شور ماشور هرې خوا ته خپور وي .

مګر دا همرنګ احساس چې برتانوي پوځونو ته ورکول کېږي ، د هغوي په جذبه کې او په جنګ کې په مقاومت کولو کوم اثر نه کوي ، ځکه د هلمند جنګ د برتانيه په شنه او ښکلې سيمه کې تمرين کېږي او ځواکونه هېڅکله دا فکر نه کوي چې ګوندې دوی په هلمند کې جنګېږي .

په سيمه کې د برتانوي ځواکونو يو روزونکي وویل چې دلته هر څه لکه د رښتيني هلمند په شان دي ،  ددې سيمې موسيقي لکه د هلمند د موسيقۍ، د خټو جومات  همدارنګه خواو شا چرګان ، چې سړی هېڅکله داسې نه احساس کوي چې ګوندې زه د   سنګين یا ګرېشک په کوم بازار کې نه يم  او دا هغه څه دي چې مونږ يې غواړو.

يو سړی چې توره پګړۍ يې وهلې وه ،  کالي يې اغوستي و او  موټر سايکل یې را کش کاوه ، جنرال ماته وويل چې ته هغه ته وګوره ! کله چې ما هغه ته وکتل نو رښتيا هم لکه يو هلمندي افغان ، هغه ماته وويل چې دا شخص د نوتينګهم اوسېدونکی دی ، مګر هغه مجبور دې چې په دې روزنيز کيمب کې ځان ژوبل وښايي او يا په رښتیا سره ژوبل شي.

همدارنګه هلته ليدل کېده چې خلک سره راټول و او د ځان لپاره يې چای را ایشاوه ، لکه د هلمند په شان په تنورونو کې ډوډۍ پخېدې  او د تنورونو له تورو پايپونو څخه لوګي پورته کېدل ، چې د روزنې له کلا څخه بهر تېرېدونکی کس خامخا دا فکر کولو چې دا هلمند او يا افغانستان دی .

نوي برتانوي عسکر بايد په هغه کليواله پښتنه سيمه کې چې د برتانيې په ختيځه برخه کې پرته ده دوه مياشتې تېري کړي .

د ځواکونو په دې روزنيز کيمپ کې سپين ږيري کسان ناست وي او په خپل منځ کې بحثونه کوي ، ځوان هلکان يو خوا او بل خوا په بایسکلونو ګرځي ، همدارنګه بقالان يا په شا سودا ګرځوونکي کسان خپلې سودا ګانې کلي په کلي او کور په کور ګرځوي  يوه ډله نور کسان يا په کورونو کې ناست وي او يا له کورونو څخه بهر يوې ډډې ته .

د فضل بيريا په نوم يوه نوي عسکر چې د لندن و وویل چې دا سيمه بيخي د افغانستان په شان ده ، ځکه تر ټولو مهمه دا ده ، چې دلته چې کوم برتانوي عسکر و روزل شي ، هغه به د افغانانو د ژوند ، کولتور او دين په اړه پوره پوه شي.

په يوه سيمه کې يو ځوان جنرال د سيمې د شورا له خلکو سره چې عمر يې تقریباً د ده د عمر دوه چنده وي په يوه قالينه ناست وي او د ترجمان په واسطه له هغوی سره خبرې کوي ، د سيمې خلک جنرال ته خپل شکايتونه اوروي او جنرال هغوی ته وايي چې دی نشي کولي چې د ورانو شويو ځایونو د رغونې لپاره دوی  ته ۵۰۰ ډالر ورکړي  ، ځکه لومړی بايد له دې کلي څخه طالبان ووځي .

د افغانستان په اړه  یوه تجربه لرونکي پوځي راته وویل چې دلته ژوند د هلمند د سيمه ایز ژوند په ډول دی ، ځکه د سيمی قومي رواجونه او کولتور دلته پلی شوی چې دې سيمې ته يې د واقعيت رنګ ورکړی دی ، دپښتنو يو بازار چې په زوه په کې چغې وهل کېدې هم هلته موجود  و.

دلته اوسېدونکو پوځونو خپل ځان ته خپل خوراکونه پخول ، نو ځکه هلته د افغاني خوراکونو بوی په فضا کې خپور ، ، اورونه بل و او خلک مصروف خپل ځانونه ته يې ډوډۍ پخولې ، خواو شا خلک په موټر سايکلونو په افغاني جامه کې ګرځېدل چې سړی يې نور هم واقعيت ته نزدې کاوه .

په دغه مرکز کې يوه قوماندان ، سيمون لويډ راته وويل چې ، مونږ د پيسو يو ستر تاوان برداشت کړ او دا ډول واقعي ژوند مو خپلو ځواکونو ته دلته په لندن کې جوړ کړ . تر څو خپل ځواکونو داسې وروزو لکه په هلمند کې مو چې روزلي وي.

نوموړي زياته کړه ، چې مونږ کوښښ کوو چې خپل ځواکونه داسې وروزو ، چې کله دوی هلمند ته لاړ شي دوی هېڅکله داسې فکر ونه کړي چې مونږ له دې ماحول او يا له دې خلکو سره نوي يو ، ځکه هغوی به د هغې ماحول تجربه لري او په رښتيا سره هم چې کله دوی هلته لاړ شي نو بيا ددې روزنيز کيمپ اهميت ورته معلومېږي.

ځان مرګي بريدونو به بازار بالکل ګډوډ کړو ، او ژوبل افغانان به هرې خوا ته پراته و او په رښتيا سره به داسې معلومېدل لکه د بدن ځينې برخې يې چې نه وي .

جنرال زياته کړه ، چې مونږ يواځې ددې لپاره نه جنګېږو ، چې  سيمه ونيسو او نور ترې لاړ شو ، بلکې مونږ بايد دې ته هم فکر وکړو ، چې مونږ اخر د څه لپاره جنګېږو.

برتانيه اوس مهال په افغانستان ۸۳۰۰ عسکر لري او غواړي چې ۷۰۰ عسکر نور افغانستان ته راولېږي چې ۹ زره پوره شي ، تر اوسه تقریپاً ۱۶۶ برتانوي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي ،

ددې پوځيانو يو روزونکي کلونډ ويسټلي وويل چې زمونږ دا ټوله پروژه يواځې ددې لپاره ده چې څنګ په افغانستان کې د خپلو  ځواکونو د مړينې کچه راټيټه کړو ځکه چې انسان زمونږ سره ډېر ستر ارزښت لري.

نوموړي زياته کړه ، چې که پوځيان يو نوی تاکتیک او يا يو نوی وسله او سامان وکاروي او زه  پرې په يوه دقيقه کې خبر نه شم نوګڼ شمېر خلک  به ووژل شي.

+ نوشته شده در  Tue 24 Nov 2009ساعت 3:21 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آذر 1388
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333